کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 

۱۴

 

 

 

۱۵

 

۱۶

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

څوارلسمه برخه

خپل کشمیر ته داخلېدل

 

د آزادۍ وږمه[1]

هغه وړاندې افغانستان دی!

سرحد ته رسېدلو ته لا شل دقیقې پاتې وې، چې سترګې یې را خلاصې کړې. او نور یې په دې نه څارلم، چې څه شي ته ګورم؟

قومندان د لاس په اشاره راته کړل:

«هغه وړاندې چې ګورې د افغانستان تاڼه ده.»

دا هغه لحظه وه، چې پاکستانیو طالب قومندانانو او ملیشې عسکرو په لاس سره یو بل ته سلام واچاوه او موږ وړاندې تېر شولو. بیا خوست ته را ورسېدو، په سبا یې کابل کې او ارګ کې د کرزي صاحب میلمه وم، نور نو د خدای تعالی په لطف او کرم پوره آزاد وم.[2] 

کرولا روانه وه او اوس ما په لوڅو سترګو هرڅه لیدل.

دا ځای بازارګی وه. دا وزیر او مسعود خلک کښته پورته کېدل. افغانان هم ښه ډېر لیدل کېدل، په تېره د پکتیا او خوست خلک مې ډېر سترګو ته شول.

په همدې کې وه، چې د افغانستان په بېرغ مې سترګې ولګېدې. وروسته له دوو کلونو او دوو مېاشتو ما د خپل هېواد درې رنګی بیرغ لیده. دیخوا پاکستانۍ تاڼه وه، او د پاکستان بیرغ پرې رپېده، ها خوا د افغانستان د سرحدي عسکرو پوسته وه او سور شین او تور بیرغ ورباندې رپېده.

پاکستاني طالب را ته ووېل:

«که پاکستانۍ تاڼې ږغ وکړ، ته به وایې زه د ګاومېښو تجار یم.»

ما وېل: سمه ده!

تاڼه دار لاس پورته کړ. دوی هم لاس ورته پورته کړ او نوره څه خبره مو ترمنځه ونشوه. دوی سره وسلې هم وې. خو چا څه ورته ونه وېل.

 

«وفادار»

اوس نو د افغانستان او پاکستان پولې ته را رسېدلی وم. ها خوا وزیر وه دا خوا ګوربز.

غلامخان باردر(بندر) باندې چې را تېر شوم، دیخوا یې یوه دوکان ته وروستم. دا یو خوار دوکان وه. هغه کې ارزانه خوراکي څيزونه، مړاوې او بیخونده مڼې، دوړو وهلي تاریخ تېر بسکیټ او داسې نور شیان ایښي وه. یو زوړ سپین ږیری سړی دوکان کې ناست وه. وېل یې، چې عمر یې د ۹۰ کلونو دی.

زه خو یې سهار درې بجې په موټر کې کښېنولی وم. توره چادري یې هم را پر سر کړې وه. دې خلکو ساعت په ساعت موټر بدلاوه، وېرېدل به چې چېرې چسپکي مین په موټر پورې څوک ونه نښلوي!

زه تر مازدیګره موټر کې وم. دغه خلک لکه چې د پیسو په حسابولو او نوټونو چک کولو لګیا وه، اخر شپږ میلیونه ډالر وه، وخت یې ډېر ونیوه. ما سره موټر کې یو عرب او یو پاکستانی پاتې وه. او موټر به یې موقع په موقع له یوه ځایه بل ځای ته تغیراوه.

ما ووېل چې ژر مې خوشې کړي او خپلو سړو ته مې وسپاري. خو پاکستاني طالبانو وېل، چې وفادار د حقاني سړی دی، او که دلته دې ور وسپارو، نه چې بیرته دې بو نه ځي. اوس نو دې دوکان کې د وفادار را رسېدلو ته په انتظار ناست وم.

سپین ږیری بابک په خلاصه تنډه زما هرکلی وکړ. نیم ساعت دغه دوکان کې وم. سپین ږیری اکا د خوراک او څښاک ست راته وکړ. هغه ووېل:

«اوبه څه شی دې زړه غواړي؟»

هغه بابک ما نه پېژني، چې زه څوک یم؟ چېرې وم؟ چا سره وم؟؟ ولې ورسره وم،؟؟ولې بندي او څنګه را خلاص شوم. بابک خبر نه ؤ، چې زه پاکستان کې د افغانستان مقرر شوی سفیر وم او بیا هماغه خاوره کې داسې را سره وشول؟؟؟

بابک په دې یوه خبره هم نه پوهېده. ښه سړی و. زه یې په بېځایه پوښتنو نه په تنګولم. اصلاً ددې نه وم، چې د نا آشنا کس پوښتنو ته ځواب ووایم!

