زما تسبیح بېرته پېدا شوې
زه له دنیا ورک وم او دنیا له ما ورکه وه. له ما
یې هرڅه اخیستي وه. نه یې اسناد را پرې ایښي وه، نه د جیب شخصي شیان!
اوس د خپلو تسبیحو کیسه کوم: دا تسبېح له پخوا راهیسې را سره وې. دا تسبېح
به تل زما په لاس کې وې. تسبیح په ما عادت شوې وې او زه په هغو عادت شوی
وم. خو دغو عجیبه انسانانو د چا خیال چېرې ساته!
ددې پېښې په ورځې دا تسبیح را سره وې؛ د ما د نیولو او په زور راتښتولو وخت
کې دغو نارسمي وسله والو تسبېح نه وې را څخه اخیستې. خو بیا تسبېح را څخه
ورکې وې!
نه پوهېږم څرنګه ذهن کې را وګرځېدل، چې تسبېح به دلته، ډاله کې رانه لوېدلې
وي.
بس په ولچک کړو لاسو لګیا شوم. دا خوا ها خوا مې ګوتې د موټر پر ډډو را
کشولې. دې کې مې ګوتې په تسبیحو ولګېدې! لومړی ځل وه، چې وجود مې یو څه هوا
واخیسته. تسبېح مې را پورته کړې.
سترګې یې را تړلې وې. ما تسبیح بوی کړې، خپل بوی، د کورنۍ او دفتر بوی، د
اولادونو بوی راباندې ولګېد او دې سره هم خوشحاله شوم او هم ژړا راغله.
لاسونه یې په مړوندونو کې ډېر قید را ولچک کړي وه، خو ما تسبیح اچولې. ګوتې
مې آزادې نه شوای خوځولای، ځکه مړوندونه د ولچک په فلزي کړیو کې ژوبلېدل.
خپلې پخوانۍ آشنا تسبېح مې را سره پټې کړې. جیب کې مې واچولې. هغوی باندې
مې ږغ وکړ، چې زه د زړه د حملې تکلیف لرم. سترګې مې راخلاصې کړئ!
هغوی په سترګو را تړلې پټاره راخلاصه کړه؛ خو په مخ یې پټو را واچاوه. هسې
هم څه شی نه لیدل کېدل، ما هم ددې کوښښ نه کاوه، چې څه شی ووینم، ځکه هغوی
زما مخې سره د پرادو موټر په سیټونو کې، له تورو تورو ماشیندارو او قوي قوي
ځانونو سره ناست وه.
دې وخت کې مې ورو ورو-داسې چې څوک را باندې اګاه نشي- د هغوی خوا ته ور
وکتل. دوه تنه د څټ په سيټ کې ناست وه. دې یوه یې برګ دسمال پر سر تړلی وه،
جامې یې هم پاکې وې. له لاسونو، د مخ له حالت، او د نورې پاکۍ او صفایۍ له
حالته یې ښکارېدل چې دا محلي طالب نه دی.
هغه په سوچه پښتو ږغېده؛ خو ماته عرب مبارز ښکاره شو.
دا بل ورسره سړی، هغه ما ته اشنا برېښېده! ښه را په زړه وه، چې تېرو کلونو
کې مو سره لیدلي، خو اوس یاد ته نه راته. بس همداسې په پټه خوله په یوه
موټر کې روان وو.
ډریور اوږده اوږده وېښتان لرل، او له پاسه یې ورباندې پکول خولۍ ایښې وه.
سمه ږېره، جامې هم محلي، پښتو ږغېدل یې هم په حساب برابر وه؛ خو هغه هم عرب
وه. او د هغه څنګ سره هم پاکستانی ناست وه.
زما د څو لحظو پیغام!
دا سفر مو څوارلس ساعته اوږد شو. لاره کې به چې
لمانځه لپاره ودرېدل، نو زموږ سیمه وال سړی به ژر را ګرځېده. زه پوه شوم،
چې غواړي څه راته ووایي!! دا ځل یې چې لمونځ په بېړه تېر کړی وه؛ نو د نورو
له نظره لېرې یې ځان ماته را ورساوه او په پټه او بېړه یې راته ووېل:
«ته (...) پېژنې؟...هغه د تا ډېر صفت کاوه! چې ته د غټ او مشر سړي د کورنۍ
یې! د هغه زوی زما ملګری وه. هغه بندي وه او تا کوشش کړی وه، چې را خوشې
شي.»
