کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 

۹

 

۱۰

 

۱۲

 

 

۱۳

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

د قدرت او شهرت لوږه

اعتراف کوم، چې موږ ټول دوزخ سوزولي یاستو.

حقیقت لري، چې موږ ټول د غږ او رڼا په ستر سمندر کې د لامبلو او معنوي غسل تازه کولو وږي او تږي یاستو.

خو دغه انسانخوره جنګونه مو پخپله په خپلو کورونو را ننوېستل!

راځئ له ځانه وپوښتو:

«له ننني انسان څخه آزادي کومو دیوانو غلا کړې؟»

«جګړه ولې را پیښه ده؟»

«موږ خدای تعالی پیدا کړي ولې ویرجن، ژړندوکي، نامراده او په قاتل او مقتول بدلېږو؟»

«که «زه» د ژوند او آزادۍ غل ونه اوسي؛ څوک به قتل وکړي، څوک به په بند او زولنو کې ولویېږي؟؟؟»

که لږ ګریوانه ته سر ور کښته کړو، نو ښایي خپل قاتل را ته ژوندی مقتول جوړ شي.

ښایی یو مقتول را ته وژل شوی قاتل ښکاره شي او په دې توګه یو مخ معتبره انساني څیره راته تر ټولو لرغونی؛ خو پټ او ناپېژندلی شرم جوړ شي.

د هر قتل په خاطر، د انسان هویت داغ خوري.

په هر قتل سره، «شرافت» را څخه پردی کېږي.

په هر قتل سره، «حقیقت» لېرې کېږي؛ ځکه قتل او حقیقت سره لېرې دي.

حقیقت کامل دی. کامل یوازې ځلولو ته اړتیا لري. کامل مینې کولو ته اړتیا لري. کامل ځان وېشلو، او هرڅه په ځان کې ډوبولو ته اړتیا لري.

هغه مهال چې وایو «پلانی ارمانجان ولاړ!» آیا آرمان یې داوه، چې خپل قاتل ووژني؟

یا به داسې وي او یا به زموږ فکر-باور سودایي شوی وي او خپل مبارک شهید به د یوه قتل قرضدار را معلومېږي!

«خدای تعالی ژوند پنځولی او انسان جګړه را وېستلې!

د خدای تعالی په منلو سره ولې سودایي کېږو، ولې ځانته د نورو په هکله د قضاوت حق ورکوو؟

ولې الهي ارادې ته موقع نه ورکوو، چې خپل سپین حکم جاري کړي.

کوم عقل دی، چې الهي پوهه چلنج کړي؟

کوم قدرت دی، چې الهي قدرت وننګوي؟

د کوم شي مینه ده، چې د الهي مینې ځای دې ونیسي؟

د معنویت الفبا داده: پوهه له خدای تعالی سره ده، قدرت له هغه سره دی، مینه د هغه ده!

نور هرڅه دروغ، جعلي، بازاري او د انسان ذهني-نفساني محصولات دي.

دې سره زموږ قضاوت په شرم بدلېږي.

زموږ جګړه نفسي فرمایشاتو راوېستلې.

ځکه نو «جګړه انساني جرم دی»

ځکه چې «حقیقت» د خدای دی او هغه کامل دی.

او کامل کې هېڅ نه ځایږي. کامل فقط مینه کولای شي. او موږ لومړي درجه سوي به څوک لېرې وغورځوي! 

ښه ده بیا ووایو:

ای خدای تعالی!

 زموږ اراده نه ستا اراده دې په هرڅه کې جاري شي!  

څلور پنځه لسېزې کېږي، چې دلته انسانانو پر یو بل چړې را اېستلي او د خپلې محدودې انساني اګاهۍ- مرغۍ عقل- په دودجنه رڼا کې، د نورو انسانانو د ژوند، آزادۍ او ګټو په اړه قضاوت او عمل کوي.

آه ه ه ه! تر دې ځایه د حروفو په بوټانو، جامو او څېرو کې راغلم! نور به لاس ونیسم. لږ به صبر شم، چې بد هضمي پېښه نشي.

