کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

 ۷۲ برخه


دکتور لطيف ياد
 
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

 

هريدوار( हरिद्वार) :

 

هريدوار دهندوانو يو لرغونى او مذهبي ښاردى چې نن ورځ دهند داتهر کهنډ په ايالت کې دګنگا دسيند تر څنگ پروت دى. هريدوار يوه سنسکريت کلمه ده چې هري د ويشنو نوم دى او دوار دروازې ته ويل کيږي يعنې د ويشنو دروازه يا ور.هريدوار د هندوانو په ګروهې او آند يو سپيڅلى او مقدس ښار دى چې دهندوانو په سپيڅلو کتابونولکه بګهوت پورانا،مها بهارتا ،سمودرا منتهن او ويشنو پو رانا کې يې يادونه شوې ده.په سمودرا منتهن کې راغلي دي چې هريودوار دهغو څلورو ښارونو نه يو ښار دى چې امريت  يا ددايمي ژوند داوبو څاڅکي پکې توى شوي دي ،نور درې ښارونه چې امريت يا ددايمي ژوند څاڅکي پکې توى شوي دي ،الله آباد،ناسيک او اوجين دي.

دهريدوار يوه بله ځانگړتيا په دې کې نغښتې ده چې د هندوانو مشهوره ميله کومبها چې هر شپږ کلونه وروسته تر سره  کيږي په هريدوار کې دګوداوري اوکشيپرا دسيندونو په غاړو کې کيږي او تقريبا ٧٠ مليونه هندوان دلته را ځي او دګنگا په سپيڅلو اوبو کې اشنان يا غسل کوي چې کړي ګنا هونه يې توى شي او دسمسارا يا عذابونو نه دموکشا يا ژغورنې خواته لاړشي.ټاکل شوې ده چې راتلونکي مها کو مبها ميله به دسږکال د جنوري دمياشتې په ١٤ نيټه په الله آباد کې وشي.

په ګورودا پو رانا کې راغلي دي چې هريدوار دهند داوو سپيڅلو ځايونو نه يو ځاى دى.

 

Ayodhyā Mathurā Māyā Kāsi Kāñchī Avantikā I

Purī Dvārāvatī chaiva saptaitā moksadāyikāh II - Garua Purāa I XVI .14

 

د هند  منځنيو پيړيو په تاريخو نو کې هم دهريدوار نوم مشهورو او ډيره يادونه ترې شوې ده .ويل کيږي چې دسيک مذهب بنسټ ايښودونکي ګورو ديو نانک چې موږ يې بابا نانک بولو هم په په هريدوار کې دګنگا په سيند کې لمبلي دى. داکبر د دربار مورخ  ابوالفضل علا مي هم په خپل تاريخ آئين اکبري کې د هريدوار يادونه کړې ده او ليکلي يې دي چې اکبر پاچا په هريد وار کې د ګنگا دسيند اوبه دتبرک په تو گه څښلي دي. وروسته د هغه دزوى جهانګير په وخت کې انګريزي سياح تو ماس کوريات هم د هريدوار نه ليدنه کړې ده او هغه يې د شيوا پلا زميينه بللې ده.

دهريدوار تاريخي او دليدلو وړ ځايونه په لاندې ډول دي:

هار کے پوري،چاندے ديوي ټيمپل،منسا ديوي ټيمپل،مايا ديوي ټيمپل،کنخال،پيران کيليرشريف،نيل دهارا پکشي ويهار،سوريشواري ديوي ټيمپل،بهارت ماتا مندير،جيرام اشرم اونور...

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۳،          سال    هشتم،    جدی       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول جنوری      ۲۰۱۳ عیسایی