نهمه برخه
افغانی او ایرانی په یوه غوجله کې
پاتې بند په غوجله کې
زه
یې په یوه دروازه ننویستم. ما فکر کاوه، چې دا د شکنجې ځای دی. دلته نو بیا
واړه اتاقونه دي. او هر یوه کې ما په شان اسیر انسانان پراته دي. خو چې ننه
یې وېستم، یو ځای یې کښېنولم. لاسونه مې تر شاه ولچک، همداسې تړلي یو ساعت
ناست وم.
دې حالت نور هم سخت وکړولم، زه ډېر ژوبل وم. لاسونه تړلي او
وینې وینې، پښې ژوبلې ژوبلې، ملا ژوبله... زه په ټول ځان ژوبل ژوبل وم. دې
لوړو او ژورو کې زما ځان سخت ژوبل شوی وه.
سترګې لا تړلې، اوس نه پوهېږم، چې لاسونه، پښې مې څرنګه
زخمي شوي. وینې څرنګه روانې دي. زه چېرې یم. او اوس به څه کېږي؟؟؟
له یوه څخه دوه شوو!
دومره مهال د هغو هم شکله، هم لباسه، هم نظره او هم آوازه
کسانو ږغونه را باندې لګېدل. بیا د یوه بل بندي آواز هم را باندې ولګېد.
هغه ورسره په انګلیسي ږغېده. دوی ورته وېل
"be quite!"
یعنې خاموش اوسه!
پوه شوم، چې دلته نور بندیان هم شته. لا کوټې ته یې نه یم
دننه کړی. یوه ته مې په انګلیسي ووېل: ډېر په عذاب یم!
هغه عرب وه. ویې وېل:
"take it easy!"!
(هرڅه به آسان شي!)
له یوه ساعته وروسته یې یوې کوټې ته ننویستم. هلته چې یې
زما سترګې را خلاصې کړې، نو ډېر ضعیفه او پریشانه وم؛ ځکه له یوې بدې صحنې،
د مرګ له صحنې خدای تعالی را خلاص کړی او اوس یې دلته راوستی یم.
آرمان مې کاوه، چې کاشکې یې هلته وژلی وای، اوس به آزاد روح
وم او له دې سختیو به په آمان کې وم.
دا کوټه د آسانو او پسونو غوجله وه. دا زړه غوجله یوه اوږده
مستطیل ډوله له خټو جوړه کوټه وه. یوې راستې ته ټیټ اخورونه وه، چې
ښکارېدل، دلته به پسونه ودرېدل. مخامخ راستې کې بیا لوړ اخورونه وه، چې
دلته به یې آسان یا غوایان ودرول.
منځ د خونه کې یې، ډبل ترپال، د دیوال په شان ټینګ کړی وه.
ها خوا بل بندي وه.
ایرانی دیپلومات
وروسته پوه شوم هغه بل بندي ایرانی دی.
له خونې بد بوی پورته وه. دا یوه زړه غوجله وه. د پسونو،
آسانو، خوشیو او پچو ډېر بد او دوامداره بوی پورته وه. او دې فضا سږي او
سپږمې را سوځول. ځکه نو په مرګ رضا وم. بس ځان مو خدای ته سپارلی و.
لا نه وم پوهېدلی، چې دلته بل بنده ذات هم شته.
هغه مهال یې چې زه له خونې دباندې، هماسې لاسونه شاته ولچک
او په سر هم کڅوړه را ځړولې کښېنولی وم، دوی دلته دغه ترپال ټینګاوه، چې زه
هغه بل کس ونه وینم. د هغه ږغ لا ما نه دی اورېدلای.
اوس نو په زړه بویناکه غوجله کې، د لوڅ خاورین غولي دپاسه،
یو کټ را ته ایښی وه. لاندې غولی نه د ناستې وه او نه د پاستې.
خپله احساس کړئ، چې د غوجلې غولی به څرنګه وي؟ خو خاورې او
په غولي نښتي خوشایي او پچې ټول وچ شوي وه. او د څارویو د فضله موادو بوی
ساه را خپه کوله.
خبر نه چې دلته بل بنیادم هم زما په سرنوشت شته!
ما هغه بل بندي نه لیده. دوی ځکه زه دباندې کښېنولی وم، چې
د اوږدې غوجلې منځ کې دا ترپال ووهي. اوس ما ته جلا او هغه باندې جلا مخ
پټی پهره دار ولاړ وه. هغه هم لکه وچ بت، نه ږغېږي، نه یې په چا زړه
سوځېږي، نه د سړي حال پوښتي.
