کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 

۱۴

 

 

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

 

۱۸

 

۱۹

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 


ښه ځمکه، ښه خلک، ښه وطن خو د ځنګله ژوند!
تاسو ولاړ شئ، آزاده دنیا وګورئ...هغه څه کوې دا نېږدې دوبۍ وګورئ، که څوک یو سګرټ پر سړک واچوي، نو نه پوهېږم چې پنځه درهمه ده که څومره جریمه ورباندې لګېږي؛ خو هغه سړی چې پر سړک یې سګرت اچولی، مجبور دی، چې دغه پنځه درهمه د دوبۍ په مختلفو سټېټونو کې، هر سټېټ کې نیم نیم درهم واچوي، ترڅو دومره سرګرداني ورته ښه درس شي. دا ددې لپاره چې بل ځل داسې کار ونه کړي.
خو زموږ تقریباً د ځنګله ژوند دی. ښه ځمکه، ښه وطن، ښه خلک، ښه معدنیات او ښه ښه ځوانان او لوی لوی استعدادونه؛ خو دا ټول دغه جنګ وخوړل، چې موږ یې د یو بل بدلولو لپاره کوو. ځکه نو وایم چې ژوند مو د ځنګله په شان دی.
دا ویره، تشویش، نا امني، خطرونه، بدې بدې پېښې، جنایتونه، وینې توېول، یو بل وژل، بې عزته کول، بدنامول...دا ټول زموږ له خرابو نفسونو کېږي.
که سرونه په ګریوان کې کښته کړو، نو وبه ګورو، چې د هرې وژنې او هرې بربادۍ علت زموږ نفس دی.

پښتانه، قباېل او اینده یې
اینده خرابه وینم. دا خلک نه حکومت لري، نه نظام، او نه قانون. دا یوه صحرایي طریقه ده، چې د پنځه سوه کالو دمخه رسم او رواج اوس هم هلته چلېږي. نو معنا داده، چې بربریت او وحشت یې رسم او رواج دی.
ځان مړ کړه. بل مړ کړه. «انسان» مړ کړه. مکتب مه لره. ژوند ته ارزښت مه ورکوه. خپل ځان او ژوند ته چې ارزښت نه ورکوي، بل ته خو یې خامخا نه ورکوي!
مطمین یم، چې که تعلیم وکړو، نو له جهالته به راووځو. او ژوند به پیدا کړو.
ما دنیا ولیده. هلته داسې څوک نشته یا په نشت کې دي، چې د بل په مرګ دې خوشحاله وي. ځکه نو زموږ د خلکو دا کارونه له جهالته دي!!!

په ژوند او خوښۍ مو برکت شه!


ملپاڼې
زېږون، ځواني، جهاد
زوکړه او لویه کورنۍ
عبدالخالق فراهي، په ۱۳۳۹ لمریز لیږدیز کال د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. پلار یې حاجي سلطان محمد نومېده. سلطان محمد خان د نورزو د قوم له مشهورو خانانو څخه وه. نوموړی د اعلحضرت محمد ظاهر شاه په دوره کې، د مشرانو جرګې غړی وه او له پخواني پاچا سره یې نېږدې اشنایي لرله.
د دوی پلرونه، د بولدک له سیمې د بالابلوک سیمې ته راغلي وو، او په بالابلوک کې یې پنځه اتیا زره جریبه مالیه لرونکې ځمکه لرله او په پراخه سیمه یې خاني کوله.
د سلطان محمد خان مشر زوی، ستارخان بختور بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه او پنځلسمه دوره کې د خپلې سیمې وکیل وه.
وروسته بیا د عبدالخالق فراهي د تره زوی عبدالغفار فراهي، ولسي جرګه کې وکیل وه. او د ولسمشر حامد کرزي د واک د دورې د ولسي جرګې په لومړیو ټاکنو کې، د عبدالخالق فراهي بل ورور محمد نعیم فراهي، ولسي جرګې ته د نماینده په توګه راغلی و.

د مساوات سره چاړه
د ثور د پوځي پاڅون، او د واک له ایډیالوجیک کېدلو سره، د هیواد د ګڼو خانانو، متنفذو روحانیونو، قومي او ملي مخورو او مشرانو په څېر، د سلطان محمد خان کورنۍ هم د «ثور انقلاب» د «اقتصادي، اجتماعي او کلتوري مساوات» تر تېغ لاندې راغله، او پنځلس تنه، چې په هغو کې د عبدالخالق فراهي مشر ورور ستارخان بختور، بل ورور یې محمد هاشم خان، ترونه یې، د ترونو زامن او نور خواخوږي یې شامل وو، د خوراک، پوښاک او کورونو د مساوي کولو په خرپ او ترپ کې، له منځه ولاړل.
د ثور انقلاب د فرمانونو له مخې، د سلطان محمد خان ځمکې، په هغو ساده بزګرانو، چې اصلاً د پردیو ځمکو اخیستلو ته چمتو نه وو، ووېشل شوې. سربېره پر دې ددغې کورنۍ دوه لویې کلاګانې، د کور سامان او دارایي هم د «بزګرانو او کارګرانو د انقلاب» په نامه مصادره شول.

