(۲-۲۱۱)
د. د اسلام په باب د شاعرليد:
غني خان داسلام په نوم نظم کې چې په بشپړه توگه يو سياسي
نظم دی. د ملا په وړاندې خپل قوي اعتراض کوي. شاعر د هغو کسانو په وړاندې
چې د اسلام دسپيڅلي نامه او د هغه له احکامو نه د خپلو دونيايي گټو په خاطر
كار اخلي. په دې نظم کې مخاطب هغه سياسي مومن دی چی ټول فکراو ذکر يې د خپل
سياسي هوس له پاره دی.داسلام اصلي نص اومحتوا يې له ياده ويستلې ده. يا په
بل عبارت اسلام دهغه له پاره يوه وسيله ده چې څرنگه خپلو موخو ته ورسيږي.
له بلې خوا په اسلامي فرهنگ کې دعارف اومتشرع ستنونزه يوه
پخوانۍ هغه ده.عارف، صوفي اوملا يا متشرع، محتسب او زاهد يوله بله سره نه
جوړيدونکي دی او دا له دې امله چې دلته يو تبصره اودليل اړين دی.
اسلام
ای په اسلام مينه
ای سياسي مومنه
نن چې اسلام ستايي
ستايه دې څوك پرون
دا هغه مخ دټپوس
خو نوی شنه پرونه
دادعقاب پنجې
دښاپيرك درونه
نن دجنت وعدې
پروني دوزخونه
چاربيته هغه زړه
خو نوي دي سرونه
ای په اسلام شيدا
ای سياسي مومنه
غني خان ددغه په اصطلاح سياسي مومن ضمير هم برگ بولي.هغه چې
د پښتون خپلواکي او هويت يې د پرديو د گټو نذرانه کړ او د جناح د خرد جال
پسې ولاړ.هغه چې پرون دځان په فکر نه وو خو نن د سياسي هدفونو د حصول له
پاره په نوره دونيا کې د اسلام له پاره مبارزه کوي. لندن کعبه بولي او
الهام له بله ځايه اخلي.
سترگې دې برگې بهر
برگ دې اېمان دننه
پرون يې ځان نه گاټه
نن دې اسلام گټي
په خرڅ دننگ دپښتون
خپل ننگ اونام گټې
زما په وينو چاله
ايران اوشام گټې
ای په اسلام مينه
اي سياسي مومنه
خوشاعر خپل قوم ته، پښتون ته، يو رسا پيغام وړاندکوي وايي:
چې سترگې او ذهن خلاص کړه، دوست او دوښمن وپيژنه، اعتقاد اوپه اسلام باندې
عقيده د خدای له پاره په صليب ختل او د نمرود په کور کې د موسی له لارې ځان
قربانول دي وايي:
څوك دعيسی په شان مستي د دار اخلي
څوك دنمرود كاله كې دموسی لار اخلي
څوك درقيب په محل نوم ددلدار اخلي
څوك ټول جهان غورځوي سترگې د يار اخلي
غماز لږ وپيژنه اياز لږ وپيژنه
ای د كڼو وطنه
ای د ړندو وطنه
(۲-۲۲۵)
خو شاعر واقعي او رښتينی مسلمان هيڅکه نه هيروي، هغه
دمسلمان په نوم شعر کې د واقعي مسلمان انځور کاږي.واقعي مسلمان يعني چې
خلاص ذهن ولرې له کينې او کدورت نه خلاص وي.عشق اومحبت يې د تن په ذره ذره
کې موجود وي.
