کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤۳ برخه

دکتور لطيف ياد   
 
 

 

 

 هندو واکمنان :

 

١٢- د چالو کيا دکورنۍ واکمني٥٤٣-١١٨٩ ميلادي:

 

چالوکيا يوه هندي شاهي کورنۍ وه چې دشپږمې او دولسمې زيږديزې پيړيو تر مينځ يې د هندوستان په مر کزي او جنوبي بر خو باندې واکمني کړې ده ٠ د چالو کيا دکورنۍ  واکمنان په دريو بر خو باندې ويشل شوي دي.

١- دلويدېز چالو کيا واکمنان

٢- وروستني لويدېز چالو کيا واکمنان

٣- دختيز چالو کيا واکمنان

موږ به هڅه وکړو چې د چالوکيا دکورنۍ دغه درې واکمنې کورنې تا سو ته در وپيژنو:

١- لويديز چالوکيا واکمنان:

دلويدېز چالو کياد واکمنانو پلا زميېنه يا پايتخت بادامي يا اوسنی بيجاپورو٠ ددغې کورنۍ واکمنان په لاندې تو ګه درپيژنو:

١- لومړی پولاکي سين:

نو موړی دلويديز چالوکيا دکورنۍ لو مړنی واکمن ګڼل کيږي چې دستيا سرا لقب يې درلود٠ ددې تر څنګ نو موړی يو ستر عالم هم و٠ دده دواکمنۍ پلا زميېنه بادامي يا اوسنی بيجا پورو٠

٢-کريتي ويرمان :

تر پو لاکي سين نه وروسته يې زوی کر يتي وير مان واکمن شو٠ دده دواکمنۍ په وخت کې ډېر لمانځنتونونه او معبدونه جوړ شول٠ ويل کيږي د دوټاپې دښار بنسټ هم دده په وخت کې ايښودل شوی دی ٠ همداراز دکريتي وير مان دواکمنۍ په وخت کې د چالو کيا دکورنۍ دواکمنۍ ساحه تر جنوبي مهاراشټرا، ميسور او تاميل نډو پورې وغځيدله٠ نومړي دانګا، ونګا، کالينګا او مګدها واکمنانو ته هم ماتې ورکړه٠

٣- منګليسا:

نوموړی دلومړي کريتي وير مان ورور و٠ هغه د چالو کيا دتخت پر ګدۍ باندې په ٥٩٨ زيږ ديز کال تکيه وکړه او دواکمنۍ دوره يې تر٦١٠  زيږديز کا له پورې وغځيدله٠ دتاريخي مستندو روايتونو پر بنسټ دکالا چوري سوبه هم دده په وخت کې دده په بر خه شوه او شمالي او مر کزي مها را شټرا دده دواکمنۍ تر سا حې لاندې راغله٠ تر دې ورو سته دمنګليسا او دهغه دوراره دويم پولا کيسي تر مينځ شخړې او لانجې رامينځ ته شوې چې په پای کې دی ووژل شو او دواکمنۍ نه دتل لپاره راوپر ځيد٠

٤- دويم پو لا کيسي:

دويم پو لا کيسي په ٦١٠ زيږديز کال باندې دچالو کيا دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست او تر ٦٤٢ زيږديز کال پورې يې واکمني وکړه٠ دده دواکمنۍ په وخت کې کو چني راجاګانو ځانته سيمه ايز حکو متو نه جوړ کړل٠ خو سره له دې هم دی په دې وتوانيد چې دپالاوا دکورنۍ واکمن لو مړی مهيندرا وير مان ته ماتې ورکړي، خو وروسته دپالاوا دکورنۍ نورو واکمنا نو ورسره جګړه وکړه او په پای کې دجګړې په ډګر کې ووژل شو٠

٥- لو مړی ويکرام اديتيا:

ددويم پو لا کيسي تر مړ ينې ورو سته با دامي( بيجاپور) او ځينو جنو بي برخو باندې دپالا وا دکورنۍ ځينو واکمنانو واکمني کوله چې وروسته بيا دويکرام اديتيا دهلو ځلو او کو ښښونو په نتيجه کې دغه سيمې دده دواکمنۍ په سا حه کې  راغلې٠