دا څه توره بلا ده! نه دې له درده خبر، نه دې د زړه له حاله
خبر! بس ته به وایې چې هسې شکل د بنیادم دی او نور خدای خبر د تا په اړه څه
فکر کوي!؟ څه یې په ذهن او زړه کې درته پټ ساتلي؟ او څه به درسره کوي؟
بس داسې یو دوزخ، چې یوازې ما لیدلو او یوازې ما تېرولو.
د بیا انتقالولو خبرتیا!
بیا نو ځان سره ناست یم. فکر کوم. خواوشا ګورم.
پر اخور یې یو پلاستیک آوار کړی. د هغه د پاسه یې زما نور
شیان را ته ایښي وه.
عرب را ته په انګلیسي ووېل، وبخښئ، دا سم ځای نه دی. بیا به
دې انتقال کړو.
ما ووېل سمه ده!
زه لا دوه درې ورځې نه پوهېدم، چې ها خوا څه کیسه ده؟ هغه
څوک دی؟ د څه لپاره هلته دی؟ په څه حال دی؟ هغه هم بندي دی، که جاسوس، چې
زما حال معلوم کړي!؟
زرهاوې پوښتنې او فکرونه وه، چې زما په ذهن کې پیدا کېدل!
دغه فکرونه او تصورونه له یو بل لویېدل، یو بل سره په زوروهلو کېدل، یو بل
یې له پښو غورځول، یو په بل پاچا کېدل. او دغه زورور یا پاچا شوي فکر به
زما په زړه فشار را واچاوه.
ددې ټولې لوبې آه به له ما پورته کېده؛ خو چا ته مې ویلای
نه شوای!؟
ما حتا خپلې ذهني او تصوري سوداګانې چا سره نشوای شریکولای.
دا شان مذهبي جنګیالو سره، د یو ډول بل ډول فکرونو او خیالاتو شریکول، زما
په خیر نه وه! نو بس ځانته پاتې وم. او خپل دغه ټول غم بړستن راباندې را
غوړولې وه.
اوس هم پهره به شپه او ورځ را باندې ولاړه وه. یو به له
سهاره تر شپې پورې، او بل له شپې تر سهار را باندې څار کاوه. ها بل ملګري
یې ها خوا بل بندي څاره. دواړه پهره داران شپه او ورځ، څلېرویشت ساعته
هوښیار وه، چې سره ونه ږغېږو. د تېښتې لاره سره جوړه نه کړو!-په دې بیا
وروسته وپوهېدم، ځکه لا په یو بل نه وو خبرشوي!
شپه به چې شوه، پښو ته به یې د زنځیرونو زولنې را واچولې.
بیا به یې د زنځیر یو سر د غوجلې چت ته ولاړې لرګینې پایې باندې وتاړه او د
زنځیر بل سر به یې زما د پښو له زولنو سره کولپ کړ. کله به یې د زنځیر ها
بل سر د کټ په بازو پورې وتاړه. او داسې به ټوله شپه په زنځیر تړلی را
باندې سبا شوه.
پوهېدم، چې که ولچکونه را نه خلاص کړي. زولنې لېرې کړي.
زنځیرونه هم خلاص کړي او خوشې مې کړي؛ نو د سل دوه سوه ګزه مزل نه وم، خو
دوی داسې سخت تړلم!!!
«بچه های شما نیامدن»
همدلته پروت وم، چې درې څلور ورځې وروسته یو کس راغی. لوړ
سړی وه. سپینه حضراتو او یا قاضیانو په شان ښویه لنګوټه یې تړلې وه، هغه
عرب وه.
دوه عرب باډیګاردان ورسره وه. د باډیګاردانو مخونه پټ وه.
دوی چې خونې-هماغې زړې غوجلې ته- راننوتل، نو لومړی هغې بلې
خوا ته ورغلل. له هغه بل بندي سره-چې لا ما په څېره نه وه لیدلی- په فاړسي
ژبه په خبرو شول. دا خبرې چې مې واورېدې، زه تازه پوه شوم، چې یو بل بندي
هم دی او دا بندي بیا ایرانی دی.
سپېنې لنګوټې والا عرب ورسره وږغېد:
«خوب استی؟ تکلیف نه دیدي؟...»
