کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې 

 

 

څلورمه برخه

د سپین پوستي مستنطق تحقیقپاڼې

د یوسف پر ځای سپین پوستی عرب

په همدې ورځ یوسف، یو سپین پوستی عرب را وپېژانده. هغه ووېل: «له دې وروسته دغه عرب، ددغه مرکز مسوول دی... ما ده ته وسپارلې، اینده کې به بیا سره ګورو

پوه شوم چې دا زما اصلي ځای دی. دغه مرکز کې بیا پنځه، شپږ مېاشتې پاتې شوم. کله ناکله به یې دباندې لمر ته ووېستم. د خپلې کوټې مخې سره به په زنځیرونو کې تړلی لمر ته دمه شوم. کله یو ساعت او کله هم نیم ساعت! د وخت انتخاب زما په خوښه نه وه. چې وبه یې وېل «پاڅه!» بیا بیا به پاڅېدم؛ بیا به ما دغه د لمر پیتاوی خوشې کاوه.

 

د عربانو لوی ټولېدنځای

هلته پوه شوم، چې ژېړ لمر په رښتیا چې ژېړې طلا دي. او ددغو طلاوو په قدر زه هغه وخت پوه شوم. اوس وایم افغانستان هغه هېواد دی، چې د لمر طلا ورباندې پرېمانه را اوري او خدای دې موږ ټولو ته عمر را کړي، چې دغه الهي زرینې پلوشې، چې د لمر څخه را توېږي، ښې ډېرې ووینو، ښې سمې خپلې ډډې ورته وغوړو.

چانس به چې برابر شو او لمر ته به ډډه شوم، نو مخامخ به مې کتل. مخامخ یوه غرنۍ دره وه. داسې ښکارېدل، چې دلته ډېر عرب را ټول شوي.

بل شی چې زه د زیاتو عربانو له شتوالي خبرولم، د دوی لوژستیک او خوراک او څښاک وه. اوس یې هر شی را ته راوړل. ښه پوره خوراکونه، منرالي اوبه، راز راز لبنیات، میوې، او یو راز په غوړو کې پاخه شوي سیمیانو ته ورته خوراک به یې ډېر خوړ او ماته هم راکاوه. دا د عربانو ځانګړی خوراک دی؛ خو نوم یې نه راځي. دا د پلو په شان پاخه شوي سیمیان، عربان سهارنۍ سره خوري او ډېر خوندور هم دي.

 

د مرکزونو مرکز

له سهارنۍ، غرمنۍ او ماسخوتنۍ ډوډۍ برېښېدله، چې عربو دلته سم اړولي. دلته یې کورونه او کورنۍ هم دېره دي. زه پوه شوم چې دلته د عربانو-القاعدې- د مرکزونو مرکز دی. له اصل نه خدای خبر؛ خو ما ته داسې را معلومېده، چې د عربو جنګیالیو هرڅه دلته را ټول دي. له دې سیمې او له دې حالاتو برېښېدله، چې سیمه د لوی جنګ او اوږده جنګ او یوه نامعلومه جنګ کور او هډه ګرځېدلې.[1]

 

بیا هم د جنوبي وزیرستان خاطرې

هغه بل شی چې ډېر راته جالب وه، هغه د جمعې ورځې جمعه وه. ددغې جمعې ږغ به له لېرې راته! د جمعې له خطبې، قرائت او دعا معلومېده، چې ټول عرب دي، یا ډېری یې عرب دي؛ ځکه نو ما ته د جنوبي وزیرستان دغه پناه او له سترګو پټه سیمه، د عربانو ټولنځای او د مراکزو د مجموعې په توګه معلومېده.

عربو د خوراک له پلوه ډېر پام را باندې کاوه. پر خوراک سربېره راز راز جوس، هګۍ، منرالي اوبه، د درد او فشار ګولۍ، ویټامین...دا ټول را چالانه وه.

دلته په راتلو سره یې لومړۍ د ملاریا ناروغۍ ضد ګولۍ را باندې وخوړلې. دلته مېاشې او ملاریا ډېره وه.

عربي سپاهیانو به هرو لسو ورځو کې یو سطل اوبه راکولې. په دغو اوبو کې به یې یو څاڅکی میکروب ضد درمل څڅول. ما به په دغو یو سطل اوبو هم خپلې زړې جامې وینځلې او هم به مې ځان ورباندې وینځه. د چاردیوالۍ کونج کې یو محلي تشناب وه، په غولي یې هم ډبرې اچول شوې وې. په نیم چت یې لرګي اچولي وه او نیم یې لوڅ وه. همدا د غسل او جامو وینځلو ځای وه. دروازه یې هم نه لرله، هسې یو ټوکر یې په کې را ځړولی وه.

زه یې په جلا کوټه کې اچولی وم. چاردیوالۍ کې دوې درې نورې کوټې هم وې؛ خو زه خبر نه وم، چې هلته څوک دي او څه شی دي او څه روان دي؟ د رفع حاجت لپاره یې ورځ کې یو ځل محلي تشناب یا کنارآب ته وړلم.    

سپین پوستي عرب راته ووېل: ته به تشویش نه کوې! موږ چې څه درته وایو، څه پوښتنې درڅخه کوو؛ ته به رښتیا وایې، نو زموږ چلند به هم در سره ښه وي...شکنجه به نه درکوو، تشناب ته به دې وړو...خو که چېرې رښتیا ونه وایې، نو بیا به ټول شیان قطع وي.

