کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

ماشوم د حقیقت خالصه څېره

ماشوم د حال زمانې اوسېدونکی دی. هغه ته حقیقت هره شېبه ژوندی دی.

ماشوم هستي او نیستي یوه ګڼي.

هغه ته ځمکه الهي باغستان دی، او آسمان په دغه باغستان را چاپیره کېږدۍ دی.

د ماشوم د سپین او خالص عقل په تله کې د ژوند پاچا، د ټول ژوند او ژوندو باغوان هم دی.

ماشوم چې د سرو زرو کانونو باندې ودروې، خو د هغه سترګې، حواس او زړه د بوډۍ په ټال کې الوزي را الوزي.

ماشوم زړه لرونکی دی او زړه په کې پاچا دی. هغه نه د نصیحتګر پلار کوي، نه د ملا او نه د هغه ډاکتر، چې راغلی او ورباندې د ایچ ای وی او ایچ ای څه شي واکسین لګوي.

ماشوم زړه ته تسلیم دی او زړه یې خدای ته پرایښی. تر ماشوم بل زړور نشته.

ماشوم ته د یوه پاچا کېدل او د بل باغواني، د اوبو په شان آسانه دي.

ماشوم ته ځمکه کور، آسمان یې چت، ستوري خدایي څراغونه او سپوږمۍ خدایي ناوې ښکاري.

او لمر د ژوند لوی باغوان ګڼي.

ماشوم ته دوزخ او جنت، د کور تنور او باغچه یو شان برېښي؛ فرق یې نه کوي.

ماشوم ته دغه شېبه رښتیا ده. هغه هر چېرې چې دی، هغه یې وطن، هغه یې جنت دی.

ماشوم ملائکې او ګاونډ باغ کې په خندا شنې پېغلې، یوه له بلې ورکې همزولې ګڼي.

ماشوم ژوند حلال ګڼي او له ټول ژوند سره مینه حلاله تر سره کوي.

ماشوم هرې څېرې، هر تفاوت، هر راز فکر-باور خاوند ته خاندي، هغه له هېچا نه وېرېږي؛ ځکه نو ماشوم د هېچا د بدلولو نېت او عمل نه تر سره کوي.

ځکه نو ماشوم له بنده آزاد دی.

ځکه نو د ماشوم وژل په هېڅ فکر او باور کې نه ځایېږي.

ماشوم ژوندی حقیقت دی؛ ځکه نو د حقیقت اولاد هم دی.

حقیقت یې پلار دی، مور یې دی، ژوند یې دی، شېبه او زمانه یې دی، حقیقت یې د سترګو او بڼو په شان دی، حقیقت یې د شاهرګ په شان دی.

حقیقت یې د سترګو تصویر دی، حقیقت یې د خولې غږ دی، حقیقت یې د اورېدلو آواز دی، حقیقت یې شېبه شېبه دی.

ماشوم همیشه په حقیقت کې دی.

ماشوم ته د کلي او کور دیوالونه، د هیوادونو پولې، د زندان پولادي دړې، پنجرې، ځنځیرونه او زولنې، او روزل شوي زندانبانان، ټول اضافي دي.

ماشوم موږ ته د دوه روپیو نه دی. دومره ساده ګي او بې پروایي یې، هېڅ فکر او فلسفه زموږ لویانو زړونو او فکرونو او حواسو ته نشي را کولای.

ماشومان دومره زړور دي، چې لویان شي؛ خو «لوی» دومره بې زړه دی، چې بیا هېڅکله نشي «ماشوم» کېدلای.

حقیقت د ماشوم هم عمری دی. ځکه په زړښت کې د ماشومتوب سهوې او خطاووې خوږې خوږې را یادوو او خپل مړه زړه ته، په دې خاطرو سره، سیروم ور تېرو.  

ماشوم د هستۍ په اندازه دی، او «زه- لوی» یوازې د ځان په اندازه!

ماشوم له هر ژوند او هر ژوندي سره ژوند کوي؛ ځکه بې زمانه دی؛ خو لوی هر بل ژوند ته له رسیو، چړو، تپانچو، لاسي بمونو او له اوره ډکو واسکټونو سره ولاړ دی، ځکه په عمر تنګ دی. لوی یوازې په خپل ذهن کې ژوندی دی. او نور ژوند ته مړ دی.

