کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

پنځم څپرکى

 

الف: انسان د غني او نيچه په افکارو کې

د انسان په اړوند د غني خان ايديال او فکر نيچه ته ورته دی. نيچه انسان مخاطب کوي وايي:

 
(( له چنجي نه دې انسان ته تکامل کړی دی خو تر اوسه لا هم زيات د چنجې ځانگړنې په تا کې موندل کيږي، يوه ورځ بيزو، وې او اوس هم د بيزوگانو نه بد تر يې. ))

د نيچه اعتراض په انسان باندې د هغه دحيواني غرايزو، خوندونو او لذتونو د لټولو په بنسټ دی خو هغه د انسان کرامت اوعظمت هم نه هيروي. غني خان هم دا باور په خپلو شعرونو کې څرگند کړی دی.

د غني خان د يو اوږده نظم محتوى هم دې ته ورته ده :

ربه!

ای په ښايست مينه جوړوونکی دگلاب ربه!
ستا ښکلی دونيا شوه د څاروي اودقصاب ربه!
ای چې د ماشوم سترگې دې جوړې کړې دگل په شان
وړوکی اوخوږې خوږې خبرې د بلبل په شان
زړه يې پاک له بدو د هرخيال او د ازاره پاک
پاک لکه شبنم وو دگناهه او د ازاره پاک
تاچې چاله ټيټ دفرښتو ښکلي سرونه کړل
تاچې دچا سترگو له جوړ ستوري اوگلونه کړل
تاچې دچا حسن له دخپلو سترگو نور ورکړو
تاچې له خپل ځانه چا له مينه اوسرور ورکړو
هغه محبوبا ستا ادم نه دی ادم خور دی
اښيسته گلاب ستا گلاب نه دی اور دی اور دی
هغه ستا د لاس گلاب پروت په وينو کې سمسور دی
ستا خليفه ربه! ادم نه دی ادم خور دی
تاچي چا له جوړه کړه دحسن اوگلزار قيصه
ورکړه مشغولا له دې دمينې اودلدار قيصه
تاچې چا له ستورې اوسپوږمۍ اوماښام جوړ کړلو
تاچې چا له مينه اومستي اوخرام جوړ کړلو
سترگې يی دي پټې هغه نن دزهرو پينې څښي
ستا په نامه ربه! نن سړی دسړو ويني څښي
 

                                                                                                 ۶۱۰ مخ

نيچه وايي:

(( له وحشته ډک يوې ناڅاپي روښنايي ته گورم، وينم چې زما په شاوخوا کې څيروونکي منډې وهي او زه يې په منځ کې يم. د انسان ډېرزيات تحرک دځمکې په بيدياوو، په ښارجوړولو، د هيوادونو په جوړولو، پرله پسې جگړو او د ميږيانو په څير د پانگې په راټولولو اوبيا د هغې په له منځه وړلو کې  دى. انسانانو له يوبل نه گډه وډه ځغاسته او د يو بل تېر ويستل او پايمالول زده کړل۔انسانان په بدمرغيو کې فرياد اوپه خوښۍ کې د خوښۍ اوازونه کوي،  دا ټول د هماغه حيواني ذات اوځانگړنو دوام دی چې په ده  کې دوام کوي. )) ( ۵۵-۲)

غني وايي:

وگوره انسان ته چې بادشاه دځناورو دی
 دی که ډېر زور وکړي وتی نه شي دخپل ځانه
دی له خپل وجوده له فطرته لويدای نه شي
سل ځله که جمع کړي کلونه د ايرانه
دی دخپله ځانه دجهانه ورکيدای نه شي
  کله دمنبر نه تاو شي کله دجانانه
څه وکړي غريب دا په لکهاوو کلا گانو بند
 دی که ډير زور وکړي وتی نه شي له خپل ځانه

 

                                                                                        ( ۳۷۶-۱)


نيچه چې کله په انسان او د هغه په کړنو او اعمالو تمرکز کوي، انسان له حيوانه يوه نيزه را ټيټ بولي. هغه په دې باور دی چې  حيوانات د لږ وخت له پاره يا په ټاکلي موسم کې د يوځای کيدو(جنسي يو والي)  شوق لري خو نيچه انسان داسې حيوان بولي چې دا پوله يې ړنگه کړې ده. دا ځکه چې انسان تل د خوند او لذت پسې سرگردانه دی.نيچه په ملنډو وايي: انسان په يوه شيبه کې د حيوانيت له پولې اوړي چی جنسي اړيکه ټينگه کړي. له دې امله جنسي شهوت کولی شي( ځينې حيوانات په مشخص موسم کې نه) بلکي په هره شيبه کې پرهغه غالب شي.