 

زما څخه استنطاق

له همدې ځایه د عربانو استنطاق پېل شو.

هغوی به په کمپیوټر کې کمپوز کړې پوښتنې را ته راوړې. غټه کتابچه او سپین کاغذ به یې راته وغورځاوه او بیا به یې پرېښوولم چې ځوابونه ولیکم. لږ هغه به یې حد اقل پنځوس پوښتنې وې او ډېرې پوښتنې به یې سل پوښتنې وي. ما به دې ټولو ته ځوابونه لیکل. پوښتنې به په انګلیسي ژبه وې، او معلومېده، چې دغو مراکزو کې، کارونه ښه منظم او په معیار تر سره کېږي. بیخي داسې وه، لکه یو کلک حکومتي نظام.

پوښتنې نه خلاصېدې. اوس مې همدا کار وه، چې دومره ډېرو پوښتنو ته ځوابونه ولیکم. او سم یې ولیکم، څه شی را نه په ځوابونو کې تېر او بېر نشي. خبرې او ځوابونه یو شان وي. ځکه هغوی ډېر دقیق او حسابګر خلک وه. په وړه اشتباه یې زړه ته سل شکه لوېدل او د دومره سرخوږي زور بیا ما چېرې درلود.

نه چا مرسته را سره کوله. نه څه معلوماتي منابع راسره وې. نه خپل زاړه یاددښتونه دلته را سره وه. نه مې انترنت یا کتابخانې ته لاره درلوده او نه مې چا یوې خبرې ته ځواب راکاوه. زه وم او دومره ډېرو او تکرار تکرار پوښتنو ته نقطه په نقطه ځواب لیکل.

دې سره به مې هره شېبه د سپین پوستي عرب ګوتڅنډنه په ذهن کې را تکرار شوه، چې رښتیا به وایې! کنه هرڅه قطع کېږي!!!

نه پوهېدم چې «هرڅه» کې څه راتلل؟ هغوی ساده خلک وه. خو چلند، کړه وړه او یوه نیمه خبره به یې د دنیا تر ټولو سخته معما ښکارېدله. ځکه زه لا نه پوهېدم، څه غواړي، نور به څه کوي او زما ژوند او سرنوشت به څرنګه کېږي؟

 

ډېکشنري او د قرآن ترجمه

ما له هغوی د انګلیسي ژبې یوه ډکشنري او د قرآن شریف انګلیسي ترجمه وغوښتل او هغوی راته راوړل. په اوله شپه یې آرام پرېښودم. چوپه چوپیا وه.

په غولي پلاستیکي فرش پروت وه. دپاسه زما لپاره یوه نازکه وطني توشکه او همداسې وړوکی بالښت پروت وه. ما ووېل ملا مې تکلیف لري! بیا یې توشکان او بالښتان را ته دوه دوه کړل او ما به د خوب پر مهال دواړه بالښتان تر سر لاندې ايښوول، او بیا به غځېدم. پښې به په زنځیرونو کې بندې وې او لاسونه به ولچک وه او زه نو نور داسې عادت شوی وم.

د ورځې له مخې به مې توشکان او بالښتان څټ ته غوڼد کړل او ډډه به مې ووهله او هغوی ته به مې ځوابونه لیکل.

په دې شپه یې یوازې پښې په زنځیرانو را وتړلې، لاسونو ته یې ولچک وانه چول. ما د هغوی پوښتنو ته ځوابونه لیکل.

خونه تیاره وه. یوازې یو ور یې درلود او د وره دواړو خواوو ته پردې را ځړېدې؛ هغوی احتیاط کاوه، چې خونې ته له هغوی څخه د یوه له راننوتلو سره، زه دباندې فضا، شیان یا د هغوی افراد ونه وینم! ځکه یې پردې دوه کړې وې. څوک به چې راننوت، نو د څټ پرده به یې ددې مانع وه، چې زه د هغه څټ ته فضا یا شیان ووینم. خونې اورسۍ یا کومه وړه کړکۍ نه لرل. په یوه کونج کې یې د واړه بیلر په قطر سوری پورته ختلی وه. په دیوال کې د خټینو زینو په څېر د پښو ايښوولو لپاره ځایونه جوړ شوي وه. سوری هم مخامخ نه وه پورته شوی، زاویه یې لرله، او ما ته داسې برېښېدله، چې دا یو جنګي تیرکش دی.

عربان په هره برخه کې ډېر ښه تیار وه. هر راز جنګ، دفاع او حمله یې زده وه. دغه کوټه چې یوازې له خټو او ډبرو جوړه وه، هغوی داسې تیاره کړې وه، چې د یوه جنګي مورچل په څېر کار هم ورکړي.

د خونې یوې برخې ته، د څو سانتیو په اندازه لوړ ځای وه. له هغه بهر یو سوری وتلی وه. ما به اودس دلته تازه کاوه.

 

زما خالي قلم په لاس ورغی!

زه په خواږه خوب بیده وم. دروازه په غرس را وازه شوه. درې څلور کسه، په وسلو او ګولیو مجهز، مخونه یې په تورو کڅوړو پوښلي، په خشم او بیخي وحشي ډول دننه را ننوتل او په ډېر بد ږغ یې را باندې چیغه کړه:

«Stand up, raise your hands, don’t move! » یعنې، ودرېږه! خپل لاسونه پورته ونیسه! حرکت مه کوه!

