کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

اتم ګام                                           

«انسان باید کوښښ وکړي، چې د خپل ذهن او جسم بادار شي...  او له خپلو همنوعانو سره مهربانه او جوړ واوسي.»

 

تر بم ژورې کریغې

تر ګام اخیستلو دمخه، زما شخصي عذرونه!

زړه مې غواړي، له دغو کلمو ووځئ او ووځو!

غواړم، په دغه سنګي خط سره پل واخلو او اخر ځانونه د خالصې پوهې سمندرغاړو ته وباسو!

نو تاسو یې هم را سره ولولئ؛ خو پر ځان پورې یې مه تړئ.

ځکه چې زما لپاره ژبه، د نسبي پوهاوي وسیله ده.

دغه ژبه، په هر صورت یوازې کریغې جوړوي! او غواړم دا کریغې دومره اوچتې کړم، چې تر هر بل بم نه ژورې ولاړې شي او د اوږدو زمانو له ډبلو خیرو لاندې ویده «ځان» را ویښ کړي!

نو زه حق لرم، ته حق لرې او هغه حق لري، چې په خپلو تجربو سره، د ذهني واکمنۍ په ماڼۍ زلزله ګډه کړي، او زموږ او ستاسو د وجود دننه، خوداګاه برخه (روح) را ویښ شي

 او موږ ټوله لاره، ټوله مصافه د ځان دننه کشف او په مینه ګر، نڅاه ډوله حرکت سره وړاندې ووهو!

«چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي!

چا وېل چې په دریاب کې ګوهر نشته!؟» خو دا غوټې به د ځان دننه وهو؛ د وجود د کیهان سمندر دننه دی؛ خو چې دومره زړه را په کې پیدا شي!!!

اوس د خپل روان ګام خبره:

په ایډیالوجیک حکومت کې، د ذهني پاړوګړو، په تیغ بندیو سره، د فرد فردیت- ښه ده ووایم شخصیت- قصاص کېده او درګرده کېږي.

دلته آزاد انسانان، د ایدیالوجۍ په سرفو کې ذوب کېدل (او کېږي) او له هغوی (سازماني ډله، کتله، رمه، ګله او خېل) جوړېدل او جوړېږي!

دلته هرچا له خپلې خولې نفس کاږه، هرچا په خپله خوله خوړل او څښل کول، هر چا په خپله خوله خبرې کولې، هر څوک په خپلو پښو روان وه، هر چا په خپلو لاسونو بل له ستوني را نیوه او را نیسي یې...

خو دغه پښې او لاسونه، دغه سترګې او غوږونه، دغه خولې او ذهنونه او حتا احساسات، په مرموز ډول، د ایډیالوجۍ په (نو) او کولمو پورې تړلي ول.

او هلته په سر سر کې، یو ځانناخبره پاړوګر ناست ؤ! هغه فکر کاوه. هغه تصمیم نیوه. هغه امر ورکاوه!

همداسې، د مکتب په دوره کې، شرایطو ته په کتلو سره، ایډیالوجیو خپل سرتیري په چاکوګانو او بکسپنجو سنبال کړل؛ خو ما له دې شوقه چاکو ګرځاوه، چې همزولي مې ومني. همزولي را ته د نارینه په سترګه وګوري؛ خو د حزبونو د کارو بار لا نه وم.

ګوندیان له ورایه معلوم وه. د هغوی د هر یوه ډبل یا سلایي په شان نري بریتان ددې نښه وه، چې څوک دی او د چا د بدلولو لپاره ګوندي امر ته منتظر ولاړ دی؟

هغوی زورور وه. د مکتب او ادارې وس نه پرې رسېده.

بیا داود خان مېاشتنۍ آزموینې راووېستې، او د دوی تبلیغات لا په لمبو شول. یوه مکتب په «ارتجاع، امپریالیزم، فیوډال، ملک، سي ای یې، امریکا...» اور بلاوه. بل سازمان په «سور استعمار، کمونیزم، شوروي، کاجې بې...» بل د څه شي، بل د څه شي مړي له کبرو را وېستل او شرمول!

د خولې شعارونه وه او په دې خاطر د ثانوي دورې هلکان، په ډله ییز ډول، د یو بل بدلولو ته ستراتیجۍ او تکتیکونه جوړول او هغې ورځې ته ور نېږدې کېدل، چې د سردار په لاسونو جوړ جمهوري نظام نسکور او د بدلون بیرغ په ارګ ورپوي. 

نور به دمه شم. تاسو دې نیمه نظرونو ته یو څه دمه شئ!

