کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

 

پنځلسم ګام

می بخور مصحف بسوز آتش اندر کعبه زن

ساکن بتخانه باش مردم آزاری مکن»

                                          

موږ «ځان» پسې سرګردانه یو. له موږ ځان ورک دی.

موږ د «بل» عادت اشغال کړي یاستو.

موږ د زړو او پردیو عادتو مستعمرې یاستو.

له تاسو سره مې شریکه کړه، چې یو د پنځلسو- شپاړسو کلو سازماني ځلمکی، څرنګه یو د لمانځه په تور اګسا ته قلمداد کوي!

په دې هم سره خبر شو، چې د ذکرالله شهید د لیسې ښوونکی، فقط د کورتۍ د غټ چپه ګردن په خاطر، د خپل ډول صحرایي محکمې لخوا، سور کاپیر ثابتېږي او خندانه ځواني یې تر ډبرې لاندې کېږي.

او بیا د یوه مشهور جهادي تنظیم، د قومندانانو شورا، له کابله کلي ته ورغلي پخواني ږیره خریلي په ولیو د کورتیو اچولو، وېښتانو ږمنځولو، لامبو وهلو او د پولو پر سر ګرځېدلو په تور، ځانګړې غرنۍ محکمې ته جلبوي.

خدای خبر څومره خدایي عاشقان به د خدای د نوم اخستلو په جرم، د نفس پرستو بنیادمانو د غضب خوراک شوي وي؟ (نه پوهېږم په دې او دې ته ورته د نورو د بدلولو په اورلنو مرکزونو کې به څومره سپېنې آسماني څېرې خاورې ایرې شوي وي؟)

موږ په ناخبرې توګه د یوه زاړه-ښایي مړه- تعهد لپاره، د ژوند نعمت مصرفوو.

دلته، د جنت په دې ورکه ځمکنۍ څنډه باندې ذهني اګاهۍ- ښه ده ووایم انساني اګاهۍ- د ژوند سوزولو دوزخي کورې ګرځېدلي، چې هره شېبه، هره ورځ او هر وخت د «بل» په شخصي او فردي عقیده، باور، فکر، طرز، سلیقه، ډول، مورال... د قهر او غصب اورونه ور بلوي!

دلته نېږدې هر مکتب، فکر-باور د ځانپېژندنې او حقیقت سرچینې موندونکې په دعوې سره، په ځانناخبري ډول په خودپرستي او باطني غرور پېښه کړې او ځکه نو له خپل ذهني چاپېریاله بهر ژوندۍ نړۍ، د بت- فکر پلي کولو لپاره، روغنیات یا د سوند مواد ګڼي.

 

ځار ځار له خپلواکو ماشومانو شمه

ماشوم د انسان په لاس او عقل جوړ شوي فکرونه، اندونه-باورونه، فرهنګونه او تمدنونه، د وچ کاغذ پر مخ د مشرانو غلط کارونه ګڼي.

د ماشوم ژوندي احساسات او عواطف د حقیقت له سرچینې را بهېږي.

هغه او حقیقت سره خپل دي.

هغه له حقیقته پیدا شوی.

حقیقت یې پلار دی، مور یې دی، حقیقت یې له شودو ډک تی دی.

حقیقت یې آسمان دی. حقیقت یې پښو لاندې هواره ځمکه ده.

حقیقت یې سترګو کې هر موجود تصویر دی.

حقیقت یې خوب دی. حقیقت یې ویښه ده. 

حقیقت یې د زړه غوښتنه ده. حقیقت یې د خولې خپلسرې خندا ده.

حقیقت یې وړیا ډوډۍ، اوبه او هر شی غوښتل دي.

هغه حقیقت د هرڅه پلار بولي.

ماشوم ته ژوند او د ژوند بېلیونونه څېرې، د حقیقت ډول ډول نندارې ښکاري.

ماشوم د روا هستۍ هستوګن دی. ماشوم هرڅه حقیقي او روا بولي. دا د خالصې مینې نندارچي دی.

ماشوم ته مینه وړیا ده.

هغه هر شی ځای پر ځای غواړي او تر سره کوي! ځکه یې لوڅې ډډې، لوڅې میتیازې، لوڅې مچې په شهوت کې نه ځایېږي!

ماشوم لوڅ او زړور خدایي مینه ګر دی.

هغه په عشق ډک دی. ځکه نو دنیا، څېرې، وګړي، څېزونه، ښایستونه، آوازونه...هر هرڅه خپله روا مینه بولي.

ځکه نو دغه خدایي مخلوق د بې قیده او شرطه مینې، بې پروا مینه ګر دی.

هغه ایډیالوجۍ، اندونه-باورونه، چې د بل د بندي کولو، تړلو، له آزادۍ محرومولو، وژلو او تباه کولو په خیال کې دي، څومره خدایي دي؟؟؟

موږ ته د خپلو خولو او خیرو بوی عطر دي او د نورو ګلابي څېرې او طبیعي عطرونه راته د شیطان په میتیازو ککړ برېښي.