٦-وينی اديتيا:

نو مړي د٦٨١ زيږ ديز نه تر٦٩٦ زيږ ديز پورې واکمن و ٠ نو موړی دچولا، پانديا، پالاوا او الو وا دواکمنانو پر خلاف وجنګيد،خو له تاريخي پلوه دده دواکمنۍ دوره نسبتا په ارامۍ او سو له کې تېره شوه٠

٧-دويم ويکرام اديتيا:

نوموړی دويجی اديتيا زوی و چې د ٧٣٤ زيږديز کال نه يې تر ٧٤٥ زيږديز کال پورې واکمني کړې ده٠ نو موړي دپالاوا دکورنۍ دواکمنانو سره سخته دښمني درلودله٠ همداراز نو موړي دخپلې واکمنۍ په دوره کې د چولا، کريلا او پانديا ځواک له مينځه يووړ٠

٨- دويم کر يتي وېرمان:

نوموړی ددويم ويکرام اديتيا زوی و چې پوره ١١ کلونه يې واکمني وکړه٠ دده دواکمنۍ دوره ډيره ښه وه او خلکو په خوشالۍ کې ژوند تيراوه٠ دده په ماتيدو سره دلويديز چالو کيا دواکمنۍ ځواک هم پای ته ورسيد٠

٢- وروستني لويدېز چالو کيا واکمنان:

د وروستني لو يدېز چالو کيا دکورنۍ  بنسټ ايښودونکی تايلا يا دويم تايلا پا و٠ دوی دکلياني چالو کيا په نامه سره هم شهرت لري٠

دلويدېز چالو کيا د ځينو مهمو واکمنانو نو مو نه دادي:

ستيا سرايا،داسا ورمان، پنځم ويکرام اديتيا، لو مړی جيا سيمها، جګدهي کا مالا او جايا سميها٠

٣- ختيز چالو کيا واکمنان:

ختيز چالو کيا واکمنا ن چې دوينګي چالو کيا په نامه يا ديږي دبادامي چالو کيا يوه څانګه ګڼله کيږي٠ ددوی دواکمنۍ مر کز وينګي و ٠دوی په عمو مي ډول په ختيز دکن او اندرا پراديش باندې واکمني کوله٠

دچالوکيا دکورنۍ دواکمنانو دورې ته يو ځغلند نظر :

د چالو کيا واکمنانو او په تېره بيا دبا دامي چا لو کيا دواکمنانو دوره دجنوبي هندو ستان په تاريخ کې يوه روښانه دوره ګڼله کيږي٠ ددوی په وخت کې معمارۍ وده وکړه او ډېر معبدونه جوړ شول چې مشهوريې د ويرو پاکشا، ملک ارجونا او دپاپا ناتها ټيمپلونه يې ډېر مشهوردي٠ دچالو کيا دحکومت ډول شاهي و او ددوی دواکمنۍ په ساحه کې کناډا او سنسکريت ژبې مروجې وې،همداراز خلک دجينيزم او هندو ئيزم دګروهي لمانځونکي ول او دويشنو ئېزم او شيوا پيروان ول ٠ دوی منظم پوځ درلود چې د پليو او سپروپو ځيانو نه جوړو٠ دوی دخلکو نه ماليي او ټکسونه راټولول او اداري منظم سيستم يې درلود٠ ددوی دواکمنۍ په وخت کې ادبياتو، مو سيقي او دارټ او نڅا هنرونو هم ډېره و ده کړې وه٠

 

 

 

نور بيا٠٠٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه او سر چينې:

 

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Chalukya_dynasty

٢-http://www.gloriousindia.com/history/chalukya_dynasty.html

٣-http://www.iloveindia.com/history/ancient-india/chalukyas.html

٤-http://www.mahavidya.ca/indian-history/the-chalukya-dynasty

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٤       سال        هفتم              میزان     ۱۳٩٠     خورشیدی             ۱۶ اکتوبر ٢٠۱۱