زما ټوله لیکنه دې ستاسو هر یوه له فردي تنوع او شخصیت څخه زار شي!

 

نهم ګام

«خدای مینه کوي، او د خپلو بې پروا مینه ګرو مینه کلکه ساتنه کوي. او ورو ورو هغوی د ځان په لور ور کاږي او جذبوي.»

 

د ایډیالوجۍ او بې ژونده باورونو جال

ژوند او عملي تجربې وښووله، چې ایډیالوجي ژوند هدف نیسي. ایډیالوجي ژوند دښمنه ده. ایډیالوجي د هر دا ډول قتل مسووله ده.

ایډیالوجي او وچ باور، ځانپرست او خودمحوره دي.

ایډیالوجي او بې ژونده باورونه، د حقیقت بت کول، د بت شوي لمانځل، دودول او عادت ګرځول دي.

دا په ظاهره پوهه، روڼتیا، عقل، منطق خو په معنا کې وچ باروت او سوزنده جهل دی.

دا د بل بندولو، زورولو او وژلو اخلاق دي. موږ د یو بل بدلولو په دوزخ کې، یو د بل په وینو سره پره ولاړ یو او لاهم ځینې شته، چې باور لري، د بل بدلول؛ د سرنوشت اراده ده او باید ټول استعدادونه، اختراعات، وسلې، ښکاره او پټ امکانات، د بت-باور په مزدورۍ او برده ګۍ کې وي.

 

موږ د عادتونو مریان

یوه ورځ خبره را نه ټولګي کې خطا شوه. د رخصتۍ له زنګ سره، خپل ټولیګوال غلام حضرت-وروسته د څارندویو افسر شو او په غلام حضرت پخپلسر مشهور شو- ګوښې ته کړم. ګېډه یې را لوڅه کړه. وېل یې «باخبر چې ما څو چاکوګان خوړلي! چې بیا دې زه ولیدم، صنف کې نېغ نېغ نشي؛ له ما به ځان ساتې!!!» په دې ورځې پوه شوم، چې د چاکو ګرځولو او چاکو وهلو د کار سړی نه یم. بس د لاندې کلا آصف ته، چې سترګه یې د باروتو په اورلوبه کې له لاسه ورکړې وه؛ ورکړ او هغه یې پیسې د مکتب په کتابونو را خلاصې کړې. څو ورځې په احتیاط ګرځېدم؛ خو ورو ورو مې عادت بدل شو، او پوه شوم، چې زه ښه وم؛ نو ټول ښه دي!

د چاکو عادت مې پرېښود. داسې هر عادت بدلېدای شي.

فکر، دریځ، چلند، ډول، جامې هرڅه داسې دي.

سنګار او د څېرې، وېښتانو لرل او نه لرل او ډولونه یې ټول داسې دی.

کورنی ژوند، د کورونو ډول، د کورونو مهندسي، لارې، ګودرونه، سړکونه، باغونه، میله ځایونه، ورزشونه، راشه درشې، جشنونه او نمانځغونډې، د برکت ځایونه او سړي، او څېزونه،

ادبیات او موسیقي...دا ټول ځکه راباندې ښه لګېږي، چې ورسره عادت شوي یو.

دغه سپېڅلي پلرونو راکړي، او خپله د هغو له مینځه، اصله او اصالته نه خبر یو او نه څه شخصي تجربه ورڅخه لرو.

 

ژوند د ماشومانو دی

«ماشومان که د مشرق یا د مغرب دي- د ژړا او د خندا انداز یې یو دی» ساېل

لږ ځانونه ماشومانو سره مقایسه کړئ. ګورئ، هغوی نه موږ په شان خواړه خوري، نه هسې جامې اغوندي، نه هسې راشه درشه پالي، نه هسې احساسات ښیي، نه زموږ له خبرو، او عقلي- منطقي بحثونو خوند اخلي او نه زموږ د سپېڅلو عادونو او څیزونو څه خیال ساتي!!!

ماشومان پټ پاچایان دي.

هغوی په زړونو دومره شتمن او ماړه دي، چې بې تخت او تاجه پاچاهي کوي.

هغوی ته پوړنده پیتاوی، د ویالې غاړه، دښته، د شتوتلو پټی، د خره د شاه سپرلۍ، منډې، ځغاستې، خنداوې...هرڅه د باچاهۍ بې شانه تختونه او تاجونه دي.

د ماشوم لپلره ټوله ځمکه د پاچاهۍ تخت دی.

ماشومان ژوند کوي؛ خو په هېڅ شي زړه نه تړي، په هېڅ شي عادت کېدل نه مني.