موږ په ځان عادت شوي یو.

موږ د یوه رنګ زیارتونه یو؛ خپل رنګ.  موږ کې خپلې زړې ذهني او عادتي خېرې زیارت شوي دي.

موږ په خپلو ماتو ګوډو افکارو، اخلاقو، عادتونو، رواجونو، رسمونو...د روسو له «ټولنیز قرارداد» لوړه بیعه ږدوو!

«که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي/خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې.» حضرت رحمان بابا

یو څه به بې خبرې ځان ځان سره دمه شو!

ګوندې که را څخه ورک ماشومتوب، د زړه له کومې ګوښې آواز را وکړي!!!

 

شپاړسم ګام

" هېڅ بینادم، مکان او یا کوم شی کامل نه دی...څومره آسانه ده، چې د بل تفاوت ته د خطا په سترګه وګورو. موږ د «سم» او «ناسم» په اړه د خپلو عقایدو په بند کې اسیر یاستو."

د بل «بدلول»، حاکم اخلاق، په ملي او نړیواله کچه، د زیاتو ورانیو، قتلونو، غمونو او دردونو لامل شوي دي. د بل بدلولو، د انسان شرافت داغلی دی. دې فکر شریف انسان په یوه غاصب، نیواکګر، زندۍ کوونکي، قاتل او ورانونکي حیوان بدل کړی دی.

 د بل بدلول، د جګړو مور دی. له قدیمه را هیسې، بل بدلول پر ذهن حکومت کوي؛ ځکه نو ذهني-مادي مذهب هم بلل کېدلای شي. 

بل بدلولو لومړی ذهنونه او فکرونه لاندې کول -او اوس یې لا بېدریغه لاندې کوي- او وروسته؛ لکه له وښو لاندې اوبه، په حکومتي مرکزونو  یرغل وروړي.

دې جګړې واکمن فکرونه، مادي-ذهني مذهبونه، اخلاق، رواجونه او تمدونونه، پخپلو سړیو او وسلو سره را نسکور کړي او نړولي دي.

د بل بدلولو د هر نوی عصر په پېل کې، د وخت د زورور مادي-ذهني نابغه کوډګر، په زورورو احکامو سره، انساني اګاهي مغلوبه کړې او له دې سره یې خپل سړي او سرتيري، خپلې وسلې او ټانکونه، خپلې سرچینې او خاوره، د زاړه او له موډه لوېدلي ذهني- مادي مذهب او واکمنۍ او له ښې وتو فرهنګونو پرضد ور اړولي او دې سره د نړۍ محتوا او شکل په نوي ښکیلات او زبېښاک کې وژلی ودرېدلې.

له دې مادي- ذهني اوښتون سره به راټوله شوې انساني، کلتوري، اجتماعي او حتا اقتصادي سرمایه نړېدله او ددې پر کنډوالو به د فاتح فکر او باور بېرغ ودرېده، شکل کېده او د هر څه ظاهري حالت به جوړېده.

بیا نو نوې نمانځنې رامینځته کېدې. نوي شوالیه او سرداران نمانځل کېدل. د وژل شویو لویو وینو تویونکو زیارتونه او متبرک ځایونه جوړېدل او تویې شوې وینه، د قلم له لارې، د تاریخ کتابونو ته ننوته. او اینده ماشومانو د خپل ډول کله منارونو روایت، د حماسې په نامه لوسته او په ډله ییزو ترانو کې زمزمه کاوه.  

نه! نه کېږي! څه شی دي، چې افشا کېدل یې مخکې له وخته دي. دا کار لویه بیعه غواړي!

زما وجود د «قتل» بندولو چیغې وهي!

نو ورکه دې وي د مرګ رسۍ، یا چاړه، یا توره، یا توپ، ټوپک، الوتکه او هغه وژونکي واسکټونه، چې ګل مخو اوولس، اتلس او شل کلنو ته، د تویې شویو وینو په وزن، نالیدلې ناوکۍ، د بې مړي جنازې په اوله شپه، بې ټنګه او ټونګه په لاس ورکوي!  

له هغې ورځې چې انسان د «مسوولیت» او «رسالت!» او «نجات!!» او څه او څه په نامه، د بل بدلول پېل کړي دي:

له هغې راهیسې یې سپین خدایي طبیعت اوښتی!

له هغې را په دې خوا یې جنتي څېره سپیره شوې!!

له هغې را وروسته، هغه د فکر غلام دی او غواړي دغه غلامي په ټوله ځمکه جاري او د تل لپاره دود وګرځوي!!!

له ټولو ذهني دلاېلو چې تېر شو،فقط ځان تر پوښتنې لاندې راولم!

راځئ، خپله یې تجربه کړو، خپلې پوښتنې ته هغه ځواب ومومو، چې زړه کې مو له سترګو او حواسو پټ دی.

