اووه
ویشتم ګام
«زه د هېڅ لارې درس نه ورکوم؛ ځکه نو تاسو نشۍ کولای ادعا وکړئ،
چې زما لاره تر ټولو غوره لاره ده.»
هر هغه زړه چې د ذهن اعلامیې اوري؛ نو ذهن یې حقیقت دی او ذهن ور باندې
مفتش راهب مقرر شوی.
داسې زړه، یوازې د تورو کارغانو او کجیرانو غر او ځنګل، وچه دره او سوزنده
ډاګ دی.
په داسې شوره زار باندې د ذهن روزل شوي عسکر، لکه اتیلا، لکه تیموچین، لکه
سکندر، کله هم
لکه ناپلیون او بل ځل د هېتلر په کالبوت کې را لوېدلي،
د غم په اوښکو را ټوکېدلی نوبهار یې لوټلی،
هوسۍ یې وړي، بازان یې ړانده کړي
او پر ځای یې د غم او لوږې، کرکې، او د عاجزۍ تر شعار لاندې لیونۍ
ځانغوښتنه-ځانپالنه،
د شنډې (بندهګۍ)
د کمیس او پرتاګه، پکول او لنګوټي په پرده کې، نمایش ته راوېستلې.
دا شان زړه دومره فقیر دی، چې ټول عمر په سوال تېروي.
د ښایسته افغانستان په سپېڅلې لمن داسې ډېر «سترګ وږي»
(یا ستروږي) شته، چې د شتو او پیسو حساب یې یوازې د پیسو په ماشین او
کمیپوټر کې کېږي، خو دوی د ولس پر ژوند او سرنوشت له واکمنې باوري فضا څخه
د هغوی د لازیات لوټلو له کاره شېبه نه وزګارېږي. هغوی پیسې راټولوي، او له
وطن څخه یې باسي او د نړیوال آزاد بازار په ماشینونو کې یې وینځي او ځانته
د مشروعې پانګې بې حسابه زېرمې جوړوي.
د هستۍ اخلاق
ښه، له ټولنیز وجدان، قانون، قضا او قانون پلي کوونکو تېښه آسانه ده؛ خو له
«ځان» څخه تېښته غیر فطري ده. هر څوک ځانته ور له غاړې دی. حساب نغد دی.
دنیا او د دنیا کار و بار پر انعکاس ولاړ دی. هر چا ته خپل افکار، خپل عمل
او خپل دریځ بېرته راګرځي. هر کښت خپل محصول لري. د هستۍ اخلاق دادي، چې هر
وګړي ته خپل افکار، او کارونه ور ګرځوي.
له دې نصحیته به تیر شم. پرېږده، چې هر وګړی په خپله تجربه د هستۍ د اخلاقو
خوند وڅکي.
لویه خدایه! زموږ کرکې، ځانغوښتنې، خودپرستۍ او د بل د بدلولو نیتونه په
خپله بې قید او شرطه مینه کې ډوب کړې او ټولې ځانپرستۍ مو د تل لپاره نیست
کړې!
د عقل بدلول حرام دي
لویه خدایه! موږ مینه ګر کړې!
موږ د مینې قحطۍ وهلي په مینه ماړه کړې.
ته مو د خپل عشق او رحمت په اقیانوس کې ډوب کړې.
له موږ څخه د روزل شویو او دود پاتې شوېو فکرونو او اندونو اعتیاد واخلې.
ته مو جام له خپلې بې قیده او شرطه مینې داسې را ډک کړې، چې په هره خبره،
هر ګام، هر حرکت او فعالیت کې مینه را څخه وړانګې وکړي.
شراب حرام دي. چرس، هیرویین، کوکایین، مورفین او تریاک حرام دي. هر هغه څه
چې زموږ عقل بدلوي؛ حرام دي.
او هر هغه څه چې د بل عقل ور بدلوي حرام دي. نو ته مو زړونه داسې را ویښ
کړې، چې د بل بدلول پر ځان حرام کړو او پوره حلال ژوند وکړو.
لویه خدایه! ته مو لوی کړې؛ خو لوی مینه ګر!
ته موږ ته ژوند را زده کړې، ته مو د ژوند د ژبې ملا او معلم کړې. ته مو د
ژوند باسواده کړې.