زما په رګونو کې وینه وچه شوه. غړي مې ساړه شول. مړه او لمده خوله را باندې روانه شوه او زړه مې دربه دربه الوته. ما وېل وړي مې او وژني مې...او دا مې وروستۍ شېبې دي.

په تورو پوښونو پټو مخ والاوو ووېل: په کونج کې ودرېږه!

نه پوهېږم څنګه پورته شوم، او څنګه مې ځان له زنځیرونو سره د کوټې کونج ته ورساوه او ور سره سیخ ودرېدم

عرب ټول را سره په انګلیسي ږغېدل. ځکه وایم، چې القاعدې خپل سپاهیان هر کار ته تیار کړي وه. هغوی په هر کار پوره وه.

لومړی یې زه له مخې او له څټه ښه پوره تلاشي کړم. ما له کمیس او پرتوګ پرته بل څه پر ځان نه لرل. زه یې پرېښوولم. د کوټې تلاشي یې پېل کړه. زاړه او نري توشکان یې را واړول، بالښتان یې پورته کړل، ښه یې وڅنډل. بیا یې له غولي پلاستیکي فرش را اوچت کړ. لوڅ غولی یې هم سم چک کړ، چې ما کومه خوا سوړه او تونل نه وي کیندلی!!!

شاوخوا د خونې تش دیوالونه وه. هلته یوه تاخچه وه. هغې ته یې هم لاسي څراغان واچول. په ټوله خونه یې لاسونه تېر کړل.

هغوی ښه مجهز وه. راز راز لاسي څراغونه ورسره وه. داسې څراغونه هم ورسره وه، چې د سړي سترګو ته یې اچولي وای، نو سترګې یې ور ړندولې.

د عربي سپاهیانو لاسو ته هېڅ ورنغلل. په تاخچه کې یوازې یو وړوکی لرګی او یو تش قلم پروت ول. هغه یې له ځان سره واخیستل. دا هغه قلم وه، چې رنګ یې زما په ځوابونو لیکلو کې خلاص شوی وه.

باور وکړئ، دومره ځوابونه یې را باندې لیکل، چې بیخي قلم زما په ګوتو کې داسې ژور ننوتی وه، چې داغ یې تر ډېرې پاتې وه. اوس د خدای شکر دی، ګوتې مې عادي حالت ته را ګرځېدلي دي.

عرب سپاهیانو څه په لاس ورنه وړل. زما سره هېڅ نه وه پاتې. بس یو جسم راپاتې وه. فکر او خیالونه هم د یوازیتوب د پټو او ښکاره غمونو اور خوړلي وه. له ما هیڅ نه جوړېدل؛ خو دغه زړور جنګیالي په پخه شپه کې، په داسې ناتار، کوټې ته را داخل شول، داسې یې په خپل ږغ سره وډارولم او داسې یې هرڅه په خپلو لاسو کښته پورته کړل. له ما نو بیا آرام ولاړ. خو څوک زما له درده مړه وه!

 

وهل نه وه؛ خو شکنجې د وېلو نه وې!

د خدای مهرباني وه، له دې شکنجې همدلته خلاص شوم. دا لومړی ځل وه، چې هغوی داسې عذاب را کاوه. وروسته بیا بیا داسې را سره شوي، چې زه به وېده وم، او دوی به په جبر په دروازه را ولوېدل او پر ما به یې په وچ او لوړ ږغ نارې وهلې، چې «ودرېږه!»، «لاسونه پورته ونیسه، او «له ځایه مه ښوریږه!» او دې شېبو کې به په ما د اور مېچنې ګرځېدې او دوی به د خدای یو داسې بنده، چې دوی په وچ زور او جبر، بې څه جرمه او ګناه نیولی، را تښتولی، دومره په غرو او رغو کې، له ځنیځرونو او زولنو سره کش کړی، له دومره ناروا سره سره اوس بیا داسې یو نیم ژوانده انسان بیا بیا پلټه. بیا بیا به زما د تنهایۍ په کوټه لکه، سیل او توپان راکښته شول، له خوبه به یې را پاڅاولم، و به یې پلټلم، خونه به یې هم وپلټله او هماسې تش لاسونه به ستانه شول.

دغو شکنجو زما ذهني او رواني حالت ډېر را خراب کړی وه.

Stand up, raise your hands, don’t move!  دا نارې لکه مرګ داسې وې. لکه ناشناخته ګولۍ چې د سړي روح زخمي زخمي کوي.

هغوی په پوره سنجش سره دا کار کاوه. پوهېدل، چې باید اراده را ووژني، همت را څخه واخلي، ما په یوه «آغا بلې» بدل کړي او خپل مقاصد- چې یو خدای ورباندې پوهېده او یو دوی- را باندې عملي کړي. خو ما خدای ته پناه وروړه. نور مې هېڅوک د مرستې او خواخوږۍ نه وه.

له ځان سره په پټه او په چوپه خوله به خدای ته په ژړا وم. خدای تعالی ته به په ګیله وم. پوښتل به مې، چې دا د کومې ګناه سزا ده؟؟؟ ذهن کې هېڅ داسې څه نه را په یادېدل، چې دا پوښتنه را ځواب کړي. ځکه نو زما له ذهنه هم څه نه جوړېدل.  [2]

ورو ورو پوه شوم، چې دا ډول شکنجې هغه وخت را کوي، چې زما ځوابونه یې په تبعه برابر نه وي. زه مجبور وم، چې په دوه درې ورځو کې ددوی له پنځوسو نیولې تر سلو پورې ټولې لیکلې، ټایپ شوې پوښتنې پوره او د هغوی په خوښه سمې ځواب کړم.

