کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 

۱۴

 

 

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

 پنځلسمه برخه

زما د جذبولو لپاره د عرب جنګیالو هڅې

 

اوس نو زه خلاص وم. آزاد وم. خپل وطن کې، خپلو عزیزانو او وطنوالو سره وم؛ خو عربانو، دغو د القاعدې سړو ډېره هڅه وکړه، چې زما فکر ور واړوي. هغوی ماته شپېته، اویا اسلامي کتابونه راوړل. ما دا ټول یو یو ولوستل، قرآن مې له تجوید او تفسیر سره درې ځله خلاص کړ.

خو زه جلا سړی وم. خپل فکر مې درلود او هغوی زما زړه او ذهن نشو ور خپلولای.

همدا به یې راته تکراروله، چې کفر مسلط دی. جهاد په هر مسلمان فرض دی. او مسلمانان پرته له وسله وال جهاد بل هېڅ مسوولیت او مهم کار نه لري.

ما به دا ورته وېل، چې زه مسلمان یم، پلار مې مسلمان وه، جهاد مې وکړ، وطن خلاص شو، ملت مو مسلمان دی...خو له هغوی سره اضافي خبرې ته ځای نه وه.

د القاعده مذهبي سپاهیانو ډېر کوښښ وکړ؛ خو زه بدل نه شوم. اخر یې امېد له دې قطعه شو، چې زه د هم ددوی په ډول شم!!!

ما آزاد بحث نشوای کولای. دوی پوهېدل، چې زه خبرې نه کوم، بحث نه کوم او نظر نه ورکوم.

یوسف به همیشه وېل:

«آزاد بحث کو!»

خو آزاد بحث نه کېده. هغوی لکه اوسپنه په خپل نظر او فکر ټینګ وه. هغوی ته بل هېڅ شی د منلو وړ نه وه. همدا یې تعهد او همدا یې ژوند وه. دا یې غوره کړې لاره وه.

هغوی یوازې وسله وال جهاد او د ټولو د بدلولو عزم درلود. دا یې الهي کار او قرآني حکم ګاڼه او بل هېڅ فکر نشوای کولای، د هغوی له عقیدې او پروګرام سره برابری وکړي او هغوی ته جالب ښکاره شي.

ما به وېل: زه آزاد بحث نشم کولای، چې خلاص شوم بیا به آزاد بحث وکوو.

بحثونو کې، یوسف عرب د احمد شاه مسعود خبره وکړه، ویې وېل:

«دا د غربیانو او فرانسې سړی وه. مسعود له هغو سره علایق لرل...څنګه همداسې نه وه؟

ما ووېل: هغه مجاهد سړی وه. افغان وه. اسلام او آزادۍ لپاره یې هلې ځلې کړي...

هغه بیا خپله خبره راواخیسته:

«نه! د غرب او فرانسې سړی وه.»

ما بیا ووېل، نه هغه ملي مجاهد وه!

ما اخر کې ووېل، زه آزاد بحث نشم کولای، کنه دلالیل ورته لرم.

یوسف په هغوی کې نرم سړی وه. کوښښ یې کړ چې په ورو، نرمه او په ښه لهجه را سره وږغېږي. خو پوهېده، چې زه خبرو ته زړه نشم کولای. بس د موږ ترمنځ ټولې خبرې همدومره وې.

 

اروپا- اسیا کې څلور پنځه سفارتونه خالي دي

څلور، پنځه مېاشتې دلته بیکاره پروت وم. بیا تداوۍ لپاره امریکې ته ولاړم. تداوي مې وشوه. ډاکترانو درمل راکړل، مشورې یې هم راکړې او ورو ورو عادي حالت ته را ګرځېدم.

کابل کې کرزي صاحب کور را ته ونیوه. پهره داران یې راکړل. خلک مې لیدلو ته راتلل. ټوله ورځ، بېلابېل خلک راتلل.

ډاکتر عبدالله، یونس قانوني، پيرصاحب، وزیران او ډېر نور قومندانان او مشران را ته راغلل. عام خلک هم له مختلفو ولایتونو او مناطقو راتلل او سره ومو لیدل.