ماشوم ژوندی شخصیت دی؛ خو لوی! لکه په انتحار کې د الوتي بدن یو میلیون تیتې عضلې، هډوکې، غړي، نه ویلې ارزوګانې او نورې راز راز برخې!

آه! څومره را سره وسوزېدلې په دې سوزنده عکسونو، چې زموږ لویانو د سرنوشت په تابلو را ځړېږي![1]

لږ به د زړه په کور کې دمه شو!

لویه خدایه! لږ مو زړه را ماشوم کړې!

 

دولسم ګام

«د بل وګړي د آزادۍ له پېلېدلو سره، زموږ آزادي ودرېږي؛ دې ته د مسوولیت واټ واي.»

ماشوم مخ لوڅی حقیقت

د ماشوم سترګې، حواس او زړه په ژوند را ټول دي. هغه یوازې ژوند ویني، یوازې په ژوند پوهېږي، او یوازې ژوند کوي؛ ځکه خاندي، بې پروایي کوي، او که د مور د ټول عمر د سرو او سپینو غوټه په لاس ورشي، نو د دوه روپو په اشپلاق یې ورکوي.

ماشوم، انساني ذهن جوړ کړي شیان، په دوه روپیو سودا کوي.

ماشوم له حقیقت سره څنګ پر څنګ، خوا په خوا او حتا یو ځای اوسي. حقیقت سره لوړېږي، غوړېږې او د حقیقت د یوه بڅرکي په شان اوسي.

ماشوم ته حقیقت تک سپین او داسې دی؛ لکه د سهار ژېړی لمر،

لکه د تورې شپې سپینه سپوږمۍ،

لکه د سین شین شوړس،

لکه د ژرندې د ډبرینې میچنې ګرځنده حرکت،

لکه خپله خندا او ژړا یې،

لکه د مور مچه یې،

او لکه د ځمکې پر مخ، د ژوند میلیونونه رنګینې او متفاوتې څېرې.

د حضرت مسیح دا خبره بیا را په زړه شوه، «چې ماشوم نشې جنت به ونه وینې!»

ماشوم ژوندی دی، تر او تازه دی. ماشوم یو دی. ماشوم یوالی لري. ماشوم په ټول ځان او «یوه ځان» پوه دی او واحد ځان اوسي.

ماشوم ژوند کوي او لویان ژوند تېروي.

ماشوم «ژوند کول، ژوند باندې پوهېدل او ژوندی اوسېدل» یو ځای تر سره کوي. خو لویان یوازې د ژوند سېل او ننداره کوي!

ماشوم د ژوند کامله ننداره ده. ماشوم د حقیقت ژوندۍ نښه او څېره ده.

 ماشوم حقیقت حاضر ګڼي. ځکه چې ماشوم په هېڅ شي باور نه لري.

ماشوم حقیقت کې داسې حل دی، چې حتا ذهن کې یې نه ساتي. ماشوم د حقیقت اوسېدونکی دی.

او بالاخره: ماشوم مخ لوڅی حقیقت دی. 

ماشوم په ځان پوره دی. له پوهې، حافظې، عادته پاک دی.

ماشوم د هېڅ شي په اعتیاد اخته نه دی.

 

د قومندانانو د شورا فیصله

بالاخره پر شمال را خور جنرال په خودمختارۍ سره، د اسلامي انقلاب په خس او خاشاک مالامال سېل، د «ثور دموکراتیک انقلاب»، په وچه او خړو نیولې پلازمېنې را واوښت.

له دې سره، پر کابل را سپرې څلور واړه لارې خلاصې شوې. له پلچرخي، سنګ نوشته، کوتل تخت، او کاریز میره، کلیوالي ځوانان، چې کلونه کلونه یې، د کابل آرمان کاوه، ټول د «الله اکبر» له نعرو سره، آزادانه په کابل را ننوتل.

په کابل کې بېرغ بدل شو. دریشي پوشه وزیران، او رییسان په کورو کښېناستل، خو ځنې یې له پکول او پټو سره، د نویو فاتحانو مبارکۍ ته ورغلل. له راډیو افغانستانه د جواد غازیار، «مجاهد مجاهد...!» ترانه پورته شوه. پاکستانۍ څوارلس منی بوجۍ اوړه او پاکټي غوړي، منډویانو ته را ورسېدل. د کوپون مغازې بندې شوې. او آزاده موسیقي، تلویزیوني پروګرامونه، د ښځو عکسونه ، او عسکري دریشۍ بندې او له کابله ورکې شوې.