او بیا یې ورته ووېل: «بچه های شما نیامدند!»
د مشر عرب مطلب دا وه، چې ستاسو د حکومت خلک را نغلل! یعنې
دا چې وعده یې کړې وه؛ خو رانغلل!!
دا باډیګاردان پوه شول، چې زه د هغوی خبرې اورم. نو بیا
راغلل. تشناب کاغذ یا دغه میز د سر لاس پاکولو کاغذ یې ومروړه او زما په
غوږونو یې راننوېسته، چې نورې خبرې وانه ورم.
یو خط خارجه وزیر بل کرزي ته
بیا چې هلته خبرې خلاصې شوې. نو زما خوا ته راغلل. دنګ
قاضیانو سپینې لنګوټې والا عرب، په انګریزۍ ژبه راته کړل:
"you talk in Dari or Pashto?"
یعني (په فاړسي که په پښتو خبرې کوې؟)
ما ووېل: «په دواړو!»
بیا یې په فاړسي را سره خبرې پېل کړې. کاغذ او قلم یې راکړل
او ویې وېل:
«دا څه چې زه وایم، دا ولیکه!»
ما ووېل:« سمه ده.»
لنګوټي ولا عرب:
«یو خط خپل وزیر خارجه ته ولیکه، یو خط کرزي ته ولیکه!»
ما شروع پرې وکړه. پس له څو دقیقو مې ورته ووېل: «زه ستاسو
په مطلب ښه پوه شوم. نو پرېږدئ چې زه خط په حکومتي طریقه جوړ کړم او ستا
مطلب به په کې راوړم!»
وېل یې:
«سمه ده. دا ولیکه...او سبا ته موږ تا سره یو ویډیو کسټ
ډکوو.»
دا اول ځل وه، چې دوی داسې ویډیو کسټ ډکاوه، چې دولت ته یې
ولیږي.
په روغو سترګو ړوند
په سبا ورځ یې بهر ووېستم.
زما اتاق ته مخامخ یې برنډې غوندې یو ځای جوړ کړی وه. زه
یې هلته ووېستم.
رښتیا زه به یې چې له اطاقه وېستم، یا به یې تشناب ته چې
بیولم؛ نو جنګیالي عرب به خپل ځواکمن او شخ لاس له څنګلې را تېر کړ، او زما
لاس به یې ور کات کړ او زما د کات کړي لاس منګوله به یې په خپله ځواکمنه
منګوله کې ټینګه ونیوله. او دې کار به سخته شکنجه را کوله.
زما به سترګې را تړلې وې. هغوی به هم په مارپېچ ډول دا خوا
ها خوا تاوولم، چې پوه نشم، تشناب ته څه ډول لاره تللې او برنډه کومه خوا
ده؟
دا ځای راته کلی معلومېده. لا مې په سترګو څه شی نه وه
لیدلي. عربي جنګیالو خو له ما په روغو سترګو ړوند جوړ کړی وه. زه بینا
ړوند شوی وم.
شاوخوا کورنه وه. د آذانونو ږغ راته. د کور له څټه، د عربي
زنانه وو ږغ خپ خپ اورېدل کېده.
د وېدیو خبره مې کوله: وېدیو یې همدې برنډه ډوله ځای کې ثبت
کړه او حکومت ته یې واستوله.
په خط کې یې راته لیکلي وه- دقیق یاد ته نه راځي-
«خپل سلام اغای کرزي صاحب ته وایم»،
«ما سره ښه وضعیت کېږي!»،
«مجاهدین ښه وضعیت کوي...هرڅه را رسېږي...امید واریم زما د
خلاصون په لاره کې کوښښ وکړئ!»
«زه مریض یم...ژوند مې په خطر کې دی...هرڅه ژر زما د خلاصون
برخه کې اقدام وکړئ.»
د اولې وېډیو ثبت وخت کې نه وه معلومه، چې څه غواړي؟
دلته مو زیات وخت تېر کړ!
اووه، اته مېاشتې په غوجله کې
خدای خبر! ښایي موږ به دواړو، اووه اته مېاشتې همدغه د
پسونو او آسانو زړه غوجله کې؛ داسې جلا جلا، د څلېرویشت ساعته پهره دارانو
تر څار لاندې، تېر کړي وي!؟
د نورو ځایونو په څېر، ددې ځای تشناب هم بدرفت وه او هم
غسلخانه. دې تشناب هم دروازه نه لرله. دې تشناب ته هم یو ډبله پرده را
ځړېدله. تشناب هم له خټو جوړ وه، بیخي کلیوالي شی وه.
