کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۸۰ برخه


 
 
 
 

   دهندوانو لرغوني ښارونه :

ولا بهي :

ولابهی یا اوسنی ولابهي پور دهند وانو یو پخوانی او لرغونی ښاردی چې د هند د ګجرا ت ایا لت د سوراشتهراپه ټاپووزمه کې بها و نګر ته نږدې پروت دی.د غه لرغونی ښارد میټر اکا د لرغونې شاهي کورنۍ پلازمیینه یا پایتخت و.
دتا ریخي ر وایتونو او لرغونو افسانوپر بنسټ د ولابهي د ښا ر بنسټ د د ریمې زیږدیزې پیړۍ
په شا ا وخواکې د جنګیالیو د طبقې پورې ا‌ړوند ویجایا سینا ایښودلی دی. د میټراکا د کورنۍ نه د بهارتا کا ا ولاده چې نو موړی دګوپتا د امپراتورسکند ګوپتا دواکمنۍ په وخت (۴۶۷-۴۵۵ زیږدیز) کې دسوراشتهرا په ټاپو وزمه کې سترجنرال اوګورنرو او دجنوبي راجستهان په ّځینوبرخویې هم واکمني کوله پر دې سیمې ر اج کړی دی .
تر دې وروسته ددغه ځای یوبل واکمن درونا سینا خپل ځان دولابهي دامپرا تور يه توګه اعلان کړچې تر هغه وروسته بې زوی دویم دهارا سینا ددغې سیمې واکمن و.همدارازپر ولابهي باندې دمیټراکا د کورنۍ نه کاراګهارا،دریم دهارا سینها اوسیلادیتیا هم واکمني کړې ده.دمیټراکا امپراتوري وروسته ولابهي دهرشه واکمنانو لاس ته ورغی خو تر هغه وروسته بربرو او وحشي خلکو ونیو،خو داپته نشته چې دا وحشي او بر بر قومونه به څوک ول، له همدې کبله پر دې خبره د مور خینوترمینځ په دې ټکي سره ا ختلاف شته.
ولابهي په (۴۵۳-۴۶۶ زیږدیز) کلو نو کې دجینیزم د مذهب چې د هندو ئیزم یوه څانګّه ده ستر مر کز ګڼل کیده،خو د اوومې زیږدیزې پیړۍ په نیمایې کې کله چې چیني زایرهیوانتسونګ د ولابهي نه لیدنه وکړه تو په هغه وخت کې دغه ځای د بو دهیزم ستر مرکز و او د ګونامتي او سترهیامتي په نامه دبودایي مذهب لارښوونکي او بامبړانو پکې شتون درلود.


ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندې ډ ول وګورئ !
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۲            سال نهــــــــــم                      ثـــــــور/جوزا    ۱۳۹۲                ۱۶ می   ۲۰۱۳