زه خپلو خلکو، د دوی هرکلي او برخورد بېرته را ژوندی کړم. زه د دوی په لیدلو او د دوی په خبرو بېرته خوشحالېدم.

دا ډېر قدرشناسه او با پاسه خلک دي. ډېری خلک چې زما لیدلو ته راتلل، یوازې زما نوم یې اورېدلی وه، نور مو پېژندګلوي سره نه وه. دوی هر یوه ځانونه مکلف ګڼل، چې راشي او ما وویني. دوی زه خپل نماینده ګڼلم وېل یې، دا زموږ نماینده وه چې داسې ظلم ورسره شوی.

خلکو زه خپله غېږ کې نیولم او دې سره زه بېرته عادي حالت ته راګرځېدم.

ماته کرزي صاحب ووېل:

«اروپا او آسیا کې څلور پنځه سفارتونه خالي دي، هر چېرې چې غواړې سفیر به دې کړو.»

ما وېل اول به تداوي وکړم.

امریکې ته چې ولاړم. بچیانو سره یو ځای شوم. خدای بیا خپله کورنۍ، خپل ژوند را کړ. د خدای شکر ګوزاره یم.

کابل ته چې بېرته راغلم، او د افغانستان د خلکو قدرداني مې چې ولیدله؛ نو ما کرزي صاحب ته ووېل، چې خارج کې کار نه کوم. دا خلک ډېر قدرشناسه دي. هره ورځ په سلګونو راځي. زه ځان مکلف ګڼم، چې د دوی لپاره همدلته، په داخل کې، مصدر د خدمت وګرځم.

ما ووېل چې هره وظیفه چې تاسو جلالمتآب را وسپارئ، زه به یې سرته رسوم!

نو بیا هماغه وه، چې د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې لوی رییس یې مقرر کړم.

 

میرویس، وزیرستان او د پیسو لادرکه کېدل!

له آزادېدلو او خبل هیواد، او خپلې خاورې ته له بېرته راتللو دمخه یو ځل، زما میرویس وراره آن وزیرستان ته راغلی وه.

دا هغه وخت وه، چې زما د تبادلې او آزادولو کار روان وه. هغو خلکو پېسې غوښتې وې او پېسې له کابله، له ارګه را روانې وې. وراره مې هم په دې کار کې شامل وه.

کیسه داسې ده: یوه ورځ چې زه په خپلو چرتونو کې وم، را ته ووېل شول، چې څوک دې لیدلو ته راغلي!

حیران شوم! نه پوهېدم چې دا د القاعده کوم بل جنګیالی مشر دی، که پاکستانی طالب، که بل څوک!؟

خو چې کوټې ته یې دننه کړم، سترګې یې راخلاصې کړې. هالته همدغه میرویس ناست وه. په لاسو را ولوېد. لاسونه یې را مچ کړل. بیا یې نیم ساعت یوازې پرېښودو.

د مېرویس د کیسې له مخې، هغوی پیسې موټر کې ځای پر ځای کړې وې! بیا موټر ټکر شوی وه، دا چې څرنګه؛ په دې زما سر خلاص نه شو...بیا څه شوي وه او څه شوي وه... په دې نو یو میرویس خبر او یو هم خدای خبر. بس د میرویس د خبرې له مخې، هغه بل موټر را نیولی وه او ځان یې دلته را رسولی وه.

ما مهضې دومره ورته ووېلې، چې پیسې؛ خو اوس خلک د حوالې له لارې لېږي! بانکونه دا کار کوي! صرافان هم د خپل کمیشن بدل کې، په ډاډمنه طریقه، دا کار کوي!! تاسې ولې پیسې په حواله را وانه ستولې؟؟؟

هغه ووېل، چې آینده کې به د حوالې له لارې پیسې راولېږي.

 

ازاد خو له پټو دردونو سره لاس او ګریوان

ارګ کې پاتې شوم. کرزي صاحب هلته ځای راکړی وه. بیا یې وزیر اکبرخان کې کور را ته ونیوه. دا د خلکو تلل را تلل روان وه؛ خو زه لا له کورنۍ نه لېرې وم. زه د امریکې ویزې ته منتظر وم.

