کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

دوه دیرشم ګام

«ای بشره! ته خپل سرنوشت ته وګوره! ته د باد په وړاندې یوه شمعه يې...»

زما بیا له ښوونځي څخه توبه وه! «ابو» به خپل ترورزي ته په لاس ورکړم، چې د مکتب چپړاسیانو ته مې تسلیم کړي!

زما د مور ترورزی عزیزالله ماما، چې د ټولو خولو توېولو او تڼاکو لاسونو اجر به یې یو شینکی «شړومبې» او نیمه د باقولو او غنمو ګډوله ډوډۍوه، لښته راپسې پورته کړه:

«اورمېږ دې مات شه! مکتب څنګه نه وایې!؟ د ما او د «رفیق» ماما حال دې نه ګورې! که مکتب مو وېلای وای، اوس به «اکبرجان» غوندې چېرته مامور سر مامور وای. اوس به مو هر ځای او په هر چا امر چلېدلای...ته بل ځل له مکتبه را وتښته چې زه دې په لښتو سره څرنګه پښې شنې در اړوم

 

مکتبونه د «مکتبونو» په لمبو کې

معارف د ایډیالوجۍ په واکسین اخته شوی وه. دا واکسين ډېر خوږ وه؛ ځکه نو چا د لینین فاړسي شوې بیوګرافي په ګنډه کې پټوله، چا د دین د احیا لپاره له مصره را صادرې شوې نوې سیاسي سیپارې په ګوښه او په تیارو کې، لوستلې او ضبطولې او په پټه په مکتبیانو باندې وېشلې او چا د امېر کروړ په نامه شعر باندې برېت تاوول.

له دې وضعیت سره د هغو بزګرانو بچیان، چې شاهي قانون ښوونځي کې زده کړه ورباندې فرض کړې وه، د شاهي او خانداني نظام پرضد په مظاهرو او لاریونونو شول. نور پټ او ښکاره ګوندونه هم لاریونونو او مظاهرو ته راووتل. پټې تپانچې او چړې هم د ځوانانو، په تېره بیا پوهنتون او پولیتخنیک محصلانو مینځ کې رواج شوې.

چا د بزګرو او کرګرو دکتاتورۍ په سیوري کې خلکو ته د ځمکې، کور، ډوډۍ او جامو د مساوات زیری ورکاوه، او چا ځمکني برجونه ورانول او نقش او نګار بیرغونه یې سوزول، چې که د وعده شویو روا شرابو او گلمخو تصوري «ایتوپیا» بنده دروازه  خلاصه شي.

هی هی! د ډوډۍ شعارونه هم ولاړل!، د ژغورنې او خلاصون لوظونه هم ولاړل!! دا دومره د بل د بدلولو له اوره ډک ډک ګلڅېره ګلڅېره ځوانان هم ولاړل!!!

اه، کابل ته د راتللو کیسه پاتې شوه!

زه کابل ته ورسېدم. له کوټې سنګي په منډه د ژېړې سیلو مخې ته په نښه کړې نمره یي کوڅه ته ور تاو شوم. که ګورم، چې زما د تره، جګړن محمد یوسف پیلوټ کرایي کور مخې ته عسکري رنګې والګا ولاړه ده! کور ته چې ننوتم، پیلوټ ټولو معاون صاحب بوله.

اخر روسي جټ الوتکو او زغروالو ټانکونو کار کړی وه. نور نه د داود خان وهم د چا په زړه کې پاتې وه، نه یې د جمهوریت شعار چلېده، نه یې د سردارۍ دبدبه چې په خپل ملي غورځنګ سره د لوی افغانستان تعهد پوره کړي!

 

دا سره، شنه او سپین خوني بیرغونه

اعلان د مساوات شوی وه. د بزګرانو په دسترخوان کې د غنمینې ډوډۍ پیدا کېدلو لپاره، انقلابي فرمانونه لکه سرې ګولۍ، داسې په کلیوالو خانانو، ملکانو، فیوډالانو را اورېدل. د واده لپاره یوازې د دوو ځوانانو موافقه په کاره وه؛ نور کار دولتي قاضیانو بې رشوته ترسره کاوه.

نور نر څوک وه، چې له چا د سود ګټه وغواړي! زما پلار له کلي بره، په قول کې ځمکه ګرو کړې وه. له ځوانو انقلابي افسرانو او معلمانو جوړې «انقلابي شورا» له فرمان سره سم، پلار د ګروي ګټه او پیسې هېرې کړې. خو د ګرو شوې ځمکې خاوند پیسې راوړې او د پلار په جیب کې یې پخپله اراده ور کښېښودی:

«مدیر صاحب زه خپله غاړه نشم بندولای، دا پر ما حرامې دي، پیسې دې واخله!»

