کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

پنځم ګام

«حقیقت هېڅمهال، هېڅ کتاب کې نه ځاېږي.»

 

ذهن دی خدایګوټی

انسان اسیر دی، ذهن پاچا دی.

ذهن قانون دی.

ذهن غیر مسوول او واجب الاحترام دی.

ذهن ټولواک دی.

ذهن له نیکۍ ډک دی. ذهن ځمکنۍ او آسماني برائت پاڼې په واک کې لري.

ذهن د انسان د ټولې هستۍ فاتح دی.

معاصر انسان ذهن جوړ کړی او موډ کړل.

د انسان ټوله اصلي هسته)خپل یا خود یا self ( په ذهن خرڅه شوې.

«زه» په ذهني خوندونو معتاد دی او ددغه اعتیاد له مخې ذهن پر سر سپور دی.

د انسان تلپاتې ژوندۍ هسته «اروا»، د ذهن د ځانناخبري دیکتاتور په اسارت کی ده.

زموږ ټولې معاملې، دعوې، قضیې، مسئالې د ذهن په لاس کې دي. ذهن تر ټولو برتر قاضی دی.

انډیوال او یار او دوست را ته ذهن انتخابوي.

مسلک او کار مو د ذهن واک دی.

د ژوند جوړه، د کورنۍ طرز مو ذهن ډیزاینوي.

د جامو، ویښتانو، موډلونو ستاېل ذهن را ښیي.

خوراک او څښاک ذهن را زده کوي.

راشه درشه، ښه او بد مو ټول د ذهن په وس کې دي.

او ټول ژوند مو د ذهن په لاس کې دي.

ذهن د کولو او نه کول امر او اجازه صادروي.

ذهن له سترګو پټ حکومت دی. موږ د ذهن په غوښتنه سوله او جګړه کوو.

ذهن زموږ د ټولو کړو وړو امیر او بادار دی.

ذهن لویه بلا ده! هر دلیل ذهن را جوړ کړی.

موږ په خپلو مقدسو ذهني دلیلونو سره مړي کوو، مړي خښوو او نور مړي جوړوو!

«زه» د ذهن سرباز دی. ذهن چې څه غواړي، انسان هسې غږېږي، هسې امر کوي، هسې خلک بدلوي...

او چې په خوله نشوه، ذهني مکتبونو او باورونو «قانون» جوړ کړی.  قانون زه ته حق ورکړی! ددې حق او قانوني خوندیتوب په چتر کې هغه هر بل رانیسي، بند ته یې اچوي، آزادي ورڅخه اخلي،

چې په دې هم وا نه وښت؛ بیا یې په سوک بدلوي.

 

قتل ذهن پیشبیني کړ او بیا یې وپنځاوه

په سوک چې بدل نه شوه، په لور، په ډبرین تبر، یا په جوهر داره چاړه او یا په عتیقه توره یې ټټر او سینه ور څېري.

اوس خو ذهني اختراعاتو کار ډېر آسانه کړی: ټوپک، تپانچې، ماشینګڼې، توپې، توغندي، الوتکې...هله هله هله... آټم او نیوترون او هایدروجني بمونه؛ ټول د ذهن هوسونه دي چې د تقدیس په اوبو سوچه شوي نفس تر امر لاندې، دا نور ټول انسانان بدلوي!

دا مو پاېښت دی. دا مو دوام دی! او د پلرو پلرو له وخته راپاتې قانون او ټول قانون ساتونکي یې ددغه سپېڅلي عتیقه فکر عمري «عسکرۍ» ته وتي دي!

انسان غوښن، نرم موجود دی. خپل افکار او باورنه په نرمه لهجه وایي او تفسیروي.

د معلم او ملا، تیوریسن او رهبر دبدبه خپلوي او خلک د خپلو افکارو په کوډو کې را ایسار او بند ساتي.

داسې انسان ډلې، سازمانونه، ګوندونه، اتحادیې او بلاکونه جوړوي او په نورو ډله ییز برید وروړي.

بیا معاملې کوي. بیا اوربند کوي. بیا جزیه ورکوي. بیا له سره یرغل کوي. بیا ولسونه ماتوي، ملکونه او پاچاهۍ نیسي، غنیمت او سره او سپین راټولوي.

 

انسان له خپله لاسه!

انسان په ذات آزاد دی؛ خو ور باندې را چاپیره بندیخانه یې د خپلو فکرونو- باورونو غڼي (جولاګک) ور باندې را اوبدلې، را تاو کړې!

