کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

کتاب پېژندنه:

نوم: د بل بدلولو دوزخ

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

ایډیټ:

ډیزاین: هیوادمل ګرافیکس

شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه

خپرندوی: عازم انتشارات

 




 

 

 

یادونه:

د کتاب د پښتې، او منځپانګې ډېری عکسونه او انځورونه له ټولنیزو شبکو او د شخصي دوستانو له پاڼو څخه را اخستل شوي دي. دا چې د ډېری عکس اخستونکو معلومات په واک کې نشته؛ ځکه نو ټول عکسونه، د عکس اخستونکي له نامه پرته خپاره شوي. په دې خاطر زه د ځان او ټولو لوستونکو په استازیتوب له دغو مهربانو پنځوالو او هنروالو څخه، چې هستونو یې د ځنو معناګانو په تصویري کولو کې مرسته کړې، د زړه له کومې مننه کوم، او ژوند او چارې یې د غږ او رڼا په اوبو شنه غواړم.

ددې په خوا کې، پر دغو سپینو پاڼو د معنا او رڼا یو شمېر  مرغلرې، شنې، سرې، نارنجي او ابي ابي ځلېږي. د چا نوم نشته؛ خو په هر ځل لوستلو سره یې، د وینا پنځوال یو بل قد هم د غږ او رڼا د آسمان په لور لوړېږي. 

 

ددغه الوت لپاره یوه لنډه دمه

ددغه کتاب منځپانګه، تېر کال، ګرداب ورځپاڼې، د «ژوندۍ زمانې» په کلیشه کې، د «بل بدلولو دوزخ» تر کلیشې لاندې، د خدای تعالی په نامه، د لیکوال د حافظې له صندوق څخه ګام په ګام آزاده شوه.

دغه څلوېښت ګامونه دا را سپړي، چې ذهنی- مادی مکاتب، ایډیالوجۍ او باورنه څرنګه د «انسان» زړه، ذهن، او ټول وجود، د ذهني برده ګۍ «بنده ګۍ» په زنځیرونو او زولنو کې تړي او د «بل انسان» د ښکار او وژلو جنګي ماشین ترې جوړوي؟

د کلام دغه تالندې او برېښناوې، وېښو زړونو ته موقع برابروي، چې په شخصي توګه دا ومومي، چې ولې  انسان د بل انسان آزادي، ژوند او حیثت تر برید لاندې نیسي؟

او دا چې جګړه، وژنه، او په هره وسیله او ذریعه د بل بدلول، د فطرت، خلقت او ژوندۍ الهي ارادې پر ضد، د ذهني نفسانیاتو اختراع او ټولعمره مشغولا ده!

د کلام د غورځو پرځو په دغه رنګینه او ریتمیکه ټولګه کې، د انسان د وېښولو چیغې پورته شوي. دلته د زړونو په الفبا سره، د مینه ګرې سولې د مانیفست کښت پېل شوی؛ چې ستاسو په اشتراک سره به ادامه مومي.

زه په ټول ځان الهي ارادې ته تسلیم یم: کېږي د زړونو موسیقار مرغه مو، د بې قید او شرطه مینې، د سپین اور په پړک او پړوک کې، د خدایي کلي په لور، د الوت غږ او رڼا تر لاسه کړي.

لویه خدایه! زړونه او ذهنونه مو د خپل هدایتګر غږ او رڼا په سمندر کې ډوب ولره!

برکت یوسئ.

 

لومړی ګام

«ټول په دې فکر دي، چې نور وګړي او ټول بشریت بدل کړي؛

خو هېڅوک د ځان د بدلولو په فکر کې نه دي.»  لیو تولستوی

 

«زه» سپېڅلی، «بل» ناولی!

لږ تر لږه نیمه پېړۍ کېږي، چې دلته د بل بدلولو کلچر پېل شوی!

او دغه سپین خدایي کلی، د انسان-فرد د بدلولو مسلخ ګرځېدلی.

دلته هر «بل» زیات دی، «اضافي» دی او چړې زموږ غیرتي نښې دي!

دلته «بل» زیات دی! بل حق نه لري. بل ناروا او حرام دی. او دا له ماشومتوبه را زده کېږي!

پرته زما له ډوله، زما له فکره، زما له رسم او رواجه، زما له اند او باوره پرته بل یو هم روغ نه دی، سړی نه دی او خدای ناروا کړی!

موږ پر یو بل کانګې کوو. بل را ته ازغی دی. بل اور را اچوي.

بل ظالم دی، ناجنس دی، بدل دی، کچه او ناپاک دی!

