۲-۱۲۴ب.جنت:
د جنت شعر د غني خان نيمه عرفاني اوسمبوليک اثر دی. په دې
شعرکې لومړی لوی او مطلق ذات توصيفوي. د هغه لا محدود او لايتناهي قدرت
تشريح کوي، او د شاعر دا عقيده په کې حرکت کوي چې دغه ذات او دا قدرت د
ملا او شيطان په وسيله محدود شوې ده نو بيا هم په ملاسخته نيوکه کوي.
غني په خپل شعركې د ملا دا نظرچې د لوی ذات قدرت، ترحم،
مهربانۍ او د هغه د لامحدود وس په باب كوم تصوير وړاندې كوي هغه د گونگټ،
چنجي او سامري د خوسکي په انځور كې ويني. د شاعرجنت د ملا د جنت پرخلاف په
انساني دونيا کې د انسان د رواني ارامۍ او د انسان د نيکمرغۍ حالت دی.شاعر
له مکاره نړۍ تيښته کوي جنون او ليونتوب غوره کوي او په دغه جنون او
ليونتوب حالت کې په رسا اواز او په زغرده وايي چې زه خو هم ليونی يم او هم
شرابي يم.دی تيارو ته چې گورم زړه مې په تنگ شي، وايم چيغه وکړم چې ای لويه
ربه ستا دونيا محدوده نه ده. ستا مينه هم حد نه لري، ستا کرم اومهرخو هم حد
نه لري نو بيا ولې ستا سامرې ډوله موجودات ستا له شيطان سره په يوه لارځي.
ستا د رحمت څه حد هم شته دی؟ ای بې
حسابه ای بې
پايانه
ستا خيشت او مينه څوک شي
تللی، د سترګو پټه روک د ارمانه
د ملا سترګې
د قهره ډکې
راته قصې
کوي
د درد
او زور
د جانان شونډې
د کوکو وږې،
وئ راشه اوګوره جنت کې اور
مرګ بلې
سترګې
او خوري
پنجې
راته خوزی
لحد، نيست او عدم
شيطان، ملا، دواړه په يو آواز وئ، ستا ګناه ډيره ده او رحمت
کم
مشرک ولاړ همسا په لاس، قبا په وُلي
دستار په سر
لاټو وزری د بلبل ايښی، ښایي
شهباز ته د ايلم
سر
ښاپيرک مشر دی د کاروان، د رڼا خيشت او سنګار لټئ
سامری ژاړی د زروبت کې
ژوندون مستي
او خمار لټئ
ګونګټ د سوټو په ډيرۍ
پورته، زيړی لولکي
ته د نور بيان کئ
چينجی د خاورې
په ممبر بره، قيصې
د حورو او د آسمان کئ
ځکه په چغو زه د جماته لاړم په لورې
د ميخانې
دې
خپلو سترګو ډوب کړم تاله کړم هم شرابي
کړم هم ليونی
خو چه په بدو او بدرنګو خپل لکه د سکورلو ګی او اور شمه
چې
سُر
او تال مې
تياره فنا کړي
د بې
وسئ فرياد ژړا او شور شمه
نو ځان ته وايم تاته واوروم دا د مجبوره زړګي
بهانه
ستاخيشت او مينه څوک شی تللی، ای بې
حسابه ای بې
پايانه
(۲- ۳۴)
ملا يوازې په دې ټينگار كوي چې: دمرګ
بلې
سترګې
او خورې
پنجې
خوزي.
لحد، نيست او عدم
دی خو د شاعر په باور مرگ انجام د هستۍ نه دی. بلكې دا هستي ابدي ده، مرگ
هغه نه شي وژلي. داسې مستي غواړم چې يې مرگ نه شي وژلی.
خوشيطان
او
ملا، دواړه په يو آواز وايي،
ستا د گناه پر مقياس رحمت ډير لږ دى.
پورتنی عبارات: دخلقت په اسطوره كې دخير او شر تناسب په باب
پوښتنه راپورته كوي، د غني مخاطب په شعر كې لوى ذات دى.غني په ډاگه د خدايي
اوالوهيت ناسم تفسيرچې د ملا له خوا وركول كيږي په ډاگه كوي او په يوه ځاى
كې د شيطان او ملا تلاقي ويني.دملامحدوده نړۍ اومحدود تفکرترسيموي. هغه چې
تنگه ده اوپه نورو باندې يې هم تنگول غواړي. شيطان په دې تنگ فكرۍ كې د ملا
لاشعوري ملگری دى.ملاپه شيطان لعنت وايي خو په واقعيت كې هغه څه چې د بشر
او اشراف المخلوقات پرضد دى، هغه كوي، يعنې د خداى رحمت محدودوي. د خداى په
خدايي كې حدود پيدا كوي. دهغه رحمت كي كمښت جوتوي او دوزخ اوجنت يوازې دخپل
تفسير له مخې څرگندوي نه هغه ډول چې دخداى له خوا ويل شوى دى.
شيطان په عرفاني ادبياتوكې د انسان د دروني اوباطني وسوسې
مثال دی.يا په بل عبارت لوامه نفس دی.ملاچې د خپل کرکتر اوخصوصياتو او لږې
محدودې پوهې پر اساس مستغني موجود نه بلکې د خپل نفس مريی دی. د شيطان
کردار ادا کوي. يا په بل عبارت شيطان پر هغه کې او هغه په شيطان کې را
څرگنديږي.
د شعر وروستۍ برخه په كلكه او ترخه ژبه د ملا او شيطان
دواړو له پاره هغه سمبولونه كاروي چې په كلتوري لحاظ په پښتنې ټولنه كې د
طفيلي او مفت خوره حيوان له پاره استعماليږي.
