څلوېښتم
ګام
ځمکه د انسان د ښکار ځنګل
اه، نشوم موسیقار، چې په دومره نعرو کې سپینه مینه ګره لمبه شم!
لمبه شم او له ماشومتوبه را څخه ورک پلرني- خدایي کلي په لور خپله وجودي
برخه والوزم!
آرام شم،
بې غږه او بېغمه شم!
او نور په ځمکې کې- چې د انساني ذهن تر ښکیلاک او زبېښاک لاندې، د انسان د
ښکار په ځنګل بدله شوې- یوه انساني خبره، یو انساني کار او یو انساني فعل
ترسره نکړم!؟
خپله محکمه:
آیا کولای شم، د یوه مقتول د کبر شناختې، عکس، یا لکړه باندې را ځړېدلي، د
واده د اولې شپې د زري کمیس ریښکیو کې، د یوې ګلمخې خور او مور د وچو شویو
چیغو له زبوم وهلې حافظې څخه ځان سلامت «تېر» کړم؟
آیا کولای شم، د وطن هره کونډه خور یا مور یا لور، په دې خبره «دنیا زما او
ستا نه ده!» له خپلې مخې لېرې کړم؟
آیا کولای شم، د مثالي عدالت په تله کې د یتیم اوښکو په مقابل کې، د بنجاره
نانځکه، یا هوایي پوکاڼه کښېږدم؟
آیا کولای شم، د شهید په نامه، له دولت څخه درې سوه روپۍ تقاعد واخلم؟
آیا کولای شم، د شهید په نامه حج ته ولاړ شم؟
آیا کولای شم، د خپل سورکفنه، سوزېدلي، او شنه اوښتي شهید د کبر په خاوره،
د خپل ماشوم «نظر وچ» کړم؟
او آیا کولای شم، د خپل زوی، ورور، پلار د قتل په تور، خپله قاتل شم؟
که ځواب مې هو وي؛ نو بنیادم به وم؛ خو انسان به نه وم!
تاسو هم لاسونه را سره پورته کړئ!
زه له هر هغه انسان ورور او انسانې خور څخه په ټول ځان عذر غواړم، که دلته
راغلې اندونه، نظرونه او بحثونه د خپل فکر، باور او دریځ خلاف انګیري!
زه دښمن نلرم. او هېڅوک پخپله دښمنۍ نه پېژنم؛ ولو که څوک وغواړي، له پاسه
په سر پښه را کښېږدي!
بس په همدې ځای در څخه جلا کېږم:
خدای تعالی دی موږ د خپل عشق او رحمت په اقیانوس کې داسې ډوب کړي؛
چې پرته له بې قید او شرطه مینې او لورینې هېڅ احساس را پاتې نشي،
پرته له مینې کومه خبر په خوله رانشي،
پرته له مینې کوم کار مو له لاسه ونشي،
پرته له مینې په کومه خوا زموږ پښه ولاړه نشي،
پرته له مینې هېڅ فکر، تصور او خیال زموږ زړه او ذهن کې پیدا نشي: ګوندې که
داسې د بل بدلولو عادت مو د تل لپاره ختم شي!
ټول ژوند الهي باران دی. نو د څه شي شکایت وکړم، په څه شي قضاوت وکړم!؟
نو ای لویه خدایه!
ای د عشق او رحمت بې شانه سمندره! زما اراده نه؛ بلکې په هر کار کې دې ستا
اراده جاري شي.
یوڅلوېښتم ګام
من گٌنگ خوابدیده و عالم تمام کر
من عاجزم زگفتن و خلق از شنیدنش
شمس
دا ګام به په ګډه لیکو. خو زه تسلیم یم! دلته ستاسو ګام دی؛ نو بسم الله
کړئ:
(.................................)
د
پای دمه
برکت مو نصیب شه!
|