کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

اتلسم ګام

«خدای هغه څه دی، چې ته باور ولرې. هېڅ انسان د خدای د هستۍ په اړه تېروتنه نه کوي؛ خو یو انسان هم په سمه توګه نه پوهېږي، چې دده پېژندنه له خدای څخه څه شی ده؟ د خدای په اړه هېڅ راز او رمز نشته؛ خو داچې هغه، هغه څه دی، چې هر روح باور لري، چې واوسي. دا د خدای معما ده، ځکه نو ټول د خدای د لویوالی او عظمت په اړه د خپلې پېژندنې پر اساس، سره په شخړه او لانجه کې دي.» 

 

زه یم زمررررررررر...ی

علم په موږ کې ختم دی. پوهه او باور په موږ کې ختم دي.

اخلاق او شرافت په موږ کې ختم دي.

دنیا او اخرت په موږ کې ختم دي.

حقیقت په موږ کې ختم دی. 

زه د ټولې هستۍ او نیستۍ څېره او ننداره یم.

زه په وګړو کې شهزاده یم. زه د ټولو سلطان یم. زه واکمن او زړور او یوازینی یم.

دنیا د اغزو کرونده ده. نور وګړي اغزي دی. په فکر او باور راته زهر دي.

او زه یم زمری، پر دې دنیا تر ما اتل نشته، بل په...

زه د خپلو دروغو بت یم.  دروغ ما جوړ کړل او دروغو زه جوړ کړی یمه.

 

وګړي د لاس اوږدې او لنډې ګوتې

زما دویمې مورنۍ انا، چې د میدان دره کې زموږ د هستوګنې د سیمې یعني چارېکې، د چارکلا څلورو واړو کلیو مشرانو او کشرانو به «ببو» بلله؛ په ښځتوب زړوره نارینه وه. هغې هم کور کاوه او هم یې د پټي بار پورته کاوه. هغې ته به چې چا د بل د نادودې شکایت ور وړ؛ نو وېل به یې:

«ښه وګوره! آیا دا د لاس ګوتې یو برابر دي؟ بنیادمان داسې دي! خېر دی ته ګذشت وکړه!!»

ببو به له خپلو تمثیلي فلسفي وینا سره، د خپل لاس خلاصه پنجه او اوږدې او لنډکۍ ګوتې سړي ته خلاصې ونیولې.

د لاس په ورغوي او ګوتو یې نه د نقالو مکتبیانو په شان، د الجبر فرمولونه یا د کیمیا معادلې کښل شوې وې، او نه د سخات یا سرسایې د طریقې د ملایانو میم زورما ټوله زما...خو  خلاص لاس یې هر انسان په خپل ځای کښېناوه.

ببو دغه فلسفه په خپل اویا- اتیا کلن عمر موندلې وه. خو دغې ساده تجربي فلسفې سړي ته دا ورښووله، چې انسانان په قد او په وزن او په قوم یا ژبه برابرېدلای شي؛ خو په مضمون او معنا نه!

انسانان به په مکتب او مذهب یو وي؛ خو په فکر او ذوق نه!

هغوی په یوه ځای، یوه تمدن کې ګډ ژوند کولای شي؛ خو په چلند او اخلاقو به جلا جلا وي!

انسانان به په یوه نسل کې، یوه مدرسه کې، د یوه کتاب درس ته کښېني، خو اګاهۍ به یې سره متفاوتې وي.

انسان ښایي له ډېرو شیانو ناخبره واوسي؛ خو زیاته ناخبري یې له ځان څخه ده.

انسان د برابرۍ په شعار ډېر آسوده کېږي؛ خو نه پوهیږي، چې هم خپل شخصي حق او هم نورو فردي حق تر پښو لاندې کوي.

انسان هرڅه چې ده، د فردي اګاهۍ وضعیت یې دی. او دا د انسانانو د تفاوت اساسي برخه ده.

