کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

 

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۸۲ برخه


 
 
 

    भीनमाल بهین ما ل(
بهین ما ل چې اوس د هند درا جستهان د ایالت د جالور په ولسوالۍ( ډیسټریکټ) کې پروت دی د هندوانو یو لر غونی ښار ګڼل کیږي.بهین مال يه منځنیو پیړیو کې دګوجرو پلازمیینه وه.
بهین مال د سنسکریت دستر شاعر ماګها او دستر ریاضي پوه او ستوري پیژندونکي براهما ګوپتا دزیږیدنې ځای دی .چینی زایر هیون تسنګ په (۶۴۱زیږدیز)کال کې ددغه ښار نه لیدنه کړې وه او په خپلو یاددښتونوکې یې لیکلي دي چې بهین مال دبیشنوای دواکمنې کورنۍ پلاز میینه وه.
بهین مال دتاریخ په اوږدو کې ډیرې لوړې ژورې لیدلي دی.په دغه ښار کې د ۱۳۳۳ او ۱۲۷۷زیږدیزو کلونو پورې تاریخي ډبرې چې دویکرام سموات دواکمنۍ دزمانې پورې اړه لري موندل شوي دي .
دتاریخی شواهدو پر بنسټ په دې ښارکې د جینیزم،بودیزم او بر همنیزم مذهبونو او ګروهو ډیره وده کړې وه او دلته د جینیزم او بو دهیزم دمذ‌‌‌هب پورې اړوندو ډیرو ټیمپلونو شتون درلود او دبهین مال ستر ټیمپل چې جګټ سوامی نو مید دراجستهان دسترو ټیمپلو نو نه شمیرل کیده. همداراز د جین د مذهب په ټیمپلونو کې د مهاویر ټیمپل تر ټولو مشهور ټیمپل وچې د کمار پال دواکمنۍ په موده کې ودان شوی و.دتاریخي لیکنو پر بنسټ بهین مال د دعلم او پو هې ستر مر کز ګڼل کیده.
لکه چې د مخه مو وویل دسنسکریت د ژ بې مشهور شاعرماګهاچې د( سیسو پالا وادها) شعری دیوان یې لیکلی و په (۶۸۰ زیږدیز) کال کې په بهین مال کې اوسیده.همداراز مشهور ستوری پیژندونکی او ریاضي پوه براهما ګوپتا هم په (۵۹۸ زیږدیز) کال کې په بهین مال کې پیداشوی و او دهرشه دامپراتورۍ په وخت کې دلته او سیده.نو مو‌ړی د اوجین دایسټرو نومي(ستور پیژندنې ) دمرکزمشرو.په دې ښار کې پالي او سنسکریت ژبو هم ډیره وده کړې وه.
دتاریخي اسنادو پر بنسټ دبهین مال دښار کلا ۸۴ دروازې درلودلې او تیمپلونو او معبدونو دې ښار ته ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه .
لنډه دا چې بهین مال د هندوانو یو لر غونی ښار ګڼل کیږي.
 

 

دبهین مال په ا ړ وند انځورونه په لاندیني ډول لیدلای شئ !

 



















 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۳            سال نهــــــــــم                      جوزا    ۱۳۹۲                اول جون   ۲۰۱۳