دا خبرې یې لکه چې دمخه ځان سره ښې جوړې کړې وې او اوس یې په یوه ساه او
یوه منډه ماته وکړې. نو ما ووېل:
«هو!...نو تاسو ولې پر ما حمله وکړه؟
آشنا ووېل:
دا زموږ لاره ده!!!
ما ووېل: ستا کوم ورور عربستان کې نه دی؟
آشنا ووېل: دی.
داسې وخت کې وجود سخت را ویښ شوی وي. د سړي دفاعي سیستم په ټول قوت فعال او
آماده وي. ژر عکس العمل ښیي. د وجود هر غړی، هره برخه او عضوه په بې ساري
قوت او ویښتیا خپل کارونه سرته رسوي. هغه څه چې په عادي حالت یې په یاد نشي
راتللای، خو په داسې حالت کې، ډېره لېرې او هېره او لنډه خاطره ډېر ژر د
سړي ذهن ته راځي.
د آشنا سړي د خبرو اورېدلو په شېبه کې، زه همداسې ویښ او فعال شوی وم. ځکه
د هغه تجار ورور را یاد شو. خدای دې تاسو له داسې حالته ساتي؛ خو چې په سړي
راشي، بیا هرڅه؛ حتا ټول ژوند سړي ته ور په یاد شي.
فامیلي مشکلاتو موږ دغه ځای ته راورسولو. آشنا ښایي د څلوېښتو څه کم
څلوېښتو کلونو به وه. آشنا را ته ووېل، چې په لنډ وخت کې، څو لحظو کې خپل
پیغام ووایه، چې زه یې په مبایل کې ثبت کړم.
ما ووېل: «قونسلګرۍ ته لاړ شه، بابري صاحب ته زما پیغام ورکړه!»
آشنا ووېل: هغه د کوم ځای دی؟
ما ووېل: د جلال آباد دی.
آشنا ووېل: د ما د جلال اباد خلک بد ایسي، بل را وښیه!
پوه نه شوم، چې په دې کې یې څه مقصد وه! له ما خو به یې معلومات نه
ټولول!؟، خو هرڅه چې وه؛ ما د ډاکترفاروق وردګ نوم ورکړ، چې هغه وخت
پارلماني چارو کې د دولت وزیر وه. آشنا زما لنډې خبرې ثبت کړې او ویې وېل،
کوښښ وکړه، چې دوی پوه نه شي، چې موږ خبرې سره کوو!
ما ووېل: دوی څوک دي؟
آشنا ووېل: مولوي فقير پېژنې؟ ما په مولوي فقیر د وطني سړي ګومان وکړ.
آشنا ووېل: نه، پاکستانی مولوي فقیر او القاعده په ګډه کار کوي...
له ما وار پار خطا شو او بل څه مې له خولې راووتل...
آشنا ووېل: ...نه دې وژني، نفر درباندې را خلاصوي!!!
هغه آشنا سړی که را سره ترپایه وای، همکاري یې را سره کوله، خو هغوی دا
چانس نه را کاوه. عربو احساس کړې وه، ځکه یې په پټه تصمیم نیولی وه، چې سره
مو لېرې او جلا کړي.
له دې پټو خبرو وروسته، خلک راغلل او بیا یې همداسې تړلی له ځان سره موټر
کې وخوځولم.
د هغوی د مقصد ځای ته چې ورسېدو، د ماښام اووه بجې به وې. موږ د قبایلي
سیمو په یوه بازار ور ګډ شو. ګڼه ګوڼه وه. ما د موټر په ډاله کې ولچک
لاسونه، دیارلس څوارلس ساعته مزل کړی وه. دلته په رانږدې کېدلو سره په
مسلحو عربانو او پاکستانیانو ډک دوه درې پیکپ موټر را سره یو ځای شول. د
ټولو جنګیالیو ببر ببر سرونه، او رسېدلې ږېرې وې.
بازار ته چې ور ګډ شو، هغه آشنا سړي کوښښ کاوه، پوه شي، چې دا نور ما چېرې
بیایي؟ خو مشر یې ور ته ووېل چې ته مجاهدینو سره لاړ شه، روژه دې ماته کړه.
له دې سره سره هغه کوښښ وکړ، چې پوه شي، ما چېرې وړي؛ خو هغه یې ژر په بله
خوا رخصت او له موږ لېرې کړ.