 

د بل بدلولو باغ لنډ انځور

دا څو میلیونه په وینو سره قربانیان، زخمیان، عقلي او رواني ناروغان،

دا له خپل پلرني کور، کلي، ښار څخه شړل شوي انسانان،

دا د غچ او انتقام له اوره ډک بالفعل او بالقوه جنګیالان،

ټول ټول د بل بدلولو دوزخي فکر او فرهنګ هغسې راوړل لکه دا اوس یې چې راوړي! 

دلته زوی انقلابي شو، پلار ضد انقلاب شو. بزګر ږیره خرېلې سرلوڅی معلم وواژه، په ضد کې یې بریتور ضابط، د ټانک په ګولۍ کلی او جومات نښه کړ.

دلته هر نوم، هر خېل، هره درجه انسان قاتل شو. او داسې هم کلی قاتل شو، هم ښار قاتل شو.

موږ یو بل د ککړ ذهن، ککړ فکر، ککړو اخلاقو، ککړ چلند او ککړ رواج په خاطر غندو، محکومو، وهو، وژنو...!

او موږ د خپل ذهن-باور له نظره  بل د ککړ اند- باور په خاطر؛ د خپل «روا» او «مقدس» غضب په اور کې سوزو او تباه کوو!

وه نه وه! یو وخت زموږ د ادارې د وړتیاوو لوړولو او ادارې د پراختیا رییسه آریه نجات، زما د مشر زوی «بهرام امرخېل» په لیدلو سره هکه اریانه شوه او ویې وېل: «وفا صیب،بچه ات طرف تو نه رفته

زه وایم دا یې کمال دی، چې ما ته نه دی شوی!

زه «یو» یم! نوی ځلمی بهرام بیا ځانته «یو» دی! هېڅ «یو»، د بل «یوه» تکرار نه دی.

ځکه نو خلقت دومره رنګین او متنوع دی.

 

هېڅ «یو» په «بل» کې نشي تکرارېدلای!

تنوع خدایي لورینه ده. د فکر تنوع، د اخلاقو تنوع، د رواجونو تنوع، د اندونو-باورونو تنوع، د رنګونو او قومونو تنوع... او بالاخره د هر وګړي تنوع ددې شاهده ده، چې هر یو ژوند خدایي شهکار دی!

دغې مېرمنې وخندل او په خپلو تبصرو یې زموږ د څېرو، د افکارو، د خویونو او چلندونو تنوع ونه ځپله. او په دې سره زه یو هم او بهرام یو هم په خندا شوو.

موږ نړۍ، چاپېریال، انسانان د خپلې هېندارې دریځ ته را ټیټوو. هر بل باید هغسې واوسي، لکه زه چې یم.

ځکه نو اټکل کوم، چې لا ځان سم نه وینو. لا خپل «ځان» ته نه یو رسېدلي. ځکه به نو دلته په دغې افکارو، ایډیالوجیو، باورونو او خویونو را جمعه کړې ټولنه کې فردیت او تنوع سپېڅلي نه وي.

ځکه به نو ښایي د یوه یوه خدای را څخه خوشحاله نه وي!

په دا ډول ذهني- دوزخي فضا کې، هر فرد او وګړي چلپیا خوري؛

ځکه نو بیا زه هم چلیپا خورم،

زه هم د بل لپاره هومره نامقدس، ککړ، بد، خراب او ناولی یم؛ لکه هغه چې زما ذهن ناولی، ناروا او حرام را پېژندلی!

په داسې اند او باور سره هم «زه» او هم «بل» چلیپا خوروو. بیا نو هېڅوک نشته:

وېرېږم، دغه جګړه چې موږ متمدنو فکرونو-خویونو اسیر کړي انسانان یې کوو؛ د ټولوژنې مبهم مانیفست نه وي!!!

اخلاقو او باورونو څومره تاوان رسولی دی! بل دې اوسي؛ خو چې خپل «فردیت» او «تنوع» حلال کړي! زما په څېر روا سړی شي!

زما افکار، زما اندونه-باورنه، زما عادتونه په ماته غاړه خپل کړي. خپل فکر، باور، اخلاق او عمل یې وګرځوي.

ښایي په دا ډول پوهه، عقل، اند او باور سنبال انسان، د ټول ژوند وژلو لپاره بس وي!

په دې ډول چلند سره دنیا تکراري شمېره ده.

ځمکه زما غټه شوې، پړسېدلې څېره ده،

وګړي له ما جوړ بتان دي.

زمانه زما د ساعتیرۍ ساعت دی.

آه، څه وکړم، په دا ډول کلمو انځورګري کول هم زور غواړي؛ دلته به دمه شو!