سره له دې چې ما ګرین کارت هم درلود؛ خو دا چې زه دوه کاله او دوه مېاشتې له امریکې لېرې او په بند کې وم؛ نو د امریکې د قوانینو له مخې، اوس ګرین کارت کار نه کاوه او زه ویزې ته معطل وم.

بیا ویزه وشوه. ولاړو. زه، خسر او خواښې یو ځای امریکې ته ولاړو او کورنۍ ته ورغلو او دیدار مو تازه شو.

 

زړه ته را لوېدل، چې مرم!

یوه، یوه نیمه مېاشت هلته پاتې شوم. بچیان، دوستان مې ولیدل. تداوي مې وکړه. زه اوس ښه نه وم.

خو اصلاً زما ناروغي معلومه نه وه! د ډاکترانو هومره سر نه راباندې خلاصېده. زما عمده مشکل عصبي او رواني وه.

ما فکر کاوه، چې د زړه تکلیف لرم. ساه مې په سختۍ وېسته. زړه به را تنګ شو. هیڅ شي خوند نه راکاوه. هیڅوک راباندې ښه نه لګېدل. بس چوپ، سوړ او موړ حالت مې درلود.

چرت به مې سخت خراب وه. هیچا سره نه آرامېدم. کورنۍ هم راته خپه وه، په تېره زرمینه مېرمن مې ډېره را باندې کړېده. هغه زما له زړه ښه خبره وه، پوهېده چې په ما څه حال تېرېږي!!!

حال مې نه وایه!                                               

هره شېبه زړه ته رالوېدل، چې مرم! بس دې سودا اخیستی وم. مېرمنې سره مې کله کله خپل حال وایه. هغه ډېره را ته خپه وه. زما د بد حالت په لیدلو به چې ډېره ناکراره او وارخطا شوه؛ نو وېل به یې:

« ولې دې چرت دومره خراب دی؟»

هغې به نازولم. پارک ته به یې بیولم. زما هېڅ شی نه خوښېدل. نه مې خبرې خوښېدلې او نه مې نورو ته غوږ نیولای شوای.

نه مې زړه کېده، چېرې ولاړ شم. او نه څوک راته راشي.

اصلاً ځمکې هېڅ ځای نه راکوه. زما علاقه خلاصه شوې وه؛ خو مېرمنې ته مې حال نه وایه-دا حال د وېلو نه وه!!!

ژړا به واخیستم. خو اوښکې نه راتلې. اوښکې مې وچې شوې وې. د انسانانو داسې ډبرو په شان سختو شویو زړونو؛ زما اوښکې را څخه اخیستې وې. بس څوک زما له حاله خبر نه وه! ځان سره دننه زړه کې به مې ژړل او دا چېغې او نارې سورې د هیچا غوږ ته نه رسېدې؛ یوازې ما اورېدې، ځکه مې د نورو شیانو اورېدلو ته وخت نه درلود. خو زرمینه مې په حال خبره وه. هغې مې درد احساساوه.

زرمینه هم زما مېرمن وه، هم زما ملګرې، هم غمشریکه...هغه په غم او ښادۍ کې را سره شریکه وه. زموږ ترمنځ پټ څه نشته. هغه په هر کار رسېدلې او له هرڅه پوره ده. هم په جرآت کې او هم په زده کړه کې رسېدلې. هغه په ژوند کې زما معاونه ده. خو اوس مې حال د ویلو نه وه. حتا مېرمنې څخه مې خپل غم پټ ساته.

بیا عقلي او عصبي ډاکتر زما حالت ښه وکوت. دغه ډاکتر ووېل، چې دا عصبي-رواني حملې دي. ورو ورو بېرته ښې کېږي.

زه د ملا تکلیف هم لرم. دا راسته خوا، تشي سره، نامعلوم درد لري. د ډیسک تکلیف هم وه. دا تکلیف مې د بند دوره کې زیات شوی وه.  