 

دري دېرشم ګام

«د تلپاتې نیکمرغۍ سرچینه، په ټولو کې د ځان ليدل دي.»

پلار بامیانو ته ښاروال ولاړ. خو مېاشت دوې به یې تېرې نه وې، چې د ښاروالۍ دبدبه یې پرېښوه او ځانته یې کابل کې، د ټیټې رتبې یو ملکي بست موافقه واخسته. هغه خپل لمونځونه کول، توبې یې وښکلې او د پاچاهۍ راتګ ته یې لارې څارلې!

خو ما ځانته بله دنیا جوړوله. زه ځوانۍ ته شوق نیولی وم. په پټه به مې په مخ د پلار د ږېرې خرېلو زړې پلې را کشولې، چې برېت ژر راووځي او زه هم خلکو ته د بیانیې ورکولو- هغوی پوهولو، شم... اوس به زه او زما نور همزولي؛ لکه بسم الله، سیداجان، د شیرین زوی انور او نور چې اوس یې نومونه یاد ته نه راځي؛ په مکتب پهره ګرځېدو؛ خو خبره بل شی شوه!

بزګران غرو ته شول. خانان او ملکان او خانداني ملایان یو خوا، بل خوا له نظره لېرې شول.

ورځ د انقلابي شورا د فرمانونو د اجرا کېدلو وه او شپه به کله یوه ګوښه کې، کله بله ګوشه کې، له مکتبه اورونه او دودونه پورته شول.

دې وخت کې د «ارتجاع، امپریالیزم، فیوډالیزم او اشرارو...» اصطلاحات د رسمیاتو په ژبه کې شامل شول. د ګوند او خلکو رهبر ووېل:

«غویی مو حلال کړی، یوازې وروستی ساه یې پاتې ده.»

دې سره مبارزو معلمانو کلاشینکفونه او پپشې ماشینګڼې غاړو ته واچول، چې د خان او د بزګر تر مینځ د ځمکې او اوبو مساوي ویش پاتې کار ژر تکمیل کړي.

مېدان درې خپلو سرو او سپینو بچو باندې خاموشې چیغې وهلې، چې هر څه ښه دي. هرڅه خدایي دي. هر څوک پوه شه او کار یې پوه شه!

د افغانستان د هرې بلې درې او مېرې په شان، د میدان درې چیغې دومره چوپې وې، چې حتا د یوه بچي خوب یې حرام نه شي. اخر جګړه خو له خولې پېلېږي، ځکه ژوند او طبعیت په چوپه خوله سوله را باندې تنفس کوله، خو دا چوپتیا د ګرم راغلو ځوانانو له انقلابي فکرونو-باورونو سره په مقابله کې وه.

حالات اوښتي وه. نور چا په سره کمیس او سره نښان سره خان، ملک، او ملا او خانزاده یا ملکزاده، یا ملازاده ګانو ته زور نه شو ښوولای. میدان ذکرالله شهید لیسې ته یې روسي ټي پنجاو دو ټانک راوست. زموږ لغمانوال سرمعلم چې دلته یې «ګنډیری» نوموم، له یوولس ډزي سه صد سه بورد سره مکتب ته ته او راته.

بله ورځ ټانک له لیسې ووت. په شپه یې خلک راغلل، چپړاسیان یې وتړل او له سپینو مرمرو جوړه لیسه یې، د تیلو په زور سره لمبه کړه او موږ له لیسې خلاص شو. نور د کابل شوم.

داسې ورو ورو ښارونه ځوانو معلمانو په خپل زور ټینګ کړل او کلي د هغو جنګیالو بزګرانو شول، چې د پدري ملایانو په فتوا سره یې، د خوراک، پوښاک او هستوګنې د رسمي وېش له فرمانونو څخه خوا ګرځولې وه.

 

یوه هفته کابل ته را کډه کېدل

پلار په موږ پسې کلي ته راغی. وېل یې هزاره را پورته شوي او مخ په میدان روان دي. ارباب فتح یې قومندان دی او موږ باید سر او عزت خوندي کړو؛ اوس له کلي وځو.