انسان لا ځانته وزګار نه دی. انسان نور جوړوي. نور بدلوي. نور ښه کوي.

انسان د اصلاحاتو مامور دی.

انسان نور بدلوي. «انسان- دوزخ» همدا دی!

انساني ذهن له دومره دوزخ تکثیرولو سره سره لا هم لګیا دی: نوې معمارۍ، نوي ښارونه، نوي سرحدونه، نوي چین دیوالونه جوړوي او اوږده زمانه، د فلسفې یا عقېدې د خدایګیو په نامه، خپل خوبونه په دفترو او کتیبو کې پټوي او کشیشي ملایانو ته د دنیا او اخرت جوازنامه ورکوي!  

حقوقي ادارې زما تر امر لاندې دي. جنګیالي داسې زما فکر- وینا اسیر کړي، چې زما د «اور!» په قومنده، نه وچ ګوري نه لامده!

ځمکه په خپلو ټولو تیلو او غازو او آټومي انرژۍ کې سوزي.

او آسمان هم د ټولو واورو، بارانونو او ږلیو په شکل کې، د لوی مینه ګر، عاشقانه اوښکې، په پټو او باغونو را څڅوي!

او موږ په افریقا کې لمر وخوړولو او په سایبریا کې کال دولس میاشتې واورو وسوزولو!

او چاړه په لاس، د خپلې ذاتي وچې د مخالفې وچې، د ژوند په ښکار را وتي يو!   

هدیرې زموږ دوزخي عقل خوړلي د آدمیانو بې ساه کلي دي.

هر قتل ته چې ګورم وایم نه چې ما کړی!

هرې اوښکې ته چې ګورم، وایم نه چې ما تویه کړې؟

ځکه چې د غم دوسیه، د «انساني کارنامې» په نامه، د سرنوشت په ارشیف کې خوندي شوې!

زه باید، د تاریخ په اوږدو کې، د لوړ شوي غرور-افتخار، ویاړ، حماسې- له هسکه لاندې را وغورځم.

غرور- چې موږ ورته د عزت لقب ورکړی-  باید دومره اره شي، دومره سوکان وخوري، دومره لغت لغت شي، چې بیا یو څاڅکی وینه زما په ژبه رانشي،

چې بیا یو دانه اوښکه پیدا نشي،

او ژوند د زړونو، ذهنونو، حواسو، عواطفو...د خندا کړس او کړوس په سر واخلي.

 

له ما زاړه لاس واخلئ!

هومره ژوندی علم نه یم، چې زده شم.

داسې څه نه لرم، چې زړونه مو ور باندې راشنه شي.

دومره هم نه یم خاوره ایره شوی، چې د غږ تر نغري لاندې مې «سمندر» ښکاره شي.

خو:

ځینې دومره کولپ (قفل) شوي، چې غواړي، زما د «زه»، یا بل یوه «زه»،  د فکر- باور په شوق کې، ځانونه بم کړي، واسکټ کړي، او ځان د مافوق سرعت نور راکټ په وسیله، د ثوابونو جنت ته ور پورته کړي.

مطبوعات، رسالې او کتابونه هم زما په افکارو سره دي.  او زه د ډیناسور په هډوکو خط خط پاتې لرغونی سرود!

دا ډول زه، د بې نومه او بې نشانه فرعون په څېر، د خپل نفس خدایي جوړوي.  

ټول سړي بدلوي.

ټول ګلستان- افغانستان بدلوي.

له ایره کړي ګلستانه د باندې وځي، ټول ګل ګل جهان بدلوي!!!

او ایډیالوجیست زه، یو سړی هم په خپل فکر او دريځ او خپله خوښه آزاد نه پرېږدي.

هغه ګڼي، چې «ښایست» زه یم. «ښه» زه یم.

«متبرک» او «جنتي» زه یم. «شریف» او «اصیل» زه یم.

زه «حقیقت» یم. حقیقت په ما کې «پای» ته رسېدلی.

زه «دایمي کلام»، «دایمي پیغام»،

او «دایمي نجات» فقط زه یم.

نو جهان زما د تورې په وړاندې حلاله وینه ده.

وینه به تر هغو بهیږي،

 او زما د تورې په شرنګ به بهیږي،

 او لا به سېل کېږي، څو چې ټوله ځمکه، ټول نفوس، ټول نور اویا زره قومونه زما د باور د «غنمو» درمند راوړي!

