کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 

۹

 

۱۰

 

۱۲

 

 

۱۳

 

 

۱۴

 

 

۱۵

 

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

څلوېښتم ګام

 

ځمکه د انسان د ښکار ځنګل

اه، نشوم موسیقار، چې په دومره نعرو کې سپینه مینه ګره لمبه شم!

لمبه شم او له ماشومتوبه را څخه ورک پلرني- خدایي کلي په لور خپله وجودي برخه والوزم!

آرام شم،

بې غږه او بېغمه شم!

او نور په ځمکې کې- چې د انساني ذهن تر ښکیلاک او زبېښاک لاندې، د انسان د ښکار په ځنګل بدله شوې- یوه انساني خبره، یو انساني کار او یو انساني فعل ترسره نکړم!؟

 

خپله محکمه:

آیا کولای شم، د یوه مقتول د کبر شناختې، عکس، یا لکړه باندې را ځړېدلي، د واده د اولې شپې د زري کمیس ریښکیو کې، د یوې ګلمخې خور او مور د وچو شویو چیغو له زبوم وهلې حافظې څخه ځان سلامت «تېر» کړم؟

آیا کولای شم، د وطن هره کونډه خور یا مور یا لور، په دې خبره «دنیا زما او ستا نه ده!» له خپلې مخې لېرې کړم؟

آیا کولای شم، د مثالي عدالت په تله کې د یتیم اوښکو په مقابل کې، د بنجاره نانځکه، یا هوایي پوکاڼه کښېږدم؟

آیا کولای شم، د شهید په نامه، له دولت څخه درې سوه روپۍ تقاعد واخلم؟

آیا کولای شم، د شهید په نامه حج ته ولاړ شم؟

آیا کولای شم، د خپل سورکفنه، سوزېدلي، او شنه اوښتي شهید د کبر په خاوره، د خپل ماشوم «نظر وچ» کړم؟

او آیا کولای شم، د خپل زوی، ورور، پلار د قتل په تور، خپله قاتل شم؟

که ځواب مې هو وي؛ نو بنیادم به وم؛ خو انسان به نه وم!

 

تاسو هم لاسونه را سره پورته کړئ!

زه له هر هغه انسان ورور او انسانې خور څخه په ټول ځان عذر غواړم، که دلته راغلې اندونه، نظرونه او بحثونه د خپل فکر، باور او دریځ خلاف انګیري!

زه دښمن نلرم. او هېڅوک پخپله دښمنۍ نه پېژنم؛ ولو که څوک وغواړي، له پاسه په سر پښه را کښېږدي!

بس په همدې ځای در څخه جلا کېږم:

خدای تعالی دی موږ د خپل عشق او رحمت په اقیانوس کې داسې ډوب کړي؛

چې پرته له بې قید او شرطه مینې او لورینې هېڅ احساس را پاتې نشي،

پرته له مینې کومه خبر په خوله رانشي،

پرته له مینې کوم کار مو له لاسه ونشي،

پرته له مینې په کومه خوا زموږ پښه ولاړه نشي،

پرته له مینې هېڅ فکر، تصور او خیال زموږ زړه او ذهن کې پیدا نشي: ګوندې که داسې د بل بدلولو عادت مو د تل لپاره ختم شي!

ټول ژوند الهي باران دی. نو د څه شي شکایت وکړم، په څه شي قضاوت وکړم!؟

نو ای لویه خدایه!

ای د عشق او رحمت بې شانه سمندره! زما اراده نه؛ بلکې په هر کار کې دې ستا اراده جاري شي.

 

یوڅلوېښتم ګام

من گٌنگ خوابدیده و عالم تمام کر

من عاجزم زگفتن و خلق از شنیدنش

شمس

دا ګام به په ګډه لیکو. خو زه تسلیم یم! دلته ستاسو ګام دی؛ نو بسم الله کړئ: (.................................)

 

د پای دمه

دا ددغه مزل د پای دمه ده. زه خاموشېږم؛ بېخي خپله خوله تړم. تاسو هم خپل شریف خاموش حالت خوندي ولرئ. دلته د غږ او رڼا ستورمزلی، په غیر شخصي ارادې سره غږ شیندي: هغه په تبتي راهب مشهور دی؛ خو په ظاهره ربازار تارز نومېږي، او د «رود پر غاړه پردي» شاعرانه کتاب کې خپل شاګرد ته د «حقیقي تسلیم» تر سرلیک لاندې، د غږ ژوندي ژوندي غشي اوروي:

حقیقتي تسلیم

«تسلیم، خدای ته د رسېدلو لار ده.»

