کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

دریېم ګام

«ټول د خدای تعالی په لور په سفر کې دي» تبتي راهب

 

بیا خپله پوښتنه را اخلم: آیا زړه مو را سره مني، چې هدیرې د بل بدلولو اند و باور جوړې کړي؟؟؟

یو څه به له شخصي تجربو در سره شریک کړم:

 

د خواجه صاحب لمونځ!

داودخان، د حکومتي زغروالو ټانکونو او د بګرام هوایي ډګر میګ الوتکو را چپه کړ، خو مکتبیانو ته خدای مظاهرې او مارشونه په لاس ورکړل.

د نویو، ځوانو رهبرانو نسل، د ګڼو مارشونو، ولوله ناکو بیانیو سرې وږمې، او د لور او بېل له وسلې سره، د ډول اټن ته د بزګرانو چپه او راسته اتڼونو او غاړو اچولو، موږ هم وتخنولو او د پلرو له «ښه کوه، بد مه کوه!» نصیحتونو،  د تل لپاره را جلا او دغې نوې لارې ته را واوښتو او ډېر ژر د انقلابي بیرغونو او شعارونو په جوش او خروش کې را تازه او  د مبارزې په میدان کې د «ګرم شه لا ګرم شه! یې د آزادۍ لمره، یې د نیکمرغۍ لمره...» سرود ته ودریدو.

نور نو تاریخ په منډه وه. بدلون راوستونکو معلمینو د «مادي برابرۍ» د بنسټګر خبره په وار وار را تکراروله، چې «انقلاب د تاریخ اورګاډي دی!»

اټکل کېده چې دوه درې کلونو کې به فیوډالي افغانستان، د «کور، ډوډۍ او کالي» د مساوات په جنت بدل شي! ځکه نو په همدې سره خوله نوې ځوانۍ کې، د زړو خانانو او ملکانو: لکه وکیل حفیظ الله امرخېل، او ملک عبدالظاهر، او خانداني ملایانو، لکه لوی خواجه صاحب له مخې بې سلامه تېرېدو. نور نو څوک ددې وه، چې دغو نیمچه ځوانو سازمانیانو ته د زړو وختونو خبره بیا را یاده کړي.

زموږ همزولي هم په عادت او په چلند رنګارنګ وه. د انقلاب په کار کې ځني تیز، ځنې پڅ او ځنې بیا ډېر تېز وه

هغه نمیچه دنګ ځوان، چې زه يې دلته صدیق نوموم؛ بیا ډېر تېز وه! ټوله ورځ یې په خان او په ملا او د کلي لوی خواجه پسې را اخیستې وه. بالاخره یې راپور ورکړ، چې «لوی خواجه اشرار دی

- څنګه؟

- ما په لمانځه ولیده!

لوی خواجه صاحب، د اګسا ادارې نامعلومو بندخونو ته ولوید؛ خو د یادې ادارې د وخت لومړی مرستیال، ډګرمن محمد یوسف امرخېل په امر، د صدارت له توقیفځي را خوشې شو او اوس هم لمونځونه ورکوي او خلکو او یوسف خان په خپلو دعاګانو کې یادوي.

دا بله یې هم واورئ:

 

خلقي کورتۍ

اوس نو غرونه او غارونه او لېرې ځنګلونه، د حکومت له کنتروله وتي وه. شپه شپه به د خزاندار عیسی خان له کلا لېرې، د موشکوش او سه صد و سه برد ټوپک یو نیم ډز او غرپ پورته کېده. زه به د میدان درې، د خزانه دار صاحب د کلا په برج کې ناست وم او مزدورانو او بزګرانو ته به مې زړه له غمه شین شین وه! ذهن کې به ځان سره لګیا وم، چې د ارتجاع دې کور وران شي، چې د فیوډالانو د سود او سلم د اقتصادي ظلم د بیا رواجېدلو لپاره بزګران داسې، غرو ته خېژوي او په ناپوهۍ کې یې د جنګ اور ته ور اچوي!

نور نو والیان، ولسوالان، رییسان او مدیران شوي معلمان، له کلاشینکوفونو سره ګرځېدل. مکتب هم تش لاسو مکتبیانو په ګزمو ساته! زه به هم د بزګرانو کورونو کې ډکو دسترخوانونو آوارېدلو، د هغوی د زامنو او لوڼو مکتبي کېدلو او په درې سوه درهمو واده کولو د فرهنګ د عامېدلو په امید، کلا کې پروت وم.

اخر یې د میدان مرکزي لیسې ته- چې اوس د ذکر الله شهید په نامه نومول شوې وه- د اردو یو  T 54 ټانک راوست او په دې پولادي جنګیالي یې، د شپې او ورځې لخوا مکتب ساته. د ورځې به سازماني مکتبیان په مټو باندې، د انضباطانو له سرې پټې سره، په مکتب ګرد را ګرځېدل؛ خو اصل زور د ټانک وه او قدر یې هغه وخت موږ ته معلوم شو، چې بله ورځ له لیسې وکوچېد! په سبا چې ورغلو، نو لیسه توره ایره شوې وه. چپړاسیانو ویل مولوي... په څو تنو اوربوز تړلو موږ وتړلو، بیا یې په لیسه تېل واچول، ګوګړ یې ور ولګاوه، او نور په خپله مخه پسې ولاړل.

