کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې 

 

 

 

دویمه برخه

د القاعده په بند کې

هغوی القاعده او زه له خپل سرنوشته ناخبره

هغوی زه القاعده ته ورسپارلم. په دې هم لا نه وم پوه شوی. دا خبره یې هم په خوله نه راوړه. هغوی زما ټول حقونه را څخه اخیستي وه، حتا دا یې نه راته وېلې، چې وژني مې، دلته مې بند ته اچوي، بل ځای ته مې وړي، او داچې اخر به څه راسره کړي؟

فکر کوم دا تر مرګه هم درنه سزا ده، چې محکوم وګړی په ناخبرۍ کې وساتلای شي. هر وګړی، ولو که په ډېر لوی جرم هم تورن وي، حق لري، چې سرنوشت یې څه دی! څه ورسره کېږي او ولې ورسره کېږي؛ خو ما ته چا د خپل سرنوشت او خپلې سزا نه وېلې، او دا غم ټول پر ما را پروت وه.

یو خدای مې له حاله خبر وه. او زړه مې خدای ته په ژړا وه. خو په دې چاپېریال کې څوک نه وه، چې یوه خبره راسره وکړي، یو ږغ راباندې وکړي- ولو که تریخ ږغ وي، ولو که د محکومولو خبر وي...هیچا، هیڅ نه راته وېلې او دې زه په داسې اور کې سوځولم، چې بیان یې د ژبې په وس نه دی.

هغوی خواړه، اوبه راکول. هماسې په زنځیرونو تړلی به ښورېدم او څخېدم او خوراک او څښاک به مې کاوه؛ خو تشناب ته تللو وخت کې به یې زما له لاسونو زنځیرونه خلاصول او زه به په پښو کې کولپ کړو زنځیرونو سره تشناب ته دننه کېدم او خپل ضرورت به مې رفعه کاوه.

همېشه به په خونه کې یو له هغو څخه را سره وه. خو آه یې هم نه وېسته. ما هم نه شول پوښتلای. ګڼله مې، چې ښایي همداسې امر ورته شوی وي!

دلته، هغوی زه هماسې په زنځیرونو کې بند، څو ځله د کمرو مخې ته وغږولم او وېډیو یې را نه ثبت کړې.

زه مات شوی وم. د «نه!» وس نه وه را په کې. بس د هغوی خبره به مې د کمرې مخې ته تکراروله! په خوله کې راکړل شوې خبرې داسې وې: «زه په داسې حال کې یم او تاسې-مقصد حکومت، غټان، او رییس جمهور وه- مرسته وکړئ.» خو دا معلومه نه وه، چې د څه شي مرسته او زما د خلاصولو شرطونه څه شی دي، یا دا خلک څه غواړي؟ دا یوه خبره هم روښانه نه وه. خو وروسته بیا ډېر تربیه شوي او پروفیشنل خلک وه، هغوی به شمېرلې خبرې راباندې زده کولې او ما به بیا هماغه د ویډيو د کمرې په وړاندې تکرارولې.

 

درې شپې وروسته

ښایي درې درې نیمې بجې به وې، چې را پورته یې کړم. سترګې یې را وتړلې. هماغه پرادو موټر یې بیا راپسې راوستی وه. بیا یې د غوټې او بوجۍ په شان ډالې ته ور واچولم.

له ځانه او جهانه ناخبره! زړه کې به مې وېل: وه خدایه! زما په اولادونو به څه تېرېږي؟ آیا هغوی خبر شوي؟ زما په اړه به څه په راډیوګانو او تلویزیونونو کې وېل شوي وي؟ بچیان به مې څه غمونه راپسې کوي؟

دغه ذهني ګونګوسې په سړي باندې بد اور بلوي. او زه همداسې د پرادو موټر په تنګه ډاله کې، د ذهن په اورونو کې سوځېدم.

 

جم یا جمرود که کوم بل ځای؟؟؟

موټر روان وه. خدای خبر سهار شپږ اوه بجې به وې، چې «جم» یې وښیم که جمرود که کوم بل ځای...سم یاد ته نه راځي؛ بس له کارخانو ور ها خوا، چې «علاقه غیر» یې بولي؛ هلته بیا موټر په یوه مدرسه یا جومات ننوت. پرته له دغو مخپټو وسله بندو ځوانانو بل څوک را تر سترګو نه شول. زه یې په یوه فلزي، ستوغه او تنګه زینه کې پورته کړم. هغه هم داسې چې یوه له مخې کشولم او بل له څټه ټېل وهلم؛ په دې کې یې بام ته وخېژولم.

د پاکستان بامونو باندې ګرد چاپېره، نری دیوال را تاو شوی وي، دلته هم د ودانۍ سر یا بام داسې شوی وه؛ ځکه نو ما څه شی نشول لیدلای. ډېره راته سخته وه، چې سیمه دقیقه وپېژنم.