 

دویم ګام

«تر هغو چې انسانان د ترلاس لاندې موجوداتو بېرحمه وژونکی وي، هېڅکله به سلامتۍ او سولې ته ونه رسېږي؛ دا ځکه: تر هغو چې انسانان د حیواناتو په ټولوژنه لاس پوري، یو بل به هم وژني. په حقیقت کې، هغه څوک چې د قتل او غم کر کوي، نشي کولای مینه او ښادي ورېبي.»   فیثاغورث

 

د کپتان نیازمحمد کیسه:

کیسه له سره ثوره ور دمخه ده: نیازمحمد هم اول نمره او هم زموږ کپتان وه. هغه د بزګر بچی وه؛ خو له موږ غوندې خانزاده ګانو یې، د درس میدان وړی وه. ښایي د ښوونځي کتابچې او قلمونه به یې هم د هګیو په پیسو ؤ.

نیازمحمد پر موږ بد لګیده. ځکه هغه «بل» ؤ. اول نمره ؤ، کپتان ؤ، او د الجبر هر سوال ځواب یې په ذهن کې ؤ. کیمیا او بیالوجي هم لکه اوبه ورته وه. تاریخ او جغرافیا یې هم له یاده قصه کول. او همداسې نور کتابونه یې ټول په مغز کې وه.

هغه وخت هم ولاړ، هغه د میدان مرکزي لیسه هم ولاړه، هغه د نیازمحمد کپتاني هم ولاړه.

ما دولسم په غازي لیسه کې ختم کړ، کابل پوهنتون ته دت شوم او نیازمحمد په منډه منډه طب انستیتوت خلاص او بله ورځ ډاکتر شو. او دې مینځ کې انقلاب ځوانان خوړل، ترڅو څو تنو غیر پښتنو جنرالانو د ګوند، پوځ او پولیسو څلور پنځه لکه انقلاب ساتونکي په قمار وواهل او بیا کابل د تنظیمونو شو او کلیو ته د سرو کابلیانو لارې خلاصې شوې او فاتحو کلیوالي ځوانانو هم په سکر بیستانو ونومول.

د نیازمحمد د ډاکترۍ کار و بار هم میدان ښار ته وکوچېد. نور نو ډاکتر دریشي غورځولې وه، کمیس او پرتوګ سره له کابله میدان ښار ته په ګشت کې وه! 

خو د بل بدلولو «زمری» او «سور ملنګ» او یو عالم سړي ورپسې وه! هغوی د چا په ږېره پرېښولو، پګړۍ یا پکول په سرولو نه بنديدل!

بیا یې ډاکتر نیازمحمد د کابل میدان ښار په لاره کوز کړ.

مور، خور او بل او بل، چې څومره سر او تندی وواهه، خو د ولایت مقام ته، د جنګ له نغارو سره، را کوز شوي والي صاحب، په عرض ورغلې کورنۍ داسې ځواب کړه: «موږ خبر نه یو!».

بل وخت خور، ورور په خوب ویني. شهید ډاکتر وایي: «خورې! زه قوماندان (...) کوز کړم، بیا یې نښه کړم، بیا یې د ډاک په ازغو او خځندو کې کش کړم. راشئ! پکول مې د پلانکۍ ډبرې څټ ته پروت دی، چرمي بوټان هم وږو سپیانو شکولي او دلته ډاک کې پرې ایښي.» 

مړی پیدا شو. نښې نښانې د نیازمحمد وې. کورنۍ، مور او خور زورور والي ته عرض وروړ. والي پلانکی را وغوښت. پلانکی هم د مخالفې جبهې جنګ ته روان وه، وخت یې کم وه؛ نو خبره ور یې خلاصه کړه: «اوس خو مې وژلی څنګه یې کوئ!؟ که مسلمان ؤ، مفت به جنت ته به ولاړ شي که کاپیر ؤ، اوس به خپل نصیب ته رسېدلی وي؛ بې د هغې یې جهنم ځای ؤ، اوس څه ما وژلی، څه خدای ژوند ترې اخستلای

«قومندان والي» هم دغې کشالې ته داسې پای ټکی کښېښود: «اوس نو شوي، زه خپل قومندان نشم خپه کولای، اخر هغه چې بندي کړم بیا ته د هغه پر ځای جنګ ته ځئ؟؟؟»

د سره ثور، سره اور دغه جوړ کړی قومندان په خپلو ځوانو همسنګرو ملګرو کې «بل» نه لیده. هر یو دی ؤ. خو نیازمحمد «بل» ؤه. پیدا یې کړ او ختم یې کړه.

ښه، شرم دی، چې د قضاوت ګناه وکړم! خدای شته او هېڅ شی پټ نشي پاتې کېدلای!

دا کیسه به پرېږدو، او خپلې ته به را وګرځو.

