کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 

۱۴

 

 

 

۱۵

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

دیارلسمه برخه

ددې پردې شاته د ازادۍ نغمه

رییس جمهور سره په تېلفون خبرې

 

زه په چرتونو کې وم، چې موټر ته یې کارتکي تیلفون راوړ. زه یې له خپل خسر انجنیر ضیا مجددي سره ږغولم.

وروسته له دوه کلونو او نېږدې دوو مېاشتو زه له یوه خپل، یوه عزیز، یوه خواخوږي سره ږغېدلم!

زړه ته مې نه را لوېدل، چې بیا دې زه د داسې چا ږغ واورم؛ خو خبره رښتیا شوه! په تیلفون مې د خپل خسر له لورینې ډک آواز غوږ ته را ورسېد.

پاکستاني طالب قومندان را ته وېلي وه، چې زه به په پښتو ږغېږم. -دمخه به زه او خسر مې ډېری په دري ږغېدو- بس له خسر سره په پښتو په خبرو شوم. هغه هم نه پوښتلم، چې هلکه څرنګه دري دې هېره شوې که څنګه!؟ بس هغه زما د ږغ تږی، زه د هغه د ږغ تږی؛ دواړه سره وږغېدو. په دې کار سره دواړه له یوه بله مطمین شو.

خبرې د هغو پیسو په سر وې، چې زما د خلاصولو لپاره را استول کېدلې. معلومات وشول، چې څومره پیسې را لېږل شوي، او نورې به څه وخت او څرنګه را استول کېږي!؟

پاکستاني طالب قومندان دمخه را ته وېلي وه، چې دوه نفره یې باید خوشې شي او نورې پیسې هم ورواستول شي!!

لومړی ځل وه، چې کورنۍ زما ږغ اورېده. هغوی خبر شول، چې دا سړی ژوندی دی...ښه نو دا مکالمه لس دقیقې وه او بیا ختمه شوه. هغوی را ته وېلي وه، چې صرف د هغوی په شرایطو وږغېږم.

نیم ساعت تېر نه وه، چې رییس جمهور، کرزي صاحب سره یې وږغولم.

پاکستاني طالبانو-هماغه د مولوي فقیر خلکو- دمخه را ته وېلي وه، چې رییس جمهور ته ووایه، زموږ دوه نفره را خوشې کړي او پیسې هم پوره را واستوي، بیا به ته آزاد شې!

ما هغوی ته ووېل، چې زه مطمین نه یم، چې کرزی صاحب د دوی نفر خوشې کولای شي یا نه؟ ځکه دا کسان حکومت سره نه دي! هغوی امریکایانو سره دي. او رییس جمهور په خوشې کولو کې اقدام نه شي کولای!

پاکستاني طالب قومندان ووېل:

«که نفر نشي خوشې کولای، نو پیسې دې راکړي. خو مقدار یې ونه وایه، چې څومره!»

بیا ما لږ توندې خبرې ورسره وکړې.

«تاسو خو مسلمان یاست! بیا پښتانه یاست!! دوه کاله او دوه مېاشتې مو زه په داسې بندیخانو کې واچولم او ټوله ورځ د پیسو کیسه ده!!! دا پیسې چېرې درسره وړئ؟ اوس بیا نورې پیسې هم غواړئ!؟»   

بیا نور هم توند شوم- دمخه داسې نه وم ږغېدلای!

«دلته مرګ ښه دی. ونیسئ مړ مې کړئ!»

ما احساس کړه، چې زما خبرو تاثیر پرې کړی.

 

رییس جمهور د پیسو خبره ومنله

بالاخره رییس جمهور سره وږغېدم، چې دوی نفر او پیسې غواړي.

رییس جمهور ووېل: که نفر قاتلین نه وي، خوشې به شي. پېسې به هم پوره ورکړل شي!

د رییس جمهور ږغ دوی نه اورېده. ما هغوی ته ونه وېل، چې رییس جمهور وېل نفر به یې خوشې کړي.

ما ووېل: په نفر یې زور نه رسېږي، خو پیسې به درته پوره کړي!

وروسته تردې یې زه له بازار څخه راوستم. موټر به یې وخت په وخت له یوه ځایه بل ځای ته کاوه. اخر یې موټر چنج کړ. بارګین نه یې بل موټر راواخیست.

دوې وېرېدل، چې ډرون یې موټر ونه ولي!

د هغوی پخپله خبره، چې یو وړوکی چسپکي شی دی، چې موټر پورې یې نښلوي. بیا ډرون هغه موټر پېدا کوي او په راکټ یې ولي او دې سره موټر او سپاره یې له منځه وړي.