زما بېړه وه، چې ژر له دې غلام خانه لېرې شم. ژر ځان ښه دننه خپلې خاورې ته ورسوم، چې بیا...

نه پوهېږم څرنګه مې خپله پوښتنه وکړه:

«بابا په قوم څوک یې؟»

د یوه قوم نوم یې واخیست. لکه چې وې وېل:«منګل!» زما زړه او ذهن پر ځای نه وه. هسې مې په دې عکس العمل سره خپله وارخطایي او اندېښنه پټوله.

منګل بابا د کور ست را ته وکړ. ما مننه وکړه. نیم ساعت وروسته مې د مازدیګر که ماښام لمونځ وکړ- وخت ته مې پام نه وه!

درېواړه پاکستاني طالبان، د پاتو پېسو را رسېدلو ته انتظار ناست وه.

په دې سخت انتظار او وارخطایۍ کې، د پېسو سړی را ورسېد. هغه «وفادار» نومېده.

پاکستانیو زموږ عکسونه واخیستل. وېډیو یې ثبت کړه او زه یې وفادار ته ور په لاس کړم.

بیا نور نو د افغانستان په خاوره کې وم. دلته یې زه «وفادار» ته ور سپارلی وم. دی مؤظف وه، چې ما له دوی څخه واخلي او خوست ته مې ورسوي!

وخت د ډېرو خبرو نه وه. یو ټکسي مو ونیو. روان شو. یو بل څوک هم کرایه کړي کرولا کې را سره کښېناست. لکه چې ددغه موټر خاوند وه. وفادار ته مې ووېل: ته مې یو ځای لیدلی یې؟

هغه سترګې راواړولې: «زه خو تا پېژنم. کورنۍ دې پېژنم. خامخا به دې چېرې لیدلی وم!»

ما ووېل:

- چېرته؟

- زه حقاني سره وم!

- ژوره کې؟

- باالکل، زه د قومندانانو شورا کې هلته وم.

وفادار، په رښتیا هم وفادار او اجتماعي سړی برېښېده. اوس سره کرولا کې ګډ را روان وو.

دا سوال راسره وه، چې د حقاني سړی دی، بله خوا مخه بدله نه کړي!!! نور نو ټینګ ماښام وه. ما ووېل: چېرې ځو؟

د وفادار ځواب داوه، چې د حاجي علی محمد کره ځو!

«حاجي علي محمد خوست کې اوسي. هغه لویه کورنۍ لري. مخور سړی او مشر دی. هغه زما مشر ورور سره، د ملي شورا په دېارلسمه دوره کې وکیل وه. موږ سره پېژندل.»

میرویس وراره مې، د خوست له خوا مخې ته راغی. زه د هغه په مبایل له رییس جمهور سره وږغېدم.

کرزی صاحب ډېر خوشحاله وه. ویې وېل، چې خوست والي ته یې په تیلفون ویلي، چې پولیس او امنیت ستا امنیت ونیسي.

ما ووېل: کرزی صاحب، زه د داسې چا کره اوسم، چې بل چا ته اړتیا نشته.

بیا کورنۍ، بچیانو او خپلوانو سره هم په نوبت نوبت د همدغه مبایل له لارې وږغېدم.

بیا د حاجي علي محمد کور ته را ورسېدو.

 

د حاجي علي محمد مېلمه پالنه

حاجي زما په ورتګ او لیدلو ډېر خوشحاله وه.

تشناب یې راته برابر کړی وه. له ځان تازه کولو وروسته یې نوې جامې، نوې لونګۍ، چوټې...هرڅه راته ایښي وه. ډېر عزت یې راکړ.

شپې ته د حاجي صاحب ټوله کورنۍ، څلوېښت، پنځوس کسان را ټول شوي وه. ډېره مکلفه ډوډۍ یې کړې وه.

په دې شپې تر ډېرې ناست وو. د شپې تر درې بجو پورې تیلفونونه وه او زه له خپلوانو، دوستانو او آشنایانو سره ږغېدم.

کرزي صاحب ووېل، چې سبا به دوې هلیکوپترې، له کمانډو عسکرو سره درشي او تاسو به راوخلي.

سهار بیا حاجي علي محمد په کور کې څلوېښت پنځوس کسه راټول وه. بیا یې ښه پوره سباناری برابر کړی وه. اوس نو د هلیکوپټرو پېلوټان او نور افسران هم را رسېدلي وه. موږ ټولو سباناری وکړ.

په ګډه مېدان هوایي خواته روان شوو. زما خسر انجنیر ضیا مجددي هم هیلکوپټر کې راغلی وه، هغه مېدان کې منتظر ؤ.