له دې سره موږ د خزاندار عیسی خان له پخې برجورې کلا- صرف د یوې هفتې لپاره- کابل ته را کډه شو؛ خو خبر نه چې کابل به د موږ شپاړس اوولس کلنو هلکانو د سر وېښتان را سپین کړي!؟  

دلته به یو څه د بل بدلولو له اورونو دمه شو!

 

څلوردېرشم ګام

«پرون ولاړه، په سبا باور نشي کېدای، شېبه ومومه، چې تېرېږي.» خواجه عبدالله انصاری.

 

هفته که قرن؟

لس، دولس کاله د یو بل بدلولو اورونه بل وه؛ خو دومره مو جسمونه، حواس، عواطف، ذهنونه، روانونه او ارواوې را وسوزېدی، چې اوس هر یو له قرن قرن غم او رنځ سره ولاړ یو؛ خو د بل بدلولو عادت مو لا هم ذهن، حواسو، دریځ او زړه ته کولپونه را اچولي.

دغه اور دومره وخوټولو، دومره یې واېشولو، دومره یې سره او شنه او تور کړو، دومره یې مات ګوډ او کاږه واږه کړو؛ چې اوس هر یو د معیوبو او سوزېدلو احساساتو، عواطفو، افکارو لوی دیوان په قهر او غوسې سره چیغې وهو او له فردي مسوولیتونو غاړه غړو.

له موږ هر یوه، کتاب جوړ دی، دفتر جوړ دی، داستان او رومان جوړ دی.

دلته تراجیدۍ له سره کر کړی.

دلته د جنګ ناروا خدایانو بیا بیا د خپل ډول بنده ګي دود کړې او انسان یې د انسان د آزادۍ، ژوند او ګټو پرضد جنګولی.

 

دا مړه دلایل

دلته انسان وسیله ګرځېدلی.

دلته انسان توره، ټوپک، بم، ټانک او طیاره ګرځېدلی.

دلته انسان سور اور شوی او ددې اور منبع فقط دود شوي فکرونه، اندونه، اخلاق او رواجونه وه او دي. 

فکر، باور، اند او اخلاق د دلیل په غلاف کې پټ دي او د دلیل تریاک هر ساده وګړی نیشه کوي او تسلیموي.

هغه مهال داسې وه: هرې غاړې خپل دلایل د عوامو د قناعت لپاره، د ذهنیت سازۍ د ماشینونو له لارې، د خلکو په سترګو او غوږونو ورمنډل.

خو دلاېل مړه دي، بې ژونده دي.

دې مینځ کې چا د کارګري ورورولۍ په نامه او چا د دیني او فرهنګي ورورولۍ په نامه، او چا هم د څه شي او څه شي په نامه، دلته تورې او ټوپک ووېشل.  او ټوپک د شرافت نښه شو. وژل د ثواب ګټلو نغد نوټونه شول. 

 

زموږ د بې مسوولیتۍ ناروغي

زموږ د غوښو او زړونو سوداګرو ټوپک او توپونه، راکټونه او الوتکې، بمونه او ځانختمولو واسکټونه را برابر او را په غاړه کړل؛

خو ډز له خپل سړي شوی.

نښه خپل سړي نیولې.

چاړه خپل سړي کش کړې.

او ذهنونه-ښایي زړونه هم- لاهم د غچ له نه افشا شویو لیستونو ډک پک د تازه غچ لپاره موقع ګوري.

د وژلو لپاره یو یو نوم موږ غوره کړی.

ضرورت، دلیل او روایښت یې موږ جوړ کړی او موږ تصدیق کړی.

یو تازه، بې جوړې انسان موږ له پښو غورځولی.

موږ خښ کړی، موږ د شهید بیرغ ور باندې رپولې.

موږ یې غم نیولی، موږ یې یتیم ته د پلار غچ ور زده کړی.

داسې د دوه درې میلیونه مړو نومونه موږ کښلي او پټ لیستونه مو لا ذهن او زړه کې په پوره حرص سره ساتلي! 

او ددغه دوزخي جنګ کیسه لا روانه ده!

د ما مشر ماما، د شاهي دورې ژاندارمه پولیس، ضابط محمد علي به د ځوانو ټانکستانو او پیلوټانو د انقلاب په وختونو کې وېل: کار کار دی خارجیانو دی: «پسونه!» یې شنه او سره او ژېړ رنګ کړي، او یو بل سره په جنګ خوشې کړي! 

دې خبرې سره یوه لنډه ساه واخلو!

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۵                           سال دهم                          میزان           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی            اول اکتوبر ۲۰۱۴