شپاړسمه برخه
د عبدالخالق فراهي لپاره لوی درسونه
زما لپاره لوی درس
که انسان د بل انسان آزادي او حقوقو ته احترام درلودلای، او
که هر انسان دې ته غاړه ایښوولای، چې هر انسان ددې حق لري، چې له خپلې
پوهې او آګاهۍ سره سم خدای تعالی یاد کړي، او له دې کار سره دې ته غاړه
کښېږدي، چې هر سړی خپل فکر، خپله ایدیالوجي ولري او په نتیجه کې ټول
انسانان وکولای شي په خپل رقم ژوند وکړي؛ نو داسې جامعه به د ځمکې پر مخ تر
ټولو آرامه، روښانه او سوکاله او حتا ویلای شو معنوي جامعه به وي!؟
که د انسان حقوق او آزادۍ په عمل کې مراعات شي، بیا نو
انسانیت په رښتیا بالغ شوی. بیا نو په دنیا کې بل زحمت نشته. بیا نو پولیس
او قضا او حتا حکومت ته ضرورت نشته.
د انسانانو مقصد د لویې کامیابۍ په لاس راوړل دي. او لویه
کامیابي بې له دې منځته نشي راتللای، چې ټول انسانان د یوه بل آزادي ومني
او خپل مسوولیتونه په ټوله معنا سره تر سره کړي.
که موږ له ماشومتوب څخه خپل اولادونه داسې تربیه کړو، چې
آزاد اوسه خو با مسوولیته! نو بیا به موږ د بشریت په تاریخ کې نوی عصر
پرانستی وي. داسې عصر چې په طول د تاریخ کې یې ساری نه دی لیدلی شوی.
حیران یم، چې یو انسان په فطرت کې آزاد پیدا شوی؛ خو
فکرونه، باورونه او جهانبینۍ یې د بل لپاره قبر کیني.
وایي په یوه ګل نه پسرلی کېږي! خو دلته زه له دې مفکورې سره
موافق نه یم! ځکه هر څوک یو نفر یا یو ګل دی. نو که دا یو، یو ګل ځان آزادي
دوسته او مسوولیت پیژندونکی تربیه کړي؛ نو ټول ګلان به آزاد او مسوولیت
پېژندونکي وي. بیا به وطن را ته د دنیا په مخ جنت شي.
زموږ مشکل دا دی، چې هر یوه بل ته سترګې نیولي! هر څوک
غواړي، چې لومړی بل اصلاح شي!
خو که همداسې دې بد او د عمرونو انتظار ته ادامه ورکړو، نو
تر قیامته به یو بل هم اصلاح نشي!
خو که اول زه اصلاح شم. بل چې ما اصلاح شوی وویني؛ نو بیا
به فقط ځان سموي او اصلاح کوي. په داسې حال کې به بیا زه هم آزاد وم او بل
به هم آزاد وي. بیا به زه هم خپل مسوولیتونه په ښه شان تر سره کوم، بل به
هم خپل مسوولیتونه ښه سم تر سره کوي.
بیا به د قرنونو قرنونو آرمان ترسره شوی وي. ټولنه به اصلاح
وي. نور به نه غم وي، نه به درد وي.
نور به نو نه د چا پزه وینې کېږي او نه به انساني او مادي
منابع بې ځایه ضایع کېږي.
بیا به هرڅه د ژوند په خدمت کې وي. بیا به ټول خدایي
خدمتګاران وي.
بیا به زموږ هر کار، هره خبره، هر فکر د خدای تعالی یادول
او ټول به معنوي فعالیت وي.
څه ښه یې ویلي: «خپل عیب د ولو منځ دی او د بل عیب د کلي
منځ» زه چې د ذهني نفسانیاتو په اسارت کې ولوېږم، بیا نو ماته ټوله دنیا
عیبي او معیوبه ښکاري. ماته ټول نور انسانان، قومونه، احزاب، ګروپونه،
ټولنې، معیوب ښکاري، حال دا چې شاید یوازېنی عیب به زما خپل فکر او قضاوت
وي.
زموږ دنیا ټوله د خدای تعالی ارادې راوړې او د خدای تعالی
په ارادې استواره ده.
د خدای تعالی اراده مبارکه ده. پاکه او سپېڅلې ده، بې عیبه
او کامله ده؛ نو زه ولې سر غړوم؟ زه ولې بل ته د عیب په سترګه ګورم؟
موږ په یوویشتمه میلادي پېړۍ کې ژوند کوو. انسان دنیا تسخیر
کړې. نن ټول طبیعت د انسان تر کنترول او استفادې لاندې دی. نو بیا ولې
زندان شته، مرګ شته، اعدامول، حلالول، سوځول او په مختلفو شکلونو له منځه
وړل شته؟؟؟
خامخا عیب عیب مو په سرکښه نفسانیاتو کې دی. سرکښه ذهني
نفسانیاتو زموږ فکر او اګاهي تسخیر کړې. نفس تسخیر کړی انساني عقل یو مخ د
بل پرضد لګیا دی. هغه خپل دغه کار ته مختلفې بهانې جوړې کړي. او تر ټولو
لویه او زوروره بهانه یې نور «ناروا» بلل دي.