ددغو شکنجو په ورځو به تشناب را باندې بند وه. په څلرېویشت، پنځه ویشتو ساعتونو کې به یې یوازې یوځل، هغه هم د پښو له زنځیرونو سره تشناب ته بیولم. تشناب هم دړه نه درلود. مازی یو ټوکر په کې را ځړېده. دباندې به عرب سپاهي را ته لاس په ماشه ولاړ ؤ. دا به بله شکنجه وه.

خو چا ته مې ویلي وای؟! نه له کور، کلي او وطن څخه څوک ما لیدل، نه د نورې دنیا د ادارو او سازمانونو نماینده ګان دلته چا په رسمیت پېژندل. دا بله دنیا، بله پاچاهي او بل نظام وه.[3]

ددغو شکنجو په ورځو به یې دواړه لاسونه څټ ته را باندې کات کړل او بیا به یې دواړه مړوندونه، څټ ته ډېر قید سره ولچک کړل. په دواړو پښو به یې هم زنځیرونه داسې نږدې او قید را وتړل، چې مجبور وم، وڅخېږم او لکه یو کلن ماشوم- لا وړوکی تر هغه- ورو ورو وخوځم او دې شکنجې به زما ټول بدن سوځاوه.

 

له سهاره تر مازدیګره په زنځیرونو کې څخېدم

په هغو ورځو به یې د سهار له پنځو د مازدیګر تر دریو بجو داسې شخ ولچک کړی او په زنځیرونو تړلی وم. سترګې به مې هم پټې وې. زه په دې حال کې په روغو سترګو ړوند شوی وم. نه پوهېږم دغه کسان، چې ملا یې د دین پیاده کولو او ټوله نړۍ کې توحید راوستلو ته تړلې، ددې فکر او مرام پیاده کولو لپاره یې خپل پلرني او مورني وطنونه خوشې کړي، او لویه آرزو یې د نړۍ بدلولو په کار کې د ځان شهادت دی؛ له ما څه غواړي؟

حیران وم، هغوی په ظاهره خاموشه، آرام، او نرم خلک معلومېدل، خو شکنجو کې یې جوړه نه وه. خدای خبر چې د بل فکر خلک دې هم داسې شکنجې خپل حریف او دښمن ته ورکړي!؟ خدای پوه شه! یقین مې نه راځي. کوم کتاب کې مې هم نه دي لوستي. چا کیسه او روایت هم نه دی کړی. یا به زما معلومات کم وي!؟

زه دې نتیجې ته ورسېدم، ځکه خپل خاطرات تاته بیانوم چې ښه په سم شکل یې ولیکې. که دا داسې تکرار خبرې او پېښې وای، چې بل چا هم په قلم راوړي وي؛ نو بیا ما د چا وخت په خپلو خاطرو نه ضایع کاوه.

 

ځان، سترګې، حواس هرڅه بندي

لومړۍ ورځ ډېره راباندې وغمېده. نه د کښېناستلو وم، نه د څملاستلو او نه مې په ولاړې طاقت کېده. زه بل شان بندي وم. بیا له دغې چاردېوالۍ نه شوم وتلای. بیا په چاردیوالۍ کې بله بندیخانه وه او هغه دغه کوټه وه. بیا زه په خپل ځان کې، په خپلو ځورول شویو او کړولو شویو غوښو او هډوکو کې بندي وم. خپل لاسونه او خپلې پښې او خپلې سترګې یې راباندې تړلې وې. اوس په خپل بدن، په خپلو غړو، پخپلو لاسو، پښو، دماغ او حافظې پورې په تنګ وم، دا ټول زما په زړه را بار شوي وه. زړه مې وه د آسمان مرغه شم، خو چا یو زړه هم نه را پرېښووه. خو دلته د خدای دغو جنګیالیو بنده ګانو، داسې خاموشه، او د بني بشر له سترګو پټه شکنجه را کوله.

زما جسم بندي، لاس او پښې بندي، سترګې بندي، غوږونه او خوله بندي، حتا زړه بندي وه! حتا اوښکې او د زړه آهونه مې بندیان وو.[4]

کښېناستم. پورته شوم. دا خوا وڅخېدم، ها خوا وڅخېدم؛ خو ټول بې ګټې وه. اخر په خپلو غونډو کړو توشکانو او بړستنې ور وغورځېدم. زړه مې را ډک شو. له خولې مې ووتل: الله پاکه، ما څه ګناه کړې؟ ما ته عفوه وکړه!»

 

الهي تحفه؛ ولچک خلاص شول

لاسونه مې سره کش کړل، کش کړل...کړپ شو، د ولچک ګرارۍ وښورېده لاسونه مې سره خلاص شول. خدای خبر؛ لکه چې ولچک یې سم نه وه کولپ کړي؛ خو ما ته دا د خدای تعالی لویه لورینه وه. په اوښکو ډکو سترګو مې شکر وکړ او توبه مې ووېسته.