د ببو اصلي اشاره، د اګاهۍ له مخې د انسانانو متفاوت دریځونه وه. او دغه متفاوت دریځونه د جګړو ریښه ګرځي.

انسان تر هرڅه دمخه «فرد» دی. او دغه فردیت د هغه د ګاهۍ وضعیت را مینځته کړی. نو په دې اساس، د «برابرۍ» عمومي شعار دلته خپل مضمون بایلي؛ ځکه انسانان د اګاهۍ متفاوتې سطحې دي!

د کلیوالې ببو یوې خبرې «آیا دا د لاس ګوتې یو برابر دي؟ او بنیادمان د لاس ګوتې دي.»  خروار خروار معنا زموږ پر خوبولې، ستړې او پڅې انساني اګاهۍ را شیندلای شي:

«بنیادمان د لاس ګوتې دي. آیا د لاس ګوتې برابرې دي!؟ داسې هر سړی فرق کوي. څوک لږ پوهېږي، څوک ډېر پوهېږي. څوک په یوه فکر او خیال وي، څوک په بل فکر او خیال وي...!»  

موږ اعداد شمېرو. په یوه کې یوازې یو ځاېږي. یو فکر فقط یو فکر دی. یو باور فقط یو باور دی. د یوه لاس ګوتې هم داسې دي. پنځه واړه ګوتې دي. خو ګوتې دي؛ نه «ګوته»!

پنځه واړه ګوتې له غوښنو عضلو او هډوکو جوړې دي؛ خو هره ګوته جلا کار، جلا شکل او جوړښت، جلا سرنوشت، او جلا استعداد او شاید هم جلا خوداګاهي لري. ځکه نو دا «ګوتې» دي!

وګورئ! یو مذهب فقط یو مذهب دی؛ ځکه چې یو ډول اخلاقي-عبادي اصول لري.

یوه مذهب کې مېلیونونه وګړي شامل دي؛ نو د یوه مذهب د پیروانو شمېر، د مذهب شمېر نه شي ور زیاتولای. ځکه ټول د یو ډول اوصولو تابع او فرمانبردار دي.

خو انسانان رنګ په رنګ دي. متفاوت دي. د لاس د ګوتو په شان مختلف استعدادونه، واکونه، مسوولیتونه، کارونه  -او تر ټولو مهم- هر یو خپل خپل برخلیکي ذخایر له ځان سره لري.

انسانان خپلواکې اګاهۍ دي. هر انسان د خپلې فردي آزادۍ او مسوولیت خاوند دی.

ببو، چې ما به «ادې» بلله؛ ولاړه! اوس یې کالبوت د میدان درې، د خواجه اسحق ولي له زیارت ور بر، د لوړې غونډۍ په خاروینه ډډه، تر دوو ښځینه شناختو لاندې پټ دی او اروا یې د نالیدلو دنیاګانو په سفر تللې! خو د خبرې زور یې نه سره ډیالکټیک ور مات کړای شو او نه د معاصرو بنسټپالو افراطي او یا معتدل تفسیرونه او تاویلونه د هغې له ساده فلسفې زیات زړه ته تازه اوبه ورکولای شي!

دې فلسفې ته به په بله ورځ بیا راګرځو.

اوس به یو شېبه خپلې اګاهۍ سره دمه شو!

په خپله فردي ازادۍ کې شنه اوسئ.

 

نولسم ګام

«د آزادۍ لپاره کار مه کړه؛ بلکې آزادي دې باید د هره شېبه کار پاېله واوسي.»

 

وړوکی ذهن او ساده حقیقت

مرید له استاد څخه وغوښتل چې په حقیقت یې سر ور خلاص کړي!

استاد ووېل: حقیقت ساده دی.

وېل یې څومره ساده؟

ځواب یې ورکړ: دومره ساده، چې تصور یې نشې کولای!