مسلمان
مسلمان هغه بنده دی
چې يې شونډې تل موسكۍ وي
سترگې ډكې د رڼا يې
له خولې يو په سل موسكی وي
سپين ايمان يې لكه تندر
بې له ځانه هرڅه سيزي
د جانان د در ايرو ته يې
زلفې ول په ول موسكی وي
چي يې زړه ډك دارام وي
لكه بيخ دسمندر وي
خوله يې ډكه دگلونو
لكه باغ دصنوبر
داسې مست داسې سرشار
لكه مينه دكافر
اراده كلكه بې كركې
لكه څوكه دخنجر
دوجود هرڅاڅكی وينه
سره په مينه د دلبر
په سينه كې يې رڼا وي
لكه څړيكه دجوهر
په ژړا كې يې تاثير وي
په خندا كې يې اثر
مټ يې بر په هر څه بر وي
لكه مټ دسكندر
دزړه نور يې لكه شمع
پرې اورونه بل موسكي وي
دبلبل دخولې اواز ته
دا غوټۍ دگل موسكۍ وي
(۲ـ
۲۲۸ )
هـ: جنتي او دوزخي:
خو د جنتي په شعر کې د جنت د مدعيانو او دروغجنو مبلغانو
کاذبه او دروغجنه مينه رسوا کوي. هغوۍ چې په دونيا کې يا په ژوندونې د خپل
محروميت اوبې برخې والي عقده دجنت په خيالونو کې گوري.له جنت نه هم د دې
دونيا د نعمتونو تصويرجوړوي دشعر په ژبه پرې اعتراض کوي. شاعر د حماقت او
جهالت په سمبول او د بدرنگۍ په استازي او د ښکلا دوښمن ته متوجه دی.هغه چې
په تياره ډوډۍ را لوی شوی وي يوازې خپل هوس اوخپل نفس پيژني.
شاعر د جنتي په نظم کې هم سياست، عرفان او فلسفي پوهه ځای
کړې ده. هغه د جنت په خيالي دعوه گيرو اعتراض کوي.د هغه خصلت انتقادوي. هغه
چې د ايثار او سرښندني په ارزښت اوخوند نه پوهيږي.هغه چې جنت يوازې د خپل
بيولوژيکي ارگانيزم په معيارونو تصورکوي خو سکندري او قلندري د سر
ورغوښتنه کوي.ځوانمردي غواړي خو د هغه مطلوب کرکتر د دغه
ځوانمردۍ جوگه نه دی. په پای کې وايي چې کله شونډې خاورې شي نو د
حورو ښکلول په څه کيږي او چې کولمې خاوري شي د حلوا هضمول
به څنگه وشي؟
زموږ په فرهنگ کې که هر څه بدلون رامنځ ته شو، د جنت ددعوه
گيرو خصلت بدل نه شو. که پرون و او که نن دی د سرښندنې او ايثار متره او
قوت نه لري. د دې له پاره چې په خپله په مزو کې پاتي شي، نو غوره بولي چې د
نورو اولادونه سرونه وښيندي وسوځي خو دده په وړيا ډوډۍ را لوی شوي نازولي
باندې دباد څپيړه هم ونه لگيږي.
جنتې ته
ته چې په جنت كې مزې ددونيا لټی
دحورو سترگو كې دډمو خندا لټی
ته په اسمان كې وږمې دډېران لټی
ته په سپوږمۍ كې تيارو له مكان لټی
ته دعاشقو عاشقي اومستي نه پيژنې
ليونی نه يې دلربا پرستي نه پيژنې
تا ددونيا له پاره مينه دجانان وركړه
مجنون حلوا كې بيخودي دبيابان وركړه
لاس دې كړ اوږود بادشاهي لاړه فقير شولې
يا زما خان وې يا دكونډو رنډو پير شولې
ټول خيټه خيټه شوې مستې اوجا نان نه پيژنې
ټوله ږيره ږيره شوې مردې اوميدان نه پيژنې
زما امير وې، تالي څټ او ټوكري خور شوې زما
زما سرداره ته مريي وظيفه خور شوې زما
قسم په هغه رب چې ته يې دخدمت دعوه گير