یو څه بې خوبه هم وم؛ خو خوبونه به مې هم لیدل.

د بند دوره کې به مې چې خوب ولید، په سبا به مې ځان سره تکراراوه. هغه د خوب صحنې او منظرې او شیان به مې را په زړه کول او په دې به مې وخت تېراوه.

اوس له بنده خلاص وم. هلته سل په سلو کې مرګ وه خو زه خدای او کرزي صاحب را خلاص کړم اوس بیخي آزاد وم. خپلې کورنۍ سره وم.

خو یو مشکل وه. دلته د امن احساس مشکل وه. خصوصاً مشهورو څېرو لپاره، هغوی هر چېرې آزاد نشي ګرځېدلای.

پخوا خو خطر معلوم وه. د خطر سړي معلوم وه. زه د هغوی په لاس کې وم. هغوی زه لیدم او ما هم لیدل چې دادی وژني مې! خو اوس خطر وه، خو تا نشو لیدلای. د خطر پېښولو سړي وه، خو چا نه شول لیدلای. دلته ته په یوه ګونګ امنیت کې اوسېدې. په کور کې دیوالانو ساتلې، دباندې زرهي موټر وه، مجهز پهره داران وه، هر څه وه.

پولیس، امنیت، اردو دې ټولو ته ساتلې؛ خو ټوله دنیا به سړی څرنګه وڅاري؟ ټول خلک به څرنګه وڅاري؟ آسمان او ځمکه او را چاپېره دنیا؛ خو هېڅوک نشي په کنترول کې اخیستلای! بیا په تېره چې یوه سړي په ډډو پورې باروت او ساچمې نښلولي وي، یا یې لنګوټه درته را ډکه کړې وي او غواړي اول ځان بیا تا له دنیا تېر کړي؛ دې حالت کې نو د امن احساس څنګه پیدا شي!؟

اخر چا ته مې بد رسولي وه! پوښتنه کولای شئ، خلک ژوندي دي، دلته، فراه کې، پاکستان کې، کویټه کې، پېښور کې، ټول افغانستان کې که یو نفر پیدا شو، چې ما بد ور رسولي وي؛ نو زه به بیا ملامت وم.

نو ددې حالاتو په لیدلو او خبرېدلو سره، ډېر خفګان را پېښ شو. ډېر یې متاثر کړم. حیران شوم، چې انسانان څومره خپلې څېرې بدلولای شي! زما شعار او کار خو له خلکو سره مرسته وه؛ خو زه څنګه له څټه په خنجر ووهل شوم!؟

ښه نو ځان او دا ټول به خدای ته سپارم. په ژوند هسې باور نشته. دا به هم هیر کړو، وګورو چې نور څه پېښېږي.

زما لپاره د خلکو خدمت مهم دی. له کورنۍ، دوستانو نیولې بیا تر نورو خلکو، غواړم د ټولو خدمت وکړم او خدمتګار واوسم.

دا زما طبیعت دی. انسانان، ایډیاوې، قلوب...هرڅه متفاوت دي. دا زما طبیعي حالت دی. له دې څخه خوند وړم، چې قدرت ولرم- هغه که مادي وي، که سیاسي یا اجتماعي وي- او بیا مرسته وکړم. خپل قدرت خلکو سره شریک کړم.

 

کورنۍ او نږدې آشنایان

زه ژوند او د ژوند سټاېل ته اهمیت ورکوم. خوشحاله سړی یم. یوه شېبه هم په خفګان کې نه تېروم.

ومې وېل، چې زه دوه زامن او درې لوڼې لرم. هغوی ما ته د اولادونو په شان نه دي. ډېر اوپن (په ذهن خلاص) خلک دي. را سره د ملګرو په شان دي. ټوکې را سره لري.

کورنی دسپلین لرو. موازین معلوم دي.

څومره چې پوهېږم، په زرهاوو شیان او خاطرې لرم، چې په برکت یې زه خوشحاله یم. ما ځان خوشحاله ساتلی. یګانه شی چې انسان سالم ساتي او ځوان پاتې کېږي؛ هغه همیشه ځان خوشحاله ساتل دي.