په خپله کړې خبره پښېمان شوم. خو ما څه کړي وای! ما درد درلود؛ زه ډېر په عذاب وم. نور مې طاقت ختم وه. نور مې هېڅ په وس نه وه. اخر ما څه ظلم کړی وه!؟

زه په زړه نرم وم، یا نری وم. ما خدای څخه ګیله وکړه او دستي مې لاسونه سره خلاص شول، دا یوه الهي معجزه وه، خو موږ د خدای تعالی په داسې وړو معجزو سر نه ګرځو؛ خو هغه شېبه زه ددې معجزې په اهمیت ښه پوه وم.

اه، چې آزادي څه بې شانه نعمت دی.

فقر ښه دی، لوږه ښه ده، بې روزګاري، ناداري...دا ټول ښه دي، خو خدای دې له سړي څخه د هغه شخصي او فردي آزادي نه اخلي!

یاره ټوله دنیا دې د یوه بنیادم له یوې ورځې آزادۍ څخه ځار شي!

ما ته خدای آزادي راکړه. خو دا آزاد لاسونه نور په درد نه خوړل. کوټه له څلورو خواوو بنده وه. یو د بخارۍ سوري ته ورته سوری وه، چې هوا له هغې لارې بدلېدله. رڼا هم ددغه سوري له لارې را لوېدله. نوره شپه او ورځ را باندې توره تیاره وه.

هغوی د شپې له خوا یو څراغ راکاوه، چې په بټریو روښانېده. دې څراغ ته به ما سوالونو ته ځوابونه برابرول او چې له دې بیګاره به وزګار وم، نو ډیکشنري او د قرآن ترجمه به مې اړوله را اړوله. او مطالعه به مې کوله.  

 

مېاشو له زهرو ډکې ستنې را وهلې

دا سیمه په مېاشو ډکه وه. ځکه یې د ملاریا ګولۍ مخکې له مخکې راباندې وخوړلې. زما کوټه هم په مېاشو ډکه وه. یوازې د هغو بنګس را باندې لګېده. بل شان تېره نېښونه یې وه. زه ورته تړلی وم او مېاشو به یو ځای نېښونه را باندې لګول. لکه دنیا چې ستنې شي او پر تا را واوري.

نه پوهېږم، ښایي مېاشو د مړه بنیادم او کوم مړه موجود خیال را باندې کړی وه او داسې بېدریغه یې خپل نېښونه را په کې ننويستل.

د مېاشو نېښونو ډډې او د بدن پوټکی سخت په سوي راوست. او په تېره چې د هغو خاصو شکنجو وخت به شو، تا به وېل، چې مېاشي هم د هغو په اراده او د هغوی په پټه قومنده ما چیچي! او دې سره به ټول وس او طاقت را څخه ولاړ. او له ژوند کولو به مي بد راغلل. آرام به پروت وم او مېاشو به خپل خوراک کاوه. ښایي د مرګ پرښتې ته به سترګې په لاره وم، چې نور نو ما د ژوندینې له قبره خلاص کړي. نور نو دا ماحول، دا کوټه، دا شاوخوا دیوالونه، حتا خپلې غوښې او هډوکي لکه قبر داسې وه راته.

 

د عجلې تشناب

درې بجې شوې. هغوی هماسې له پوښ کړو تورو مخونو او سرونو سره راننوتل. ولچک یې را خلاص کړل، چې لمونځ وکړم. بیا یې ماښام خلاص کړم.

کوټه لویه وه. منطقه هم سړه وه. ویې وېستلم، چې تشناب ته ولاړ شم. پښې مې په دغو قیدو زنځیرانو کې سمې نه شوای کشولای. هغو دوو تنو له څټه، له اوږو نیولی او تشناب په لور یې په خشم ټېل وهلم. خو ښکنځل یې نه راته کړل. دا ټول ددې په خاطر چې ځوابونه یې په خوښه نه وه.

تشناب ته به چې ننوتم، له یوه مړوند څخه به یې د ولچک حلقه را خلاصه کړه او دواړه حلقې به یې د یوه لاس مړوند ته ور واچولې.

زه به له پردې تېر شوم او تشناب ته به داخل شوم. هغوی دواړه به لاس په ماشه، د تشناب د خولې د پردې څټ ته ولاړ ول. زما به حواس ګډوډ وه. حتا چې په کراتو کراتو به مې ځان آماده کړی وه، چې د تشناب له قید وخت څخه سم کار واخلم او خپل مشکل سم رفع کړم؛ خو هلته به یې چې دننه کړم او دوی به لاس په ماشه را ته ودرېدل؛ نو زما د بدن اعضاوو به نارمل فعالیت نه شو کولای.

تشناب کې یې، د تشناب کاغذ ایښی وه، ورسره یې د خځلو یو پلاستیکي سطل ډول کوتی ایښی وه. استعمال شوي کاغذان به یې هلته اچول. هغه کاغذان یې لکه چې بیا سوځول. دا کار یې لکه چې له دې امله کاوه، چې ښایي دا هغه کاغذان وي، چې دمخه بسم الله یا کلمې یا آیات ورباندې وه او په فابریکو کې یې له سره داسې تولید کړي وي! ځکه هغوی د هر څه څټ ته د امریکې، یهودانو او نصرانیانو لاس لیده.

تشناب کې به یوه دوې دقیقې نه وې تېرې، چې را ږغ به یې کړ:

 

«عجله کوه!»

