کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۵  برخه


دکتور لطيف ياد
         
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه :

ساگالا(سيالکوټ) :
ساګالا چېدسنګالا په بڼه هم ليکل شوى دى او نن ورځ يې سيالکوټ بولي د دپاکستان د پنجاب په ايالت کې پروت دىچې دهندوانو يو لر غونى او تاريخي ښار گڼل کيږي. دساګالا(سيالکوټ) دښار يادونه د هندوانو په زړو تاريخي او مذهبي متو نو کې هم شوې ده.
پر ساګالا(سيالکوټ) باندې د تاريخ په او ږدوکې هندوانو،بودايانو،پارسيانو،يونانيانو،افغانانو ،ترکانو ،مغولو ،سکهانواو انګريزانو راج او واکمني چلولې دى.
ويل کيږي چې دساګالا(سيالکوټ) دښار بنسټ ايښودونکى راجا سالا و چې دساګالا لر غونې کلا هم دده له خوانه ودانه شوې ده.دهندي واکمنانو کو مو کورنيو چې پر ساګالا باندې واکمني کړې ده نو په هغو کې د موريا او دسونگا دامپراتورۍ د واکمنانونه يادونه کولاى شو..په سا ګالا(سيالکوټ) کې تر اوسه هم دکيند نو په نتيجه کې دهند وانو ،يونانيانو او پارسيانو دواکمنيو د وختونو سکې موندلې کيږي.
په ١١٨٥ زيږديز کال پر دغه ښارباندې دسلطان شهاب الدين غوري له خوا بريد وشو او هغه يې ونيوه .تر هغه وروسته دمغولو په واکمنۍ کې لو مړني واکمن چې پر دې ښار يې خپله ولکه ټينګه کړه هغه د هند دمغولي واکمنۍ بنسټ ايښودونکى ظهيرالدين محمد بابر و. بيا وروسته دهغه د لمسي جلال الدين محمد اکبردواکمنۍ په وخت کې ساګالا(سيالکوټ) دلاهور دايالت درچهنابار د سرکار يوه برخه شوه.دشها ب الدين شاهجهان د واکمنۍ په وخت کې نو موړي واکمن ،عليمردان خان دهغه ځاى دچارو دمسوول په توګه وټاکه.ددرانيانودامپراتورۍ دواکمنۍ په وخت کې بيا د ساګالا (سيالکوټ) چارې ددراني چارواکو په لاس کې اداره کيدلې .تر هغه وروسته سکهانو تر ٤٠ کلونو پورې پر ساګالا(سيالکوټ) راج وچلاوه او د١٧٩٧ زيږديز کال نه تر ١٨١٠ زيږديز کاله پورې د مهاراجا رنجيت سينګ په لاس کې و.وروسته په ١٨٤٩ کال ساگالا (سيالکوټ) دانګريزانولاس ته ورغى اودغه ځاى يېپه خپلېټينګې ولکې کې راووست.په ١٨٥٧زيږديز کال کې چې دهندد نيمې وچې خپلواکي غوښتونکو ولسونو او پر گنوچې دپيرنګيانو دغلامۍ پرخلاف عمومي پا څون پيل کړ، نو دهندوستان ډير ازادي غوښتونکئ خلک دپيرنګيانو له خوا ووژل شول اوډير شمير يې پاڼسي او ډير يې داوږدې مودې لپاره په زندانونو کې واچول شول نو انګريزانو په سا ګالا (سيالکوټ)کې دخپلو ځانونو دساتنې لپاره ددغه ځاى دپو ځي کلا نه گټه واخيستله. دهند تر خپلواکۍ او بيا دهندوستان تر ويش وروسته په١٩٤٧ زيږديز کې دساګالا سيمه دپا کستان په ولکه کې راغله.
لنډه داچې ساګالا دلر غوني هند او هندوانو يو مشهور ښار و.
 


ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندې ډول ليدلاى شئ!
 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۶،          سال    هشتم،       سنبله /میزان  ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                   ۱۶ سپتمبر      ۲۰۱۲ عیسوی