پنځو، شپږو ورځو کې به یې نیم سطل اوبه راکړې، چې ځان پرې
ووینځم. خو دلته جامې دوی یا بل چا وینځلې.
ژمی مو دلته وه. پسرلی مو دلته وه...
دې سیمه کې ډېر بارانونه کېدل. تالندې وې، باباغورغوري وه.
د طبیعت داسې زړه درزونکي ږغونه مې په لومړي ځل اورېدل. دلته په همدې ماحول
کې، ډېرې انترویوګانې را څخه واخیستل شوې.
دا د عرب جنګیالو او القاعدو خاص نظامي ځای وه.
هغه ځای کې به چې وم، نو په اطاق کې به له دیواله سره یو د
څلور پنځه مترو په اوږدواله او ښه لوړ بکس ایښی وه! دغه عجیبه لوی بکس ته
به غټ کولپ پروت وه. یوه ځای کې دا صندوق د لرګو و او نورو ځایونو کې
اهنچادري وه. را معلومېده-زما حدس داوه، چې دا صندوقونه به ښایي په وسلو ډک
ول!
ځینې وختونه به د شپې له خوا دغه ځای ته د شل دېرشو تنو د
پښو د راننوتو ږغونه را ترغوږه شول. موږ دواړه به هر یو جلا جلا خپله برخه
کې څک ناست وو، چې دا به څوک وي؟ اوس به څه کړي؟ زموږ سرنوشت به چېرته
ختمېږي؟؟؟
خو موږ څوک نه لیدل.
محافظین را باندې له وسلو او تورو هیبتناکو ماسکو سره، چې
یوازې تورې سترګې به یې ترې راوتلې وې، ولاړ وه. هغوی دولس دېارلس کسه وه.
هغوی ټول عرب وه. پاکستانی څوک یې په منځ کې نه وه.
بله خونه لکه جنت داسې وه!!!
وروسته له درې څلورو یا زیاتو مېاشتو یې زه له دغې طویلې-چې
اوس زما او ایراني اطاق وه- ووېستم.
د تشناب څنګ سره غټه خونه وه. لاندې غولی یې په پلاستیک فرش
شوی وه. ګردچاپېره دیوال هم یو متر په اندازه په پلاستیک پوښل شوی وه.
یوه رهډه برقي بخاري هم روښانه وه. دا خونه نو زما لپاره
لکه جنت داسې وه.
اتلس یا شل شپې مې دلته آرام کاوه. دې پسې د ایراني
دیپلومات وار را ورسېد. اوس هغه دلته پروت وه او زه هماغه زړه غوجله کې وم.
بس همداسې په نوبت سره بدلېدو را بدلېدو. ما لا ایرانی په
مخ لیدلی نه وه.
زما کټ دروازې ته مخامخ وه. ایرانی به یې چې وېست؛ نو ما ته
به یې وېل: «مخ دیوال ته وګرځوه!»
ما هم اطاعت کاوه. بس همدومره مې په وس وه، چې ځان غلی او
ګونګی ونیسم.
ډز وشو!
محافظین به هماسې له چنار چنار قد سره وچ ګونګیان او پټ
مخونه را باندې ولاړ وه. نه به را سره ږغېدل. بس یوازې دومره: «...واخله»،
«...راکړه» به یې په انګلیسي را سره کوله او نور نه څه هغوی ته ورزده شوي
وه او نه موږ د بل څه اورېدلو لپاره غوږونه لرل!
سخته ده. نه به څه شی ګورې. نه به څه شی اورې. نه به څه شی
وایې. نه به چېرې ځې. نه به څوک درته راځي. نه به په ژوند خبر یې. نه به د
مرګ خبر څوک درکوي. نه به له دې دنیا وتلای شي. او نه به په دې دنیا کې د
نورو په شان آزاد او په خپله خوښه اوسېدلای شي! دوزخ به نو بل څه ولري!؟
یوه شپه له یوه پهره دار عرب څخه ډز وشو. سخت یې وارخطا او
وډار کړم. راپورته شوم. د پښو د زنځیرونو مې شرنګا وخته. ها خوا د ایراني د
زنځیرونو ږغ هم شو.