وګورئ، سوله څومره آسانه کار دی! ټیکاو څومره آسانه لاسته راتلای شي! وینه تویېدل څومره ساده ختمیدلای شي!

خو چې ټول زما رنګ خپل کړي:

زه چې په هر نر او ښځه کې،

هرې وینا او هرې خبره کې،

هرې لیکنې او هر فرمان او قانون کې،

هرې فیصلې او محکمې کې،

یوازې ځان ووینم؛ نو بیا بیغمه اوسئ، «زه» هيڅوک نشم وژلای!

که دا نشۍ منلای، یو ځل یې تجربه کړئ. زه هره شېبه په خپل دغه لوظ ولاړ یم.

به به! «زه» موجود دوزخ دی. «زه» ټول د تصور وړ دوزخ دی.

که د دنیا پر مخ یو څاڅکی تېل هم پاتې نشي، او یوه لمبه غاز هم موندل نشي، او حتا لرغونې چقمقي ډبرې هم ټولې مصرف شي؛ نو داسې کرخت موسم کې هم «زه» د زرهاوو زرهاوو دوزخونو لپاره اور لري.

د بل بدلولو ذهن دومره لنډ نه خلاصېږي!!!

تر بل ګامه به یو څه دمه شو!

برکت یوسئ.

 

شپږم ګام

«لومړی ډاډ ترلاسه کړه، چې د خدایي مینې څراغ دې تل روښانه دی؛ وروسته بیا د دنیا کارونه کوه

 

لږ تر لږه څلوېښت کلونه کېږي، چې د ډبرو د عصر او د رنسانس د عصر، د فکر سوداګرو، دلته د بل د بدلولو دوزخ سور کړی.

دا بازار د قصابۍ مسلخ دی. دې بازار کې د هر بل انسان شخصیت، هویت، فکر، خیال، ایمان، شرافت او بالاخره فردیت، چاندمارۍ شوی او چاندمارۍ کېږي.

 

د ذهني مخربو نفسانیاتو ژبه:

زما کړه وړه ټول قانوني دي. یوازې زه د بخښنې سرچینه یم.  

زما امر د حقیقت له کوره راغلی. زه د حقیقت مبلغ، ترویجګر، ساتونکی او قضاوتګر استازی یم.

زه باید وساتل شم. زه باید لا ځواکمن شم. زما شاوخوا باید د ساتونکو دیوال روان وي.

د ځمکې د شتو قبالې باید زما په نامه شي. د ژوند انرژي زما د فکر د کالبوت وینه ده. ژوند باید زما د فکر پلي کولو لپاره مصرف شي.

ځکه چې زما فکر او باور کامل دي او له یوازینۍ منبعې را سپارل شوي.

دا چې ذهن کې د یوه فکر- باور رامینځته کېدل او ډبره کېدل له څه لارو، او څه ډول تر سره کېږي؟ دا باید راوسپړل شي.

 

ذایقې روزل کېږي

په ماشومتوب به مور زړه راباندې خوړ، چې ولې غوښه، کوچ، ژېړ غوړ...نخورم!

ما به د خپلې ماشومانه ذایقې روژه یا په سپینو غټو وریځو او مستو ماتوله او ور سره مې هګۍ او شړومبې مې هم ښې اېسېدې، خو د ژړو غوړو او کوچو یا د پسه د وازدې بوی به چې راباندې ولګید، بیا چا په دسترخان نشوم کښېنولای!

مور به راپسې سرګردانه وه او ګاونډیو ته به یې زړه تشاوه، چې «انور، څه شي ته خوله نه وروړي! اخر زه څه وکړم!؟ بې له مستو او شړومبو په بل شي څکه هم نه کړي! اخر سبا به یې کولمې وچې شوي وي! بیا یې زه د پلار جواب په څه شي ورکړم!؟»

د آغالالا ښځې، یا د حاجي کاکا ښځې به ورته وېل، یو ځل به دې ملاکاکا ته بیولی وای!

د ملاکاکا د دم او دعا وختونه هم تېر شول او پر ما هم ماشومتوب داسې د یوه کاغذي فرمان په څېر تېر شو. د ژوند په مینه ګره سپینه پاڼه کې ټول خپلې خوښې ته پرې ایښی وم، چې څرنګه راته طبیعي، آسانه او په خوښه برېښي، هسې انتخاب وکړم. خو ابو زه غټ پټ او سور او شين غوښتم.