لیسه راکډه شوه ميدان ښار ته. نور نو غرو ته ختلي ملایان او بزګران، په معلمانو پسې پټ پټ را کښته شول. نن شپه د ده په کور جنګ، سبا د هغه درمند سوزېدلی، نن پلانی مکتبی له کوره وېستل شوي، بل سبا یې د پلاني خان یا ملک زوی اګسا پلچرخي ته اچولی.

دې کې یې زموږ یو معلم، چې دلته یې زه د (دوست محمد) په نوم یادوم؛ له کوره ووېست. معلم چا ونه لید چې څرنګه، چا او په څه ډول قانون او طریقه محکمه کړ؟ موږ ته احوال راغی، چې معلم یې د کورتۍ د اوږده چپه ګردن په خاطر «خلقي» ثابت کړی او په همدې نغده ګناه یې تېږه پر سر ور اړولی!!!

له دې کیسو څخه نه غواړم چا ته د دار رسۍ یا د برآئت وثیقه جوړه کړم. خدای تعالی چې شته، د بنده ګۍ په حال کې «بنده» به د څه شي قضاوت وکولای شي؟؟؟[1]

څوک خبر دي، چې له جسمي مرګ وروسته به د معلم ورځ ښه وي، که د هغه، چې ورځ کې یې د نخاس په اندازه سړو پر ستونو، د خپل غضب چاړه را کشوله!؟

برکت یوسئ.

 

څلورم ګام

«ټولې طریقې پر خدای ور ختمېږي، نو مه وارخطا کېږه، چې بل نه غواړي خدای هغسې وویني، لکه ته یې چې وینې، یا ژوندی استاد ستا په سترګو نه ویني، یا دنیا ته په بل نظر ګوري... ټول د خدای په لور په سفر کې دي.»

بل بدلول له کومه را پیدا کېږي؟

دا کیسه له وړکتوبه را سره پېلېږي. له هغه وخته چې «ښه» او «بد» را پېژندل کېږي. اوس په دې باور یم، چې زه «ښه» روزل شوی یم، بل «بد»!

زموږ روزنه- فکر، باور، عادت، رسم او رواج- هرڅه ښه دي او د نورو بد دي.

زما «ښه» ما ته یا له پلرو او نیکو پاتې دي یا مې له معاصرو ایډیالوجیو او راز راز باورونو او مانیفسټونو څخه را قرض کړي او اوس مهال زه د داسې ښو بارکشوم، چې زما له فردیت سره بیګانه دي.

دا ځکه چې زما د فردیت په رګونو او اعضاو کې، د ټولنې او کتلې د فرهنګ له ارشیف څخه د یوه مړه کالبوت ذخیره کړې وینه را تزریق شوې.

دغه «ښه» او «بد» چې په ما کې ظاهر شوي، زما ذاتي ذایقې نه دي غوره کړي.

زما ښه له هیرو وختو را پاتې دي.

زه په ډېرو لرغونو ذهنتوکو ډک یم.

له ما د بل مرام ټوپک جوړ دی.

زړه چاړه، او زوړ د جنګ بیرغ، زما د اشغال شوي وجود په لاسونو کې، د یوه مړه کالبوت، د تزریق شوي فرهنګ، ننګ او ناموس دی.

 

زه په کبر کې کبروالا په ما کې

زه به اوس ځانته مټې را بډوهم. د پاسوالو، د شپني یا غرمني خوب په دمه کې په ځان ننوځم او تر څو مې «ځان» نه وي زېږېدلی، شی به ځان کې نه پرېږدم!  

څه بد خوب مې لیده! د بل پر ضد هره خبره، هر کار او هر اقدام را نه په خوب کې وشول. انسان په وینه ژوندی  دی او زه یې په پردۍ وینه چالان کړی وم!

زما او یوه زراعتي چرګ، زما او یوه فارمي خوسي، غوايي، آس...څه توپیر شته؛ دواړه د معاصرې انساني اګاهۍ مادي، حسي، ذهني او رواني «قدرت» او «شهرت» لوږې داسې مصنوعي مصنوعي، ډبل ډل او ځانناخبره میدان کې خوشې کړې یو.

هغه لرغونی، هغه د «عتیق» د زمانې، چې کبر کې پروت وه؛ مړ نه وه؛ مړ زه وم، چې د ژوند وینه را بدله شوې وه او د مړي خیالانونه را په کې په غورځو پرځو ول!

هغه ښه، چې ما یې بېرغونه او شعارونه وړل، ټول مړه وه! او زه د مړو نصیحتونو ته په بیګاره عادت شوی وم.

 

زما فکر که اوبه شوې ډبره!

په لوړه وایم: دا ډبرین تبرونه، مسي سکې، جوهر داره چړې، او د غرڅو په پوټکو خامک دوزي شوې د بخت او اقبال پیل او پای منترونه، زما له ماشوم وجود سره اړخ نه لګوي.