خسر ځکه بیا بیا یادوم، چې هغه زما د خلاصون لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وې. هغه ډېر کړېدلی وه. آن تر دې، چې ډستروګ (فلج) حمله هم پرې راغلې وه. د هغه د بدن یوه خوا دغې حملې وهلې وه. بیا کرزي صاحب هندوستان ته استولی وه، اوس یې صحت ښه وه.

هیلکوپټرو کې را سپاره شوو. کابل ته راورسېدو. یوه هیلکوپټر مخامخ ارګ په لور ولاړه. زه يې په ارګ کې کوز کړم.

رییس جمهور قصر نمبر دو ته راغی. هلته مو سره ولیدل. ډېر خوشحاله وه. د کرزي صاحب اوله جمله دا وه:

«ډېر ښه قوم لرې. فراه ته تللی وم، ټولو فرایانو د ستا د خلاصون غوښتنه لرله! هغوی وېل: «نور شی نه غواړو! مشر مو را خلاص کړه.»  

ما له کرزي صاحب نه مننه وکړه، چې زما د خلاصولو لپاره یې ډېر کارونه کړي وه.

 


 

[1]  زه چې عمر مې آزاد تېر کړی وه، ناڅاپه داسې له ژوند او آزادۍ محروم شوم. اوس نو پوه شوم، چې انسان یوازې په خوراک او څښاک ژوندی نه دی. د مصیبت، غم او درد ګټه دا ده، چې سړی د ژوند او آزادۍ په قدر پوهېږي!

انسان په آزادۍ ژوندی دی. خدای هر انسان ته آزادي ورکړې. هر انسان په آزاد فطرت پیدا دی. بندیخانې، زولنې، زنځیرونه ټول د انسانانو نفساني ذهنیاتو اختراعات کړي. خدای دا یو نه دي غوښتي؛ خو چې نفس سرکش شو، بیا یو بل ته بد بد فکرونه پالي، بیا یو بل سره دښمني پېلوي، یو بل ته دام ږدي، یو بل بندي کوي، محکومي، وژني، یا یې حلالوي!!!

زه دا دوه کاله او دوه مېاشتې- چې یو عالم عمر دی- او چې آزادي نه وي؛ نو لحظه لحظه یې دوزخ دی او ما دومره لحظې په داسې تیاره دوزخ کې ساه کښله؛ خو چې له رییس صاحب جمهور سره په تیلفون وږغېدم او د هغه ږغ مې واورېد؛ نو زړه کې مې یوه خوښي پیدا شوه...بیا همداسې وشول. دغو پاکستاني قومندانانو زه موټر کې کښېنولم. بیا یې په سرحد راواړولم.

خدای روح آزاد پیدا کړی، خدای هر روح په خپله بې قیده او شرطه مینه، پیداکوي، روزي، ساتي او بیرته خپل الهي سرنوشت ته ستنوي، ځکه نو آزادي د روح سرنوشت دی!

 

[2]  زه او کرزی صاحب له پخوا سره پېژنو. موږ زاړه ملګري او اشنایان یاستو. پلار یې چې ټولو د معین صاحب په نامه یاداوه، ټولو احترام ورته درلود. زموږ له پلرو پلرو سره ښه او نږدې مناسبات درلودل. بیا وروسته د هجرت وخت کې موږ ګرده په کوېټه کې اوسېدو. 

د کوټې مشران، زیاتره یې څه د حضرت صاحب په تنظیم کې وه، څه د سیاف په تنظیم کې وه، څه په حرکت کې وه یا بل تنظیم کې وه...اکثریت یې یوازې د لوژستیک او اسلحې په خاطر تنظیمونه انتخاب کړي وه.

موږ هلته قومي شوراګانې درلودې. زموږ د کورنۍ غټان؛ خو د ثور کمونستي انقلاب را ختم کړي وه، نو زه په کم عمر کې د خپل قوم مشر شوی وم. خو معین صاحب عبدالاحد خان کرزی، د خپلو خلکو مشر وه. داسې هر قوم که هغه محمدزي وه، که اسحقزي، که الکوزي وه که هر څوک، ټولو ملي-قومي ناستې درلودې.

په دې خاطر له تنظیمي جنګو یو څه بېغمه وه. تنظمي جنګونه به ډېری هلمند کې وه. زموږ خوا ته هم و؛ خو هغه د جمعیت او حزب او نورو ترمنځ وه. دغه تنظیمونه د قومي خلکو ضد وه.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۷            سال  یــــــــــــازدهم                 دلو      ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی       اول فبوری   ۲۰۱۶