له لر کوه، تر شرافت کوه پورې!
عبدالخالق فراهي خپل خاطرات را یادوي: «دې دوره کې زه د زمینشناسۍ فاکولته کې محصل وم. په ۱۳۶۰ کال ورڅخه فارغ شوم. له دې نه وروسته پاکستان ته ولاړم. څه موده پېښور کې پاتې شوم. څو تنه ټولګیوال او همزولي را سره وو.
بیا د فراه خلک پاکستان ته راپسې راغلل. ویې وېل:
«خارج ته به نه ځې؛ جهاد ته به راځې!!!»
واده مې لا نه وه کړی. ما ته په ډېره ځوانۍ کې د قوم مشري را وسپارل شوه.
پېښور کې «سید غریب» ته ورغلم. هغه د استاد سیاف مشر ورور او په عین حال کې د هغه د دفتر رییس هم وه. هغه زموږ کورنۍ سره پېژندل. پخوا یې د فراه محکمه کې د رییس یا څه شي په صفت کار کړی وه. ما ورته د کورنۍ حال بیان کړ. هغه زه سیاف صاحب ته ور وستم او بیا نو سره معرفي شو. استاد د خپل تنظیم د کوټې په نمایندګۍ خط راکړی وه. بیا په ۱۳۶۱ کوټې ته راغلم. او دې سره زما جهاد شروع شو.
بیا به مې کویټه کې له هغه مرکزه اسلحه اخیسته او جهاد مې پېل کړ. او ولاړم د بالابلوک په «لر کوه» کې مې خپل مرکز جوړ کړ. ددې غره نوم وروسته بیا «شرافت کوه» شو. زما مرکز هلته وه. په زرهاوو کسان د خپل قوم راغلل او له ما سره شول. بیا د جهاد تر اخره هلته وم.
د جهاد وروستیو دوو کلونو کې، چې جهاد بله بڼه ونیوله، غلا ډېره شوه، او جهاد له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شو او جهاد د جهادی مشرانو له کنتروله ووت! نو موږ د «قومندانانو شورا» جوړ کړه. ددې شورا اوله جلسه په خواجه بهاولدین کې شوې وه، هلته زه نه وم حاضر. خو په دویمه جلسه کې- چې لویه جلسه یې وه او د مولوي جلال الدین د ژورې په مرکز کې جوړه شوه؛ زه هم هلته حاضر وم.
هلته تقریبا دوه زره قومندانان او مجاهدین را ټول شوي وو. په دغو قومندانانو کې مشهور کسان لکه، حقاني، امین وردګ، ټولواک، قانوني او نور شامل وه. زموږ هدف دا وه، چې جهاد له بده حالته را وباسو.
د جهاد په کلونو کې استاد سیاف صرف موږ تمویلولو، او وسلې یې راکولې، نور موږ خپل قومي مناسبات او اساسات ساتل.
بیا ما کورنۍ پاکستان ته انتقال کړه او خپله هم ووتم او هلته مې د (FRF) یا فراه ریکانسترکشن فوندیشن په نامه انجو خلاصه کړه. او له دې طریقه مې جهاد مخته وړ. ددې انجو له لارې مو پلونه، پلچکونه، کاریزونه، بیالې جوړولې.

کویټه کې زما قونسلګري
زه د مجاهدینو له حکومت سره، په (۱۹۹۲) زېږدیز کال کویټه کې د افغانستان اسلامي دولت جنرال قونسل وټاکل شوم. بیا تر ۱۳۷۵ کال پورې هلته قونسل وم. د قونسلګرۍ دوره کې مې، مهاجرو ته د خدماتو ترڅنګ، مختلفې سیاسي غونډې جوړې او سنبال کړې.
کوټه کې موجودو مشرانو، لکه عبدالاحد خان کرزي، حاجي موسی نوروزي، عزیزالله واصفي، قدوس خان بارکزي او نورو سره مو قومي شوراګانې درلودې.
بیا د طالبانو له خوا د کابل د نیولو تر مهاله پورې هلته قونسل وم.
طالبان چې پر کابل ور وختل، بیا هغوی مولوي «نجیب نورزي» د قونسل په توګه کویټه کې مقرر کړ. هغه حلیم او نرم سړی وه. ما پېژانده. د قومي سلسلې او زما د پلار په خاطر ټولو زه پېژندلم. مولوي نجیب نورزي هم زه پېژندلم او ما سره یې ښه چلند درلود او لا یې هم اړیکې ساتلې. په اصل کې زموږ کورنۍ له بولدک نیولې تر هرات پورې مشهوره وه. او پر دغه سیمه پرتو قومونو مو درناوی کاوه، نو قومي طالبان راغلل، ویې وېل چې تاسو مه ځئ!
ورپسې د طالبانو څو غټانو لکه، د هغوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا محمد غوث اخند همدا وېل چې مه ځه! خو ما په روښانو ټکو کې ورته ووېل، چې هر وخت تاسو منور کسان ومنل، بیا زه در سره یم!
دا مهال وه، چې په پېښور او کویټه کې، د قومي مشرانو، مخورو څېرو ترور په مرموز ډول ډېر شو! پته نه معلومېده، چې څوک دا کار کوي! وېره او ترهه هره خوا خوره وه. اکثرو قومي مشرانو او زما دوستانو به وېل: «کویټه پرېږده او بهر ولاړ شه!» هماغه وه، چې د خپلو نورزو مشرانو او نورو مخورو په مشوره، له کوټې او پاکستانه څخه ووتم او د امریکې د کلفورنیا سندیګو ته ولاړم. هلته زما خسر «انجینر ضیا مجددي» چې اوسمهال پولنډ هېواد کې د افغانستان لوی سفیر دی؛ اوسېده.