موږ کابل کې بند پاتې «کمونستي بقایا»، اوس د نویو فاتحانو تر شک لاندې، کلي ته ولاړو.

د مېدان درې، د چاریکې سیمې، د حزب اسلامي تر زرغون بېرغ لاندې ساه کښله. زما د مکتب دوری ټولګیوال، عبدالرقیب، اوس جهادي لوا مشر وه. غاړې مو سره ورکړې؛ خو زړونه مو سره ونه تخنېدل، خبرې مو سره وکړې؛ خو د کرکې، ځانپالنې، او فکر-باور دریځ، د ولیو مینځ کې مېږیان را خوشې کول.[2]

بله ورځ کلي ته د ملاکاکا له مرکز څخه مکتوب راغی. ضابط آمان، چې نصب دوسته مجاهد قومندان وه، خلک خبر کړل او په شپه شپه کې یې ټول، پټ په پټه په «قول» واړول او خوندي یې، کابل کې خپلو کورونو او کورنیو ته را ورسول او په دې توګه څوک د قومندانانو شورا ته په لاس ورنغلل.

د مکتوب محتویات:

جهادي قومندانانو شکایت کړی، چې له کابله راغلي کسان، سین کې لامبو وهي، وېښتان ږمنځوي، کورتۍ په اوږو اچوي، په پولو ګرځي...

وار دې دمې دی! ټول مکتوب به په بل ګام کې خلاصوو!

پر زړونو مو برکت شه!

 

دیارلسم ګام

«ځنې موارد دي، چې یوازې د څه وخت په تېرېدلو سره، هغه زده کولای شو.»

هارولد کلمپ

د قومندانانو د شورا تورونه:

له کابله راغلي دولتي مامورین، واړه منصبداران، عسکر، مکتبیان او پوهنتونیان، په دې ګناه تورن وه، چې د ماموریت او رسمي کار د وخت کورتۍ اغوندي، سیند کې لامبي، وېښتان ږمنځوي، د پټو په پولو ګرځي او بله یې دا چې کورتۍ په اوږو اچوي!

امیر او قومندان په پاڼه دستخط کړی وه، چې یاد یاغي باغي کسان راټول او د «ملاکاکا مرکز» ته ور وخېژوي، څو ددغو نارواو حساب ورڅخه واخیستل شي.

دا د بل د بدلولو د دوزخ یوه وړه او هېره کیسه ده، خو موږ او تاسو انقلاب او ایډیالوجۍ سوی نسل، په سلهاوو او زرهاوو داسې نورې کیسې او خاطرې په یاد لرو، چې د بل د بدلولو د کار دوزخي اتلانو، د آزادو او خپلواکو انسانانو په ژوند، آزادۍ او بالاخره د هغوی په سر او مال باندې څه راوړل!!

غزنیوال اجمل سلطاني، چې د بل بدلولو اورونو یې پلار په ځان لاهو کړی، کیسه کړي، چې غزني او اندړو کې یې ځنې کسان یوازې په دې جرم، چې جیب کې قلم ګرځاوه، د مرګ تیارو کندو ته ور غورځولي.

په هرحال د مجاهد او شهید آمان شخصي مېړانه وه، چې ټول روغ رمټ کابل ته را واوښتل او څه مهال د قومندانانو له شورا پټ شول.

د قوماندانانو د شورا غوښنه برخه، هغه ځوانان وه، چې همزولي یې زیاتره د پلرونو د عسکري او ملکي نوکریو او یا هم د مناسب کورني اقتصادي او اجتماعي حالت له مخې، د څو شپو په تمعه کابل ته کډه شول. د ارباب غریبداد په سرلشکرۍ، د بابا له غره را کوزو شویو موش کٌش او یازده ټکه ټوپکوالو وړه بلوا هسې پلمه شوه، او ټول میدان له حکومت څخه یاغي شو.

دې سره، د تاریخ د پاڼو په اوښتلو کې، د کابل په وجود، د ای اس ای د قوماندانۍ د «ستراتیجیکې ژورتیا» د نخشې له مخې، یوه په بله پسې زر چړې ننوتې.

