کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې 

 

 

دریېمه برخه

اووه لس بندیخانې

د عربو اصلي مرکز ته یې چې ورسولم، بیا خوراک او څښاک بیخي بدل شول. مېوې به یې هم راکولې. داسې څه یې راباندې خوړل، چې دلته یې نشم خوړلای.

زه د اسارت په ټوله موده کې، هغوی په پوره اووه لسو ځایونو کې بندي ساتلی یم. چېرې درې ورځې، چېرې څو مېاشتې؛ خو د ما د صحت غم یې هم خوړ. دوا یې هم را باندې خوړه. ما خو د زړه تکلیف درلود، ځکه یې احتیاط را سره کاوه؛ هغوی غټ پلان درلود او په دې راز هیڅوک نه پوهېدل!!!

د شکنجو پر مهال، په هرو اوو اتو ورځو کې یې یو سطل اوبه د غسل لپاره راکولې. په دغو اوبو کې به یې د میکروبونو ضد دوا اچولې وه. د ملاریا ټابلیت یې هم مخکې له مخکې راباندې وخوړل، ځکه جنوبي وزیرستان کې ملاریا ډېره وه. ویټامین به یې هم راکول. داسې تور تور کپسول وه. د فشار او درد ګولۍ یې هم را کولې؛ خو وچ کلک به راته ولاړ ول، څو ما به ګولۍ وخوړلې.

 

د خالد ډرېور کیسه 

خالد واده کړی وه. دوه کوچنیان یې وه. مشره یې لور وه، چې هغه وخت به د شپږ، اوو کلونو  وه او کشر یې زوی وه، چې کال یې لا نه وه شوی.

خالد سربېره پردې چې زما لپاره یو ښه ډریور وه. دا شان کور کې به هم بوخت وه او قونسلګرۍ کې یې هم د دفتر کارونه را سره کول. د شپې تر دولس بجو پورې به حیات آباد کې، زما کور کې را سره وه. بیا به خپل کور ته ولاړ. هغه هم حیات آباد کې اوسېده.

په قوم محمدزی وه، خو د اوسېدلو ځای یې د مزار خوا وه. خالد زما پخواني دوست محمد صابر خروټي را په ګوتو کړی وه. هغه له ۲۰۰۳ کال را په هیسته له ماسره وه، او بیخي لکه ورور داسې راته شوی وه. پوره د اعتماد او انډیوالۍ سړی وه. اوس یې کورنۍ کابل کې اوسي. بچیان یې په مکتبو کې بوخت دي، او د کور او بچیانو سره یې مرسته کوم.

د فراهي دوست[1] د خالد د مرګ حادثې په اړه وایي:

«خالد لکه، چې د پاکستان حکومت مؤظف نفر- پروتوکول افیسر یا بل هغه نفر، چې حکومتونه یې د دیپلوماتانو کارونو لپاره مؤظفوي- ته په مبایل زنګ واهه، چې دا ستاسو فوجي لباسه کسان موږ سره داسې چلند کوي! خو خبر نه و چې دا فوجیان نه دي!

خالد صادق او پاک زړی وه، په دې پټو لوبو خبر نه وه. هماغه وه، چې له زنګ وهلو سره، هغوی- د تښتونې ټیم- خالد ځای پر ځای وویشت. فراهي صاحب هم فکر وکړ، چې هسې د مرمۍ هوایي ډزې دي، چې دا کسان یې د خلکو تیت او پرک کولو لپاره کوي!

عجب بې جوړې ځوان وه. پخوا ما نه پېژانده. یوه ورځ ما یوه بل دوست ته ووېل، چې فراهي صاحب ډریور په کار لري. هغه دا خالد وښود. وېې وېل راویې غواړئ، خبرې ورسره وکړئ.

خالد هوښیار هلک وه. ډېر تېز هوشه، او په خبره پوه ځوان وه. ژر یې امتحان ورکړ او پوره اعتمادي شو.

هغه د ډریورۍ ترڅنګ نور کارونه هم کول. فراهي کور او دفتر ته راغلي کسان یې یو یوه پېژندل. هغه به د خلکو کارونه مخته وړل.

اوس مې سترګو کې ګرځي: ډېر یو پاک او شیک ځوان وه. کورنۍ یې هم حیات آباد کې اوسېدله. له سهار وختي د شپې تر ناوخته-تر هغو چې فراهي صاحب به بیدیده- له ده سره به وه. ټول کارونه یې په خپل لاس کول.

وروسته بیا خالد زما ښه آشنا شو. هغه حیاناک هلک وه. خپلې خبرې یې مخامخ فراهي صاحب ته نه کړې، ما سره به یې د زړه خبره شریکه کړه.

هغه وخت چې فراهي اسلام آباد کې سفیر مقررېده، ده ما سره د خپل زړه خبره شریکه کړه. وېل یې اسلام آباد ته نشي تللای. خپله کورنۍ دلته یوازې نشم پرېښولای!

هغه به خدای ښه پوهېږي دېرش یا تر هغه د ټیټ عمر وه. یوه لور او یو زوی یې درلود، چې ډېر ورباندې ګران وه.

فراهي صاحب چې خبر شو، ویې وېل، چې اسلام آباد کې یې د لوی ځای درک کړی، هغه کور کې اضافي کوټې شته، خالد ته هلته ځای ورکوم. دا زما اعتمادي کس دی، او دا چېرې دلته پرېږدم!

خالد به تل وېل، چې د اوږدو سفرونو د ډریورۍ نه دی. وېل به یې چې اوږده سفر کې یې خوب وړي!

بیا رښتیا داسې شول: یوځل چې فراهي صاحب او دی د اسلام آباده او پېښور په لاره وه. خالد موټر چلاوه. نو اکوړې خټک ته په رسېدلو سره، په خالد داسې خوبولی حالت راغی، موټر یې له کنټروله ووت او مخامخ د څنګ په سمټي جدولونو ور واوښت؛ خو عجیبه دا شوې وه، چې له دې اوړېدلو سره د موټر څلور واړه ټېرونه، یو ځای وچاودل، او دې پېښې سره موټر ځای پر ځای ودرېد، کنه مخکې یې لویه کنده وه.

اوس خو نشته، خو یو بې جوړې انسان وه! په مازې اشاره د کار په سر او بر تر پایه پوهېده. د فراهي صاحب ښه لاس ورباندې سبک وه.  

 

له جنوبي وزیرستان څخه یې هم روان کړم

د شناخته عرب- هغه چې قونسلګرۍ کې یې د پاکستاني په نامه د افغانستان ویزه غوښته- په کور کې درې ورځې بند او تړلی پروت وم، چې بیا له پېښوره د ولچک کلي را ورسېده. ولچک یې خلاص کړل. بیا د یوه پنجابي او د دریو پښتنو یوې تازه ډلې، له ځان سره وخوځولم. ددغې ډلې مشر یو عرب وه، چې د «یوسف» په مستعار نوم مې پېژانده.

سهار وخته یې لاسونه را ولچک او پښې یې په زنځیرانو را وتړلې. په سترګو  یې توره پټه را تاو کړه او د پاسه یې توره کڅوړه هم زما پر سر را کش کړه او بیا یې لنډ کروزر موټر څټ ته ور واچولم. مخامخ راته پاکستانی وسله وال ناست وه. عرب په دویم سیټ کې ناست وه او موټر ته یې حرکت ورکړ.

لنډکروزر په خامه ځمکه روان وه، خو ماته دښته معلومېده. څه باندې دوه ساعته به موټر روان وه. چا لاره کې ونه درولو. هغوی هم نه سره ږغېدل. عجبه ټینګ انضباط یې درلود. هر کار یې په حساب وه. هغوی په ټینګه د خپلو اصولو پیروي کوله. خوراک، څښاک، عبادت، ږغېدل، برخورد، ناسته پاسته، امنیتي ځیرکتیا، هرڅه یې په شمار تر سره کېدل. تا به وېل، چې اتومات ماشینان دي، او داسې عیار شوي.

رښتیا، د لنډکروزر څټ ته یې چې کښینولم؛ نو عرب په انګلیسي راته وویل، چې آرام به کښېنې او خپل ږغ به نه باسې!

 

په نامعلوم تونل کې زما ناپایه سفر

زه دا وخت دومره پوه شوم، چې دوی دوه ګروپه خلک دي. یو یې د مولوي فقیر ګروپ دی او بل د عربانو (القاعدې) ګروپ دی؛ خو دواړه سره یوه خوله او یو لاس وه. د مولوي فقیر کسانو له عربانو سره کار کاوه. خو زه د خپل را روان سرنوشت څخه هېڅ خبر نه وم، یوه خبره مې وانه ورېده چې څه به راسره کېږي، کورنۍ به مې په څه حال وي؟ ماشومان به مې څه غمونه او دردونه تېروي او دا زما په اړه څه روان دي؟

ما دا غمونه په خپل ولچک او زولانه کړي وجود کې له ځانه سره کشول! په دې هېڅ نه پوهېدم. دا د عربانو له خوا ټینګ لګېدلی انضباط او سختي وه، چې ما هېڅ معلومات ترلاسه نه کړل. هغه وطني اشنا کس هم نور دوی را څخه جلا کړ او ورځ تر بلې پوهېدم، چې زما ژوند په یوه داسې تونل کې ننوتلو ته ورته دی، چې پر له پسې سختو تیارو، سختیو، کړاونو ته ما ننباسي او ددې نامعلومه تونل پای هېڅ نه را معلومېږي.

 

دلته لکه پاچا داسې وم!!!

دوه ساعته وروسته-وخت تخمیني ښیم، ځکه ما سره ساعت نه وه. سترګې مې هم پټې وې، خو حدس وهم دوه ساعته وروسته- د همدغې دښتې منځ کې، چېرې یې دننه کړم او هلته یې له ډبرو د یوې جوړې چاردیوالۍ منځ کې راکوز کړم. داسې یو نظر- هغه هم هغه وخت چې دا د سر کڅوړه لږ لرې شوه، ما فضا او آسمان ولیدل.

لېرې ونې معلومېدې، چې ما حدس وواهه هلته به کلی وي. خو دلته وچ بیابان وه. زه یې اوس ډبرینې چاردیوالۍ ته دننه کړی وم. منځ کې درې څلور کوټې وې. پر چتو یې لرګي را پراته وه. د چاردیوالۍ کونج کې یو وطني تشناب وه. د هغه منځ کې د غټو موټرانو له ټيرونو جوړه غټه او لوړه د اوبو ذخیره ولاړه وه.

دلته پنځه شپږ کسو، چې زیاتره یې وزیرستاني، یو په کې پنجابی او یو په کې له دېره اسمعیل خان څخه وه، پر ما پهره او ګزمه کوله.

لمونځ په جماعت وه. دا لومړی ځل وه، چې دوی زه ځان سره پر جماعت لمونځ کولو ته پرېښوولم. ډوډۍ خوړلو وخت کې یې هم ځان سره پرېښوولم. اته شپې دلته وم. هر رنګه چې وه، دې اتو شپو ورځو کې زه یو څه آزاد وم، او که را وروسته سختیو ته وګورم، نو هغو شپو ورځو کې ډېر آزاد وم، دا وخت لکه پاچا داسې وم. ځکه وروسته داسې ژوند را باندې تریخ شو، چې په خوب مې هم نشو لیدلایِ؛ خدای دی بني بشر ورڅخه ساتي!

د دوی نومونه مستعار وه، ځکه ما هم سر نه پسې خوږاوه، چې څه نومونه یې دي؟ خو بیا هم د دوی امنیتي مشر هماغه «یوسف» عرب وه.

ما دوی ته خپل تکلیف ویلی وه، چې فشار مې لوړ دی او د زړه تکلیف لرم. نو ښه وه ډېر تکلیف یې نه راکاوه. لاسونه یې را خلاصول. یوازې پښو کې به مې زنځیرونه ځان پسې کشول.

د زنځیرونو د کشولو جړقه جړقه ږغ، یوازینی ږغ وه، چې ما اورېده. نور نه د مرغه آواز وه، نه د سیند د اوبو، یا چینې، یا د شمال نرمه وږمه زموږ پر خوا راتله. بس ته به وایې، چې ټول ژوند بې ږغه شوی. حتا په هوا کې د زاڼو او مرغانو خېلونه او قررر، قررر ږغونه را څخه ورک وه...دلته زه له ټولو آوازونو بند شوی وم.

زه یې جلا خونه کې اچولی وم. هلته یې یو چریکي بستر راته ایښی وه. همداسې به په هغه بستره کې، چې جنګي سړیو لپاره وي، ننوتم او په ولچک لاسونو او زنځیر کړو پښو به لکه بې روحه ډبره پروت وم او خپل خدای به مې یاداوه. سخته را پېښه وه.

رښتیا پنجابي سره یوه راډیو وه. ما ترې خواهش وکړ، چې راکړه لږ خبرونه واورم. راډیو زما پام را غلطاوه. خو عرب راډیو هم راباندې بنده کړه.

بیا نو د راډیو له ږغه هم خلاص شوم. نه کوم سړي راباندې ږغ کاوه او نه مې د کوم بل زنده سر ږغ تر غوږه کېده. دا لا چېرې ده، اصلي سختۍ له دې وروسته وې؛ د هغو ټولو کیسه زما په زړه کې خوندي ده. هیچا سره مې نه ده شریکه کړې. دا درې څلور کلونه دې ته نه وم آماده، چې دا سختۍ چا ته په خوله راوړم یا بل څوک ورباندې خبر کړم؛ خو اوس پټ څه نه پرېږدم. ښه ده، چې حقیقت را ښکاره شي!

 

پاچاهي ولاړه!!!

یاره شپږ ورځې دلته راباندې وتلې وې، چې د دوی عرب مشر راغی؛ هماغه یوسف ښیم! یوسف دوی ته وګواښېده، چې ولې مو دی په جمعه او ډوډۍ خوړلو کې درسره ګډ کړی؟ له دې وروسته به یې ډوډۍ کوټې ته ور وړئ.

له دې وروسته به دوی خپله ډوډۍ جلا، دباندې سره یو ځای وخوړه. جمعه به یې سره په ګډه وکړه او بیا به له هغو څخه یو تن راته ما ته به یې جلا جمعه را کوله او زه به زنځیرونه په پښو په جمعه ورپسې ودرېدم.

ځانته وم. جلا وم. کومه جوړه مې نه درلوده. دا عجیبه پاچاهي وه. هغه پنځه شپږ تنه لکه امربره سپاهیان، عرب هم لکه تام الاختیاره امیر او پاچا او زه هم ددې جلا دنیا یوازینی مغضوب انسان او بنده داسې وم.

هی هی! د بندي زړه یوازې خدای ته معلوم وي. د بندي حال څوک نشي ویلای. بندي هغه څوک دی، چې نه د ژوند اختیار لري نه د مرګ. بس په خپلو غوښو او هډوکو کې بند پاتې دی، زړه یې د آزاد مرغه په شان لوړ آسمان او دنګو دنګو غرو پسې الوتنه غواړي؛ خو هغه د ځان هیڅ حق نه لري. هغه ملامت دی. هغه غلط دی. هغه مجرم دی. هغه په څلورو کتابونو کافر دی؛ نو هغه هیڅ نشي کولای.

عجیبه ده، په داسې شېبو کې د سړي غوږونه دومره تېزېږي، چې د هر شي ږغ اوري. زه ځان سره، یوازې، په هماغه تورتم کوټه کې پروت یم. بل هېڅ زنده جان را سره نشته. د دیوال له څټه د «ترپ، ترپ» ږغ راته. دا سیمه وال خلک وه، چې ددې چاردیوالۍ له څنګ سره پلي تېریدل. ما یو د خپل ناروغ زړه ږغ اورېده او یو دغه د پلو پښو د پلونو ترپ ترپ آواز، چې له دغه زړه چوونکي محل دباندې، ددیوال خوا کې تېرېدل.

کله به له درده او د زړه له سوزه خندا راغله. ما په داسې امام پسې اقتدا کوله، چې د خپل مقتدي لاسونه او پښې یې په زنځیرونو ور تړلي وه. هغه زه په حاضر ژوند کې تړلی وم، خو بیا خدای تعالی ته زما شفاعت دی کوي!؟

دلته ژوند را باندې ډېر تنګ شو. شپه ورځ کې یې یو ځل اودس ته پرېښوولم. نور نو په هماغه توده هوا کې، نه پکه، نه یوه کړکۍ چې د غرو او رغو تازه هوا راباندې ولګېږي. بس هم له انسانانو بندي وم، هم له تازه هوا، هم له غرونو او د آسمان له پاکې فضا خلاص وم او هم د سړي او پیري غږ او څېره را باندې حرام شوي وه.

یو ځل مې چې سترګې خلاصې شوې، مخامخ-سهیل ته- غر ښکارېده، لوڅ او سپيره غر وه. ختیځ خوا ته ونې ښکارېدې. خو لېرې، هلته به کلی وه. ژوند به وه. ماشومان به وه. زنانه به ول... هر چا به له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. خو زه...دلته بې کوره او بې کسه، له خپل حال او سرنوشته ناخبره، په زنځیرونو او زولنو کې بند پروت یم. شاوخوا هم د ډبرو دیوالونه راباندې را تاو شوي. نه څوک ږغ را باندې کړي او نه داسې څوک شته چې زه ږغ ورباندې وکړم! [1]

دلته بله دنیا وه. دا هسې جېل او هسې د ژوند دوره وه، چې ما په هیڅ کتاب او هیڅ داستان کې نه وه لوستې. 

 

ښه! ته مې خپل ورور بولې!!!

دوی ډوډۍ هم دلته پخوله. محلي خوراکونه، کله لوبیا، کله دال، کله بل شی. اوبه یې له بل ځایه راوړلې. دلته کوهي، یا څاه نه وه. محافظین به بدلیدل. دا صرف د مؤقت وخت لپاره ځای وه.

دقیق نشم ویلای: ځکه نه راډیو وه، نه تلویزیون، نه اخبار، نه جنتري او نه چا خبره را سره کوله او نه ما څه شی لیدلای یا اورېدلای شوای!

شاید لس یولس ورځې به دلته تېرې وې، چې ځوان عرب راغی. مازدیګر وه. زما لپاره یې د غاښونو برس او کریم راوړل. یو بوتل منرالي اوبه یې هم راته راوړې وې. ما په انګلیسي ورته ووېل:  

«های، هاو ار یو برادر؟ Hi, how are you brother?»

عرب له شک او یو ډول تمسخر نه په ډکه لهجه ووېل:

«هو؟ یو ټېل مي برادر. how, you tell me brother? »

ما ووېل: مسلمانان ټول سره وروڼه دي! عرب په تمسخر سره خبرې داسې ختمې کړې:

ښه ښه!

عرب زما سترګې ټینګې را وتړلې. هغه په اردو او پښتو سم ږغېده. خو ما سره یې په انګلیسي خبرې کولې. عرب وروسته په مجلسو کې کښېناسته. هغه اروپا کې هم اوسېدلی وه. هغه خوشخویه سړی وه. بیا په دا را وروسته دوو کلونو کې یې ما سره لږ لږ ټوکې، ټکالې هم کولې. بحث یې هم کاوه. نورو ته ټرېننګ هم ده ورکاوه.

هغه وچ، کلک عسکري خصلتونه او عادتونه درلودل. بس د خپل فکر او باور لپاره وچ تړلی بمب وه. د عقیدې لپاره ټولې دنیا سره جنګ او هر کار ته تیار ؤ. هغه د جنګ، حملې، محاصره کولو، سړي نیولو او تښتولو، وسلې استعمالولو، غټو وسلو کارولو او ډېرو نورو کارونو ماهر ؤ. هغه دغه محلي ځوانان په هر کار کې تربیه کول.

په همدې ورځ چې له عرب سره مې دا خبرې لرلې، هغه زما لاسونه ډېر ټینګ را ولچک کړل. پښې یې هم ښې په زنځیرانو را وتړلې. په سترګو یې توره پټه سخته را تاو کړه او بیا یې ښه ټینګه سره وتړله. بیا یې پر سر توره کڅوړه را واچوله. بیا یې راته په آرامو اعصابو او ټینګه لهجه ووېل:

«ډونټ وري، دس ایز جست فار یور سیفټي.  Don’t worry; this is just for your savety.»

بیا یې د لنډکروزر څټ ته ور پورته کړم او هلته یې کښېنولم. مخامخ راته د هغه وسله وال عسکر ناست وه. عرب منځ سیټ کې کښېناست.   

 

بیا مزل، خو چېرې؟؟؟

لاره کې زه ډېر وارخطا وم. خوله مې وچه وه. نه پوهېدم چېرته مې وړي؟ بیا یې لاره کې یو شی لاس کې را کړ: «دا خولې ته واچوه.» ژاوله غوندې شی وه. ما وېل، دا به د بې هوښۍ شی وي. خو خولې ته مې واچوله. رښتیا هم ساده ژاوله غوندې شی وه. خوله مې یو څه ورسره لمده شوه.

سم نه شم ویلای، ساعت، یو نیم ساعت به را باندې تېر شوی ؤ، چې ما احساس کړه، موټر مخ په لوړه خېژوي. لوړه هم کږه وږه وه. موټر تاوېده راتاوېده. یو ځای یې موټر ودراوه. زه په تړلو سترګو او بندو پښو او لاسونو څک غوږونه منتظر وم، چې کوم ځای دی؟ څه کېږي او بل څه را سره کوي؟

خدای خبر اوس به مې لاندې رغړوي. ډز به راباندې کوي. چا ته به مې په لاس ورکوي، بله داسې سزا به راکوي، چې په بني بشر نه وي راغلې؟؟؟

هیچا را ته حال نه وایه! هغه وخت را معلومه شوه، چې په بند کې تر بې سرنوشتۍ بل هېڅ شی سخت نه دی. دا تر مرګه سخته ده. خدای دې هر بنیادم له داسې حال او ورځې وساتي.

دا هماغه غر وه، چې دمخه مې د ډبرو له هغې چاردېوالۍ لیدلی وه. زه یې پلی وخوځولم. له پښو یې زنځیران را خلاص کړل. یو ځل به مې زړه ژړا په سر واخیست. وېل به مې: راځه ځان همداسې مخ کښته خوشې کړه!

بیا به خپل ماشومان را یاد شول! آه به مې له خولې ووت: «خدایه، بیا به خپل بچیان ووینم؟ بیا به یې په غېږ کې ونیسم؟؟؟» زړه مې را غټ کړ او یو څه صبر شوم.

همداسې مخ پورته تللو. هغوی همدا غوښتل او زه د هغوی ښکار کړی مرغه وم. زړه به مې وېل، چې خدای له دې عذابه خلاص کړی وای. همداسې مې له ځمکې کډه کړې وای.

آسمان ته به مې سترګې واوښتې او له اوښکو به راډکې شوې. ما لکه چې آسمان کې څوک یا څه شی لټول

بیا مې ځان سره لاحوله کړه او نور هم پورته روان شوم. زه ودرېدای نشوم. دا خلک ښه را معلوم وه. پوهېدم، چې تسلیم واوسم او پوره اطاعت یې وکړم.

رښتیا، له ما خو زور او وس تللی وه، په غره د ختلو کار مې په وس نه وه! زه دوو کسانو له بازوګانو نیولی او مخ پورته یې ټېل وهلم. زه هم سم ورسره روان وم. زما خو سترګې تړلې وې. له پاسه هم پر سر هغه توره غټه اوږده خولۍ په شان توره کڅوړه را کش کړې وه. ساه مې سمه نه وته. زړه مې درزېده. نامعلوم دردونه به په غړو را ګډ شول. زه ځان ته حیران وم، چې څرنګه داسې بد دردونه او غمونه زغمم.  

 

دلته کوم پاکستانی نه وه راسره!

لس دقیقې یې داسې له بازوګانو نیولی پورته په غره یا غونډۍ وخېژولم، بیا ځای ته ورسېدو. دا لکه چې د همدغه ټیټ غره سر وه! زما هماغه زړې جامې پر ځان او پلاستیکي چوټې (چپلکې) په پښو وې. 

زه یې دلته په دې څوکه کې، په یوه لویه کوټه ننویستم. وړاندې ولاړو، دې کوټې نه لوی ځای-انګړ- ته ووتو. مخامخ بله کوټه معلومېده. دې کوټې ته یې ننوېستم.

دا ډېره غټه کوټه وه. هوا هم ښه وه؛ سړه وه. دا لومړی ځل وه، چې زه یې سړې کوټې ته ننویستم. دې سره خوښ شوم. خو ژر په زړه بل غم را واورېد: دلته کوم پاکستانی نه وه راسره؛ دا خلک ټول عربان وه. لاره کې هم ټول عربان را سره وه. زړه مې پوه شو، چې نور نو د عربانو په لاسو کې لوېدلی یم؛ هېڅ خلاصی نشته!

تر دې وخته زه یوازې له هغه یوسف عرب سره بلد شوی وم. هغه په قد ټیټکی وه. وړوکی مخ یې وه. تورې سترګې، توره ږېره، خو مخ یې بل ډول وړوکی معلومېده (لا مې په مخ نه وه لیدلای، وروسته دا را معلومه شوه!. په ځان هم باندې وه. چاغ وه او خوشخویه ځوان، خدای ښه خبر، د اته دېرشو کلونو په عمر به وه.

دوی ټولو مستعار نومونه لرل. ځکه ما هم د هغوی په نومونو پسې ډېر سر نه خوږاوه. یوازې، د بڼې، څېرې، خبرو، چلند څخه مې هغوی پېژندل- هغه به هم که وروسته له وختو زما له سترګو د یوې شېبې لپاره توره پټاره لږ څه وښوېده، یا به هغوی په اشتباهي ډول له مخونو ماسکونه لېرې کړي وه! د عربانو عادي سپاهیان ژر ژر بدلېدل. خو یوسف تر ډېره ته او راته.

 


 

[1]  یاره عجیبه بې ږغه او بې بنیادمه دنیا راته جوړه وه. زه په ژوندینې له نورو انسانانو جلا شوی وم. په ژوندینې چا زما آه او درد او یا بل ږغ نه اورېده. زه له ژبه ورې خولې او فعالو غوږو سره ګونګ او کوڼ شوی وم.

یاره په دوزخ کې دې هم څوک داسې نه شي! ډېره را باندې درنه پرېوتې وه. زه بندي وم؛ خو د بندي حقونه هم دلته نه وه. بندي خو په معین جرم نیول کېږي. څارنوالي يې حکم د جلب ورکوي، پولیس یې نیسي، څارنوال یې اتهامنامه لولي او اخر کې قضا ورباندې فیصله کوي او فیصلې سره سم یا آزادېږي یا یې جېل ته اچوي.

بندي که له کورنۍ او دوستانو څخه جلا شوی، پولیس، څارنوال، قاضي، شاهدان خو ورسره ږغېږي. حد اقل دومره حق خو لري، چې پرځان لګېدلي تورونو څخه خبر شي. دا حق خو لري، چې خپل دلایل ووایي، او خپل زړه د قاضي او څارنوال په مخ کې تش کړي. خو دلته نه د قاضي بوی په چا لګېده، نه د امنیې پولیس یا کوم قانوني څارنوال.

 


 

[1]  د هغه دغوښتنې له مخې یې د نوم له راوړلو ډډه کوم.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۶                  سال  یــــــــــــازدهم                      اســـــد/سنبله        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی      ۱۶ اگست     ۲۰۱۵