کابل ناتهـ، Kabulnath








Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

۸۸

 

 

۸۹

 

۹۰

 

 

۹۱

 

 

۹۲

 

 

۹۳

 

 

 

 

 
 

ډاکټر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۹۴ برخه


 

 

 
 

    دهندوانو لرغوني ښارونه

ګلبرګه( کال بورګي ) :

ګلبرګه چې په وروستیووختونو کې یې نوم کال بورګی ته اړول شوی دی دهندوانو یو لرغونی ښار ګڼل کیږي چې دجنوبي هندوستان دکر ناټکا په ایالت کې پروت دی.دګلبرګه دتسمیې وجه دګل او برګ یعنې ګل او پاڼې نه اخیستل شوی دی چې په پښتو کې ورته ګلپاڼه وایی، خو په دې وروستیو وختونو کې یې نوم بدل شوی دی او دکال بورګی په نامه سره یادیږي چې مقصد ترې ( ډبرینه سیمه ) ده.
په شپږمې زیږدیزې پیړۍ کې ګلبرګه دراشتراکوتاس دواکمنۍ تر ولکې لاندې و ه چې وروسته چالوکیا واکمنانو پر ګلبرګه باندې تر ډیرې مودې پورې راج وکړ.وروسته بیا ګلبرګه ددیواګری دیاداو او دهلی بیدو دهوی سالاو دواکمنانو له خوا کنټرول کیدله .
ورپسې ګلبرګه دډهلي دسلطنت تر ولکې لاند‏ې سیمه شوه او په ۱۳۴۷ زیږدیز کال بهمني واکمن حسن ګنګو پر دې سیمه حکومت کاوه چې دبهمني کورنۍ سلسلې پردغه ‏ځای باندې د۱۵۲۷ زیږدیزه کاله پورې واکمني وچلوله .د ۱۷۲۴زږدیز نه تر ۱۹۴۸ زیږدیزه پورې ګلبرګه دحیدر آباد دنظام پورې یوه تړلې سیمه وه .کله چې په اوولسمې زیږدیزې پیړۍ کې اورنګزیب دکن فتحه کړ نو ګلبرګه یې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستله.په ۱۹۴۸ زیږدیز کال دهند دحکومت تر ولکې لاندې راغله.

ګلبرګه یوه حاصلخیزه سیمه ده چې د کریشنا او بهیما دوه سیندونه پکې بهیږي .
په پخوانیو زمانو کې دګلبرګه واکمنۍ ډیر ې نورې ورپورې تړلې سیمې درلودلې چې دغه سیمې بیجاپور ،بیدار ،بیرار ، احمدنګراو ګل کونډا وي .
په ګلبرګه کې ډیر ټیمپلونه او دمسلمانو مزارونه شته .ددغه ځای مشهور هندو ټیمپلونه دشرانابسا ویشور ټیمپل ، دشری کشیترا ګنګاپور ټیمپل،دهلوکانت ایشور ټیمپل،دګتهارګي بهاګایا ونتي ټیمپل، دخواجه بنده نواز درګاه ،دبودها ویهار ټیمپل او دحضرت محمد بادشاه قادري درګاه.

دګلبرګه په اړوند انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ !
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۵         سال نهــــــــــم                      قوس   ۱۳۹۲                اول دسمبر   ۲۰۱۳