ته مو ژوند د کیسې په ډول، له «تیرولو» را ازاد کړې.
ته موږ سپین سپین زړونه او ذهنونه او عاشقې ارواوې کړې!
ته مو په خپل اذلي «ځان» راويښ او د «بل» د بدلولو له حرامو خلاص او تل
آزاد کړې.
اوس به سکوت وکړو، ګوندې زړه کې مو څوک ناست وي، څوک غږېږي: غوږ ایښوول د
باسوادۍ لاره ده!
اته
ویشتم ګام
«یو شمېر داسې وګړي شته، چې تل یې هڅه کړې، یوه مشخصه الګو پر خلکو ور
تحمیل کړي،
هغوی ماشين غواړي نه انسان.»
هر یو په خپل ګام کې دی
هر
څوک په هغه ګام کې دی، چې دغه شېبه یې د خدای تعالی لپاره اخیستلای شي.
هر یو د خپلې اګاهۍ حاضر ګام دی. لکه زه، ته، هغه چې دی.
ځکه زیات څه نشم ویلای، ځکه په دغو کلمو کې رغړم را رغړم، چې بېسوادي را
څخه تویې شي، بېسوادي مې وسوزي او زه د سوچه غږ یوه ځانخبری وړانګه او د
هستۍ یو ویښ اتم شم.
هر یو د خپلې اګاهۍ-خوداګاهۍ- په اندازه ګام پورته کوي او یوازې دومره کار
کولای شي.
هر یو په خپله پوړۍ کې دی او سرنوشت یې دادی، چې خپل څښتن پیدا کړي، ویې
ویني، وایې وري او ورباندې خوداګاه شي.
فرد که ټیټ شي یا چنار قد ودرېږي، خپل خدای لري، همدغه یې ټول حقیقت دی.
هر فرد د حقیقت په اړه معینه اګاهي ده. دغه اګاهي د «حقیقت د اګاهۍ» معین
سیوری دی.
هر څوک حقیقت د خپل خیال د کړکۍ له لارې تجربه کوي، او د خپلې انساني اګاهۍ
په اندازه حقیقت په کې ځایېږي،
او پراخېږي او غوړیږي.
هر وګړی، خپل موجود حقیقت نمایش ته را باسي.
هر وګړی خپل شته حقیقت لمانځي، او نورو ته د زده کړې، تقلید او رواجولو
لپاره وړاندې کوي.
هر څوک خپل حقیقت په سپېڅلې کتیبه او سروده بدلوي او په کتلوي اخلاقو او
تمدن د بدلولو لپاره یې د پیروانو ډلې، راهبان، کشیشان او سرکشیشان په دنده
ګماري.
موږ د حقیقت د وچو باغچو په چاردیوالۍ کې په بنده ګۍ یاستو. دباندې هم
نالیدلي سره، شنه، تور او بې رنګه اورونه دي، چې مقدسې اخلاقي درسنامې یې،
د هندسې له شکلو او اندازو ارت او د حساب د کتاب له شمېرو پورته، زورور
ټینګ او درانه اورونه ښیي.
خو د کاغذ پر مخ په وچو شویو کلمو کې، د لویو طالعبینانو، د بختور عقل له
سنګګ شویو وینو سره سره، هر انسان د خپلې انساني اګاهۍ په سطح حقیقت پېژني
او د حقیقت پالنه او نمانځنه کوي.
د هر چا فکر او اګاهي د «کامل فکر او اګاهۍ» معین انعکاس دی.
یوازې خدای تعالی کامل او پوره دی او موږ د اګاهۍ د ستر سمندر هغه واړه
واړه څاڅکي یو، چې د خپلو له کنترول وتیو ذهني نفسانیاتو (شهوت، قهر، طمع،
تړلتیا، او خودپرستۍ) په جادو کې، «حقیقت پلار» را څخه ورک شو او په ځمکه
کې په نیمه شپه، نیمه ورځ واوښتو. او الهي مینه او کرکه سره نه بېلېدونکې
نوک او وورۍ ګڼو.
د حقیقت ورک اولادونه
خدای تعالی خبر، زه چېرې او حقیقت چېرې!؟
حقیقت بې زمانه دی، خو زما ذهن او ذهني اګاهي زماني دي.