خو د نيچه نتيجه گيري بيا په زړه پوري ده، دوگماتيکه نه ده، بلکې ځينې تحليلي بنسټونه لري او همدا پديده د انسان کيدلو محرکه قوه بولي:

انسان تل دخوند او لذت د سرچينو په لټه کې دی او له کومه ځايه چې په نړۍ کې د پرله پسې ارضا امکانات نشته نو د جسمي ارضا ميدان روحي او انفسي ارضا ته پريږدي او انتقال کوي، همدا انتقال دی چې د هغه فکر هڅوي او انسان يې له حيوان نه جلا اوعاقل موجود جوړ کړی دی.

په زړه پورې خبره داده چې  دنيچه همدې  فکري خط  هغه دارواپوهنې په پلار بدل کړ،  زيگموند فرويد نيچه خپل ښوونکی اوستاد او لارښود وباله.  زيگموند فرويد د نيچه د افکارو په دوام پوښتي چې که انسان تل دجنسي جاذبې په ډگرکې پاتې وای نوکوم اوڅه سبب به وای چې  دپوهې په لاس ته راوړلو، کار اوجوړښتونو ته لاس واچوي؟

دې مسالي ته د فرويد ځواب له نبوغ نه ډک وو، فرويد داسې باور درلود  چې که په رښتيا انسان په خپل حال پريښودل شي د جسمي او جنسي اړتياوو د ارضا پرته به د بل څه په لټه کې نه وي. له دغه ډول ژوندانه څخه ((محروميت ))به ددې سبب شي چې  انسان له حيواني ژونده را وگرځوي. يوازې د تربيت او روزنې په مرسته انسان زده کړه کوي  او د پوهې، هنر او جوړښتونو کې د لذت احساس کوي.  

د انسان په اړونددا تصوير د معاصرې ارواپوهنې په وسيله وړاندې شوی دی.اصلي هدف يې د انسان د روحي تعادل او انډول جوړول دي.پاتې دې نه وي چې د روحي انډول تامين د مادي او معنوي عروج او ارتقا  لومړی شرط دی.  

په دې اساس وينوچې د(( داروين دتيورۍ)) فلسفې بيان نه يوازې انسان او بشر((بيزو)) وگڼله بلکې د نيچه د تيز اوچالاک ذهن له مخې يې د انسان او انسانيت  نه ډېر ښه درک را منځ ته کړ.   

خو له کومه ځايه چې انسان ته په دې مادي نړۍ کې د خوند او لذت سرچيني لږې لاس ته ورځي نو تخيل ته پناه وړي، د تخيل له لارې دلذت احساس ته لاسرسی پيداکوي،همدغه انگيزه ده چې دانسان اوحيوان ترمنځ يو ستر توپير را منځ ته کيږي.

حيوان يوازې په حال زمانه يا اوس مهال کې ژوندکوي،له ماضي اومستقبل نه ناخبره دی، په دې اړوند کوم تصور هم نه لري خو د انسان تصور چې د اوسمهال نه تير او راتلونکي ته پام کوي. له راتلونکي نه دهغه انتظار د دې سبب کيږي چې له اوسمهال نه خوند وانه اخلي نو يو څه تجربه کوي چې تر اوسه هيڅ يو حيوان په هغه نه دی پوهيدلی چې هغه د((نه زغم)) احساس دی.

انسان له دغه نه زغم يا بې زغمۍ نه د تيښتې له پاره ديو داسې مشغوليت پسې گرځي چې هيجان را وپاروي اوکه هغه پيدا نه کړي نو بيا هستونه او تخليق کوي.دا بهير دوه عمده شکلونه لري چې يوه لوبه اوبل هنري تخليق دی.

