کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

 

 

 
 
 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۸۰ برخه


 
 
 

   
دهندوانو لرغوني ښارونه:

دیوکوټ :

دیوکوټ چې د(کټي ورشا،دیوي کوټا،دیواکوټااو دیوکوټ) په نامه هم یادیږي دهند دلویدیز بینګال دایا لت یو لرغونی ښار وچې ددغه ښا ر پلازمیینه (پایتخت)مهاستانګر وچې دهند دلرغو زمانو دواکمنانو چندرا،ورمان او سینا دشاهی کورنیو پرې واکمني چلولې ده.
ددیوکوټ دښار یادونه دهندوانو په لرغونو مذهبي او تاریخي متونو او له هغو نه په وایو پورانااوبریهات سمهیتاکې شوې ده .همداراز دهند دلرغونو زمانو لغت پوهانو لکه هیم چندرا په خپل کتاب ابهیدهانا چینتا ماني اوپورو شوتاما په خپل کتاب تریکان دشیشا کې ددیوکوټ دښار نو مونه د اوما، اوشا، وانا،بناپورا او شونیتاپورا په بڼو لیکلي دي.همداراز سندهیاکارا نندي په خپل کتاب راماچریتا کې ددغه ښار دجهیل او دلمانځتون یا عبادتځي د اوږدوالي په برخه کې هم ډیر څه لیکلي دي.داسې ښکاري چې په دغه ښار کې دبودایي مذهب ستوپو او عبادت ځایونو شتون درلود.
په ۱۲۰۴ زیږدیز کال کې کله چې دغه سیمه د قطب الدین ایبک دجنرال بختیار غلجی په لاس کیوته نو دغه سیمه دلکهنوتي یا لکنوتي په نامه یادیدله او دغه ښار دپوځي کبله هم دخورا اهمیت درلودونکی و.
د۱۹۳۸ او ۱۹۴۱ زیږدیزو کلو نو تر مینځ دجي .کي .ګوسوامي په مشرۍ چې دلرغو نو آثارو دکیندنو دټیم لارښونه ورپه غاړه وه په دغه ښار کې یو لړ کیندنې هم شوي دي اود داسې ودانیو نخښې نښانې رابرسیره شوي دي چې دلته یو ښار و او ستر مدنیت شتون درلود.همداراز هغه تاریخي آثار هم کشف شوي دي چې لرغونتوب یې دموریا،ګوپتا،کوشانیانو او پالا دواکمنانو په عصر او پیر پورې اړه لري.لنډه داچې دیوکوټ دهندوانو یو لرغونی ښارو چې دتاریخي پلوه داهمیت وړ ښار ګڼل شوی دی.

ددغې مقالې په اړوند لاندیني انځورونه وګورئ !
 

 

 

 


بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۹۱              سال نهــــــــــم                      ثـــــــور    ۱۳۹۲                اول می   ۲۰۱۳