اخر دې څنګ ته چلیپا،

بل څنګ ته چلیپا،

مخته چلیپا،

څټ ته چلیپا،

لاندې او سر د پاسه چلیپا...

هره خوا چلیپا!!!

همدې منځ کې به یوه بله دمه واخلو!

 

نهه دېرشم ګام

«خدای ته د رسېدلو لار، خدای ته تسلیمېدل دي.»

 

د معلولیت کلچر

موږ یو معلول ټبر!

موږ یو مظلوم نسل!

موږ نه د جنګ وو، نه مو انقلاب پېژانده؛ نه مو نیول زده وه، نه بندیانول!

موږ نه د چاندمارۍ کسب او کار زده وه او نه مو چا ته ټنډه تروه کېدله!

موږ آرام وو. آزاد وو. په خپل کار او بار لګیا وو.

چې دغه کتابونه، شوروي او مصر کې تحصیل یافته وو را وړل!

(کتابونه، مکتبونه، ایډیالوجۍ) را پورې سره اورونه شول.

اورونه په خوله راغلل.

موږ اورلن ښاماران او اورلنې شیشکې شولو!

موږ نه غوښتل، دا ټول را باندې وشول! موږ یې ناچاره او مجبور ولیدلو، او راباندې ویې کړل!

کار زموږ وه، کر زموږ وه، سړې تودې زموږ وې، خو درمندونه خانانو او ملکانو بارول.

زموږ ډوډۍ غلا کېدله! ملکانو او خانانو «فیوډالانو!» زموږ د پلرو د کلونو زحمت غلا کاوه، حکومت یې څټ ته وه! پولیسو یې په امر بزګران وهل دربول! زموږ د عرض او داد مخه بنده وه! هماغه وه، چې له مجبورۍ مو د عادلانه وېش فلسفې او اقتصاد ته مخه کړه او دغې فلسفې آن د اردو ځوان افسران د وسله وال انقلاب کار ته را مات کړل!

په رڼه ورځ راووتو او د بې عدالتۍ په کور مو د جټ الوتکو او پولادي ټانکونو اورونه را کوز کړل. طفیلي سرداران مو له ارګه وشړل! د کرګرو او کارګرو زبېښاک مو ختم کړ. کلیوال معلمان مو وزیران کړل، او بزګران مو په کوپراتیفونو او سواد زده کړې په کورسونو کې شامل کړل! نجونې مو زړو او کونډو خانانو، سردارانو ته له ودېدلو را خلاصې کړې. او سره خوله مکتبیان مو، د چټکو زده کړو له لارې، ضابطان، خوردضابطان کړل. او په خپلو سپینو او تورو غرونو کې د امریکې، فرانسې او انګلستان جنګ ته ور ووتو!

خو امپریالیزم چاړه پاکستان ته په لاس ورکړه. او هغه بیا د اقتصادي او ټولنیزې نابرابرۍ پرضد زموږ جاري کړو فرمانونو څخه بیزاره ملایان، د نوي عدالت لپاره د برېتورو شازلمو د نظام پر ضد را ولمسول!

ملایانو مکتبونو ته اور واچاوه. معلمان له کلیو کډه بار شول. څوک څارندوی کې، څوک اردو کې، څوک اطلاعات دولتي کې شامل شول او له هغې ورځې ښارونه او کلي سره په جنګ شول.

یو خوا ځوان، سپین، بریتور معلمان، بل خوا خدایي قهر وېرولي ساده، شډل، په الف او با ناخبره بزګر د یو بل مقابل کې صف صف ودرېدل!

معلمانو کوښښ کاوه، خپل پلرونه د خان او ملک له تسلطه را خلاص کړي. او د شوراګانو هېواد په بېغرضانه مرستو سره، مصادره شوې ځمکې میکانیزه او هغوی د «کور، ډوډۍ، کاليو» خاوندان کړي. د ټولو لوڼې او زامن دولتي مکتبونه خلاص او خارج ته په تحصیل ولاړ شي. او افغانستان د زیارکښو باسوادانو، د برابر وېش په یوه نمونه ټولنه بدل شي.  