دا یوه لوړه سیمه وه. د کوچیانو د رمو ږغ به کله کله راته. د پسونو او وزو د پښو ګڼ ترپی به د دیواله له څټه په ما خوږ خوږ لګېده. زړه کې به مې ویلې، یاره چې خاني او خانداني ژوند هم څومره سخت وي. ژوند خو د کوچیانو دی! ټوله دنیا یې وطن دی. نه تذکره غواړي، نه پاسپورت کولو ته محتاج دي. له هر ولس او قوم سره ژوند کوي او داسې حال، چې زه یې لرم، په خوب هم نه ويني.

زما ځوابونه به چې د هغوی په خوښه وه؛ نو بیا به یې ورځ کې یو ځل دباندې لمر ته وېستلم. د کوټې مخې سره د وزن پورته کولو الې په څېر درازچوکۍ وه. په دې به کښېناستم، مطالعه به مې کوله. کله نیم ساعت او کله هم یو ساعت به هلته لمر لاندې وم.

 

عرب او د سویانو ښوروا

دوی معمولاْ په مراکزو کې سویان ساتل. دا به یې حلالول او ښوروا به یې جوړوله. ما ته به یې هم هفته کې یو ځل، کله دوه ځله  له هغې ښوروا را کوله.

دباندې به چې لمر ته ډډه شوم. دوه سویان به ماته را نږدې شول. بیا به نور هم ښه نږدې راغلل. هغوی به خپلو کې لوبې او مستۍ کولې. بیا به خوب ورغی، جوړه به پرېوتل. یو یې له رنګه تور وه. بل یې سپین. ښایي سپینه به سویکه وه او تور رنګی به یې سوی وه.

سویان هم بندیان وو. زه هم بندي وم. زه او سوی په جنس بدل وو. سوی حیوان وه؛ زه انسان-اشراف المخلوقات. د سوی کور ځنګل او باغ وه، چې واښه او د ونو پاڼې یا یې د ډډو پوستکي وخوري او چې چاغ او ښه برابر شي؛ نو انسانان یې را حلال او کباب او یا د عربو په شان له نازکو غوښو ښوروا جوړه کړي.

خو انسان اجتماعي موجود دی. انسان شعور لري. انسان د خپل ژوند او ګټو خوندي کولو، زیاتولو لپاره قوانین او اخلاق جوړوي! په دغو اخلاقو سره د ژوندو حیواناتو حلالول او غوښه خوړل جایز دي. انسانان په اخلاقي مجموعو سره-هغه یې که له هر فکر او باوره اخیستی وي- ټولنې او تمدنونه رامنځته کوي.

خو اوس زه او سویان دواړه له خپلو طبیعي حقونو او چاپېریالانو را جلا شوي-ښه ده ووایم غلا شوي وو. سویان نه پوهېدل، چې د اسلامپالو سپاهیانو بندیان او د خوراک متاع دي، خو زه پوهېدم، چې په جبر له خپلې کورنۍ، بچیانو، خلکو او ټولنې را جلا شوی یم. سوی انسان نه پېژانده. هغه به نه ګڼله، چې اشرف المخلوقات څه لوبې او کانې کولای شي!

سویان نه وارختا وه او نه یې د آزادۍ مرګ لیده. خو زما شخصي آزادي، شخصي حق بې موجبه، فقط په دې خاطر، چې ولې د عربي اسلامپالو سپاهیانو په شان مذهبي جنګ ته تیار او آماده نه یم؛ را څخه اخیستل شوي وه.

زه داسې انسانانو، چې د ژوند مقصد یې په ټوله ځمکه د خپل باور له مخې د الله یو شان عبادت او اطاعت وه؛ د خدای تعالی له آزاد او په خپله خوښه عبادت او خدمت څخه محروم کړی وم.  

سویانو ته مې کتل او هغو جوړه په جوړه، یو د بل په نرمو ډډو سرونه ایښي او لمر ته په ښایسته خوب ویده وه.

بیا د کوچیانو د ورو او پسونو ږغ را باندې ولګېده. وېلې مې، دا څرنګه اشرف المخلوقات یو، چې ژوند او ځای مو په خوښه نه دی!؟

په دې چرتونو کې مې نظر مخامخ غځېدلی وه. وړاندې، لېرې، لوړ لوړ غرونه وه. طیارې تېرېدلې؛ خو نه پوهېدم دا د پاکستان دي، د افغانستان دي که د امریکا او یا هم چین دي؟؟؟

د سترګو په رپ کې، د طیارو دننه فضا را یاده شوه. ښایسته راحت څوکۍ را یادې شوې. د مېلمه پالو مؤدبانه چلند را یاد شو او ځان را یاد شو. بیا همداسې د خیال په ارته دنیا کې خپله کورنۍ را یاده شوه...هغه سفرونه را یاد شول، چې د څه لویو مقصدو په خاطر مو کول...هی هی، ټول ولاړل.

هغه وخت، چې د خوبونو او خیالونو له دنیا، د واقعیت دنیا ته را وګرځېدم او په حال راغلم، نو یوازې مې ځان وموند او هماغه جوړه سویان، چې محکوم او په زندان کې پراته وو.

 

سپین پوستی عرب مستنطق

دلته دوی خپل سوالونه شروع کړل. سپین پوستی عرب زبردسته مستنطق وه. ښه انګلیسي یې ویله. معلومېده، چې بریتانیا کې یې ژوند کړی. انګلیسي یې هم له خانداني انګلنډیانو فرق نه کاوه.