په ډاګه وایم: معاصره تکنالوجي هسې د مخې پرده ده؛ موږ اوس هم په ډبرو کې اخته یو! ځانته مو معاصر ډبر پیر جوړ کړی. ډبره زړه ده، د کبر نښه ده، ډبره زموږ فکر، اند او باور، رواج او عادت د زریزو لپاره ساتي.

ښایي زموږ فکر او ذهني ګاڼه اوبه شوې ډبره وي، چې د مغز د حجرو په بڼه استحاله شوي.

وګورئ، ډبره په زړه کلکه ده که زموږ فکر او مغزي متاع؟ ډبره چې وسله شي، نو یوازې د چا سر ماتولای شي، خو ذهن، چې باروت وپېژندل اوس اصلي ټولوژنې ته، د تخنیک او صنعت په لاسو دامونه جوړوي.

ذهن په ټولو قتلونو ککړ دی. د هر قتل څټ ته یو روزل شوی ذهن او باور ولاړ دی.

ذهن مو دومره په «ډبره» میېن دی، چې ډبره په هرڅه کې کاروو. حتا مېزونه او څوکۍ، د سپکې ارچې د لرګي پر ځای له ډبرو جوړوو. ډبره مو د مېز د سر ښایست دی.

کېدای شي یو ځل دا پوښتنه شخصي کړو، چې ولې ډیری څه له ډبرې جوړو او لوړې بیې په ډبرینو اجناسو ورکوو، لکه چې ذهن ډبره ده؛ خو د مغزو په شکل.

عجیبه ده! زه ددغو ښو، چې اوس را ته په باور او هرڅه بدل شوي، په اړه هېڅ شخصي انتخاب یا تجربه نه لرم.

ولې بل بدلوم؟

·        ځکه چې زه سپېڅلې بل ناولی دی،

·        ځکه چې زه اصیل بل کم اصل دی،

·        ځکه چې زه برحق او بل ناحقه دي،

·        ځکه چې زما فکر، نظر او عمل الهي امر دی، د بل د خنځیر او شیطان دی!!!

·        ځکه چې زه د پلرو په دود ځم او بل د خپل تللي پلار فکر-باور په ځان کې جوړ او دود کړی،

·        ځکه چې پلرو داسې نصحیت راته کړی،

·        ځکه چې زما په بل زړه خوږیږي،

·        ځکه چې زه جنتي، بل دوزخی دی،

·        ځکه چې زه متمدن، بل نامتمدنه دی،

·        ځکه چې بل را باندې ښه نه لګېږي،

·        ځکه چې د بل فکر، باور، رسم او عادت او هرڅه غلط دي!

·        او ځکه چې...

 

قتل د ډارنو هنر

اخر دا ولې؟ دا ولې؟؟ دا ولې؟؟؟

ځکه چې دروغجن شولو، خپل حقیقي مینه ګر خدای تعالی مو قهرجن معرفي کړ! نارې مو کړې، چې والله که یو هم پرېږدي! والله چې له سر او مال سره خو مو سره اور ته واچوي! والله چې...

اوس خپل غږ را منعکس شوی او پخپله د خپلې وېرې ښکار ګرځېدلي یو؛ ځکه نو بریت غټ غټ پرېږدو، تپانچه او کتاروزمې په ډډو را ځړو!

او د عکسونو- یادګارونو له لارې په راتلونکو نسلونو پاچاهي کوو!

لاړ شه، په بشري تدوین کړو، باورونو او نظریاتو یو نظر وکړه! یوه له خپل ذهني- رواني خدایګوټي زرلاسی مار جوړ کړی! بل ښکرور چهارپای په خپل معبد کې ایښی، بل بیا ځانته دومره ویرونکی دروني تصویر ترې جوړ کړی، چې د نامه په اخیستلو سره یې، ژامې کړپېږي!!!

دا له وړکتوبه ویرول شوي غټان دي، چې د خپل ماشوم هویت د له لاسه ورکولو په ماتم کې، خپل غچ له بل څخه د هغه د «اصلاح» کولو په نامه اخلي!!

دومره غټې خبرې سره به یو څه دمه شو: برکت یوسئ!


 

[1]  یادونه:

له ټولو هغو ځوانانو او مشرانو او همزولو څخه چې په یو ډول سره، له یادو شویو فکري-باوري لوریو سره ګډ حسي- عاطفي درد او تړاو لري، عذر غواړم او په ټینګه سره تکراروم، چې ددې کیسو له راوړلو څخه زما مقصد یوازې او یوازې زموږ د ګډ درد(د بل بدلولو تراجیدي) انځورول دي، چې افغانستان کې یې له میلیونونو وګړو ژوند، سلامتیا، شخصیت او خوشحالي اخستي ده او لا هم دغه دوزخ زموږ پر فردیت را چاپېر پروت دی.  

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۱۵      سال دهم           ثور             ۱۳۹۳  خورشیدی                اول می  ۲۰۱۴