د شاګرد ذهن زما په شان ټول عمر مادي-ذهني فلسفو ور ډک او ټنډ کړی وه؛ پوه نه شو! بیا یې استاد وپوښته:

«دا څنګه ساده دی، چې زه -حتا زه- نه ور باندې پوهېږم!؟

استاد ووېل:

«ته یو کار وکړه: ځان د حقیقت له ذهني انځورونو تش کړه! هغه څه دې چې د حقیقت په نامه، ذهن کې ټول کړي؛ ټول لېرې وغورځوه!! له دې سره به حقیقت ستا تجربه شي. ته به حقیقت په شخصي توګه ومومې او وویني!

موږ اصیل او ساده حقیقت، تر یو من کاغذونو، یو خروار نظرونو، فکرونو، فلسفو لاندې پټ کړی.

حقیقت هماغه ساده او ماشومانه سپین عقل دی. هماغه بې جهته، بې تعصبه ذهني موازنه ده.

زموږ جګړې ښایي د یوه ذهني-مادي حقیقت لپاره وي! یا ښه ده ووایو، د حقیقت د ذهني شویو نښانو په خاطر وي. ځکه د دین او باور، د فلسفې او بشرپالنې، د تمدن او لیبرالیزم تر بیرغ لاندې د وینو وېالې روانې دي. او بشر ورځ تر بلې عصري جنګیالی جوړېږي!

«بنیادمان د لاس اوږدې او لنډې ګوتې دي» دا زما د «ادې» د ژوند ټوله فلسفه وه. او څومره ښه وه. خو موږ او زما ورور، پلار، نیکه او کشر نسل کله دې فلسفې ته رسېدلې یو؟ موږ لګیا یو چې د لاس (چې ملت دی) ګوتې ټولې په یوه اندازه وړې یا اوږدې کړو!

وګړي د بوډۍ ټال په رنګ دي. زما د فکر- باور رنګ دنیا لپاره جګړنه مدرسه ده. دنیا زما دښمنه ده. دنیا زما لپاره غم دی. دنیا د تربره سنګر دی. دنیا بل بدرنګه کړې...

 

بیا زه یم...

زه دنیا مغلوبوم. دنیا ځپم. نور بنیادمان:

څوک وژنم، څوک په لاسو، څوک په پښو ګوډوم.

څوک بندیانوم. څوک ځان سره یرغمل ساتم!

اه! څه وکړم! غم غم مو د بل بدلولو دوزخ دی. [1]

آه، دا شر له کومه شو؟ خو اول دا چې شر څه شی دی؟؟؟

شر، د روزل شويو او دود شويو ذهني-مادي باورونو محصول دی. ځکه نو «زه» وایي:

«زه یم زمرررر...ی پر دې دنیا!...»

د بل د بدلولو دوزخ دومره توري او کلمې وسوزول، خو خبره یې اوږده ده! راځئ دلته به یو څو پوښتنو ته ور لنډ شو:

آیا رواجي او ځانپالی «انسانیت» او خودمحوره «شرافت» یې په بیعه لوړ دی که یو څاڅکی وینه؟

آیا که زموږ ټولو کورونه د الماسو او سرو یاقوتو له خښتو ورغېږي، د نیازمحمد او دوست محمد او په دې لیکه څو میلیونو نورو له ژونده محرومو شویو انسانانو د ژوند بیعه به پرې کړي او په څه شي به یې پرې کړي؟ ښه ده، چې زړور شو او د بل د بدلولو دوزخ له خپل ذهن، زړه، احساساتو او عمل څخه وباسو.

موږ باید د ځان دننه، له تیارو ډکو خوندي کړو صندوکونو باندې زلزله ور ګډه کړو.

باید په لوړه مینه ګره چیغه سره ټولې کرکې، ځانغوښتنې، شهوتونه، تعصبونه، مادي-ذهني طمعې، په جعلي مفاخرو او مړو فکرونو پورې هر راز تړلتیا او د ځان تاییدولو تر پردې لاندې، خپلې رب النوعه څېرې او کانې افشا او بربنډې کړو.

