کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

یوولسمه برخه

درې مېاشتې په څاه کې!

 

زه یې دغه ځای ته درې ځله وړی او را وړی یم.

بیا یې چې درې مېاشتې زه له دې ځایه وړی او بل ځای پټ کړی وم، دوی دې ځای باندې کار کړی و! زه یې چې را وستم هماغه د غټ نیون څراغونو اتاق وه، خو څاه ته یې ور واچولم.

دا هغه ځای دی، چې څاه یې درلوده. دغه خاص ځای کې زه درې درې نیمې مېاشتې بند وساتل شوم، چې کیسه یې داسې ده:

زه یې دوه نیمې یا درې مېاشتې بل چېرې وساتلم- دې وخت کې دوی کار روان کړی وه. د واړه بلدوزر ږغ هم راته. دوی پخپله بیا لس دولس کسه وه. بس ماشینانو په شان یې کار کاوه. زوی یې مړ کړې، حیران وم ورته! نه یې ستړیا وه. نه دمه نیول وه او نه یې شکایت په خوله راوړ! ...بس په پټه خوله، د ماشین د پرزو په شان فعال وه او دومره لنډ  وخت کې یې داسې عجیبه ځای جوړ کړ، چې هېڅ عقل نه پرې رسېده.

 

په سوري ننوځه!

دا ځای داسې وه. چې خونې دوې لارې درلودې. یوه د وتلو او ننوتلو لاره وه. او بله لار یې، د خونې ها بل سر کې په دیوال کې په یوه ګرد سوري ور وصلېده.

ما ته یې امر وکړ، چې په سوري ور ننوځه!

زه ننوتم. سترګې تړلې، حال خراب، ذهن کار نه کوي. په ځان او په جهان په غوسه یم... زړه لکه د ماشوم د زړه په شان نازک شوی.

له سوري چې ننوتم. ما ته یې ووېل، لږ دې سترګې لوڅې کړه، چې لاره ووینې!

ګورم، چې مخې سره څاه ده. د څاه ګردچاپېره د ریګ وړې وړې بوجۍ ایښوول شوې وې.

کتل مې څاه کې یوه زینه ایښې، چې زه ور باندې کوز شم.

اوس نو دنیا را باندې څرخي. په مرګ خوشحاله یم؛ خو دې سخت زړو له مرګه هم لېرې ساتلم. دې سخت ظلم ډېر زور را کاوه.

بس امر دا وه، چې څاه ته کوز شم. او کوز شوم!

لاندې له څاه څخه بلې خونې ته ووتم. شاوخوا مې وکتل. زه تر ځمکې لاندې، د ځمکې په ګېډه کې، ولاړ وم.

زه تر ځمکې لاندې پټ وم. اصلاً ځمکه کې ښخ وم. یوه خوا هم لاره نه وه. نه مې د هوا له موجونو سره تماس وه او نه مې د ځمکې مخ لیده. زه په ځمکه کې پټ وم. نه څوک را باندې خبر وه او نه زما آه او فریاد چا اورېده!

سخت نا امېده شوم. له خدایه مې ګیله وشوه. چې وژنې مې نو ژر دا کار خلاص کړه!

زړه مې زخم وه. حواس سخت پرېشانه او ذهن ته څه نه راتلل. بس یو په انګلیسي ژبه ترجمه شوی قرآن شریف را سره وه.

ما وېل، چې دا هر څه پر دې ځمکه ووله او ځان خلاص کړه!

د ځمکې په تل کې بندیخانه! دا نو چا زغملای شوه. داسې بندیخانه به چا نه وي لیدلي؛ ما خو له چا نه وه اورېدلي. نه سرو روسانو دا چمونه کول او نه د اسراییلو دا چمونه زده وه!!!

ما نه ناخراشه فریاد پورته شوی وه. زما له اه او فریاد سره څه وشول!

ناڅاپه آرامه شوم. وېره ولاړه. تشویش ختم شو. بس ټول بدن، زړه، ذهن او حواس مې تسلیم او آرام شول.     

 

د ځمکې په ګېډه کې جېل

ښه یاد ته راځي: دې ځای ته خو یې دوه ځله راوستلم. درې څلور مېاشتو کې دا کار وشو. [1]

زه دې څاه کې یوازې وم. پخوا ایرانی دیپلومات هم دې مرکز یا هډه کې وه؛ خو هغه جلا ځای کې وه. زه دلته تر ځمکې لاندې، څاه ډوله خونه کې یوازې وم.

ددې ځای کیسه داسې ژر نه خلاصېږي!

څنګه یې تشریح کړم: ومې وېل، چې لومړی به یې په یوې خونې ننوېستې. بیا د خونې ها بل سر کې به چې په بله دروازه ننوتې، مخ سره غولي کې د څاه خوله راوتې وه. لاندې څاه کې به یوه عرب جنګیالی ولاړ وه. د څاه خوله د هغه له سر څخه لوړه وه. داسې ښکارېدل، چې څاه به درې متره ژوره وه. څاه کې زینه ایښې وه، زه به یې د هغې له لارې کوزولم.

لاندې بیا ددغې څاه په ډډه کې، بل غار یا سوړه وه. زه به یې په هغه ننوېستلم. ها خوا به چې ووتلم، یوه اوږده مستطیل ډوله خونه وه.

خونه چېرې! نه یې کړکۍ لرلې، نه دروازې، نه کومه دریڅه په کې تر سترګو کېده.  بس تا به وېل سپتیک یا (بدرفت) څاه ده. له دغې خونې یوازې یو پلاستیکي پایپ پورته وتلی وه. د هغې له لارې هوا تازه کېده؛ نور نو څلورو خواوو ته د  پخو سرو خښتو ډبل دېوالونه پورته شوي وه.

دیوالونه او هرڅه لامده وه. تازه جوړ شوي وه. زه هم ناروغ وم.

هغوی یو ترپال اوار کړی وه. د ترپال دپاسه یې کمپله غوړولې وه. د پاسه یې یو بالښت راته ایښی وه. بس دا مې ټول  ژوند او ټوله هستي وه.

د ورځې به یې ساعت نیم ساعت لمر ته وېستلم. تر هغه ځایه به یې په تړلو سترګو بیولم. هلته ګرد چاپېره ډبل ټوکر یا ترپال را تاو شوی وه.

له دې ترپالي چاردیوالۍ څخه ما یوازې د غرونو سرونه او څوکې لیدلې. هلته لېرې لېرې د غرونو وچ وچ تور سرونه ولاړ وه.

 


 

[1] دا چي زه د خپلو خاطراتو د روایت پر مهال، هغه بیا ځل په خپل ذهن او روان کې را ژوندۍ کوم؛ په دې خاطر د بیان طریقه توپیر مومي. او زه فکر کوم، چې د هغه دوران د ژوندي او رښتیني روایت، په خاطر دا یو رښتنی او حقیقي روش دی.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۴            سال  یــــــــــــازدهم                   فوس/جدی       ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         شانزدهم دسمبر    ۲۰۱۵