په دې ډول نيچه د هنر له سر نه د تقدس تاج ليري کوي او هغه په مريي او مزودور بدلوي چې د خپل بادار يعني انسان وخت ښه تير او کسالت يې له منځه يوسي خوبيا هم وايي دا کوم ټيټ مقام نه دی، که دا خبره په پام کې ونيسوچې د هنر دنده د انسان ژوندی اوخوشاله ساتل دي او دخلاقيت هستول او هغه وينوهيجاني کول  او را پارول دي  چې د انسان په  مغز او ذهن کې جريان لري.

نيچه په خپلو افکارو کې په مدرنه نړۍ کې دوه ډگرونه يعنې((هنري خلاقيت)) او ارواپوهنه په نوي بنسټ ايجاد کړه. هغه په دې اند دی چې د هغه په فلسفي افکارو کې هغه څه نشته چې د مخه وو. ټول مفاهيم او ارزښتونه له خپله ځايه سقوط کوي اوپه بل جهان اوبله فضا کې نوی اوتازه مقام پيدا کوي، له دې امله ده چې د نيچه د افکارو پرته د مدرن جهان او مدرنيته پوهيدنه ممکنه نه ده.

نيچه د زبرځواک انسان کړنه کې انسان پالنه تشريح کوي، هغه چې د زبر انسان گړنه په فلسفه کې را پورته کړه په دې خبره ټينگارکوي چې ځواکمن انسان يوازې په انساني فضايلو سره له نورو توپير لري اودجسمي وس له نظره هيڅ ډول برتري نه لري اونه هم توپير لري. په دې اساس چې لږ تر لږه په تيرو لسو زرو کلونو کې د انسان په هوس اوعقل کې کوم بدلون نه دی راغلی، هغه په داسې مهال کې خپله تيورې مطرح کړه چې داروين د نظرياتو له مخې انسان دبيزو تر سطحې را ټيټ شو، دې نظرياتو په خرافاتو او موهوماتو، باندې گوذار وکړ. نيچه دا پوښتنه را ولاړوي چې که فرض کړو خدای نشته چې موږ په رښتيا بيزو يو او د طبعيت زيږنده يوخو دشعور نه برخورداره يو نو اوس بايد وگورو چې که شعور لرو نو ددونيا په کومه سطحه کې ولاړيو.؟

غني خان هم په خپلو اشعارو کې په انسان متمرکز دی، تل د انسان ښه خويونه د هغه له حيواني غريزو سره خوا په خوا ږدي خو که له يوې خوا انسان د ارزښتونو هستوونکی بولي نو د هغه له حيواني انگيزو نه هم بې خبره نه دی. د غني خان انسان دهغه ځپل شويو اميالو نه وروسته  يو لوی ذات ته مراجعه کوي او د هغه سره په وصال کې نړۍ او کاينات، ښکلا او کمال ويني. د غني دوه شعرونه دي:

بنده

 بنده بدليږي داسې بدليږي
لکه بدل شي چې وخت دکال
کله يو حسن شي يو سوز اوخوب شي
 کله مجنون شي يو ليونتوب شي
کله فرياد سلگۍ کله نرتوب شي
 کله سينه دسقراط کله خرتوب شي

 

                                                                              ( ۵۳۴-۱)    

نوې بلا

کله کله را پيداشي  يوه دارنگې بلا
 ژبه ښکلې اوپسته سر يې ډک وي درڼا
سپين گمبت کې دجومات،دي پراته لات ومنات
 دا په شکل ادم ذات په هډ وينه اژدها
دده دا شيرين گفتار،کفر کفر او انکار
پروت يې زړه ته دی زنار دده هوش توره لمبه
دغه ښکلي سپين صورت  مقبره ده دنفرت
دغه پند او نصيحت دی د زهرو پتاسه
دا د لال دی د تيارو، دسکروټو دسکرو
دغو سپينو منارو کې اورونه دي زرها
دا په شکل فرشته، ده بلا توره بلا
 هم افت دی هم وبا، غني خدای دي ترې ساته

 

                                                                  

                    (۵۳۷-۱ )    

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۱   سال  دوازدهم                دلو     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                 اول فبوری  ۲۰۱۷