چې يې دحورو غلمانو دجنت دعوه گير
توره را واخله،خيټه هيره كړه ميدان ته ځه
ستي پتي شه په مستۍ كور دجانان ته ځه
لنبې ډوبيږي په پيتۍ كې په حلوا كې ياره
جنت دې بايلود دټيپرو په سودا كې ياره
دووسي گرانه ده دلوږې نه كاكا جنتي
ټپ زمری ښه دی له څربې مږې زما جنتي
دسامري له زرو ښه ده ملنگي دموسی
دزرپرست نه يار پرست ښه دی زما جنتي
قسم دحورو په مستۍ اوپه خندا ديار
قسم په شرنگ اوپه نسيم اومشغولا ديار
قسم په سترگو په ښايست اوپه ځوانۍ ددلبر
قسم په ساز اوپه سرود اوپه ثنا ديار
ته سجدې زرو ته كړې ماته نوم ديار اخلي
شفق گڼه كړې په بدل كې دگل خار اخلي
راځه چې زه درته جنون اومستي وښايمه
راځه چې زه درته محبوب پرستي وښايمه
سرداري نه كيږي دتورې دمستۍ نه بغير
الله ليدی نه شي دحسن پرستۍ نه بغير
سكندري قلندري دواړه سرور غواړي
دواړه مستي اوځوانمردي خندا غرور غواړي
ته خو جنت كې مزې ددونيا گوره
بربنډه حوره اوترسكونه حلوا گوره
دشاتو نهر اوكنډول دشرابو ډك
نمكين غليمان اوښانك دكبابو ډك
ياره چې شونډې نيې (نه وي) نو حورې به په څه ښكلوم
چې كولمې خاوري شي گورگورې به په څه هضموم
[[
(۲-۲۴۶)
و.ملا او عبادت:
د عبادات په شعرکې هم د ملاعبادت اعتراض کوي، دا ځکه چې هغه
د زړه له تله د صداقت او رښتينوالي له مخې عبادت نه کوي، هغه خپل روح او
روان له الله سره نه تړي خو صوفي او عارف په دې لار کې ځان سوځول او محوه
کول غواړي. غني هم د يوه عارف په څيرد فنا او نيروانا ليوال دی. دجانان په
مينه کې ځان فناکول غواړي. هغه خپل عشق يوازې په يوه ناپايه سمندرکې ډوبول
غواړي خو ملا، زاهد د هغه د غوښتنې پرخلاف په ځان مينان دي او په
دواړوکونوکې د خپل گټو پسې گرځي.
عبادت
دملا عبادت کسب
پاڅېدل اوکيناستل
دحلوا په ارمانونو
تل الله الله کول
دملا مينه عجيبه
په پيتي مينيدل
اودحورو لمغړو ته
دخرچوکوهڼيدل
دصوفي عبادت ويردی
سوځيدل اوژړېدل
درحمان رحيم دنور نه
رپېدل اوويريدل
دصوفي مينه عجيبه
دزړه گل مړاوی کول
بې کنار درياب دحسن
په کوزه کې بندول
د زاهد عبادت چړ دی
سوال منت ژړا کول
په جنت او دې دونيا کې
د فايدې سودا کول
د زاهد مينه عجبه
په خپل ځان مينيدل
د ريا سپې جوټه کړی
دلربا له ورکول
دغني عبادت مينه
ځان جانان کې ورکول
دمهينو سترگو شرنگ ته
گډيدل اوخنديدل
دغني مينه عجيبه
ټول بيلات هيڅ نه گټل
دا خپل ځان اوجهان واړه
يوخمار کې ډوبول
(۲ـ۲۶۱ )
غني خان د(وايي ملا جان) په شعرکې د پښتنې فرهنگ او د خپلې
عرفاني پوهې په بنسټ د ملا د غوښتنو او تمايلاتو يوبل تصويرهم کاږي. په
زغرده اوڅرگنده توگه او په واضحه ژبه د ملا د هوس او غوښتنو څخه پرده او
چتوي.دا شعر نورې شرحې اوتفسير ته اړه نه لري، بلکې دغني په نظر د ملا
کرکتر په ښه توگه ترسيموي |