سوالونه له نامه شروع کېدل: خپل نوم، د پلار نوم، د مور نوم، د ښځې نوم، د اولادونو نومان...د هغوی تذکرې او پاسپورت نمبرونه، د یوه یوه ادرس، د هر یوه د ژوند عادتونه، علاقې وړ څېزونه، لکه موزیک، سپورت او نور هر هر څه یې دانه دانه پوښتل او ذره ذره یې حساب را څخه غوښته او د هغوی له نظره زما د غلطۍ پر وخت زما سزا معلومه وه!!!

له کورنۍ او نږدې خپلوانو او عزیزانو به چې خبره خلاصه شوه؛ بیا نو د تره زامن، خویندې، خوریان، ورېرونه...د دوی هر یوه مکمل مکمل معلومات؛ دا ټول یې پوښتل او پر ما باندې یې په لاس لیکل او هغوی ته سپارل.  

بیا ورپسې د هر یوه له ځای، کار، وظیفې، تنخوا، عمر څخه شروع، بیا د هغوی د سیاسي، امنیتي، اجتماعي حالاتو په باره کې تخنیکي سوالونه به یې په ډېر نظم او دقت را څخه کول او نښه په نښه ځواب یې غوښت او چې ځواب به یې په تبعه برابر نه وه، بیا هماغه د چرګ ږغ مهال، په زوره دروازې وهل او وازول او په ما وحشیانه نارې وهل:

Stand up, raise your hands, don’t move! یعنې، ودرېږه! او خپل لاسونه پورته ونیسه! حرکت مه کوه!

ورپسې هم زما د بدن، چې فقط یو زوړ کمیس او زوړ پرتوګ مې په ځان کې وه، له مخه او له څټه تالاشي اخیستل، بیا  لاسونه څټ ته ولچک کول او له تشنابه بندول.

په دې پوښتونو هم نه شوم خلاصېدای! بیا به یې وپوښتل، زوی دې موټر لري؟ موټر یې د کومې کمپنۍ تولید دی؟ موډل یې د کوم کال دی؟ رنګ یې څه شی دی؟؟؟

د مکتب، تعلیم او درس په برخه کې یې هم، ډېر جزیات له ما غوښتل! دا چې کوم یوه، څه وخت، کوم مکتب کې او چېرې درس لوستی؟ تذکره یې څه وخت- کوم کال کې اخیستې؟ او ددې نه وروسته به سیاسي، نظامي او نورې پوښتنې شروع کېدلې.

دې پوښتنو زه نږدې لیونی کړی وم.

ما ته را معلومه شوه، چې سپین پوستی عرب د استنطاق پوره متخصص دی. سوالونه به ده خپله راکول او بېرته به هم ده پخپله وړل. زړه ته مې نه لوېږي، چې د رسمي ادارو استخباراتي مامورین دې د خپل مملکت دننه او خارج کې، له هر راز اختصاصي استخباراتي تعلیماتو او تریننګونو سره سره، په دومره اساسي او تخنیکي ډول پوښتنې له متهم څخه وکړای شي!

 

هغه لویه حافظه درلوده!

هغه لکه یوه لویه حافظه داسې وه. د حکومت د ټولو مسوولینو په اړه یې پوره پوره معلومات لرل. هر یو یې سم پېژانده. د هغوی نومونه، تخلصونه، خصوصیات... دا ټول ور معلوم وه.

یوه ورځ یې راته پنځوس پاڼې راوړې. د مثال په ډول لیکلي یې وه: احمد، د محمود زوی، ۱۹۹۰ میلادي کال کې، کراچۍ کې اول سکرتر یا دویم سکرتر...

را معلومه شوه، چې دا معلومات یې له یوې رسمي دیپلوماتیکي مرجع اخیستي دي. دا چې څوک به وه؛ خدای خبر؟

د ډاکتر نجیب له وخته نیولې تر دې وخته، چې زه ورسره اسیر وم، ټول معلومات مکمل ورسره پټ ذخیره وه. پوښتل به یې، چې (...) څوک دی؟ اوس چېرې دی؟

ما به وېل، دوی اکثره زه نه پېژنم. هسې نوم سره یې بلد یم؛ خو نور یې نه پېژنم!

او دا مې رښتیا وېلې. خو په دغو رښتیاوو چا باور کاوه!؟ ما به وېل، چې هغه د نجیب وخت کې دا...یا دا وه! اوس نه یم ترې خبر! زه د هغه حال نه لرم! خو خبر نه چې بیا به سپېده چاود مهال شکنجه له سره پېلېږي!!! [5]

زما نوکان، ږېره او وېښتان ډېر اوږده شوي وه. پنځه شپږ مېاشتې وې، چې نه مې نوکان لنډ شوي وه او نه د مخ او سر په وېښتانو د وېښتانو خرېیلو پل یا غیچي لګېدلې وه. هغوی زه داسې په اوږدو اوږدو نوکانو، رسېدلو او بد حال ږېرې او سر وېښتانو له کوټې بهر کړم. د سر وېښتان یې ښه را ګډوډ کړل. بیا ېې دیوال خواته ودرولم او خراب خراب شکل عکسونه یې را نه واخیستل.