حقیقت بې نومه دی، نوم زما اګاهۍ-انساني اګاهۍ- ورکړی، ځکه په نوم اخیستلو
سره مې بې زمانه او بې نومه حقیقت هیر شوی.
حقیقت شته.
حقیقت ژوندی او حاضر دی.
«هغه» شته! خو ما ورک کړی.
زه نه یم ورک شوی، خو انساني اګاهي، یوازې ذهني نفسانیاتو ته ښکلي او منلي
شیان او سړیان پېژني او مني او همدا یې بتان دي.
قطره مست
زه- د اګاهۍ فردي وضعیت- د حقیقت هیره زمانه یم.
موږ د اګاهۍ یوه څاڅکي، دومره نېشه او خمار کړي یاستو، چې ټوله دنیا، ټول
وګړي راته جاهل او نادان برېښي.
موږ ته خپل ذهني-نفسي حقیقت دښمن، جګړه او برخلیکپاڼه جوړه کړې.
زه د بت شوي حقیقت په خاطر تورې وهم.
ما د خټو، لرګو، مسو، برنزو، طلاو، الماسو او
ذهني خدایګوټو- بتانو په خاطر وژنې کړي. قتل د بتپالنې زور ښیي.
اخ! قتل دې ومري! که قتل ونه کړو، څومره ژر به څښتن تعالی سره خپل شو!
د کلام او غږ مسافر ځي او راځي او موږ له زړو زړو بتانو خلاصوي.
اوس خاورین، ډبرین او مسین بتان نه نمانځو؛ خو ذهن ته منلی د حقیقت سیوری،
اوس په باور-اخلاقو بدل شوی.
د
ماشومانو لخوا له خاورو شګو د سړو، څیرو او کورګیو جوړولو او بیرته ړنګولو
ته په کتو سره، له خاورو او شګو جوړ بتان را ته دروغجن وختل؛ خو اوس بت
دننه ولاړ دی.
بت هماغه د حقیقت وچه وینه ده. هماغه لومړنی شپون قهرمان، چې د ټولې رمې
غلاوې، شرمونه، او ظلمونه یې د خپلې وینې په بیعه اخستي.
د حقیقت هماغه اپلاتوني سیوری بت شوی.
دغه سیوري ذهن خپل کړی.
د حقیقت سیوری باور شوی، اخلاق د هغه د وژل شوي غږ مړه وینه ده.
د کابل سین ته «څمڅه مست» وایي؛ خو دغه سین زما لپاره خپله هېنداره ده. زه
د اګاهۍ په یوه قدیمي څاڅکي مست شوی یم او دنیا په خپلو چیغو وژنم:
«ما حقیقت راوړی. زه د حقیقت سوداګر یم. زه حقیقت را استولی یم...
لږ له ما آزاد شئ!
بل ګام په مخکې دی!
نهه
ویشتم ګام
«زه
رڼا یم. هغه نور چې ستا دننه پړک وهي. هغه نور چې ټوله دنیا یې رڼا کړې.
ټول څېزونه، ټول وجودونه، ټول کائنات له ما را ټوکېږي.»
«زه هغه غږ یم؛ هغه ستا دننه کلام. هغه غږ په ټوله دنیا کې تیت دی او ټول
کېهانونه ژوندي ساتي.»
«نو»
مو ووت د کاغذي حقیقت په دفاع کې
زه ددغه «تاریخي حقیقت» مخالفان یا په ژبه، یا په لاس، یا په ولچک او
زولانه، یا په پانسۍ او د برقي وژنۍ په اتومات څوکۍ باندې اصلاح کوم!
که په اخلاقي کتاب او د اخلاقي معلم په فشار نه شوه؛
بیا یې وژنم او په ټوله ځمکه باندې، د اخلاقو د طومار مرخېړي او ثوابي خرما
کرم.
«زه» کاغذي حقیقت په خوراک او څښاک بدلوم.
کاغذي حقیقت د ټول نسل سرنوشت ګرځوم.
موږ د افلاطون د فلسفي سمڅې سړيان یاستو. موږ د لمر تت سیوری لیدلی او د
یوه تیاره او تت سیوري په نامه، لښکرې جوړو، وینې بهو، او د ځمکې له مخ څخه
د ژوند رنګین فصل ریبو!!!