«خدای ته د رسېدلو لار، خدای ته تسلیمېدل دي؛ په روح سره، پوره او بشپړ! داسې چې ستاسو ترمنځ هېڅ واقع ونشی!»

«تسلیم یوازینۍ لار ده! تل ځان د هغه پر مخ پرانستي لره، د هغه او د هغه د عشق په لور، او هرڅه چې کوي، باور پرې وکړه!»

«هغه وخت دې چې د حقیقي تسلیمېدلو هنر زده کړ، روح په رښتینې معنا سره، له خاورین معبد څخه وېستل کېږي، او مخ پورته، هغه ځای ته چې دمخه ورڅخه راغلی وه، لوړېږي.»

«یو ځل چې دروني ژوند درک کړې، بیرونی ژوند بیا غیر واقعي او ناڅیز، ډېر ناڅيز در معلومېږي.»

«ته د پروردګار سعادت ته لاره مومې...هغه وخت بیا په هرڅه کې او ټولو وجودونو کې، الهي هستي مشاهده کوې او همدا شان په ټولو پېښو کې د هغه مقصود پېژنې...»

«خو د هغه عشق هغسې ګوره، چې په ټولو وجودونو، ټولو قدرتونو، ټولو شخصیتونو، او آسمان کې ټولو خورو ورو شکلونو کې را څرګند شوی.»

«او هغه د ژوند څټ ته (له سترګو) پټ دی.»

« د تلپاتې نیکمرغۍ سرچینه، د ځان لیدل دي په ټولو کې.» 

«په داسې حال کې، چې د بشر ټول درد او رنځ، د ځان دننه د همدغۍ الهي هستۍ کشفول دي.»

«ښادي یوازې په ابدي کور کې موندل کېږي. او تر هغو چې ستا اصلي وجودي برخه، پرته له خدایه د بل څه په لټه کې وي، د خدای د اقلیم په لور به سفر ونه کړي؛ بلکې ددغې خاورینې دنیا په زنځیرونو کې به زنداني وي.»

نو «ته څه غواړې؟ له خدای سره په آزادۍ کې ژوند کول، یا د ځمکې په جېل کې وخت تېرول؟»

نوره نو دمه ده، دمه ده، دمه ده...!

 

برکت مو نصیب شه!

 

 

د بل بدلولو لړۍ په اړه د نورو نظرونه

بختیار تلاش:

دروند وفا صیب! ستاسو د دې لړۍ ټولې برخې مې په تاند کې لوستي دي، ډېر څه مې ترې زده کړل، ډېر داسې شیان چې ما یې په اړه تصور قدرې هم نه شو کولی، هغه مې ستاسو په دغو لیکنو کې درک او زده کړل.

قلم مو بې رنګه مه شه!

 

خوشحال کریمي:

ستر لیکوال او فیلسوف محمد انور وفا سمندر،

سمندر واقعا د فن سمندر او د سمندر فن دی. دی یو خاموش سمندر دی، چې په نا اشنا ژبه خبرې کوي. د ده خبرې د هغو خلکو لپاره دي، چې لا په ما فیها کې دي او دې نړۍ ته یې سترګې نه دي غړولې. دی د جادوګرانو، پیریانو او دېوانو په ژبه نه غږېږي، بلکې د هنر او فلسفې په ژبه غږېږي. د ده د لېکنو ژورې معناوې که څوک درک کړي، بې له شکه به یې یو ستر علمي او هنري کشف کړی وي. دی یو نا اشنا اتل او قهرمان دی. د ده لیکنې که نورو ژبو ته ترجمه شي، بې له شکه به د نوبل یا اوسکار نړېوالې جایزې و ګټلای شي.

ویاړو پر داسې لیکوالو، پوهانو او فیلسوفانو باندې.

 

محترم سمندر صیب، ستا دا سمندري فکر دې، الله نه محدودوي. امین

وخت ناوخت مې ګرداب کې ستا د زړه غږ لوستی، دا په حقیقت کې د هر ځوریدلي انسان د زړه غږ دی، خو دومره ده چې زموږ په ټولنه کې لا انسان دې کچې ته نه دی رسیدلی، چې په اسانۍ په دې غږ پوه شي... ستا هڅې د ستایلو دي، دا کار (کتاب چاپول) لوی ګام دی، خیر که اوس یې لږ خلک زړه ته کوز کړي، یو وخت به یوه لویه زمانه ستا د هر توري درناوی وکړي. انشاالله

ورور دې نوراجان بهیر

خوست - افغانستان

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۹                           سال دهم                          قوس          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی          اول دسمبر ۲۰۱۴