ژوند د زده کړې ډګر دی. ځمکه لویه الهي مدرسه ده. موږ ټول د
حقیقت شاګران یاستو. یوازې څېرې مو مختلفې دي، بل فرق نشته.
دا شخصي زده کړه ده، چې انسان یې په شخصي او فردي تجربې سره
ترلاسه کولای شي.
ما ته خپل غم ډېر څه را زده کړل. اوس پوهېږم، چې غم هم
کېدلای شي، د انسان لپاره ښه معلم شي. د ژوند د تجربو له خوا ما ته ددې حکم
دی، چې له ټولو انسانانو سره د الله په نامه، په سوله، آزادۍ او مسوولیت
پېژندنه کې ژوند او کار وکړم.
انسانان ټول یو دي. هغه که د امریکې وي یا د روس وي یا د
افریقې وي، ټول انسانان دي. د هر یوه جوهر او ذات روح دی او روح په
انسانانو کې هماغه الهي او آسماني نښه ده.
اوس که یو څوک روح په ذهني- نفسي خواهشاتو ککړوي او بل څوک
یې د معنوي ودې په لور روانوي، هر یو یې له ځان سره کوي؛ نو زه ځانته د چا
په حق کې د قضاوت او حساب کتاب کولو حق نه ورکوم.
اوس وخت زه د هیچا د دنیا او د عقبا په هکله تشویش نه کوم؛
ځکه د ټولو ارواوو ورتګ خدای تعالی ته دی. نو په داسې شرایطو کې غوره هغه
څوک دی، چې د بل د آزادۍ او حقوقو احترام وکړي. داسې حالت د انساني شرافت
نښانه ده.
واضح ده، چې خدای تعالی کولای شول او هره لحظه کولای شي، چې
ټول انسانان او ژوندي موجودات په خپلې ارادې او امر سره، په یوه طریقه او
یوه لاره او یوه مذهب روان کړي!
نو اوس پوښتنه داده، چې ولې دا کار نه کوي؟ یا ولې دا کار
نه دی شوی؟ نو لازمه ده، په دې حکمت کې فکر وکړم.
خدای تعالی په هرڅه کامل دی. هم یې خدایي کامله ده او هم یې
علم کامل دی او هم یې اراده کامله ده. انساني عقل او شعور باید الهي ارادې
ته تسلیم شي او د آزاد ژوند او سرنوشت شکر ادا کړي.
سوله، امن او بشري وروري همدې ورانه کړې، چې زه کوشش کوم بل
له خپله فکره او نظره واړوم؛ ځکه نو بل هم پرعکس کوشش کوې ما په خپله طریقه
او لاره ور واړوي او موږ په دې کش مکش کې هم خپله آزادي له لاسه ورکوو او
هم نور له شخصي او فردي آزادۍ څخه محروموو. په دې کار سره ځمکه د انساني
عقل لوی جوړ کړی زندان ګرځي.
زړه د انسان ښه استاد دی. زړه د خدای دی. او له نیکه مرغه
انسانان هغوی دي، چې زړه یې د خدای په نامه حرکت کوي او زړه کې پرته د خدای
له مینې هېڅ شي ته ځای نه ورکوي.
خو که زړه د هوسناک ذهن او نفس تر اسارت لاندې شو، بیا ته
ما له غاړې راکشوه، زه تا له غاړې راکشوه او داسې به تر قیامته یو د بل په
وینو سره وو.
زما په نظر هغوی چې د بل په حق او آزادۍ پښه ږدي، بل
نابودوي، د داسې انسان سرنوشت تباهي ده...داسې انسان که ځانته مسلمان وایي
یا هندو وایي، د منلو وړ نه دی.
راشئ وګورئ، «انسان» څومره ښه او معناداره کلمه ده. که یې
څوک سم تفسیر کړي، فکر په کې وکړي، نو نصیحت ته اړتیا نشته.
عجیبه ده چې اشرف المخلوقات بل وژني، حق یې خوري، بل
توهینوي، چې ته ولې په بله طریقه او بله عقیده یې؟
آیا دا ځانپاله ده که خدای پالنه!؟ آیا زموږ بشري محدود عقل
دومره شو، چې الله پیدا کړي مخلوقات او انسانان ناروا وبولي او د هغو د مال
او سر ناوړه قصد وکړي، خدای تعالی به څه وايي: ما خپل روح په دغه انسان کې
پوه کړ، ته بیا هغه وژنې، بې احترامي یې کوې، حق یې خورې! آزادي یې سلبوې؟
نو د داسې کس عبادت به څه وي!؟ که هغه د ورځې پنځه څه چې
پنځه زره عبادته هم وکړي، الله ته هیڅ دي.
زما عقیده
دا تېرو دېرش کلونو کې زه اخته یم. نور هم اخته دي. هر سړی
خپل خپل کار کوي. ها د ناشناس سندره ده، چې وایي: هر سړی پیدا دی خپل خپل
کار لره کنه، زلفې چې ول ول شي نو خپل یار لره کنه...