لویه او په ژوند او ژوندو عشاقه خدایه!

د قتل فکر راڅخه واخلې!

د قتل احساسات او عواطف راڅخه واخلې!

د بل د بدلولو فکرونه، ایډیالوجۍ، اندونه او باورونه را څخه واخلې!

آه، ډېر وچغېدم، یو څه به دمه سره وکړو!

ګوندې که مینه ګر شو. مینه پوره ثواب ده.

ګوندې تر هغې د خپل فکر-باور دننه، د نفساني سلطنت نښې تشخیص کړوو!

 

شلم ګام

«خو هغه چا لپاره چې د حقیقت د اورېدلو وس لري، زما یوه خبره هم معما نه پاتې کېږي. کلمې حقیقي دي او تلپاتې.» ربازار تارز

زه دوزخ، بل دوزخ!

کلونه وړاندې چې کابل کې، بي بي سي سره همکار وم. یوه ورځ ولسي سندرغاړی عبدالله مقری دفتر ته راغلی وه. هغه عجبه د کار خبره وکړه:

« هر یوه، یو څه کړي! نو ښه ده، چې هر یو بخښنه وغواړي!»

ښایي د سندربول مقري د خبرو کلمې او د وینا جوړښت به بل ډول وه؛ خو دغه یې مفهوم وه. له هغې ورځې مېاشتې او کلونه تېر شول؛ خو موږ دې بلوغ ته نه یو رسېدلي، چې له یو بل څخه عذر وغواړو.

بې ژونده فکر-باور زموږ زړونه او ذهنونه را وچ کړي.

موږ ګرځنده جادوګرو بتانو انتر منتر کړي یو.

موږ وچ او جامد او بت شوي فکر، د بل جنګ او جګړې ته را اېستلي یو.

ځکه په بل په تنګېږو. بل موږ په غوسه کوي. بل را ته دوزخ دی.

بل زما دوزخ دی؛ زه د بل دوزخ یم: حساب مساوي شو!

بل زما هېنداره دی.

زه هېنداره کې «ځان» وینم؛

خو هېنداره را ته دوزخي بټۍ ښکاري.

خو هېنداره یوازې مخې ته ولاړ سړی یا شی منعکسوي!

منعکس شوی او بربنډ شوی زه یم؛ بل مازې هېنداره دی!

بل کې دوزخ وینم؛ ځکه دوزخ زه یم.

زه راته آشنا متن لوستلای شم.

یوازې را زده شویو معلوماتو باندې پوهېدلای شم.

زه یوازې له خپلو ذهني معلوماتو څخه غږېدلای شم.

زما چلند خپل ذهني معلومات را جوړوي.

نو مخکې تر دې چې زه بل ووینم، دغه «بد» مې لرل.

کله چې بل وینم، خپل بد را په زړه شي؛ بیا بل بد وینم. خپله بدو باندې ټنډ یم؛ خو چړې د بل په ګیډه ورمنډم؛ ځکه بل زما هېنداره دی.

زه په بل کې (خپله هېنداره کې) د خپلو بدرنګه، تورو او لرغونو اورونو لیدلو (سکندر، ناپلیون، هټلر، چنګیز، ستالین، زئوس، میلاسوویچ) او خپل سره او شنه، او تور سپهسالاران جوړ کړی یم او د شیطان کار ته ګډولی یم.

زه په ذات کې، د خپلو بدرنګیو فاتح یم، خو اوس ادرس را نه غلط شوی:

مخ په چپه روان یم. او په دې قضاوتو، محکومولو، بندیانولو او وژلو سره، شېبه په شېبه د خپل ابدي «ځان» له دروازې لېرې کېږم، لېرې کېږم، لېرې کېږم...څو چې د عشق یو ژوندی سلطان په مخه راشي، د خپل څټ ته پرې ایښي ځان په لور را ته ډیوه شي او د نجات سندره شي! 