خو بزګرانو او کلیوالو، بې د ملا له فیصلې هېڅ شي ته لاس هم نه وروړ! هغوی نه ډوډۍ ومنله او نه مخلوڅي، نه درېشۍ او نه هم د مکروریانونو لوڅو، لپړو، هوا کې ولاړو اپارتماني کورونو کې مېشته کېدل!

هماغه وه، چې زامن او پلرونه زور ته سره ووتل.

یو ورځ دا غر، بله ورځ ها دره،

یوه ورځ دا کلی، بله ورځ هغه علاقدارۍ،

یوه ورځ دا ولسوالۍ، بله ورځ ها بل ولایت...

همداسې په منډه منډه ټول افغانستان د زوی او د پلار، ورور او ورور ترمنځ، د بې سره او بې بره جنګ لوی میدان شو.

یوه خوا سره انقلابيون(شورويان) او بله خوا امریکایي امپریالیزم د «تورې ارتجاع»  په وسیله، د پاکستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې، د خپل خپل خدای په زور سره ونښتل. د مادي او اجتماعي عدالت نړیوال پاسوال (شوروي اتحاد) هم په یوه داسې دلیل، چې یوازې ځانته یې د قناعت وړ وه، په افغانستان راننوت. هغه لومړی د افغانستان ښارونه، بیا کلي، بیا غرونه لټ پر لټ کړل، خو په یوه امریکایي سپیشل فورس وانه وښتل. پوره یوه لسیزه کې یې، د یو درجن عکاسانو، جورنالستانو، او دیپلماتانو نومونه اعلان کړل، چې افغانستان ته د جاسوسۍ په تور راغلي او دوی نیولي ول.

شورویان ورک شول، خو د شورویانو پر ضد د جنګ نغاره پوره څوارلس کاله په شورماشور وه!

بیا د جنګ بل فصل راووت. ددغه جنګ میدان ښارونه وه او کابل ښار، د ملک په سطحه، د جنګي ښارونو په سر کې ؤ. اوس نو د جنګ قومانده په الله اکبر ورکول کېده. هره ګولۍ په الله اکبر سپره، د دښمن په ټټر او ککرۍ نښتله.

اوس د جنګ ژبه یوه وه،

ادبیات یې یو ؤ،

فکر او عقیده یې یوه وه،

سپاهیان، بېرغونه او قوماندانان یې هم یو رنګ او یو خېل ول،

 خو په همدې جنګونو سره، د جنګ د مقتولینو او ماتو ګوډو، وړو زوړو شمېره درې څلور میلیونو څخه واوښته.

او دغه زور ټول په ځان کې اوبه کړل.

هرې خوا غوښتل مقابله خوا بدله یا (اصلاح!) کړي.

دلته څه جنګونه انقلابونه چې شوي، ټول یوه ریښه لري: د بل بدلول- اصلاح کول!

د تېرو درې څلورو لسیزو نسلونو، د یو بل په بدلولو سره، وینه توېول دلته فرهنګ کړل.

خو اوس داسې برېښي، چې کتابونه د زړښت ناروغۍ وهلي دي.

مکتبونه سرکوزي شوي دي.

بیرغونه له ډېره شرمه را لوېدلي دي.

دغو مړو کتابونو او د بل بدلولو ژوندخوړولو او ژوند خوړونکو فلسفو، او ځانناخبرو عقیدو دلته ټول انسانیت مات کړ. موږ اوس هم بنیادمان یاستو؛ خو انسانیت مو په شک کې دی!

اوس په اته څلوېښتو دموکراتیکو ملکونو کې بره ناسته امریکا راغلې چې موږ ته د دموکراسي او لیبرالیزم واکسین را ولګوي!

او غرونه بیا اورشیندنې کوي. د فاسفورسو، امونایتریتو او واسکټونو په دغو اورونو کې، زیاتره زموږ لوڅ مخونه، لوڅ سرونه، لوڅې پښې او ډډې سوزي.

دا هم مجبور دي؛ ها هم مجبور دي!!!

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۷                           سال دهم                          عقرب           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی           اول نوامبر ۲۰۱۴