څنګه یې کوې؛ راباندې وشول!
آخر موږ خو نه غوښتل؛ ټول را باندې وشول، او را باندې کېږي!
ما هېڅ نه دي کړي!
زه له ګناه معصوم یم!
دا ټول خارجیانو وکړل!!
خارجیان دې تاوان ورکړي!!!
خارجیان دې دا وطن آباد کړي.
خارجیان دې دلته سړک، او برق، او زراعت او صنعت جوړ کړي.
اخر خارجیان ډېر ملامت دي.
اخر ولې داسې سراسري معلولیت؟
ولې دومره پراخ انساني منفعلیت؟
آخر ولې موږ ټول مجبور نفوس یاستو؟؟؟
څه شول ها سینه چاک بل بدلوونکي (اصلاحګر)؟ څه شول ها کرکجن دوزخي بل اصلاح
کوونکي (بدلونکي)؟
په جبلستان، په وزیرستان، په نورستان، په تورکستان او پښتونستان کې،
د ملا په جامه کې مرګیال جنګیالی مجبور دی.
سرباز مو مجبور دی، ملا مو مجبور دی.
قاتل مو مجبور دی، مقتول مو مجبور دی.
زوم مو مجبور دی، ناوې مو مجبوره ده.
او مجبور بیا معلول دی!
ارګوال مو مجبور دي، کوټه وال مو مجبور دي! واړه او زاړه را په کې مجبور
دي.
ټول را پکې مجبور دي.
یو را پکې نامجبور نشته!
هر کار مو مجبوري ده.
ویښه او خوب مو د مجبورۍ دي.
ژوند او رواجونه مو د مجبورۍ دي.
ودونه او خیراتونه مو د مجبورۍ دي.
سیالي او شریکي مو د لویې لويې مجبورۍ نښې دي.
ژوند مو د مجبورۍ عبادت او اطاعت دی.
حتا بدې خبرې، بد نېتونه، بد رفتارونه، بد چلندونه، بد بد جنګونه،
وهل، نیول، بندیانول، په پانسۍ خېژول، مو له مجبورۍ دي.
په داسې یوه خدایي هېواد کې چې هم پاچا مجبور وي، هم غل، هم پولیس، هم
قاضي، هم مفتي، هم ملا، هم په ډالرو سپور روښانفکر،
هم بډېخور، هم بډې ورکوونکې،
هم مدني فعال او هم بهرنیو فوځونو سره په ډالرو مقرر ترجمان (چې په خطري
شېبو کې یې یاسين په خوله وي) مجبور وي!
نو د مجبوریت په یوه داسې زندان کې څوک آزاد پاتې شو؟
بیا دلته د کار او د میدان او د ژوند سړی څوک پاتې دی؟
نو میدان د چا شو؟
واک د چا شو؟
واکمن څوک دی؟
او موږ مجبور، معلول او د نورو د کارونو او فعالو علتي دریځونو پسمانده او
تفاله نه شو؛ نو څوک شو؟؟؟
د مجبوریت دغه دوزخ کې، آزادي، استقلال، تاریخي افتخارات، جنګآورۍ...څه شی
دي؟؟؟
آخر علت څوک دی؟
آیا که خدای په روس او امریکې را قیامت کړي،
زموږ عاجزانه (زنانه) مجبوریت به ختم شي؟
نور به معلول نه وو؟
سوال به نه کوو؟
موږ به د خپل ژوند او سرنوشت او نن او سبا خاوندان شو؟
زموږ ورځ به ښه شي؟
|