ټول مذاهب د انسانانو د تربیې، د انسانانو د راټولولو او
انساني جامعې جوړولو لپاره رامنځته شوي دي. وګوره، چا یو رقم، چا بل رقم؛
خو هر چا د وخت د ضرورت او د خلکو د پوهې له سطحې سره سم یو څه جوړ کړل او
نن بیا دا او هغه په تعصب را ولاړ شوي، یو الهي کار یې نورو ته په سره اور
بدل کړی.
حکومت
دا د انسانانو د جوړولو او هغو ته د سوکاله ژوند برابرولو
او د بدو لارو او ګډوډیو مخنیوي لپاره جوړېږي.
دولت او حکومت چې خپل قوانین-ولو که ناقص هم وي- عملي کړي؛
نو عمومي مشکل به نه وي.
امریکا او اروپا ته چې ولاړ شې، وبه وینې، چې وسیع او منظم
قوانین لري. که دا قوانین ترې لېرې کړې؛ نو ټول پیشرفت به یې نه وي. د هغوی
او زموږ مخالفو طالبانو فرق به بیا نه وي، او ظلم او بربریت به په دنیا
حاکم وي.
جامعه
د جامعې جوړولو لپاره رهبري په کار ده. د کورنیو په اړه
وایي، چې پلار او مور باید اولادونه ښه رهبري کړي. دا کورنۍ خپله یوه وړه
پاچاهي او یو وړ نظام دی. کورنۍ اولادونو ته تعلیم، اخلاق ور زده کړي، ترڅو
اتلسو او شلو کلونو ته رسېږي، بیا خپل مسوولیتونه په غاړه واخلي؛ خو تر هغو
پلار او مور باید په سیستماتیکه ډول اولاد ته د فردي آزادۍ او مسوولیت
اداکولو تربیه ورکړي. دا د هر انسان وظیفه ده.
له کورنیو چې راووځې، ولایت دی، دا هم یوه لویه کورنۍ ده.
که والي سمه رهبري وکړي، لکه پلار او مور یې چې کوي، نو ولایت به ګل او
ګلزار وي.
داسې تر هغې راپورته هیواد دی، چې رییس جمهور یې مشر دی.
هغه په یو ډول سره د پلار حیثیت ورته لري. نو که دغه نظام وکولای شي، د
نورې دنیا په څېر، ښه او مسوولانه او د ټولو خلکو په وړاندې داسې سیاست
وچلوي، چې د وګړو آزادي خوندي او هر څوک خپل مسوولیت ترسره کړي؛ نو هر څوک
به خوشحاله وي.
ښه ځمکه، ښه خلک، ښه وطن خو د ځنګله ژوند!
تاسو ولاړ شئ، آزاده دنیا وګورئ...هغه څه کوې دا نېږدې دوبۍ
وګورئ، که څوک یو سګرټ پر سړک واچوي، نو نه پوهېږم چې پنځه درهمه ده که
څومره جریمه ورباندې لګېږي؛ خو هغه سړی چې پر سړک یې سګرت اچولی، مجبور دی،
چې دغه پنځه درهمه د دوبۍ په مختلفو سټېټونو کې، هر سټېټ کې نیم نیم درهم
واچوي، ترڅو دومره سرګرداني ورته ښه درس شي. دا ددې لپاره چې بل ځل داسې
کار ونه کړي.
خو زموږ تقریباً د ځنګله ژوند دی. ښه ځمکه، ښه وطن، ښه خلک،
ښه معدنیات او ښه ښه ځوانان او لوی لوی استعدادونه؛ خو دا ټول دغه جنګ
وخوړل، چې موږ یې د یو بل بدلولو لپاره کوو. ځکه نو وایم چې ژوند مو د
ځنګله په شان دی.
دا ویره، تشویش، نا امني، خطرونه، بدې بدې پېښې، جنایتونه،
وینې توېول، یو بل وژل، بې عزته کول، بدنامول...دا ټول زموږ له خرابو
نفسونو کېږي.
که سرونه په ګریوان کې کښته کړو، نو وبه ګورو، چې د هرې
وژنې او هرې بربادۍ علت زموږ نفس دی.
پښتانه، قباېل او اینده یې
اینده خرابه وینم. دا خلک نه حکومت لري، نه نظام، او نه
قانون. دا یوه صحرایي طریقه ده، چې د پنځه سوه کالو دمخه رسم او رواج اوس
هم هلته چلېږي. نو معنا داده، چې بربریت او وحشت یې رسم او رواج دی.
ځان مړ کړه. بل مړ کړه. «انسان» مړ کړه. مکتب مه لره. ژوند
ته ارزښت مه ورکوه. خپل ځان او ژوند ته چې ارزښت نه ورکوي، بل ته خو یې
خامخا نه ورکوي!
مطمین یم، چې که تعلیم وکړو، نو له جهالته به راووځو. او
ژوند به پیدا کړو.
ما دنیا ولیده. هلته داسې څوک نشته یا په نشت کې دي، چې د
بل په مرګ دې خوشحاله وي. ځکه نو زموږ د خلکو دا کارونه له جهالته دي!!!
په ژوند او خوښۍ مو برکت شه!
|