آزادي او ځان موندنه مو سرنوشت اوسه!

 

اوولسم ګام

«هرڅه تېرېږي...یوازې خدای دې چې بدلون نه مومي. موږ ټول مخ په یوه مقصد سفر کوو.                     یوازې لارې مو سره توپیر لري.»  تلپاتې لار

 

اکبر جهاد

دې دمه کې پوښتنه نه وه، پوښتنې را په کې په چیغو شوې:

که د بل د بدلولو کار او بار، چې احزابو او سیاسیونو په ټیکه اخیستی، نه وه- نه وي- آیا بیا به هم وینه تویې شي؟

آیا زندان کې به څوک پاتې شي؟

آیا ځوانان به مو ځوانیمرګان شي؟

آیا کرکه به داسې د زړه ښایستونه را خوري؟

دا او ډېری داسې نورې پوښتنې د میلیونونو افغانانو پوښتنې دي. دا د نړۍ د هرې ایډیالوجۍ او د ذهني او رواني باورونو ځپلو ملکونو د میلیونونو انسانانو لپاره پوښتنې دي! دا پوښتنې هم زما او هم د هر بل انسان پوښتنې دي. او هم له ما او هم له هر انسان څخه مطرحې پوښتنې دي!

نو د پوښتنو د ځواب مرکز زما دننه دی. رښتنی ځواب زموږ هر یوه خپل ځواب دی. نو راځئ خپله دغه طلایي برخه په خبرو راولو!

زه، ته، هغه! هر یو، سره له دې چې د بل بدلولو دوزخ، ژوند او هستي را سوزولي، له دې سره سره، بیا هم په یو ډول نه یو ډول سره، د بل بدلولو، ذهني او عملي دریځ کې ښکېل یاستو!

زه که غواړم د بل بدلولو له ذهني او عملي دریځه آزاد شم؛ نو بیا د ځاني، کورني، اجتماعي، کلتوري، محیطي، قشري، حتا کاري-مسلکي خونديتوب له بیمې محرومېږم!

نو دا اکبر جهاد دی.

دا د اور له سیندونو تېرېدل دي.

دا د سر او مال مرګ دی.

دا د ځان، مال، عزت، هویت او شخصیت په اوبو کې خوشې کول دي.  

ځکه نو د ژوند د ټولو پوښتنو ژوندي او تازه ځوابونه زموږ په خپل تقدیر کې ویده دي!

زه خو دلته په دې اوږده لیک کې دادی لګیا یم؛ غواړم ځان دقیق په هېنداره کې ووینم:

 

انسان د خپلو تالیفاتو غلام

موږ خپلو تالیف کړو قوانینو، اخلاقو، رواجونو...تېر وېستلي یو. دا پټې وسلې دي. دا لومړنۍ بې غږه تپانچې دي.

دا نه پېژندونکي زهر دي.

دا د ځان په لور وېشتل شوي توغندي او هېدروجنې، نایتروجني بمونه دي.

موږ د روا دلایلو په سپرونو او ډالونو مجهز یاستو.

موږ یوه فکر-باور اېل کړي یو.

موږ ذهني اسیران یاستو.

موږ د بل په زندۍ کولو، وهلو، دربولو، شړلو، وژلو او سوزولو سره، له خپلو ذهني نفسانیاتو سره له اصلي جګړې څخه تښتو.

بیا وایم ذهني نفسانیات دغه پنځه دي: شهوت، قهر، طمع، تړلتیا او ځانپالنه!

 

موږ د غم نېشیان!

موږ ارمانجن یو. موږ د پلرو پلرو زخمونه، ژړاوې، غمونه، واویلاوې، آهونه، او د زړه سوزونه ځان کې را ټول کړي. یوازې لوحه مو نشته، کنه موږ زاړه، عتیقه موزیمونه یاستو. موږ د غم په نېشه اخته یو. موږ تیت او پرک یو.

زړه مو له ذهنه تښتي!

حواس مو له بدنه منډې وهي!

عواطف مو په حرامو ښکلاو پسې خونونه کوي!

پښې او لاسونه مو د ګېډې او شهرت اورتون ته، د بل له کورونو، په سوله او په جنګ، په واسطه او چشمبندۍ خس او ذغال را تښتوي!!!

او د روح خو هېڅ درک نه لګېږي!

«روح» یاد ته نه راځي!

په «روح» نه د ملا، نه د عامي سر خلاصېږي!

وااااااا...ی! زه روح یم که دا دوه توته، له خټو جوړ انسان شکله زیارت؟

که زړه را سره دی، نو ژاړم به، ژاړم به، ژاړم به...تر خپله خدایه، تر خپله خدایه، تر خپله خدایه....

لویه خدایا! که د غږېدا او استدلال عادت نه وای؛ حقیقت به څومره ساده وه!!!

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۹                             سال دهم                             سرطان            ۱۳۹۳  خورشیدی              اول جولای  ۲۰۱۴