د غرمې ډوډۍ مو موټر کې وخوړله. په اغلب ګومان چې د مېرامشاه بازار به وه.  

زه یې په چادرۍ کې، په موټر کې کښېنولی وم. څوک نه را باندې پوهېدل، چې زه څوک یم؟ او ولې او په څه مقصد دلته راوستل شوی یم؟ که څوک پوه شوي وای، چې خبره څه ډول ده، بیا دا پوښتنه هم ورته پېدا کېدله، چې دا وسله وال جنګیالي، له یوه داسې بنیادم څخه چې چادري په سر ده، څه کار لري؟

بازار کې د کاروباریانو او خلکو آوازونه را باندې لګېدل. د زیاترو لهجه وزیرستانۍ وه. مسعود او وزیر وه. ځکه نو وایم، چې زه یې میرامشاه ته راوستی وم.

دوی چې ډوډۍ راوړه، زما زړه ته نه کېده. صرف یو څه مېوه، کیله داسې شی مې وخواړه. دا وخت وه، چې موټر یې بدل کړ. دا یوه وړه کرولا وه.

یوه پاکستاني طالب قومندان موټر چلوي. یوه عرب هم را سره ناست دی.

مازدیګر ماښام منځ وخت دی. موټر په عمومي سړک روان دی. نوې تیاره شوې. نیم ساعت چې تیر شو، بیا یې موټر د سړک غاړې سره ودراوه. هغوی زه نیولی له موټره کوز کړم. لا یې هم په چادري کې پټ کړی یم.

زه یې چې کوز کړم، سترګې یې را خلاصې کړې. لاسونه مې ولچک وه. پاکستاني پښتون طالب تخرګ کې لاس را دننه کړ، ویې وېل: چادري دې پورته کړه!

له سړکه تېر شو. ګورم چې لاندې سیند دی! سیند ته ور کښته شو. سیند کې روان شو. عرب جنګیالی له څټه را پسې پهره روان دی. پښتانه طالب له څنګلې نیولی یم او کیسې هم سره کړو.

 

هغه د پاکستان سړی دی!

د طالبانو د پاکستاني تحریک دغه قومندان کیسه کړه:

«موږ دا ملي اردو او ملي پولیس که ونیسو، نه یې وژنو؛ خو پنجابی عسکر چې په لاس راشي، نو وژنو یې!»

اول ځل وه، چې داسې یوه کیسه مې اورېدله.

بیا موږ په مولوي جلال الدین حقاني صاحب سره وږغېدو. ما ووېل:

«زه حقاني صاحب سره د جهاد له وخته پېژنم...هغه مړ دی که ژوندی؟»

پاکستاني ووېل:

«درک یې نه لرو...دی د پاکستان سړی دی؛ خو موږ د ای اس ای خلاف خلک یو. خو دومره ویلای شو، چې هغه مجاهد سړی دی. او د کفارو پرضد دی.»

داسې یوه دوه نورې کیسې مو هم سره وکړې. د هغه برخورد سم وه.

معلومېدل، چې دغه خلک، د پاکستان حکومت ضد وه. وېل یې:

«دا ضد اسلام دي. قوانین یې کفري دي. امریکایانو او غربیانو ته دوی لاره خلاصه کړې. اکمالات له دې لارې کېږي...کابل حکومت هم غلام او ګوډاګی دی.»

شاوخوا د کلي څراغونه معلومېدل.

اوس نو پخه شپه ده او موږ په سیند کې روان یو. عرب هم له څټه وسله راپسې نیولې.

سیند کې له یو ساعت مزل سره، چا له لارې یو لاسي څراغ را واچاوه. د څراغ رڼا په سترګو را ولګېده. نور څه نه معلومېدل. زه یې ځای پر ځای ودرولم. پاکستانی ور نږدې شو.

زما چوټې په پښو دي او اوس نو د سیند په اوبو کې ولاړ یم.

هغوی ورو سره ږغېدل. ما څه نه اورېدل. د سیند اوبه زما په ستړو پښو تېرېدې او دې سره مې زړه ډب، ډب، ډب الوته.

دواړه سره پټ پټ ږغېدل. معلومېدل، چې هغه څراغ والا یا د دوی د ګروپ سړی دی. یا د پاکستاني طالبانو د تحریک عمومي سړی دی؛ خو دلته په ګزمه مؤظف دی.

بیا سره روان شو. ما ته یې حال نه وایه.

بالاخره، د سیند پر غاړه، د لوړې دپاسه مې هغه کلی ولید، چې موږ په کې اوسېدلو.

لومړی ځل و، چې د هغه ځای کروکي مې په خپلو سترګو لیده، چې بیا به هم په کې اوسېدلم.

پاکستاني طالب قومندان زه او عرب له سیند ووېستو او یو څه پورته، د ونو منځ کې یې پټ ځای پر ځای کړو. بیا هغه خپله کلي ته پورته شو.

خدای خبر دولس بجې د شپې به وې!

تقریباً نیم ساعت به زه او عرب سپاهي دلته پټ، په توره شپه کې، هغه هم تر ونو لاندې غلي او چوپ ناست وو او پاکستانی پورته، کلي ته ختلی وه.

زه له یوه شي هم خبر نه یم، چې د څه شي په خاطر تللی؟ څه کوي او زما حال به څنګه کېږي؟ او په عرب خو یوه خبره هم نه کېده! بس ځان مې ګونګی کړ. او انتظار پاتې شوم، چې څه یې راته پلان کړي دي؟

قومندان ښايي کلي ته ددې لپاره ختلی وه، چې وضعیت ښه وڅاري! ځان ډاډه کړي چې څوک زما په ورتګ خبر نه شي! هغه لاره او کوڅې څارلې، چې څوک ولاړ نه وي، څوک تېر نشي او د چا سترګې پر موږ و نه لګېږي!!

بیا یې په پخه شپه کې کلي ته وخېژولو.

 

یوسف مبارکي راکړه

کلي کې هم کلا ډوله سرایونه وه،او  هم د سرو پخو خښتو کورونه وه او هم عادي اطرافي کورونه وه.

ډېر ستړی شوی وم. بیا یې هلته چای راوړ. ما یوه پناډول ګولۍ وغوښته، را ته رایې وړه. چای یې هم ورسره راکړ.

یاره پنځلس ورځې وروسته...او یا مېاشت بعد، هغه پخوانی یوسف نامی عرب راغی. هغه چې ږغ یې تا وېل تندر دی، خو چې مخ یې ما ولید، بیا پخپلو لیدلو پښېمانه شوم.

یوسف داسې بیا را پیدا شو او ځان سره یې راز راز مېوې لکه آنار، مڼې، چاکلیټ، بېسکېټ...راوړل.

یوسف مبارکي راکړه. وېل یې کار دې خلاص دی.

بیا یې په څو ورځو کې وېډیویي کمرې ته کښېنولم. انترویوګانې یې را نه واخیستې.

رښتیا، دا زما د خلاصون پېسې، د حقاني ورور ابراهیم رسولې. هغه یې د خلیفه په نوم یاداوه. څه پیسې لکه چې پاتې وې! صراف حج ته تللی وه. دوی وېل خلیفه (ابراهیم) ته ووایه، چې دوی د موږ ته په تیلفون یقین راکړي، چې باقي مانده پېسې را رسوي؛ نور ستا مشکل حل دی!

ما ووېل، سمه ده!

ما ویدیو کې دا خبرې وکړې:

«زه مریض یم. ډرون هره شپه ګرځي، زما کار مه ځنډوئ. باقي مانده پیسې ورته را ولېږئ»

 

بیا د زور چادري په سر!

لس پنځلس ورځې تېرې شوې. لا هماغه بند، لا هماغه زه، لا هماغه ماحول وه!!!

بیا یې سهار مهال چادري په سر را واچوله. ولچک پسې وګرځېدل، خو په لاس نه ورتلل. ما ووېل:

«نن مې چې آزادوئ، ولچک ولې را اچوئ؟... وګورئ، زه ډېر په تکلیف یم. نور یې وس نه دی را پاتې.»

خو چېرې یې زما په عرض او داد سرګرځاوه!

هغوی ښه وګرځېدل، خو ولچک په لاس ورنغلل. اخر یې بې ولچکه روان کړم.

بیا هماغه بازار، هماغه ږغونه، هماغه وزیرستانۍ لهجه...وېل مې خامخا مېرامشاه دی. دا هماغه ځای وه، چې په لومړي ځل له خپل خسر او کرزي صاحب سره په تیلفون غږېدلای وم.

اوس نو پاکستانی طالب قومندان موټر چلوي. عرب هم نه را څخه جلا کېږي. هماسې چوپ، مرموز، او وچ کلک لکه عسکر را سره روان دی. تا به وېل دا سړي له اوسپنې جوړ شوي. نه یې سړي سره خبره کوله. نه یې د چا خبرې ته اهمیت ورکاوه.

هغوی بله هیڅ خبره نه منله. بس ټوله خبره ورته شوې وه او دوی اوس په هماغه یوه خبره ډک وه او بل هیڅ کار ته یې زړه نه کېده.

اوس نو موټر کې یو- په دې ځل یې هم د موټر ځای یې ژر ژر بدلاوه. زما خو سترګې، مخ او ظاهري حواس او ځان په چادرۍ کې پټ دي! خو له دې سره سره ما ښه احساسوله، چې دوی ځکه ځای ژر ژر بدلوي، چې نښه نشي! ډرون یې نښه نه کړي!!

دلته یوسف هم را پیدا شو. کباب، ډوډۍ، کوک، جوس دا یې راته راوړل.

بیا ولاړ، بازار نه یې ډېرې ښې څپلۍ را ته راوړې. دلته مو یو څه خبرې سره وکړې. هغه وېل:

«ډېر وخت دې دلته تېر کړ، خپه شوی نه وې! موږ معلومات را غونډ کړي، ته مجاهد سړی یې! خبر شو چې ته مسلمان سړی وې! نو د داسې حکومت نماینده ګي باید ونه کړې.»

له دې تبلیغ او نصیحت وروسته یې وپوښتلم:

« ته اوس چې خوشې کېږې، څه غواړې؟»

ما ووېل:

«تر اوسه مې تصمیم نه دی نیولی...» لږ چوپ شوم بیا مې زیاته کړه:

«ډېر وخت بندي وم. امکان لري، له کورنۍ سره مشوره وکړم. تداوي وکړم، مشوره به کوم، چې افغانستان کې پاتې شم که دوبۍ ته ولاړ شم او پاتې وخت هلته ژوند وکړم؟؟؟...لا تر اوسه نه ده معلومه، چې زه به څه کوم!؟

یوسف زما خبره رد کړه:

«دوبۍ کې ژوند مه کوه! هغه د عیاشۍ ځای دی!»

همداسې پاکستاني طالب قومندان سره هم خبرې وشوې.

 

دومره ځواني، دومره سخت دریځي!

موټر کې ناست وم. له پټارې مې یو څه سترګې را وکښلې. د چادرۍ له جالۍ مې هغه ته په پټه ور وکتل.

کتل مې چې د موټر په جلو ناست قومندان ښه لوړ، دنګ او ښایسته ځوان دی، اوږده وېښتان او اوږده ږیره یې لرل...برس یې را واخیسته او اوږده وېښتان یې ورباندې ږمنځ کړل.

حیران شوم. څه ځواني خدای ورکړې! څه دنګ قد خدای ورکړی!! څه نور او صورت یې نصیب شوی!! خو دی له ژونده بې برخې دی. دی په جګړو کې را ایسار دی. او له اینده یې خبر نه دی، چې څه به کېږي؟

«خسر ته دې ووایه، چې مجاهدینو سره کومک وکړي.» زه غلی یم او چرت وړی یم او هغه په ساده ژبه ږغېږي: «تېر اختر کې مشر پنځه زره کلدارې راکړې. په هغو مې کالي وکړل، او له کورنۍ او بچیانو سره مې ښه د خوند اختر تېر کړ.»

هغه مؤدب ځوان معلومېده. دا هم د مولوي فقیر سړی وه. حیران شوم، چې دا ځواني ګوره او دا ژوند ګوره! دا شرایط وګوره، چې دی په پنځه زره ناچله کلدارو څومره خوشحالېږي!

هغوی زما په شان یوه بندي پر سره په میلیونونه ډالر غوښتل او اخیستل، خو دې ځوانو طالبانو ته پنځه زره کلدارې داسې وې، چې تا به وېل په لوی بانک دې کښېنولې!

ښکارېدله، چې د ځوان زړه ماشوم دی، پاک دی، رښتینی او صادق دی؛ خو ذهن یې په لاس کې نه دی! دده ذهن داسې فکر نیولی وه، چې لومړی یې د خپل قرباني ژوند هدف نیوه.

دی نه پوهېده، چې په ژوند کې بې ژونده دی. دی په بل خوب او تصور کې وه. په ناګاهانه شکل یې داسې لاره اختیار کړې وه، چې خپله شنه ځواني یې په کې بې وخته او هره لحظه قربانېدله. دا یو داسې فکر او عقیده وه، چې اصلیت یې یو خدای تعالی ته معلوم وه! نتیجه یې هم هیچا نشوای قیاسولای!

 

حقانیان که د پاکستان کسان

په دې ورځ له سهار وختي، د مازدیګر تر څلورو بجو موټر کې ناست وم. چا چې زما د معاملې پېسې راوړې وې. دوی په هغه باندې بې باوره وه، ځکه یې یو یو نوټ کوت او چک کاوه. غوښتل یې چې نقلي نه وي! او په دې کې پر ما ورځ په موټر کې تېره شوه.

نور نو د مازدیګر او ماښام منځ وخت وه.

ما ووېل: دلته مې تسلیموئ؟

پاکستاني طالب قومندان ووېل:

«نه! دلته دې نه تسلیموو! که دلته دې تسلیم کړو، کېدای شي بېرته دې پاکستان ته واړوي!»

هغوی د حقاني خلک، د پاکستان کسان بلل. بیا یې زیاته کړه:

«سرحد کې دې تسلیموو.»

زه یې بیا موټر کې راواخیستم.

اوس یو عرب را سره دی او پاکستانی طالب قومندان موټر چلوي. موټر لکه ګولۍ داسې تېز روان دی. بیخي زه وېرېدم چې په څه شي موټر ور ونه ولي، یا چپه نشي!

اخر یې یو ځای ته راوستم. دا د افغان مهاجرینو پخوانی مرکز یا کمپ وه. کورونه داسې رامعلومېدل.

دلته یې موټر ودراوه. لس دقیقې تېرې شوې، چې یو بل موټر راغی. کرولا ډوله وړ موټر وه. درې مسلح پاکستاني طالبان په کې وه. زما کالیو کې کتابچه، ډیکشنري، قرآن...دا شیان وه.

پاکستاني وپوښتم: ستا کاغذونه یې چک کړل؟

ما ووېل: هو، چک یې کړل!

هغوی شاید په نوټونو شمېرلو او چک کولو مصروف شوي وه، ځکه چې دوی بندي سره کاغذونه نه پرېښوول، چې ځان سره یې د باندې وباسي!

دلته یې زما سترګې خلاصې کړې. په لومړي ځل مې پاکستانی قومندان ښه سم او په ټول ځان ولید.

غاړه یې راکړه. ما د خپل یوه اولاد په څېر غېږ کې ونیوه، خدای پاماني مو سره وکړه. ډېر ښایسته ځوان وه. شنې بخنې سترګې یې وې، چې ډېرې ښې ورسره اېسېدې. بل شان ځواني، قد اندام او څېره خدای ورکړې وه.

زړه کې را تېر شول: ای لویه خدایه! ژوند تا ورکړی. ښایست او ښه صورت تا ورکړي. شازلمیتوب تا ورکړی. هرڅه تا ورکړي؛ خو دی ولې مرګ ته راوتلی؟ دی ولې له ژونده ځان خلاصوي؟ دی ولې د ژوند خوندونه او رنګونه پر ځای پرېږدي او د مرګ لاروی کېږي؟؟؟

ډېرې پوښتنې وې، چې لا په خوله نه راتلې! بس یو «آه» وه، چې ما یې واک درلود. چوپ پاتې شوم او غم مې راسره پټ وساته.

خپل اولادونه په زړه تېر را تېر شول. ما نور څه نه وېل!

په حقیقت کې انسانان ټول یو جنس دي. هر انسان د یوه جلا روح څېره ده. روح خدایي دی.

دا مال او دارایي، ملک او منطقه، قوم او نژاد ددې لپاره دي، چې روح ځان وپېژني او خدای تعالی وپېژني. او په دې کوښښ سره اګاه شي، چې ځمکه مؤقت هستوګن ځای دی. او په اګاه زړه او روح خدای تعالی او خدایي کور ته ورستون شي.

په حقیقت کې د انسان اساسي جوهر له آسمانونو سره تړلی دی. د روح کور له خدای تعالی سره دی.

رښتیا دادي، چې ما څه نه شول ویلای. خپل اولادونه، چې دده په شان ځوانان شوي وه، سترګو ته را ته ودرېدل. زړه کې را تېر شول، آیا پلار به یې غواړي، چې داسې ښایسته، دنګ، ځوان زوی یې د مرګي خوراک شي؟؟؟ مرګ دې ړوند شي، مرګ دې کوڼ شي، مرګ دې ورک شي!

نه! هېڅ پلار داسې نه غواړي! مرګ دې ورک شي. وژل او د ځوانانو مرګونه دې خدای نور ودروي.

لویه خدایه! دا څه طلسم او جادو ده، چې انسان د قتل په مرض اخته کوي؟ قتل لوی تاوان دی، چې انسان کړی او لا یې هم کوي. د قتل تاوان نشته. د یوه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل دی. قتل تر ټولو بد جرم دی.  

بیا یې دغو دریو پاکستاني طالبانو سره کرولا کې کښېنولم، بارډر (سرحد) ته یې راوستم.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۶            سال  یــــــــــــازدهم                  جدی /دلو      ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی       شانزدهم جنوری    ۲۰۱۶