زه چې په فکر کې غلط شم، او په ځان غمجن شم او د خپلو جیبونو او جایدادنو په تللو او نورو سره په مقایسه کولو شم، نو یو ګل په شان اولاد زړه ته را ولوېږي او ترپ په شٌکر سر ټیټ کړم.

اولادونه مې ښکاره دي. هر یو یې ځانته ژوند، ځانته فکر او خیال، ځانته پېژندنه، ځانته رنګ، ځانته جهان، او ځانته سرنوشت لري.

نه یې قد له چا سره مقایسه کوم، نه څېره، نه عقل، نه لیاقت، نه عمر، نه سویه، نه خېل او قوم، نه ځواکمني او شهرت!

یو یې هم د مقایسې وړ نه دی. ځکه چې د ځمکې پر مخ «یو» هم له بل یوه سره د مقایسې نه دی.

افغانستان د کم او زیات دېرش مېلیونه «انسان ګلانو» باغ دی. د نړۍ په نامه باغ بیا خپلو نژاد نژاد فصلونو کې، اووه اته میلیارده رنګین انسان ګلان غوړولي.

انسان د طبیعت ګلانو ته وتی دی. خو چا لا خپل «انسان ګل» نه دی پرانستلی. انسان ګل لا هماسې بې نومه، لومړنی، زوړ او قدیمي او هیر پاتې دی.

هرڅه له ځانه پېل کېږي. زه هم ځانته را ګرځم.

زما اولادونه: یو یې هم په ټوله ځمکه کې نه پیدا کېږي. او د ځمکې پر مخ «یو» هم د بل یوه تکرار نه دی؛ ځکه یو یې هم د بل یوه-ولو که اوباما، یا اسامه، یا مانډیلا وي- پر ځای نشي کېدلای.

هر یو یې تر ټولو جګ قد، دنګه ونه، ښایسته صورت او ځانته د زړه دنیا دی؛ خو د هغوی په خوا کې هېڅوک نه په قد، نه په شخصیت او نه په اصلولۍ ترې ټیټ او کچه دی!

انسان په رنګ معتاد دی. داسې ایډیالوجیکي، اخلاقي، فکري، اعتیاد هم رواج دی. عادتونه او سنتونه خو بیا له یو بل سره د جنګولو تېل دي.

د انقلاب له اورونو پخوا، ها د شاه او سردار د زمانې وږې سوله او وچ امنیت وخت کې به، زما پلار سرکاتب محمد اکبر خان امرخېل، له کابله چینایي رنګه مجلې راوړې. پلار یوازې په پاړسي میرزایي ژبه کې «سرکاتب» وه او نورې ژبې نه ورتلې! مجلې یې له خپل ورور بللي، کلیوال ترکاڼ او خټګر محمد ظاهر سره، چې ټولو به باچا باله، پیتاوي ته کتلې او زما ابو به هم ورته کورت بټه باندې کړې وه.

زما خو بیا بیخي له لوست او لیکه توبه وه، خو رنګه عسکونه مې ښه ایسېدل. او چې نوبت به راغی مجلې به مې پاڼه پاڼه اړولې! په رنګه پاڼو به مې لاس را کشاوه! حتا دغه عکسونه به مې بویول. وېره را سره نه وه، چې په سره اعتیاد به واوړم!

دا مجلې د کمونیستي چین په عسکري رنګ ډکې وې. بزګر عسکر، زده کوونکی عسکر، معلم عسکر، مامور، سرمامور، رییس، وزیر، رهبر هر یو عسکر، عسکر او قومندان هم عسکر، یو مخ شپږ، اوه سوه میلیونه نفوس عسکر، تا به وېل، چې ټول چین یوه عسکري قشله ده!

وروسته، چې ښار کې معلمان وزیران شول او کلي کې ملاصاحبان قومندانان شول، او پلار هم ښه وګڼله، چې د اعلیحضرت تر بیا راتللو پورې د پلرو نوم کابل کې وساتي، نو زه مکتبی هم له کورنۍ سره را کابل ته شوم او بیا په یوه رنګ کې ونښتم، څو چې د عقل غاښ راخوت او زه پوهېدم، چې د چین عسکري رنګ، د بل بدلولو د دوزخ رنګ دی. او دوزخ همدا دی، همدا دی، همدا دی...!

دومره زه ګډ وم؛ تاسو څه فکر کوئ آیا زړه مو را سره مني چې هدیرې د بل بدلولو اند و باور جوړ کړي؟؟؟

نور خبرې هم شته نو تر بل ګامه به دمه شو!     

 

نوره بیا

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۱۴      سال دهم           حمل/ ثور             ۱۳۹۳  خورشیدی                شانزدهم اپریل  ۲۰۱۴