کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۴ برخه


 
 
 

  - کانچي پورم :
کانچي پورم دهندوانو یو لرغونی او ډیر پخوانی ښار دی چې لر غو نتوب يې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدوڅو پیړۍ دمخه اټکل شوی دی . لو مړني کتا ب چې د کانچي پورم یادونه پکې شوې ده هغه پاتانجلي مها بها شیا ده چې دمیلاد نه دوه پیړۍ دمخه لیکل شوی و. دغه ښار نن ورځ دهندوستان د تمیل ناډو دایا لت یوه ولسوالي (ډیسټرکټ) دی. کانچي پورم دویګاوتي دسیند پر څنډه پروت دی. دغه ښار دتاریخ په اوږدو کې د پالاوا، کولاس،پانډیانو دویجی نګر او دکرناټک دواکمنانو له خوا اداره کیده.
دتمیل په لرغو نو ادبیاتو کې دکانچي پورم نوم د کاچي او کاچي پیډو په بڼو راغلی دی چې وروسته دې کلمې سنسکریت ژبې ته لاره وموندله او په سنسکریت ادبیاتو کې د کانچي او کانچي پورم په بڼوهم راغلي دي . دکاچي نوم ددوو تورو (کا) او( نچي) نه اخیستل شوي دي ، چې ( کا) هندورب النوع برهما ته ویل کیږي او نچي د هندوانو درب النوع ویشنو دعبادت په مانا دی.
داسې ثقه تاریخي روایتونه شته چې کانچي پورم د پالا وا د واکمنۍ په وخت کې ډیر و غوړید اوپر مختګ یې وکړ او دغه ښار ددوی پلا زمیینه وه . ویل کیږي چې په دغه مو ده کې په کانچي پورم کې ډیر عبادتځایونه ،ودانۍ او سړکونه جوړ شول . همداراز د چالو کیا دواکمنۍ په وخت کې هم کانچي پورم د خپلو مشهورو معبدونو په لرلو سره ډیر مشهور وچې ډیر مشهور معبدونه یې د کیلاسناتهر ټیمپل او دوایکو نټا پیرومل،و رادها راجا پیرومل،ایکام بري سوارراو کاماکشي امان ټیمپلونه دي.
داسې ویل کیږي چې چیني زایر هیونتسنګ هم په ۶۴۰ زیږدیز کال د کانچي پورم نه لیدنه کړې وه.
دکولاس دواکمنۍ په وخت کې هم د کانچي پورم په ښار کې معبدونه جوړشول.
په کانچي پورم کې دهند دریو سترو مذهبونو بو دهیزم ،جینیزم او هندوئیزم ډیره وده او پر مختګ وکړ. د هند پر نیمه وچه باندې دانګریزانو دسلطې په وخت کې دغه ښار دانګریز او فرانس سره دجګړې یوه مخامخ جبهه او دجګړې ډګر پاتې شوی و څو په پای کې انګریزانو پرې خپله ولکه ټینګه کړه .
لنډه داچې کانچي پورم دهندوانو یو لرغونی ښار ګڼل کیږي .
 

 

 






 

 

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۵            سال نهــــــــــم                      سرطان    ۱۳۹۲                اول جولای   ۲۰۱۳