«څومره تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ...»
خدای تعالی ژوند پیدا کوي، ژوند آزاد خوشې کوي، ژوند پالي، لویوي، ژوند د
ځان په لور ور بولي!
خو زه ژوند وژنم.
زه ژوند د اخلاقو محکمې ته را کاږم.
زه ژوند په ناروا او روا باندې وېشم.
زه ژوند د ذهن مریی ګرځوم.
زه د ژوند په غوږو کې اخلاقي ګوشوارې اچوم.
ژوند ته کالي جوړوم. ژوند ته ټرافیکي لوحې او لارښوونې ودروم.
زه ژوند ته اخلاقي نظامنامې جوړوم. زه ژوند ته قوانین جوړوم.
ژوند مکتب ته اچوم. ژوند ته خدایي رحم او قهر ور زده کوم.
زه ژوند باسواده،
څښتن ته ور روانه وم.
زه د ژوند مخې ته له تورې او توپ سره ودرېږم، چې زما د ذهني حقیقت- د
اپلاتوني سوړې د یوه سیوري- غلامي، بنده ګي او سربازي ومني.
زه لوی او ناتمامه حقیقت، د حقیقت په زړو او نویو سیوریو کې را کلابندوم.
زه کاغذي حقیقت په معبد او په زیارت او آسماني خونو کې محفظوم.
داسې «زه» خپل زړه او روح د ذهني خوښیو لپاره لیلام ته را وېستلي.
زه د «قدرت او شهرت» په معنوي سرطان اخته یم.
دا معنوي سرطان دی، چې نه د غاښو د ډاکتر په امبور راوځي، نه د روانشناس او
هېپنوتراپ په جادوګریو او نه هم د زړو کبرونو د خاورو وس ورباندې رسېږي.
مشره دا سره زر دي!؟
د شلمې پېړۍ په وروستیو ورځو شپو کې، د ژوند سېلاب او توپان په مخه کړم او
آن تر پېښوره پورې ورسېدم.
یو مهال ماښام وه، زه په «نوې اډه» کې روان وم، چې ناڅاپه یو پېښوری پښتون
مخې ته را ولوېد:
«مشره دا سره زر دي؟»
ما ټکان وخوړ، ځکه خلکو د پېښور د پولیسو ډېر کیسې را ته کړې وې! خو دغه
ږېره خرېلي خوله را ته جینګه نیولې وه او زما ځواب او عکس العمل ته یې سخت
زړه تنګ
ؤ!
د هغه په
ګرمیو او بازاري خیرو سوزولی
ورغوي کې، سره سکه ځلېده. سکه مې وپېژندله:
«نه! دا پاکستانۍ روپۍ ده!»
هغه مې لکه پیری له مخې والوت او ما هم ځان لیني بس ته ور برابر کړ، چې ځان
فیز تري کې، د پلار خورزې او د هغې د منځوي زوی زما همزولي، ډګروال عنایت
الله خان کور ته ورسوم.
اوس نو د بس په سېټ کې ناست یم. پولیسو هم نه یم ودرولی، غلو هم نه یم
شکولای؛ خو زړه ته را ولوېدل، چې هغه انسان ورور غوښتل ما غوندې تازه ورغلي
«کابلي» او «مهاجر» باندې پاکستانۍ روپۍ، د سرو زرو په قیمت تېره کړي!
خندا راغله، درد هم راغی، خو ښه و، ښېراو ته مې زړه ونه شو.
زه ډارن دی. د حقیقت شخصي، او فردي او عملي تجربه نشي کولای!
زه په حقیقت پسې د وتلو نه دی.
زه ته انساني اګاهۍ جوړ کړی د ژوند فصل حقیقت شوی.
زه په خپل مخلوق حقیقت کې نمانځنې کوي او د قربانۍ مراسم ادا کوي.
اوس زړه ته را لوېږي، چې خدای خبر د معنویت پيریانو به، د حقیقت سیوري، پر
موږ څو څو ځله، د «سرو زرو حقیقت» په نامه خرڅ کړي او تاوان کړي وي؟
غمي لا پاتې دي، پاتې به په بله را سپړو!
که خدای تعالی غوښتی وه!
|