ماشومان په دومره خبرو نه خلاصېږي، نو تر بله ګامه به یو څه ساه واخلو!

په زړونو او زړورو خیالونو مو برکت اوسه!

 

لسم ګام

له دې کوڅې يې
څراغونه هدېرې ته وړي
کورونه قبرونه لري

ومان نیازی

د اسماعیل قصه داسې هم جوړېږي

اووه، اته کاله دمخه، چې ملي راډیو تلویزیون کې، د نجیب روشن د ریاست په زمانه کې، هلته په کار لګیا وم. یوه ورځ د تلویزیوني خبر په څانګه کې، په دې اورونو-انقلابونو غږېدلو، چې ارواښاد کبیر عمرزي دا کیسه میدان ته را واچوله او موږ یې ور باندې چوپ کړو:

هلمندی بابک، د کلي او تربرو پیغورونو تنګ کړ، او مخ په کابل یې را واچول.

بابک، له کابله مخ په ګردیز ور ولوید. ددغې کیسې «اسماعیل» یې، د حکومتي اردو په یوه اطرافي کنډک کې پیدا کړ. له دومره ستړیا وروسته یې لاسونه ورکړل، چې اسماعیل یې مچ کړي. شپه یې هم په قشله کې ور سره واړوله، خو په دې شرط چې کلي ته به ورسره ځي، او پلار به یې واده ورته کوي!

اسماعیل، له ټولي کنډک ته، له کنډه غونډ ته...همداسې د امرونو سلسله تکمیل کړه او له پلار سره، کلي ته د واده په رخصتۍ ولاړه.

سپین، یا غنمرنګی، ږیره خرېلی، ځوان وروسته له وختو کلي کې کښته شو.

چا پېژانده او چا نه پېژانده. خو کلي کې دا خبر لکه باد داسې تیت شو:

«خبر یاست که نه؟ پلار یې خپل ضابط اسماعیل زوی کلي ته را ورساوه!!!»

اسماعیل، یوه یوه همزولي ته کتل او اوبه کېده. ښه وه، اخر په کور کې له دومره سترګو ګوښه شو!

شپه شوه. ډوډۍ وخوړل شوه. ملا د لمانځه آذان وکړ. پلار خپل ضابط زوی، په ښایسته سپینو کالیو کې، په جومات را ننویست. له دې سره ټولو مخونه له آمام را واړول، او حکومتي ضابط ته یې کتل.

اسماعیل شرم نیولی وه، او ځان یې وروستي صف کې برابر کړ. ښه ؤ دې وخت کې قامت شروع شو او کلي ته راغلي ږیره خرېلي ځوان، په خوشحالۍ لاسونه د غوږو نرمیو ته ور پورته کړل.

جمعه خلاصه شوه. ځوان مسافر غوښتل، چې پورته شي له کلیوالو مشرانو او همزولو ځوانانو سره په غاړه ستړي مه شي وکړي؛ خو د قومندان پلار سړي پرې را تاو شول. اسماعیل یې  سوټ بوټ وتاړه. پلار چاړه را کښله او د سترګو په رپ کې یې ځان له دې غمه بېغمه کړ. یو شغغغغغغ شو او  د تکبیر نارې پورته شوې. دا کار د پلار قوماندان په دې خبرې سره ختم شو:

«جهاد باید له ځانه پېل شي!»

آه! لږ به ددغه زرغون درد له جاري اور سره چوپ شو.    

 

یوولسم ګام

«مه پرېږده، چې د نورو افکار، حتا زما...تا په حرکت راولي، او د هغوی په افکارو پسې مه ځه. ددې پر ځای خپل زړه ته غوږ اېښوول زده کړه. ژر به زده کړې، چې جسم او ذهن مو  په یوالي کې دي او هغه مهال له ټول ژوند سره یووالی درک کوې.»

 

زموږ «اسمعیل» خو خپلې مادي جامې (کالبوت) له لاسه ورکړې، خو روح الهي سپرغۍ ده. او دغه د غږ او رڼا د اقیانوس مسافر څاڅکی نه مري او نه یې څوک اسیرولای شي.

روح نه څوک بند ته اچولای شي او نه یې ژوبلولای شي.

نو زړونه باید ډاډه اوسي، چې الهي سپرغۍ به له اوږدو سرګرانیو، آزموېښتونو، او تجربو وروسته، د ځانپوه موجود په توګه، خپل آسماني کلي ته ستنېږي.  نو راځئ یوه شېبه ماشومانو غوندې له اندېښنو سپک شو.    

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۷                             سال دهم                             جواز            ۱۳۹۳  خورشیدی              اول جون  ۲۰۱۴