هغه دې د کورنۍ سړی وه؟
دې نورو بیا موټران مخامخ وخوځول. ښه چې له دې
ځایه تېر شول، او ډاډه شول، چې هغه آشنا سړی هوټل ته ختلی؛ نو موټر یې
بېرته را تاو کړل، په څټ را وګرځېدل. د همدغه بازار منځ کې یې، موټر په یوه
کور ننویست. تر دې دمخه یې زما پر سر پټو را واچاوه. او هماسې له ولچک
لاسونو سره یې کور ته ننویستم. کور د هماغه ډریور عرب وه.
هغه ته یې «امر صاحب» وایه. ښځه یې هم پښتنه وه. اولادونه یې هم پښتانه وه.
هغه د پنځوسو کلونو وه. نه یې په ژبه او نه یې په لباس پوهېدې، چې هغه دې
عرب واوسي.
ګورم چې دې کور کې یو بل سړی ناست دی. توره څېره، په شرعه برابره ږېږه،
پکول هم پر سر، راډیو یې هم مخته پرته!
راډیو چالانه وه. خبرونه وه. دلته ما خبر واورېد، چې زما ډریور خالد شهید
شوی.
دې غم زه لاندې کړم. نه نور حرکت را په کې پاتې وه او نه مې دغه لحظه د ځان
تشویش کاوه. اوښکې مې پر مخ راغلې، خو آه نه را نه خوت.
عرب راته کړل: «دادې فامیلي سړی وه؟»
ما ووېل: «هو!»
عرب په ساده بڼه راته کړل: «موږ نه ویشته، هغه غلط حرکت وکړ.»
پوه شوم، چې تیلفون کولو خالد د مرګ په خوله کې ورکړ. عجب وفادار او زړور
انسان وه، آروا دې د جنتونو مېلمنه وي.
اختر کې هم لاسونه ولچک
نن دلته د اختر ورځ وه. او زه له ولچک لاسونو
سره کښته پورته کېدم. زما د لاسونو د ولچک کلي(کونجۍ) پېښور –جمرود- کې
پاتې وه. لاسونه یې ډېر قید را کولپ کړي وه. ډوډۍ خوړلو او تشناب کولو وخت
کې مې ډېر تکلیف ګاله.
دوی چې هرڅه وکړل، لاسونه یې نشول خلاصولای. لاسونو ضد کړی وه. دواړه جوړه
شوي وو او نه سره بېلېدل.
اروېدلي مې وه، چې د فاړسي ژبې یوه مشهور کلاسیک شاعر-لکه چې سعدي صاحب وه!
خپله ناامیندي بیان کړې وه. ځان ورته خوار غریب په نظر ورغلی وه؛ خو دباندې
چې وتلی وه، یو د خدای بنیادم یې لیدلی وه، چې دواړه لاسونه یې له مړونده
غوڅ وه او نور هم معیوب وه، خو د خدای شکرونه یې ادا کول.
زما خو لا لاسونه په تنه پورې وه؛ خو اختر را باندې داسې شو. هر رنګه چې
وه، سخت غم را باندې بار وه.
بیا یې په تیلفون کلي (کونجۍ) را وغوښته. زه همدلته د عرب په کور کې پاتې
شوم. هغه ته په کتلو سره څه را یادېدل. د هغه څېره آشنا نظر ته راتله. خو
ما په دې توره څېره کوم آشنا یار یا دوست نه درلود؛ نو دا څوک وه؟؟؟
ولې افغانستان ته ځې؟
بیا هماغه خپل پټ قوت را په کې ویښ شو، حافظه مې روښانه شوه، ناڅاپه هرڅه
را یاد شول:
هغه پنځه شپږ مېاشتې دمخه قونسلګرۍ ته را غلی وه. او د افغانستان ویزه یې
غوښتله.
زه خپل دفتر کې ناست وم، چې د ویزې له برخې یې تیلفون را وکړ. ویې وېل، چې
یو سړی راغلی، دوی ته اشتباهي برېښي! پښتو باندې سم ږغېږي. اردو یې هم له
پنجابیو کمه نه ده؛ خو اشتباهي برېښي! دا پاکستانی نه دی! ما ووېل را ویې
لېږئ.
دی چې دفتر ته را ننوت، له حال احوال وروسته، ما په اردو ژبه دوه درې
پوښتنې ترې وکړې. کتل مې، چې دی اردو ژبه کې زما استاد دی! اردو یې داسې
وه، چې خبره نه په کې کېده. بیا مې څو پوښتنې ترې وکړې:
فراهي: ولې افغانستان ته ځې؟
عرب: بزنس او کار و بار لپاره!
