کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۰  برخه


دکتور لطيف ياد
     
 
 

 ((اگر فردوس بر روى زمين است            همين است و همين است وهمين است))
(( هر چاته خپل وطن کشميردى))

دهندوانو لرغوني ښارونه:

کشمير कश्मीर :
کشمير يوه لرغونې سيمه ده او دهيماليا دغرونو په لمنه کې پرته ده چې بيلا بيلې برخې يې نن په هند ،پاکستان اوچين پورې اړه لري. دهندي کشمير لويه برخه په هند کې پرته ده چې دهند يو شمالي لويديز ايا لت دى او دجمو او کشميردايالت په نامه سره ياديږي اودوبنى مرکز يې سرينگر يا شرينگر او ژمنى مرکز يې جمو دى.دکشمير بله برخه په پا کستان پورې اړه لري چې پا کستان ورته آزاد کشمير وايې چې مر کز يې مظفر آباد دى چې د بلتستان او گلگت سيمې هم پکې راځي.په چيني کشمير پورې اړونده سيمه اکساى چن نو ميږي او دقراقورم غرنۍ سيمه هم پکې شامله ده.دهندي کشمير دجمو او کشمير ايالټ١٠١،٤٣٧کيلومتره مربع مسا حت لري.دپا کستا ني کشميرمساحت٥،٦١٩ کيلو مټره دى او چيني کشميرچې زياتره غرنۍ سيمه ده څوک پکې نه اوسيږي ،خو مساحت يې ٤٢،٦٨٥کيلو مټره مرپع ده . دکشمير مانا په سنسکريت کې داوبو ځاى ته وايې او ويل کيږي چې په لرغونو زمانو کې کشمير ډير داوبو جهيلونه درلودل.
کشمير په لر غو نو زمانو کې په تيره بيا دزيږديزې زرمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يې کې د هندوئيزم يو ستر مر کزو.بيا بو دايې دين هلته ريښې و ځغلولې.ويل کيږي چې دموريا د کورنۍ مشهور واکمن آشوکا کشمير په تيره بيا سرينگر ته ډيره پا ملرنه وکړه او هلته دبودايي مذهب پنډتانولوى لوى او ستر مذهپي مرکزونه درلودل اودبو دهيزم د سر واستي وادن مذهبي مکتب د کشميرپر خلکو ستره اغيزه وښند له .همداراز په کشمير کې ډير هندو برهمن واکمنانو هم راج چلولى دى چې د هندوانو دمشهورې رزميې مها بهارت په قول په کشمير کې کمبوج دهندوانو يو ځواکمن ټولواک تير شوى دى او ځينو نورو هندى مشهورو کورنيو هلته پا چاهي کړې ده لکه گونندا، موريا،کوشانيانو.گوننديا، کارکوتا،اتپا لا،کوتمبي،ديويرا او لوهارا . په کشمير کې د هندوانو مشهور کتا ب راجا ترانگني(د واکمنانو سيند) دپنډت کلهن له خوا په دولسمې زيږديزې پيړۍ کې ليکل شوى دى چې د کشمير د هندو واکمنانو تاريخ دى.
د ١٤ پيړۍپه لومړۍ نيمايې کې يعنې په ١٣٣٩ زيږديز کال په کشمير کې سواتي کورنۍ چې مشري يې شمس الدين شا ه مير ته په غاړه وه د خپل سلطنت بنسټ کيښود چې تر هغه وروسته دهغه زامن جمشيد او عليشيرچې په علا ء الدين سره مشهورودواکمنۍ چارې په لاس کې واخيستلې.وروسته په کشمير کې دسيدانو او چاک کورنيو د کشمير چارې اداره کولې.وروسته چې مغولوپر هندوستان واکمني کوله نو کشمير ددوى تر واک لاندې و.بيا وروسته درانيانو پر کشمير واکمني کوله،تر هغه وروسته کشمير دسکهانو لاس ته ورغى چې مهاراجا ګلاب سينګ،رنبير سينگ ،گلاب سينگ او هري سينګ يې دسکهانو له خوا واکمنان پاتې شوي دي چې بيا وروسته کشمير دانګريزانو لاس ته ورغى .
اوس جمو او کشمير دهند يو شمال لويديز ايالت دى
 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۱،          سال    هشتم،     قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی