سریزه
د زمان په ماشين کې له فراهي سره خوا په خوا
سفر
ددې انځور لپاره څو لنډ تعریفونه
دلته د یوه درد امانت ستېج ته راوتلی، ځان وایي، غږېږي،
نارې وهي، دردېږي، چېغې وهي او د انساني فکر له اوره شکایت کوي.
دلته د یوه روان د زخمونو، د غږونو تصویر خپل حجم ایښی او
ددغه درد مالک دی ښاغلي عبدالحالق فراهي.
او دلته د عبدالخالق فراهي د ذهن او روان پر هډوکو او غوښو
د لګېدلي اور رنګ، د کلمې پر ټټر سیوری غوړولی.
بیروني او دروني فضا یې
رڼه ورځ وه. هم ښار معلومېده، هم خلک، هم سړک او هم پولیس
او ترافیک...هر یو معلوم معلوم په خپل کار او په روزګار بوخت وه. هغه ته
ځان هم معلوم وه. دنده او کار یې هم معلوم ول. دا خبر یې هم اورېدلی وه، چې
د پېښور قنسلګرۍ له کرسۍ، اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د
سفارت کرسۍ ته لوړ شوی دی. خو اندېښمن ؤ. زړه یې پخپله چوپه ژبه څه ورته
وېل، چې ذهن نه پرې پوهېده.
ښکاره او پټ پېښور
پېښور د کار ځای دی. دغه ښار د پټو معاملو او سرګردانیو
ګرداب ګرځېدلی. د افغانستان د تاریخ د ورستیو څپرکو د پېښو تړون دلته شوی.
زموږ د مکتوب تاریخ مشهورې څېرې دلته اوسېدلې او پالل شوي دي.
خو پېښور چوپ دی. دا د ریکشو او کارخانو او نوې هډې ترمینځ
د سرو او نارنجي اوسپنو په فلزي او کاغذي ګلانو پوښل شوي راکټ بس موټرونو
او بېدریغه سورلۍ پورته کول او هارندونه یې هسې، د مخې د سر خبرې دي. دلته
د لویې لوبې لوبغاړي کله لوی کله واړه کېږي. دلته ګواکې د بخت پاڼې ټاپه
کېږي.
موږ ته سوله او جګړه، موږ ته د غلو دانو، ستروس او نورو
ګرمسیره میو، لبنیاتو، په چینایي او حتا اروپایي او امریکایي شکل، مارکونو
او بسته بندیو پوښل شویو صنعتي تولیداتو او د ژوند راز راز توکو تول او
ترازو دلته کېږي، چې بیا کله کابل بازارونه ورباندې ډنډ ولاړ وي او کله بیا
تورخم ورباندې بند وي او بیا وزارت خارجه وي او ارګ کې د ولس د رایي زړه،
خپل درد په څو شعاري ګواښونو سوړ کړي، خو ډز یې په پېښور، پڼډۍ، اسلام
اباد او نورو ښارونو کې له دېره افغان مهاجرو خېژي؛ هغو درجن درجن د پولیسو
تاڼو ته لوېږي! اوس همدا پېښور دی او له زرګونو یوه کیسه یې دلته زموږ د
کیسې د اتل په ژبه، دلته زموږ بوخته ګرځي.
خو له زرګونو یوه د فراهي کیسه
ښه فکر وکړئ، دا زمان یو ځل له ځان سره د زړه په حواس حس
کړئ! یو څوک چې پوره ۷۹۰ ورځې، چې په ساعتو یې واړوې، نېږدې ۱۹۰۰۰ ساعته او
په دقیقو هم ۱۱۳۸۰۰ دقیقې او نېږدې ۶۷ مېلیونه ثانیې...له هر راز آزادۍ
خلاص وي. نه د خبرو اجازه ولري، نه د څه اورېدلو، نه د چا د لیدلو، نه چا
ته د ځان ور ښکارولو!
یو داسې انسان، چې نه چا ته حال احوال لېږلای شي. نه پر چا
عرض او داد کولای شي. نه یې څوک د زړه اه او شکایت اوري... نه لدې خبر، چې
چېرې دی؟ چېرې یې بیایي؟ څه به ورسره کېږي؟ نو داسې بنیادم به مګم مرغه شي،
چې والوزي یا پیری، چې د داسې سرسختو پهره دارانو له لاسه ووځي او ځان پناه
کړي.
کولای شئ، دغه کسیه ییزه خاطره
په لسو ساعتونو کې له نظره تېر کړئ، خو دلته، په دغو شاوخوا شپېته زره کلمو
کې، د ۱۹۰۰۰ ساعتونو، ذهني، حسي، رواني او روحي شکنجې د درد لمبې پورته دي.
ددې کتاب د لیکلو کار له کومه شو؟ څرنګه زه دغې نندارې او
داسې نقاشۍ ته ورولوېدم؟
ښایي درې کاله دمخه، برنا کریمي ور وبللم او وې وېل، چې د
فراهي صاحب د زندان له خاطراتو ښه کتاب جوړولای شې؛ جالبې دي!
زما له دې کار سره خوښه وه. د اسیر فراهي هغه تصویري
کلیپونه را په زړه ؤ، چې دوه درې کاله دمخه به د افغانستان خصوصي
تلویزیونونو د هوا پر څپو خوشې کول او هغه به تکرار تکرار وېل، چې مجاهدین
ښه خلک دي، دده روغتیا خرابه ده، نو باید حکومت د هغوی غوښتنې ومني.
طبیعت مې داسې دی، چې انساني تراجیدي مې د ځان په لور
ورکاږي. وچ او جامد فکر رامنځته کړي «غمښار»، د انساني غضب له دوزخ اوره
راوتي انسان خبرې- ولو که په قوم، ژبه، باور او رنګ هرڅوک وي- زما د وجود
پر پایو زلزله را ګډوي. دداسې خبرو پر مهال زما ټول بیروني او دروني، حسي،
ذهني- رواني او حتا معنوي قابلیتونه را ویښېږي او پېښې له سره په خپل تل کې
په تجربه راته بدلېږي، حسي کېږي او هرڅه یې راته ژوندي برېښي.
ښاغلي کریمي سره مې (هو) کړه؛ خو د هغه نوره روزي د سیمه
ییزه اورګانونو خپلواکه اداره کې ختمه وه. د هغه پر ځای د لندن له اکادمیکو
زده کړو راغلی ځوان فرید ماموندزی، ددغې ادارې د پالیسۍ معین شو؛ خو هغه
بله ورځ د خاطراتو د کتاب خبره بیا راواخسته. او زه دې کارته انتظار ناست
وم.
عبدالخالق فراهي، چې دا مهال د سیمه ییزه اورګانونو د
خپلواکه ادارې لوی رییس مقرر شوی ؤ، زه وروغوښتلم او ورسره مې ومنله، چې
دغه درد ته به تابلو جوړوم؛ خو دواړه به ځانونه ورته سم وزګارو او ګوښه به
ورته کښېنو.
دا ګوښه ځای، وزیراکبرخان مېنه کې، د هغوی کور ؤ. ورځې هم
پنجشنبې وټاکل شوې او د بېلابېلو ناستو په پایله کې ددغې تابلو رنګونه
راوټوکېدل.
ابزار او زما دایمي ذهني بوخته
زما ابزار قلمونه او کتابچې وې او کله به هم د غږ د ثبت
کوچنی ماشین را سره په جیب کې ؤ. فراهي د امریکایي داکتر په مشوره، ډېر
مهال کېده، چې ځان له دغه ذهني- حسي برزخي حالته وېستلی ؤ؛ خو ما اړتیا
لرله، چې د هغه حسي، ذهني، رواني قابلیتونه داسې راویښ شي، چې زما د فن
حواس د هغه د ژور ذهني- رواني درد دارو وڅښي. او دې کار ته ما مازې پوښتنې
لرلې او په دې کار کې مې وس بر ؤ. دې سره د فراهي ټول سوزېدلی «ځان» را بهر
شو او ما هم پر کاغذ را نقش کړ.
له نن څخه دېرش کاله دمخه، کابل پوهنتون ژورنالیزم څانګه
کې، ارواښاد استاد کاظم اهنګ په یوه لکچر کې ووېل، چې د یوې موضوع د لیکلو
فرموله داسې ده، چې لومړی به لازم معلومات راټولوئ. بیا به یې کاږئ، بیا یې
څه وخت ګوښه کښېږدئ، بیا یې بېرته وګورئ او څرنګه چې غواړئ، خپله لیکنه له
سره ورغوئ او دې کار سره به تاسو له خپلې لیکنې خوښ واوسئ.
له بلې خوا زه د خپلې شخصي تجربې له مخې داسې انګېرم، چې
کله موضوع د لیکنې او پنځ لپاره غوره شوه، بیا ذهن د خیال د عنصر په مرسته،
ټول مهال پر موضوع بوخت وي. ددې خبرې ښه ثبوت ددغه لوی اثر میدان ته راوتل
دي.
دغې تابلو څرنګه شکل ونیوه؟
د ۱۳۹۱ کال د تلې مېاشتې (۲۰) مه وه. زه له وعدې سره سم،
سهار نهه بجې، وزیراکبرخان مېنې نهم سړک کې د فراهي کور وره سره، له موټره
کوز شوم. ساتونکو وڅارلم. پهره دار د کور ټینک ور وډباوه، له ها خوا وړه
(سترګو او خولې په اندازه) پولادي کړکۍ پرانستل شوه. یو غنم رنګی ږېره ور
سړی راښکاره شو او له حال پوښتلو وروسته یې زه کور ته دننه کړم. له دې
وروسته دغه ښاغلي به کور کې غږ کاوه« معلم صاحب آمده» او لږ ځنډ وروسته به
زه د مېلمنو خونې ته داخلېدم.
زما په لار کې ستونزې
د یوه کال بېلابېلو ناستو کې به زه له فراهي سره د زمان په
ماشین کې سپرېدم او د لیکنې له وخته نېږدې دوه کاله دمخه به رسېدم او هلته
مې د هغو دوه کلونو او دوه مېاشتو سوزنده شېبو زخمونه، دردونه او اهونه، د
پوښتنو او کنجکاوۍ په پنس او غیچۍ بېرته راسپړل، چې د ځانباوره انساني ذهن
سپېڅلي قهر کرلي او پاللي او پرې ایښي ؤ.
زما د نکلچي وس نه رسېده، چې وخت ور په یاد کړي یا سیمه او
ځای په یاد راوړي. ځکه چې هغه له فزیکي حواسو محروم شوی ؤ. د بند او اسارت
پر مهال، هغه په لاسو او پښو زنځیر او زولانه او په سترګو تړلی ؤ. آن دا چې
پر سترګو د را تاو کړې پټارې د پاسه به یې کله هم چادرۍ هم ور اغوسته.
له بلې خوا، له هغه څخه د ډېرو سختو، مفتشو او روزل شویو
جنګیالیو لخوا استنطاق کېده. ده د انګلیسي له ډیکشنرۍ او د قران شریف له
انګلیسي ژباړې پرته نور څه نه لیدل، نه اورېدل او نور هېڅ شی په یاد نه
ساتل؛ ځکه دا یې په خېر ؤ. همدا یې د امنیت لپاره غوره ؤ.
فراهي له ژوند، له خلاصېدو، له آزادېدلو او بل ځل له شخصت
جوړېدلو پوره ناهیلی ؤ. هغه د داسې مرګ په وره کې ناست ؤ، چې هره شېبه
ورغورځول کېده او هره شېبه مرګ ورباندې تازه کېده. نو په دومره لویه باېلنه
کې، ځای او زمان د هغه لپاره بیکاره- حتا اضافي اېسېدل.
له بله پلوه زه هم د جنایي فنونو څارګر او پلټونکی نه وم او
نه یم، چې داسې یو سوی انسان، په هغو شېبو کې په څټ کش کړم او هره شېبه یې
له زخمي خاطرو راونیسم، چې دا کوم ځای دی؟ دا څه وخت دی؟
هغه دومره ژوبل ؤ، چې حتا له ځان سره د مېاشتو مېاشتو اسیر
پاتې شوي ایراني بندي نوم یې په یاد نه راځي- تر دې دمه ما په دې طمعه
ساتي، چې د ایران د اقتصادي اتشه نوم به په یاد راوړي؛ خو نوره خبره چاپ ته
وتلې، د هغه نامه را یادول هم کتاب کې نه ځاېږي!
او وروستۍ خبره دا چې، زما مقصد د شېبو او مکانونو عکاسي نه
وه. زه په یوه چیغه پسې روان وم او دا چیغه مې ټوله واورېده او دلته مې دغه
د کلمو د عکسونو فلم ور څخه وپنځاوه.
نو هم زما کور اباد او هم دې د فراهي په ټول ژوند د آزادۍ،
ځانواکۍ، مینې او سوکالۍ د لمر پلوشې جوړې وي.
او تاسو یو یو دې هم، د آزادۍ، مینې او هوسایۍ د فصل
باغوانان واوسئ.
د کتاب ژبه
د ښاغلي فراهي له خولې د هغه د زندان د کیسو اورېدلو، او
بیا له سره د خپل خېال په قلمرو کې ددغو دردمنو چیغو د تصویري کولو او له
سره د متن په ژبه اړولو په ترڅ کې له ما خپله او د هغه ژبه هېره وه، دا
کیسې داسې شوې لکه زما خپله تجربه چې وي او دا به تاسو درانه لوستونکي د
لوستلو وخت کې مومئ.
وفا سمندر
نوره بیا |