فراهي: پاکستانی شناختي کارت دې راوړی؟
عرب: نه، اوس را سره نشته.
فراهي: تاسو شناختي کارت راوړی شئ؟
عرب: اوکې، شناختی کاډ (کارت) به راوړم!
دا خبره یې وکړه او بیا لکه پیری زما له مخې پورته شو او له دفتره تېز ووت.
بیا رانغی. ما هم سر ورپسې ونه خوږاوه. له هغې درې څلور ورځې وروسته،
هاشمزی راغی. هغه په ظاهره د خبریال په توګه فعال وه، چې بیا تېرو کلونو
کې، د تورخم-پېښور پر لاره ووژل شو. هغه ډېر معلومات لرل. له ټولو سره کښته
پورته کېده. هم یې حکومت سره پېژندل، هم ای اس ای سره او هم یې طالبانو او
حزب اسلامي سره لیده کاته لرل. هغه ښه باخبره او بلد سړی وه او ما به هم
کومک ورسره کاوه. هغه به هم معلومات سي ډی کړي راوړل. هغه ووېل، چې داسې یو
سړی- د هغه عرب نښې یې ووېلې- نه دی درته راغلی؟ هغه یو عرب دی!
ما وېل نه دی راغلی! هغه ووېل، هغه داسې او هسې څېره لري، او هغه عرب او
بیا القاعده دی.
ددغه عرب عکس او پاسپورت تر پایه ماسره هلته پاتې شول؛ خو بیا قونسلګرۍ ته
را ښکاره نه شو.
ښایي پاسپورت او عکس به یې اوس هم په قونسلګرۍ کې وي. زه دلته په داسې حال
کې پوه شوم، چې دا همغه څوک وه، چې قونسلګرۍ ته د افغانستان ویزې پسې راغلی
وه. خو اوس وخت بل وه. ځای هم بل وه. زه هم په بل وضعیت کې وم.
زه اوس دده په لاس کې وم. اوس زموږ موقفونه بدل شوي وه. زه نه قونسل وم، نه
اسلام آباد کې برحاله سفیر! ده هم کابل ته د بزنس سفر لپاره د ویزې غوښتنه
نه کړه.
دوه ورځې ورسره وم. خو نه پوهېدم، چې اوس به څه غواړي؟ اوس به له ما سره څه
کړي؟
هغه یو جوړه زاړه کالي راکړل. یو جمپرک یې هم را کړ. دوې ورځې وروسته وه،
چې د ولچک کلي راورسېده. په بل سهار یې بیا زه له دې سیمې وخوځولم.
عرب د سپکو سپورو نه وه. بد رد یې نه وېل. وچ، منضبط، کلک، په خبره ولاړ،
او د مافوق امر ته تابع سړی وه. ډار یې نه پېژانده. د خپل ارمان په خاطر تر
هرڅه تېر وه. په هېڅ کار نه وه بند. هم د جنګ سړی وه، هم یې د انجنیرۍ او
ډاکترۍ په کارونو ذهن او لاس رسېدل او هم یې په نجارۍ سم سر خلاصېده.
دوی په هره برخه کې روزل شوي وه، خو هېڅوک یې په پلانونو، کړنلارو او
هدفونو نشول پوهېدلای. ددوی خبرې، حرکات، اجراآت...هر څه په حساب وه. دوی
ور سپارل شوي کارونه په ډېره ځیرکۍ او په خفا کې تر سره کول.
پسه دې حلال کړی؟
زما د بند په دې ټوله موده کې، چې تر دوه کلونو
او دوو مېاشتو پورې اوږده شوه، پرته له یوه مستنطقه، بل یوه یې کنځله او
سپکه سپوره نه ده را ته وېلې. هغه مستنطق غوښتل پر ما رواني او ذهني فشار
واچوي او خبره را نه واخلي. مستنطق په شکنجو کې را ته ووېل:
پسه دې حلال کړی؟
ما وېل: نه!
مستنطق قصه شروع کړه:
«پسه چې حلال کړې، نو د نفس تر پوره وتلو پورې یې ټوله غوښه رېږدي! زه به
تا داسې د پسه په شان حلال کړم! بیا به دې اولادونه وېډیو ګوري او درباندې
به ژاړي...ښځه دې هم ځوانه ده!!! بیا به بل مېړه وکړي!!!
دې خبرو زه ډېر وځورولم او ډېر یې وکړولم. خو خدای تېره کړه. اوس شکر باسم.
|