د اعلحضرت نهه او بیا وروسته دیارلس کسیزه شورا
مخکې تردې، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ پېښه وشي، زه د اعلحضرت محمدظاهر شاه له خوا روم ته ور وبلل شوم. هلته یوه نهه کسیزه شورا جوړه شوې وه، چې بیا وروسته یې شمېر دیارلس تنو تنه لوړ شو او زه هم په دې شورا کې شامل شوم. حامد کرزی صاحب هم ددې شورا غړی وه.
د موږ او د اعلحضرت د کورنۍ ترمنځ زړه اشنایي وه. زما له پلار سره یې ملګرتیا وه. په هغه شورا کې حامد کرزی، ستار سیرت، عزیزالله واصفي، پخوانی دفاع وزیر رحیم وردګ او د اقتصاد مخکنی وزیر امین فرهنګ شامل وه. په دې شورا کې له غړیتوب وروسته به بیا زه وخت په وخت روم ته تللم.
د سپتامبر له یوولسمې نه مخکې، یو وخت زه، پخوانی د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او اسحق نادري، د اعلحضرت له خوا واشنګټن ډي سي ته هیئت ولاړو. هلته مو د امریکې د دولت غټان ولیدل، سناتوران مو ولیدل، په موضوع سره وږغېدو.
د موږ له خوا هغوی ته ووېل شول، چې د افغانستان مخور، جهادي قومندانان او مطرحې څېرې روم کې راټول شوي وه او نظر یې دا وه، چې افغانستان ته نجات ورکړل شي؛ هغه که د خبرو له لارې وي یا په نظامي شکل. خو هغه مهال امریکې هېڅ علاقه نه لرله. تحلیل دا وه، چې امریکې افغانستان پاکستان ته پرې ایښی.

د سپتامبر د یوولسمې نېټې له پېښې وروسته
په امریکې باندې په حملې سره زما تحلیل دا وه، چې اوس نو امریکا د افغانستان په اړه حساسه شوې. دا وخت پخواني پاچا موږ ور وغوښتو. تصمیم نیول شوی وه، چې پاکستان ته هیئت ولېږي. دا لومړی ځل و، چې د پاکستان پوځي مشر جنرال پرویز مشرف روم ته بلنه ورکړې وه، چې هېئت ور ولېږي.
بیا زه، آمین ارسلا او رحیم شیرزی، پاکستان ته هېئت راغلو. د لاهور پوځي هډه کې را کوز شو. اسلام آباد ته یې بوتلو. هلته مو له پرویزمشرف، پاکستان وزیر خارجه، ای اس ای مشر، او نورو نظامي مشرانو سره جلا جلا لیده کاته وشول.
پاکستان کې پنځه ورځې وو. بیا بېرته روم ته ورستانه شو.
زموږ تر راستنېدو دمخه، د شمالي ټلوالې نماینده ګان هلته راغلي وه. او روم کې پرېکړه شوې وه، چې پنځوس فیصده برخه شمالي ټلوالې ته ورکړل شي. خو پاکستان ددې کار مخالف وه! پاکستان وېل، چې نورو قومونو داسې جهادي شخصیتونو لکه ګېلاني صاحب، مجددي صاحب او نورو ته برخه ورکړل شي!

کوېټې ته بیا راتګ
حالات ورځ تر بلې بدلېدل. افغانستان کې د امریکې بمبارد روان وه. طالبان په شاه کېدل. دا وخت زه کوټې ته ولاړم. دا وخت لا ځینې ولایتونه، په تېره جنوب لویدیځي سیمې له طالبانو سره وي. زه پر بولدک ور واوښتم، کندهار ته ولاړم. هلته مې له کرزي صاحب سره ولیدل. هغه بلنه راکړه، چې کابل ته بیا ورشم. کرزي صاحب وېل پېښور مهم دی او ته جنرال قونسل ولاړ شه. ما هم ومنله او بیا له دې سره اته کاله پېښور کې جنرال قونسل وم. هلته زما لوی کار د مهاجرو افغانانو د مشکلاتو حلول وه. هغوی به هره ورځ نیول کېدل، ځورول کېدل، پولیسو به تاڼو ته جګول، بندیانول او زه به د هغو په را خلاصولو لګیا وم. بس همدا مې کار وه،
څو چې بیا د ۲۰۰۸ کال سپتامبر را رسېده!

پای
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۶۰           سال  دوازدهم         حمل      ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی         ۱۶ مارچ   ۲۰۱۶