د ماشومتوب جنت هم ولاړ. هغه میدان، ها د خزانه دار عیسی خان د کلا نوم هم ولاړ! ها د غوا کوچ او شودې هم ولاړې!

«آبو» هم ولاړه! زه هم ځوان او پسې دومره په عمر سپین شوم، چې اوس د سر وېښتانو رنګ ته ناست یم؛ خو اوس ډېری خواړه، حتا ځینې هغه خواړه، چې له ګاونډیو ملکونو افغانستان ته راغلي، په آسانۍ او خوند سره خورم.

دا بدلون څرنګه رامینځته شو؟ زما ضد ناکې ذایقې څرنګه خپل عادت بدل کړ!؟ د وسلو یا د سرو او سپینو زرو د کوم انقلاب د فرمان کار وه، که د جراحۍ پر میز عملیاتو، زما ذایقه دومره ډېرو ناآشنا خوړو ته آماده کړه!؟

نه! نه ذایقه عملیات شوې، او نه هم ما د کوم فرمان له مخې دغو خوړو ته تابع کړې؛ بلکې ما خپله ذایقه داسې روزلې.

ما په دې باندې په پوهېدلو سره، چې راز راز سابه، میوې، لبنیات او نور خواړه بدن ته ګټې لري! د هغو په خوړولو پېل وکړ. ذایقې لومړیو وختونو کې عکس العمل ښود، خو ورو ورو آرامه شوه، عادت شوه او اوس له دې ټولو خوړو خوند اخلي.

له دې ښکاري چې ذایقې ابدي نه دي؛ بلکې روزل کېږي.

فکرونه-باورونه، «ښه» او «بد»، «اخلاق» او بداخلاقي هم داسې مادي- زماني دي.

هغسې چې ماده زړېږي، شیان، څېرې زړېږي، زمانه هم تېرېږي؛ او په دې مخ په زړښت روانه مادي زمانه کې، دا شیان هم زوړکړه، ځواني، زړښت او تمامېدل لري؛ خو وېل یې یو څه وخت غواړئ!

تر بله ګامه به لږ چرت ور باندې ووهو!

پر زړونو مو برکت شه!

 

اووم ګام

«د جگړې د دوو خواوو دوه سرتېري، چې نه سره پېژني، د هغو دوو تنو    لپاره جنګېږي، چې یو بل پېژني؛ خو خپله نه سره جنګېږي.»

 

ماشومتوب کې به کله ناکله، د مور بیا، بیا وېلو په سودا کې واچولم، چې زه به کمزوری را لوی شم! همزولي به-چې ډېر ډېر ژېړ غوړ، غوښې، وازدې او کوچ خوري- زورور، هډور او غښتلي پهلوانان را غټ شي!! بیا به زه هېچا سره د جنګ نه وم!!!

 

د پارتبازۍ او چاکوکشۍ دوره

څلور، پنځه کاله له ما مشر د ترورۍ زوی مې، محمد حکیم-چې اوس د ملي پولیسو جګړن دی-  ښوونځي کې تر ما یو صنف دمخه وه. دا هغه وخت وه، چې له بهره راغلې سیاسي ایډیالوجۍ، مکتبونو ته په ښکار راوتې وې؛ ځکه نو «ګوند، ګوند بازي» او «پارت، پارت بازي» وۍ! ځکه نو زه هم، د ترورزي په پارت کې شامل شوم.

د هغه ترور بیا کابل کې واده وه، ځکه یې نو د کابل نوآباد خټینې کوڅې وروستي سر کې، د شپې ځای درلود. هغه به له کابله بکسپنجې او هشت تقه چاکوګان راوړل او موږ اخیستل. ما هم یو غټ چاکو را ونیوه. دغه چاکو برنجي پوښ کې پټ وه، چې په خاص فنر سره به یې تیغ دباندې راوت. 

اوس نو میدان مرکزي لیسې ته هم د سرو او شنو سیاستونو خوشبویۍ راننوتې وې. مکتبیانو به مظاهرې کولې، چاکوګان او بکسپنجې به یې ګرځول او دغو په ظاهره ملکي ټوليو او کنډکونو یو بل ته تور او برېښ درلود؛ خو نوره قومنده یې د هم رنګه معلمانو په لاس کې وه.