دا وخت زه لکه یو ملنګ داسې شوی وم. او وضعیت مې داسې وه، چې حتا د نوکانو اخیستلو لپاره مې، ناخونګیر، یا چاکو یا غیچي نشوای غوښتلای. زړه مې اګاه وه، چې ددې اسبابو غوښتل بې فایدې دي. ځکه دوی زه خوشې په خوشې داسې بد نه وم قید کړی.

 


 

[1] د اسلامي بنسټپالنې مخکښان، هغوی چې د سید جمال الدین افغاني له سیاسي اسلام څخه نیولې، بیا د حسن البنا، سید قطب، محمد قطب او مولانا مودودي څخه متاثر وه او بیا راوروسته په افغان روس جګړه او جهاد کې نویو ځلېدلو اسلامي سیاسي امیرانو له فکر او ستراتیجیو برېښېدله، چې افغانستان د نړیوال اسلامي انقلاب او د خلافت د قدیمي فلسفې د بیا راژوندي کولو لپاره مناسب ټاټوبی ګڼي.

 

[2]  تجربې را وښودله او ښه پوه شوم، چې ذهن ډېر خوار او بېچاره دی. ذهن یوازې ورکړي معلومات را په یادولای شي، د ذهن سر په سرنوشت نه خلاصېږي.

[3] وایي، چې دنیا په یوه کلي بدله شوې ده. خو دا سیمه، ددې ځای واکمن نظام له دې کلي مستقل وه. په خپله خوښه وه. هغوی هېڅ نړیوال اصل او قانون نه پېژانده. هغوی ته ټوله نړۍ، ټول خلک، ټول قوانین او مراودات دروغ ښکارېدل. دا له واقعي موجودې دنیا جلا او پخپله خوښه حرکت وه. 

په واقعیت کې دا د موجود جهان پر خلاف نوی تشکېل شوی یا تشکېلېدونکی جهان وه.

د سره صلیب مامورین، د دنیا په ګوټ ګوټ کې، په بند کې پرتو وګړو ته ورځي. د هغوی مراسلات ترلاسه کوي او کورنۍ او خپلوانو ته یې انتقالوي. احوالونه په مصئونه توګه وړي او راوړي. د انسان د زړه تسل برابروي. د بندیانو- که هغه په هر جرم محکوم وي- شکایتونه اوري. هغوی یې د کورنۍ، بچیانو او تور سرو له ژوند او حاله خبروي. هغه بندیان ټول له سره صلیب سره راجستر وي. مربوطه دولت او اداره په ځوابورکولو مکلف دي. هېڅوک نشي کولای، پرته د محکمې له حکمه سزا وویني یا محوه شي. خو زه له دې ټولو حقونو بیګانه وم.

[4]  دنیا د خدایي عشق کورګی

لویه خدایه!

ځان او بدن دې راکړی، چې په کې ژوند وکړم.

پښې دې راکړي، چې هره خوا ولاړ شم، کار وکړم آبادي وکړم.

لاسونه دې راکړي، چې هر کار غواړم تر سره یې کړم.

سترګې دې راکړي، چې ښایسته دنیا او ښایسته مخلوقات دې ووینم.

غوږونه دې راکړي، چې د انسانانو، مرغانو، څارویو، سهارنیو وږمو، شمال، د سیند او د چینې د اوبو شوړس او حتا د یوه تنکي ماشوم د زړه دربا واورم، له دې ټولو څخه خوند واخلم او خپل ژوند ته رنګ ورکړم.

خوله دې راکړې، چې شکر وباسم. خلکو سره تفاهم جوړ کړم، د ژوند او ژوندو خدمت وکړم.

او بیا بیا ووایم، چې خدای یو دی، خدای یو دی، خدای یو دی...!!!

خو زه بې اختیاره شوی یم. حتا په زوره دا ناره نه شم وهلی، چې خدای تعالی شته او خدای تعالی د ټولو دی. خدای تعالی دنیا له مینې او محبته پیدا کړې. لکه رحمان بابا چې وایي:

«دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې/ د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا»

لویه خدایه!

دا څومره کرکه، دا څومره نفرت وینم؟

 

[5] په دغو شاوخوا دوه کلونو کې، په کراتو زه په جبر د وېډیویي کمرې مخې ته کښېنول شوم او په فشار وږغول شوم. هغوی بیا او بیا، هغه هم په بد وضعیت او بد حال کې زما څخه عکسونه واخیستل. له ځان لیکل شوي، ټایپ شوي پښتو مطالب یې په جبر را باندې ولوستل او چې لږ به مې څېره یا مخ له کمرې څخه واړاوه، یا به په نافهمۍ کې راڅخه سر دا خوا یا ها خوا شو؛ نو په سر به یې سوک راکړ.

هغوی دا کار درې قسمه را باندې وکاوه: په لومړیو کې، مخکې تردې چې دلته شمالي وزیرستان ته راوستل شم،  قبایلي پښتنو طالبانو زه جنوبي وزیرستان ته ورسولم. په لومړي ځل یې هلته ویډیو را څخه ثبت کړه. خو هغه ډېر مسلکي کار نه وه. او چې شمالي وزیرستان ته یې راوستم او دغه تیاره ځای کې یې بند کړم؛ نو بیا یې دلته د عکسونو اخیستلو او ویډیوګانو ثبتولو تازه او اساسي سلسله شروع کړه.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۴۷                 سال  یــــــــــــازدهم                    سنبله        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی      اول سپتمبر     ۲۰۱۵