په کابل د جنګ ځنګل را تاو شو.

په کابل کې لوږې انګولا کوله.

په کابل، د الله اکبر له نعرو سره، کتار کتار سکر بیست او سکر چهل را کوزېدل او په ګناهګارو او بیګناه ښاریانو یې خولې لګولې.

په حیرتانو کې، چې د نجیب په حکومت ټک وشو، نو د حکومت د غټ جنګي ماشین صاحب صلاحیت جنرالانو یوه خوا بله خوا لارې جوړې کړي او دې سره کابل غاړه کښېښوده او خپل ماتې خوړلي، منتظر با معاش و بې معاش مدافعان یې، په ټیټو سترګو بېرته کلیو ته ور پرېښوول.[3] اوس نو دور بدل وه! اوس نو خدای د مرمیو او بمونو په کړس او کړوس کې را لویو شویو جهادي قوماندانانو ته موقع په لاس ورکړې وه، چې د کمونستي حکومت د واک پر کلونو کې، د خپلې مرګ ژوبلې په هره پېښه کې، دغه ور په یاد شوي همزولي، چې د هغوی د خیال او تصور په دنیا کې به، ږیره خریلي او چنګ چنګ بریتونه د ټانک پر سرونو ګرځېدل، اوس په بیغمه زړه تصفیه کړي.

ددغو کابلي شویو همزولو ګناه دا وه، چې دموکراتیک نظام تر بیرغ لاندې یې زده کړې بشپړې کړې وې، مامورین او منصبداران شوي وه، له روس صفته حکومت څخه یې معاشونه او امتیازات اخیستل!

هغوی ږېرې خریلې، ښځې یې مخ لوڅې د خپلوانو ودونو او د غم او ښادیو محفلونو ته تللې راتللې، لوړانې او زامن یې د پخو تعمیرونو مکتبونو ته تلل راتلل.

او اصلي خبره داچې: د دوی کندوان او کورونه له روسي اوړو، غوړیو، زراعتي چرګانو او څه شي او څه شي ډک پک وه او کلي خوب او خوراک د میګ الوتکو د بمونو په ډم او ډوم کې کول. او اوس یې د دوه میلیونه شهیدانو...میلیونه معیوبانو، کونډو، رنډو تاوانونه غوښتل!!!

دا زلزله هم د مغلوبینو په سرونو او کورونو او مالونو تېره شوه! هر چا خپل کار وکاوه. څوک وژلي، څوک ټکولي، څوک یې د دوست او تربور تر مخې سپک او بې عزته کړي... خو د چا چې طالع برابرې وې، او د چا خبره عقل یې کار کاوه، نو د معاش په پس انداز یا مکروریانونو کې د خپل اپارتمان په نیمه بیعه خرڅولو سره یې ځانونه روسیې، هندوستان او تاجکستان او ځنو یې حتا آروپا او امریکا ته ورسول.

یوه دمه به واخلو!

 

څوارلسم ګام

«عشق یې بخښي، قدرت یې اخلي. »

 

لږ تر لږه دادی شاوخوا څلوېښت کلونه کېږي، چې پر افغانستان د بل بدلولو دوزخ سور اور بل دی.

دا اور موږ خپله بل کړی.

دا اور له هغې ورځې بل شوی، چې زما ذهن کې دې فکر ځای نیولی، چې زه غوره یم بل بدل دی.

دا اور لا ځکه پر موږ را ګډ دی، چې زه او زما فکر، چلند، اخلاق، رواج، دود-فرهنګ اصیل دي، د بل راته بدل او ناچله برېښي.

دلته که د کارګر او بزګر سور نظام راشي، که امریکې کې روزل شوې ډموکراسي،

دلته که خلافت ټینګ شي، یا ملتپال د قدرت پر آس سپاره شي،

نو بیا هم اور بل دی، ځکه چې موږ ځانونه، د خپل کړي اصولي فکر-باور، اخلاقو، فرهنګ او تمدن ځانګړي عسکر حسابو؛ نو د بل بدلول زموږ ورځنی کار او بار دی.  

 

لویان؛ د حقیقت کاغذي څېرې

حقیقت له ټول بشري عقل، تفکر، ایجاد او پاللو مشر او بر دی. او ماشومان د حقیقت په عمر دي. ځکه یې سترګې، لیده کاته، خنداوې، منډې او لوبې، د روح جنتي سرنوشت، د سړي مخې ته ږدي.