دا آسانه کار نه دی. خو زه بېرېږم، هر څومره چې ممکنه وي، غمونه او کارونه له ذهنه باسم. زه خیال پلوه سړی یم. ځان باچا کړم په څه شي چې خوشحالېږم هسې کوم.[1]

زه د ملګرتوب او انډیوالی سړی وم. اشنایي مې ډېره خوښېدله او ډېره پالله، خو دې حادثې له ژونده ووېستم. ځانته او ګوښه یې کړم. اوس هم خپل آشنایان پالم او ورسره خوشحاله یم. زړه مې غواړي ورسره کیسې وکړم.

دا سردار میوند داسې دی، صابر خروټی داسې دی، داسې نور آشنایان هم لرم.

خسر مې، انجنیر ضیا مجددي خو بیا وایم، چې هغه جلا سړی دی! هغه بل شان آزاد خیاله سړی دی. چې رښتیا شي، نو د دنیا په کیسه کې نه دی.

کورنۍ سره بیا ډېر آزاد یم. دوي ګرده اوپن مایند (آزاد فکره) خلک دي او زما ډېره طبعه ورسره لګېږي. وروڼه سړی لري، خو ښایي دومره ورسره آزاد نه وي.

له یوه اسویلي سره: «نه! مشکله ده! ځینې وخت به مې خوب کې، دوستان څوک ولیدل، خندل به مو، کیسې به مو کولې، په ويښه به مې په دې کیسو او د خوب په خاطرو وخت تېراوه.

هغه سخت ځای وه. کاش د حکومتونو په قسم یو په معیار ولاړ محبس وای! هره شېبه یې مرګ وه او بیا څه رقم مرګ!؟ خدای د هر بل انسان ترې وساتي. نیول، تړل، بندول، حلالول...ډرون، څه او څه...سړی یې کومه سختي ووایي!؟

نه ځای در معلوم او نه په دې خبر، چې چا نیولی یې او ولې یې نیولې یې؟ په دې به هم خبر نه وې، چې څه در شوي او څه به درباندې کېږي؟؟؟ داسې یوه اونۍ یوه ځای، بله ورځ بل ځای! هلته بیا وخت معلوم نه دی، کله دوه درې شپې او کله هم څو مېاشتې ځان سره یوازې پروت اوسه! سترګې یې هم در باندې تړلې وي! لاسونه هم در ولچک شوي وي. په پښو کې د هم زنځیران در اچولي وي!!!

نه پوهېدم ولې مې داسې په تدریجي شکل وژني؟ دا هم را معلومه نه وه، چې  څه وخت مې په څه طریقه وژني؟ د سړي له مړي سره به څه کېږي؟ کورنۍ او اقارب به څرنګه خبرېږي؟ څرنګه به عذاب کشه کېږم او دوی به بیا څه شی په زور را څخه ثبتوي؟

بس یو خدای مې پټ دردونه اورېدل او زما له پټو غمونو او اندېښنو خبر وه. څه مې نه وېل. په هېڅ شي مې اعتراض نه کاوه. هېڅ شی مې نه غوښتل. له ما د هرڅه اختیار تللی وه. یو ساه راکښل پاتې وه او زړه لحظه لحظه له ژړا را ډک وه.

جسمي تکلیف مې هم زیات وه. ملا مې تکلیف درلود. څلور پنځه ساعته به یې زه تړلی موټر ته ور اچولی وم. زما ځای به د سېټ په منځ کې وه. یوه اړخ ته به هم د هغوی یو ځوان جنګي سړی ناست وه. بل اړخ ته به هم هغه ته ورته بل ځوان جنګیالی سړی ناست وه او زه به ددوی ترمنځه سولیدم او سخت تکلیف به مې ګاله.