دا د یو بل بدلولو د دوزخ پېل وه. دغو ایډیالوجیکو ټولیو او کنډکونو کې د فرد رنګ ضایع کېده، او ټولو ګډ رنګ خپلاوه.

د عصر مانیفسټي او ایډیالوجیکي ماڼیو ته سړی ننوت؛ خو هلته په «توده» او فکري «پرګنه» بدلیده. 

ایډیالوجي او عقیده یې، بې شکله خوړونکې وه.

دغې ګېډې له ټول نفوسه کالبوت جوړاوه.

دلته وګړی د فکر، احساس، عاطفې، غریزې، ارادې او حتا روان له پلوه خلع سلاح کېده.

او د فکر او باور په تارونو، د ایډیالوجۍ او عقیدې د آرماني انسان، تر امر او ارادې لاندې اېل کېده.

ځکه نو سره خوله ځوانانو په آسانه منله، چې «تره کي او ګوند روح او جسم دي!»

ځکه نو سید داود تړون، ځان د سرو ګولیو مخته ور وغورځاوه، چې د انقلاب ستوری ژوندی پاتې شي!

ځکه نو د یو مدرسه خوانه ملاصاحب په فتوا، زما او ستا زوی، ورور او کلیوال، د واسکټ اورونه په خپله سپینه سینه تړي او ځانونه په اوداسه د امریکایانو، یا داخلي فوځیانو او پولیسو، او نیکتایي داره ږېره خریلو ډالري معاش خورو او نورو عوامو مینځ کې الوزوي، چې جنتیان ژر جنت ته او دوزخیان ژر دوزخ ته ور واچول شي

حیف راځي له دومره قضاوتونو څخه!

خو دا ولې؟؟؟

زما یې د چا په ژوند څه؟

زما یې د چا پر فکر- باور څه؟

زما یې د چا پر ډک او تش دسترخوان څه؟

زما یې د خلکو خپلمنځي او رضاکارانه، «عادلانه» یا «نا عادلانه» اقتصادي او اجتماعي اړیکو څه؟

زما یې د چا په جنتي کېدلو او دوزخي والي څه؟

زه ولې د خدای په خدایي کې ګوتې وهم؟

زه ولې د سرنوشت په سرعت کې ګوتې وهم؟

زما ولې د چا «جنت» ته او د نورو «دوزخ» ته لېږلو لپاره بېړه ده؟

څوک به وي، چې تر خدای تعالی دې زیاته لورینه، زیاته مهرباني او زیاته مینه له یوه، یوه «روح» سره ولري؟؟؟

له ما د څه شي پوښتنه کېږي؟

او که زه وینې تویې نه کړم، د خدای تعالی په ابدي پادشاهۍ کې به څه کمی یا زیاتی راشي؟

لږ که سر ګریوانه ته کوز کړم، نو ښایي د خپلو ذهني، وحشي، نفسي ښامارانو نارې، سورې را په غوږ شي!

ذهني نفسانیات عبارت دي له: کبر، شهوت، تړلتیا، طمعې او خودپرستۍ څخه!

کبر (غرور) مې دادی، چې ځان «من» ګڼم نور چارک، پاو، خورد، مثقال...!

شهوت مې دادی، چې د وینو د ویالو په خاص موسم کې، د جنت حورو او غلمانو او د شرابو ویالو ته ور تیریږم!

تړلتیا مې داده، چې غواړم هم «شهید» شم، هم «غازي» شم او هم «روغ او سلامت» کور ته راشم. او داده، چې «اول ما، بیا مې مور او پلار، بیا مې خویندې وروڼه، بیا مې ښځې/مېړه، بیا خواښې خسر...او اخر کې دا نور دله ګان!!!

طمعه مې داده، چې یو ځانمنلی سړی (رهبر، امیر...)، یا د مړو کبرونه واسطه کړم، او پرته له عملي امتحانه، هم په ځمکه کې او هم په آسمان کې، لوی منصب تر لاسه کړم،

خودپرستي مې: «تر ما اتل نسته! په هند او سند او په کابل نسته! تر ما اتل نسته!!

عذر کوم، فقط غواړم خپل د عمرونو زخمونه دلته په ګډه کشف او که خدای تعالی غوښتي وه، خپل دایمي رنځ له ریښې درمل کړو.

بس تر بله ګامه به ټول پر دې نیمه نظرونو یو څه دمه ونیسو!

 

نوره بیا

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۶    سال دهم           ثور /جواز            ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ می  ۲۰۱۴