دلته یوه خونه وه. زه یې هغې ته دننه کړم. خونه کې دوه کټونه پراته وه. معلومېده، چې دا د اضافي شیانو ځای دی. بېلرونه، او نور زاړه شیان خونه کې ایښي یا هره خوا غورځول شوي پراته وه. خونې یوه وړوکې کړکۍ لرله. یوازې د ملا د آذان ږغ راته.

زه یې درې شپې دلته، هماسې په زنځیرونو کې بند وساتلم. دلته به هم یو له هغو څخه دننه په کوټه کې راسره وه. لمونځ مې هم ځانته کاوه. خو یو نفر به خامخا کوټه کې پر ما پهره ولاړ وه!

 

درې شپې له پښو په چت پورې تړلی

یوه ورځ چې ځانته، یوازې خدای ته په لمانځه ناست یم؛ درې تنه کوټې ته راننوتل. زړه مې له خدای سره وه، خو حواس مې ټول هغوی ته متوجه وه. غوږو داسې کار کاوه، چې تا به وېل د مېږي د پښو ږغ به هم واورم. هغوی لګیا شول. د چت په غټ تېر باندې یې څه شی تړل، دې کار سره د زنځیرونو شرنګی خوت.

زما هډونه زیږه شول، سړه خوله را باندې را پورته شوه. ما ګڼله، چې اعداموي مې!

زړه مې په درزا شو. لاسونه او پښې مې په پړکېدو شول. سخت ساړه د بدن په غړو راننوتل. باور وکړئ، چې په ژوند کې داسې نه یم شوی.

بس خولې راباندې راماتې وې او زه په خپلو خولو کې خیشت پیشت شوم. په بې وسۍ، بې وسۍ سره مې کلمه  وویله، ځان مې خدای ته حواله کړ.

ذهن کې دا خبرې را ګرځېدې، چې په دې زنځیرونو مې را ځړوي!

په غاړه د زنځیرونو را تاوولو، او بیا کښته ځړېدلو درد او سختۍ مې مخکې له مخکې حس کړې. رښتیا چې انسان له ډبرې سخت او تر ګل نازک دی!

لا له لمانځه خلاص نه وم! او هغوی خپل کار خلاصاوه.

سلام مې وګرځاوه. کتل مې، چې د چت په تېر کې یې، د موټر پنج بولټ رابر را ځړولی. هغوی د زنځیر یوه خوا په دغه ګردي مضبوط رابر ور ټینګه کړه او بل سر یې زما پښو کې بند کړ. او له دې شېبې زه داسې په چت پورې تړلې، په کټ کې پروت وم.

دا کار یې دلته د ما د راوړلو په لومړۍ شپه وکړ.

څوک پوهېږي! ښایي ورځې ورځې به له پښې سر په څېړۍ را ځوړند وم څو مې ساه له ټوک ټوک بدن څخه وځي او زه به ارام کېږم!

دا ډېر سخت ساعت وه! اټکل یې د چا په وس نه دی! د تا به وخت پوره نه وي او ساه به نه خېژي!

ساه به بدن کې بنده وي. د بدن وینه، ځووې او قطره قطره مایعات به ټول د سر، سینې، ستوني په لور راټولېږي. سترګې به رډې رډې راوځي، ساه به کوهي کې د لویدلي موجود په شان په سختې وځي. لاسونه به ځوړند د کوټې په غولي څخېږي. څه شی به لاس ته نه راځي. د بندې پښې د هډوکو تړکا به خېژي، خو دغو سر زورو جنګیالو به پښه همداسې ظالمانه په زنځیر پورې تړلې وي او فشار به در کوي.

ساعتونه ساعتونه په داسې ذهني دردونو کې اېشېدلم. خو نه مې ځمکې آه اورېده او نه آسمان!!!

زه ځان ته پاتې وم. ځان سره یوازې وم. زړو خاطرو ته به ولاړم. خو دغه دوزخي حالت به بېرته خپل دغه حاضر حالت ته راستون کړم.

درې شپې، داسې راباندې تېرې شوې؛ دلته زما د پښې زنځیر پورته په چت کې ټینګ وه او هره لحظه ددې وېره وه، چې په زنځیر مې کش کړي او له پښې مې را وځړوي او زه به خدای خبر څومره شېبې، یا څومره ساعتونه سر کښته پښې پورته، شټېږم او ساه به ورکوم!!! 

داسې درې شپې او درې ورځې زه لحظه لحظه د پښې په وسیله د پانسۍ کېدلو او اعدام په وېره کې وسوم. نور هغه پخوانی څوک نه وم پاتې. [1]

بیا یې زنځیرونه را خلاص کړل او لاسونو ته یې قید ولچک را واچاوه. ولچک یې کولپ کړل او کلۍ یې ځان سره پټه کړه. بیا یې د زرغون رنګې پراډو ډالې ته ور واچولم او دروازه یې راپسې کولپ کړه.