کله کله به لس دولس ساعته داسې د سېټ په منځ کې پروت وم. نوی مرکز ته به چې ورسېدم، بیا به دوه هفتې زه په حال نه راتلم. ډېر وخت به سم نه شوم درېدلای. [2]

 

 


 

[1]  خیال عجیبه شی دی. خیال دې هرچېرې رسوي. خیال کې ځانته خوشحالي او جنت جوړ کړه، بیا به ژوند درباندې په خوشحالۍ تېرېږي.  

خیال انسان باندې لورول شوې الهي جوهره ده! د هارولد کلمپ په خبره «خیال د حقیقت د لمس کېدلو وړ برخې سیوری دی.» یا «خیال د روح فکر دی» خو موږ خیال ته کمه توجه کوو.

خیال بې جسمه بیړۍ ده، چې سړی لیدلو او نه لیدلو دنیاګانو ته بیایي او فرصت ورکوي، چې نوي څه کشف کړي، نوي څه وویني، نوي څه زده کړي او ځان د خدای آزاد مخلوق په حیث پیدا او حس کړي.

 

[2]  ددې ټولو قیمت

هغه انسانان چې د نورو په ځورولو، وهلو، ټکولو، تړلو، زنځیر او زولانه کولو او رنګ رنګ عذابولو مصروف دي، باید ددې ټولو قیمت ورکړي. زموږ خو زور نه ورباندې رسېده، خو خدای پاک له ټولو حساب اخلي.

خدای تعالی انسان ته ژوند ورکړی. انسان لپاره یې شنه ځمکه پیدا کړې. ځمکه یې په راز راز ونو، ځنګلونو، سیندونو ښایسته کړې. داسې ځمکه کې په میلیونونو نور ژوندي موجودات پیدا شوي او دغه ټول د خدای تعالی ثنا وایي.

هر شی او هر څوک پخپله ژبه او خپلې اګاهۍ سره خدای تعالی یادوي او ټوله ځمکه له دغې نغمې ډکه ده. نو یو خودپسنده انسان څوک دی چې ځان ته د بل د ردولو، ناروا بللو، بندي کولو او بیا نابودولو نیت او اراده وکړي؟

ژوند د خدای له خوا ور کول کېږي. هغه موږ هر یوه ته د غاړې له رګ څخه را نږدې دی. نو انسان څوک دی چې په نورو قضاوت وکړي؟ انسان ولې ځان په نورو پړسوي او نور کچه، بدل او حتا ناروا ګڼي؟ آیا دا چې خودپسندي او ځانپالنه نه ده نو څه ده؟؟؟

خدای تعالی دې زموږ زړونه راویښ کړي، چې د یوه یوه شخص فردي آزادۍ ته احترام ولرو. خپل کارونه په پوره آزادۍ او مسوولیت سره تر سره کړو. او دا هغه قانون دی، چې موږ ته سوله او خوشحالي را وړلای شي.

آریان یم، چې انسان ولې وژنې کوي! ولې بندیخانې جوړوي! ولې د نورو په ستونو پښې ورږدي! آیا دا په خلقت تجاوز نه دی؟

ښه نو، څه وکړم، زړه چې ودردېږي، بیا سړی د ژوند په ارزښت او د ټول خلقت په ارزښت ښه پوهېږي.

ډېره آسانه ده، چې انسان د خپل جنایت او ناروا اقدام لپاره دلیل پیدا کړي. په تاریخ کې چې څه قتلونه، تباهۍ او بربادۍ شوې دي، عاملانو یې د خپل ظلم او ناروا لپاره قوي قوي دلایل درلودل او اوس یې هم لري.

خو دلیل د ذهن اختراع ده. روح په دې نه غولېږي. روح اګاه دی او پوهېږي، چې خدای تعالی له ټول ژوند او ټولو ژوندو سره مینه او محبت کوي. دا د خدای تعالی د مینې برکت دی، چې مرغان او نور موجودات یې په خوله راوړي او چې سړی یې د زړه په غوږونو واوري، نو پوهېږي، چې ټول موجودات د خدای تعالی ثنا او صفت په خوله لري او ټول د هغه ذکر کوي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۸           سال  یــــــــــــازدهم                 دلو/حوت      ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی      ۱۶ فبوری   ۲۰۱۶