دا ژوندۍ الهي نښې دي او دغه خدایي نښې نه دي عادت شوي.

زموږ «ښه» د ماشوم سپین او له عقله وحشي ذهن ته لکه چرس او سره شراب داسې دي. او موږ هغوی په خپلو مقدسو  چرسو، بنګو، هیروینو او شرابو معتادوو.

آه! لکه، چې ټول عقل معتاد دی!؟

موږ ماشومان په را لوېولو سره، دومره په زوره په خپلو خبرو، ویناو، نصحیتونو او رواجونو عادت کوو، چې دا یې په یوازیني فکر، باور او چال چلند واوړي.

موږ له ځانه یوه تکرار دنیا پرېږدو.

موږ له ځانه تکرار انسانان پرېږدو.

زموږ ښه په ګل ګل ماشومانو کې متناسخ کېږي او دې سره د «نوي» ماشوم زوکړه، بیا بیا څټ ته غورځي.

موږ دومره تنګ نظره یو، چې ژوند ته د یوې بلې خبرې، یوه بل فکر-باور، یوه بل اخلاق او رسم او رواج اجازه نه ورکوو. موږ خپل بچیان، او خپلوان او د خېل او ټبر نسل په خپل تکرار بدلوو.

ځکه د زړو شیانو لپاره جنګېږو!

ځکه زړې حافظې را په کې حکومت کوي،

ځکه موږ د ژوند په خوند هېڅ نه پوهېږو؛

او دا ځکه، چې:

موږ ژوند نه کوو؛ بلکې ژوند تېروو!

ځکه نو هرڅه، چې خورو، نو مالګه یې پېریانو وړې. هرڅه چې څښو نو خوند یې نشته. هرڅه چې ګورو، نو زړه مو ورسره آرام نه مومي.

موږ هرڅه ګټو. هرڅه پیدا کوو. هر هر څه زیرمه کوو. خو ډاډ مو له زړه او ژونده ګډه کړې!

موږ څه شي پسې سرګردانه یو؟

یو څه به له زړه سره دمه واخلو!

ګوندې که زړونه او ذهنونه مو د حقیقت په اقیانونس کې یوه غوټه ووهي!

 


 

[1]  زه ډېری مهال د قصابۍ دوکان کې، ټوټه ټوټه ځوړند پسه، وزې... ته ګورم او د هغه د برخې برخې شوي بدن درد، په خپلو حواسو کې تجربه کوم. پسه د مخلوقاتو تر ټولو د شریف موجود د ذایقې هوس، شل برخې کړی: تنه په یوه چنګک، زړه او ځیګر په بل بل چنګک، لاسونه او پښې دباندې له کلې سره، د ګردې لرګینې غولې پر سر ایښي، او سترګې آسمان ته حېرانې نیولي: وای وای انسانه ته میوه خور وې، غوښه خور شوې!

دې ته په کتو سره، ښایي زه د خپلو ټوټه ټوټه اعصابو، افکارو، احساساتو، وېلو او نه وېلو عواطفو، رواني او دروني رنځونو...په پاشلي حالت ویر نیسم. ښایي ډېری نور غټان هم زما په شان پاشلی ذهني، رواني، عاطفی وضعیت ولري؛ ځکه د ژوند خوند را نه کډه کړې؛ ځکه نو د ماشومتوب د شوتلې او مالګې خوندونه په خوب هم نه وینو؛ ځکه نو بوتلي اوبه هم موږ ته د وېالې د خړو او ککړو اوبو خوند نشي راکولای!

 

[2]  زه له هیچا سره دعوه نه لرم. مثالونه هم چې راوړم، نه چا ته د ترفیع ورکولو او نه هم چا ته د څه سزا یا پیغور جوړولو لپاره دي. ځکه نو واقعي کرکټرونو ته مستعار نومونه کاروم. هیله ده له دې عذر سره ما ګرم ونه بولئ.

[3]  ددغې خبرې د سپینولو لپاره، د پاکستان د پوځي استخباراتو د رییس جنرال اختر عبدالرحمن کتاب «کابل باید بسوزد/کابل باید وسوزي» ولولئ

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۸                             سال دهم                             جواز            ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ جون  ۲۰۱۴