اوس به یې نو زه کله دغه د موټر د څټ فلزي صندوق ته او کله یوازې ځان، یوې چوپ او خاموشې کوټې ته وراچولم. ښه کیسه یې اوږده ده!

دا هم را باندې تېر شول! اوس یې چې د موټر ډالې ته اچولی یم. خو حالت مې هماغه شان دی، لکه دمخه پورې یې چې پښه راته په چت پورې زنځیر کړې وه. ښه اوس به یو څه له دې فضا راووځم![2]


 

 

[2] انسان د خدای خلیفه دی. انسان خلکو ته خواړه اوبه او نور شیان برابرولای شي.

انسان کولای شي، غرونه سوري او په لویو سیندونو پلونه وتړي.

انسان کولای شي، سپوږمۍ، ستوریو او کایناتو ته سفر وکړي؛ خو که یې ذهن په کږو لارو واوښت، بیا نورو انسانانو ته غم جوړوي.

زنځیرونه، زولنې، بندیخانې، سیاه چالونه، د دار تمبې، د جنګ له شمېره وتې وسلې، بمونه، واسکټونه ټول د انساني ذهن اختراعات او ابداعات دي.

یاره انساني عقل او پوهه هم عجیبه دوزخ دی. فلسفیان وایي «ضرورت د ایجاد مور دی!» بشر په خپل ټول خونړي تاریخ کې، د مخالفو انسانانو د کړولو او دردولو لپاره بد سامانونه جوړ کړي او لا یې هم جوړوي.

آدم او حوا نه بندیخانه پېژندل او نه زنځیر او زولنې، آټومي او نایتروجني بمونه او دا ډول شکنجې چې پر ما تېرې شوې؛ خو شیطان ته هم نه ور په زړه کېدې!

پخوانیو انسانانو د عقل له خوارۍ په سمڅو او غارونو کې ژوند کاوه، شنې پاڼې، او د ونو میوې یې خوړلې او بیا یې د کبانو او نورو وړو ژویو ښکار کاوه؛ خو نننی انسان چې ټوله ځمکه یې تسخیر کړې، عقل ورته دوزخ شوی.

عقل دومره ظالم دی، چې صاف ساده انسان یې وژونکی کړی. دا عقل دی، چې ځان راته «روا» او بل «ناروا» معرفي کوي. دا هم انساني عقل دی، چې انسان د انسان لپاره خطر جوړ شوی. نن ورځ ډېر عقل ډېر خطر جوړولای شي. وګورئ، آټوم بم څومره عصري عقل اختراع کړی. نورې ویجاړونکې وسلې هم له انساني عقله راوتلي او ډول ډول سزاګانې هم د عقلي ورزش په نتیجه کې رواج شوي.

انسان ته چې څه فکر-عقیدې ووېل، بیا په هېڅ هم بند نه دی. دا ماسکپوشه ځوان سړي همداسې وه. هغو د عقیدې جواز له ځان سره درلود.  همدا یې انساني عقل وه. او عقل غوندې ښایسته شی، هم د نورو انسانانو آزادي سلبوي، هم یې مال خوري او هم د ژوند الهي نعمت ور څخه اخلي!!!

ما ځان خدای تعالی ته وسپاره. پوهېدم، د ژوند سرچینه خدایي اراده ده او د ژوندو انسانانو لوی کار الهي ارادې ته غاړه ایښوول دي.

دا خبرې ماته ښې اېسېدې. بل څوک نه وه، چې د زړه دا دردونه او حالونه ورسره شریک کړم. پښه مې لا هماسې چت پورې زنځیر وه. له زنځیر سره د غوښې یا هډوکي یا زما د خیالاتو جنګ نه کېده. ما چیغې نه شوای وهلای. نارې وهل، مرسته غوښتل، رحم او کرم غوښتل د زنځیرونو اوسپنو او داسې بې پروا ساتونکو نه اورېدل؛ نو چوپ وم او په دې چوپتیا کې شېبه په شېبه خپل غمونه را تازه کېدل.

نه کېږي! بې غږه نه کېږي. سترګې پټولای شې، خو غږ در سره دی. دا چوپ غږ دی. یوازې ته پرې خبر یې او یوازې خپله یې اورې. دا حالت په ژبه نه بیانېږي. هېڅ کلمه دومره وس نه لري، چې پر ما را پېښ حالت بیان کړي. خو دا ظالمانه حالتونه پر ما تېر شول.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۴                  سال  یــــــــــــازدهم                      سرطان/اســـــد        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی       ۱۶  جولای     ۲۰۱۵