خو ډز یوه خوا شوی وه. دا خطایي ډز وه. یاره خدای ښه خبر؛ د
شپې درې څلور بجې به وې!؟
په دې نه پوهېدم چې زما د لوري عرب پهره دار څخه ډز شوی دی،
که د ایراني دیپلومات له خوا دا ډز پورته شوی دی؟ هغه پېښور کې د ایران
اسلامي جمهوریت اقتصادي یا تجارتي اول سکرتر وه.
خبره را نه اوږده شوه؛ زه د غوجلې د منځ پردې په اړه
ږغېدلم: زه یې چې له هغې فرش خونې څخه بېرته دې پخوانۍ زړې غوجلې ته
راوستلم. ګورم چې د غوجلې د منځ پرده لېرې شوې. او وچ او خاورین غولی، چې د
پچو او خوشایو بوی به ترې لګېده، په هغه یې اوبه شیندلې دي.
ګورم چې ایرانی یې وېستلای.
بیا پوه شوم، چې هغه یې زما پرځای هغې بلې فرش شوې خونې-زما
لپاره دنیایي جنت- ته بیولی.
له دې وروسته
مو همداسې په نوبت سره، کله زه دلته هغه هلته، کله هغه دلته، زه هلته، داسې
له یو بله جلا جلا د ګونګیو پهردارانو تر دقیق څار لاندې په بند پراته وو.
د بند موده د سړي زړه نرموي. خوی کې یې تغییر راولي. انسان
د ماشوم په شان مهربانه کېږي. دنیا او مافیها خپل کشش له لاسه ورکوي.
هوسونه کمېږي. زړونه راوېښېږي. فکرونه صفا کېږي. او له انسانه هوښیار او
تجربه دیده موجود جوړېږي.
خو زه دلته په دې دوزخي حال او احوال کې څه ووایم؟ نشته را
سره داسې کلمې او خبرې، چې هغه حالت ښه مجسم او تصویر کړي. په دې هر څه یو
خدای تعالی ښه پوهېږي.
موږ خپل نفر غواړو!
یوسف بیا را پېښ شو. هغه بیا زما د وړلو خبر راوړی وه.
یوسف وېل: «له دې ځایه مو باسو. بل ځای-نږدې ځای ته به دې
بوځو. انشأالله کارونه مو پر مخ تللي!!!»
ما ووېل: «چېرې؛ کوم ځای؟؟؟»
یوسف ووېل: «بس ښه ځای ته مو انتقالوو.»
زه نه پوهېدم، چې بیا څه پروګرام راته جوړ شوی. دغه عرب
ووېل:
« موږ خپل نفر غواړو. هغه باید را خلاص شي.»
عربان لکه اوسپنه داسې وه. بس هر کار ته جوړ وه. هر کار یې
په دقت او سختګیرۍ تر سره کاوه. هر هر چا خپل کار کاوه. د خپل کار په اړه
یې یو بل نه پوښتل. بس لکه د یوه مرموز او مخفي ماشین، مرموزې او ګونګۍ
پرزې، په اتومات ډول یې اجراآت کول.
د یوسف کار بیا، دا ځانګړی انتقال وه. سیاسي یا استخباراتي
ترانسپورت یا انتقال یا هرڅه چې ورته وایئ؛ دا د یوسف خاص کار وه او زیات
مهارت یې په کې درلود.
خو د پخوا پر خلاف دا ځل یوسف څه شی راته رانه وړل. پخوا به
ده ډېره مهرباني کوله. خوراک، څښاک، دارو، د غاښو کریم، د سپورت ځینې
شیان...خو دا ځل یې هېڅ نه وه راوړي. دا حرکت یې بیخي نا آشنا وه.
دا
عجیبه یوازیتوب وه. یوازې وو، خو یوازې نه وو! عرب به را سره ولاړ
وه. عرب به څارلو. عرب به خبرې نه کولې. موږ یې هم نه ږغولو. داسې
یوازېتوب چا نه دی لیدلی، خدای دې په هېڅ بنیادم نه ویني.
له بندیانو مې اورېدلي وه، چې د حبس موده کې به بندیان تر خپله
منځه ږغېدل. له یو بل سره به یې خواله کول. یوه بل ته به یې د
کورنۍ او بچیانو حال بیاناوه. هغوی به یوه بل ته زړه ورکاوه. یوه
به د بل د خلاصېدلو لپاره دعاګانې کولې.
|