که ځان ته سر ور دننه کړم؛ نو ښایي ټوله بدرنګي، کچه توب، او بدي ځان کې، خپل تل او ضمیر کې را شنه ووینم! او پوه شم، چې اور دننه دی، جګړه دننه ده، د جګړې میدان او ځای دننه دی. او زه عمرونه عمرونه په غلط ادرس کې، له غطو هدفونو سره جنګېږم.

 

نوی ژوند، نوی پیل

زما په موندنه او فکر دا اساسي جګړه ده. دا د ټول عمر جګړه ده او په دې جګړې سره یو وګړی پر ځان لاسبری کېږي. یو وګړی خپل اصل وجود مومي، او یو وګړی په خپل اصیل جوهر ژوند پېلوي.

دا نوی ژوند دی. دا تازه پېل دی. دا د خدای تعالی په لور د ورستنېدلو رښتینی هوډمن او ځانخبری مزل دی.

نو ځکه داسې ګڼم چې که یو بل د زړه له کومې ومنو.

یو بل ته ورور شو، خور شو، پلار شو او مور شو... او دې کار سره یوه بل ته سوله شو.

بیا بل زما ښایست ګرځي، زه د بل ښایست ګرځم. بیا حساب برابر شو. بیا ټول خلقت برابر شو. بیا ټول ژوند په معنوي حرکت برابر شو. بیا هر مزل، هره لاره، هر لاروی فقط خدای تعالی ته رسېږي.

بیا هره لاره، د هر چا استثنایي لاره، خدایي کور پورې نښتلې لار ده.

بیا هره لاره خدای تعالی ته رسیږي. بیا هر یو د خپل آسماني کور لاروی دی.

بیا نو بد نشته!

بیا نو شیطان بې وطنه کېږي.

بیا نو هره وینا شعر کېږي.

بیا نو هر حرکت په ژوندۍ نڅاه بدلېږي.

بیا نو هر تصویر د پرښتو خدایي ښکلا بلل کېږي.

بیا نو هر نفس، هره ساه اخستل د خدای تعالی نوم ګرځي.

بیا نو هستي د سوچه، تازه، او حاضر حقیقت مقدسه ځمکه ګرځي.  

بیا موږ ټول سپین، ښایسته، لکه عاشق ماشومان داسې ژوند ته راوځو.

بیا موږ چېرې نه ځو؛ ځکه ذهن جوړ کړی دوزخ را ته دروغ شوی.

بیا موږ چا پسې نه ځو، څوک نه بدلوو، څوک نه «ښه» کوو؛ ځکه هر څوک په خپل ذات کې «ښه» دی.

بیا له احتیاج څخه وځو، له هېچا ویره نه لرو؛ ځکه چې وېره ذهني مخلوق وه.

وېره ځکه وه، چې زه په غلط ادرس کې، له غلطو هدفونو سره جنګېدم.

وېره ځکه وه، چې زما دښمن واقعي نه وه، ذهني وه.

وېره ځکه وه، چې زه برده وم او هوسناک ذهن بادار زما په زړه پښه ایښې وه.

په همدې به سره دمه شو!

ګوندې په بل کې د ځان بخښلو هنر بېرته را زده شي!

 


 

[1]  باور وکړئ، زه غواړم ذهن خوشې کړم او د خیال په نامعلومو ارتفاعاتو کې ودرېږم، حقیقت وګورم او تاسو سره خپل زړه هم، د حقیقت په تازه تصویرونو او تصورونو ښایسته کړم؛ خو څه وکړم خبرې اوږدېږي. ذهن د لاس په پنځو لنډو او اوږدو ګوتو نه قانع کېږي؛ ذهن  په دلیل معتاد دی او ځکه دومره خبره را څخه اوږدېږي!

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۲۰                             سال دهم                             سرطان /اسد           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ جولای  ۲۰۱۴