يعنې ښاپيرك او د كاروان مشري، د زرو په بت كې د سامري ژړا
ده.
سامري يواسطوره وي موجود دی.كله چې موسی (ع) خپل قوم ته
وويل چې واحد خدای او د هغه پيغمبري ومني نو...... د څيړونکو په باور د
سليمان(ع) له مرگه وروسته د يهوديانوملک په دوه برخو وويشل شو. جنوبې برخه
يې د يهوديه چې پايتخت يې اورشليم دی اوشمالي برخه يې سمارا چې پايتخت يې
نابلس وو. په تورات کې (هوشع نبې)راغلي دي چې د دې ځای پادشاهانوخوسکی
پرستش کاوه. د يوشع په (۴ او۷ ) باب کې راغلي دې ((ای اسراييله اوس خدای
ته پرې ايښی يې دا ځکه چې لاره دې ورته پرې ايښې ده او دخوسکي پرستش کوۍ.
ستاسې خوسکی چې دصنعتگرانو په لاس جوړ شو نو دخدای قهر به پر تاسو نازل شي.
هغه خوسکی چې تاسوجوړ کړی کوچني به شي او هغه باد کرلي بړبوکۍ به يې وريبي.
))
د موسی قوم وويل چې موږ په خپله خوښه ددې خلاف مرتکب نه شو
خو سامري موږ اړ کړو چې هغه زيورات چې له مصر نه يې راوړي وو په اور يې
ويلي کړل چې کله ويلي شول له هغې يې خوسکۍ جوړ کړ چې اواز لري. سامري موږ
ته وويل چي ستاسو خدای او د موسی خدای همدا خوسکی دی. خو موسی هغو ته وايي،
ای خوسکی پرستو! نه گورۍ چې له دې خوسکي نه هيڅ خير او شرنه ترلاسه کيږي))۔
(۳-۱۲۷ )
غني خان په خپل شعر كې د ملا كردار لكه گونگټ چې د مرداريو
د ډيريو پر سر ناست وي ترسيموي. يا دا چې چنجى د خاورې په ممبر د حورو
كيسې كوي نو ځكه غني خان له جماته تښتي اوميخانې ته درومي په داسې مهال كې
سر او تال كې تياري فنا كړي.د بې وسئ فرياد ژړا او شور په حالت كې خداى ته
وايي: چې اى لويه ذاته ستا ښايست او مينه څوك تللى شي؟
چې
سُر او تال مې
تياره فنا کړي
د بې
وسئ فرياد ژړا او شور شمه
نو ځان ته وايم تاته واوروم دا د مجبوره زړګي
بهانه
ستا خيشت او مينه څوک شي
تللی، ای بې
حسابه ای بې
پايانه
دا سمه ده چې په پښتو ادبياتو شعر او په مجموع هنرکې د
رياکارو شيخانو ملايانو او پيرانو په وړاندې لوی خوشحال خټک او بيا وروسته
خان عبدالغني خان په پوره زړورتيا اوجسارت سره د ملا څيره رسوا کړې او د
هغو د اعمالو پر ضد يې خپل اعتراض څرگند كړی او ان ځينې وخت يې مسخره کړې
دي.
په پښتو سربيره په نورو ژبو کې په تيره فارسي کې د فارسي
ژبې مشهورو کلاسيکو شاعرانو او طنز ليکوونکو هم دا څرگندونه په ډير ښه شان
کړې ده·
د فارسي ژبې مشهور شاعر او طنز ليکوال عبيد زاکاني په
خپلوکلياتو(شعر او طنزيه نثرونو) کې د شيخ او رياکار زاهدانو او ملا رسوا
کړی دی.
د حمدالله مستوفي په قول دعربود یوي قبيلي چې زاکانيان
نوميدل او د ايران قزوين ته راغلي وو هلته ميشت شول.ياد شاعر په۷۷۲ کال
هجري قمري وفات شوی دی.
عبيد زاکاني ډول ډول شعري بڼې لکه ترجيح بند، ترکيب بند،
غزل، مثنوي، قصيده اوداسې نور لري خو هغه څه چې د رياکارو او دوه مخو په
اړوند په کې ډير قوي طنزونه دي. د هغه له قطعاتو، رباعياتو، لطيفو، اخلاق
الاشراف، رساله دلگشا، ريش نامه او نورو څخه عبارت دي. زاکاني په خپلو
کلياتو کې د وخت حاکمان، دوه مخي شيخان، ملايان او ازاهدان په کلكه مسخره
کړي دي او پرې ملنډې يې وهلي دي.
د فارسي ژبې مشهور شاعر حافظ شيرازي هم په زاهد، صوفي(د ملا
په معنا) او شيخ سخته حمله کوي، شيخ او محتسب يعنې د شريعت او اخلاقو ټول
ساتونکي او حافظان بې برخي نه دي. څرنگه چې ياد قشر په خپل کار کې د سختې
ريا او تظاهر نه کار اخلي، نو هغوۍ رښتيني پرهيز گاران او عابدان نه بولي.
حافظ پرې حمله کوي. د شاعر په دوران کې ددغو کسانو بازار او فساد د شاعر د
کرکې د هڅونې عمده سبب دی. د يوه فلسفي په وينا:
((زهد په بنياد کې دهستۍ په نظام کې دومره ارزښت نه لري، دا
ځکه چې نه شي کولای د الاهي ذات ډېره عالي ځلا څرگنده کړي. او يا د هغه
دڅرگندولو هنداره وي. سره له دې چې وايي د گناه او ثواب، طاعاتو او
عباداتوپه حساب کې به وشميرل شي خو دغه حساب او کتاب د هغه کسانو له پاره
دی چې د حساب او کتاب خاوندان دي. او د خپلې گټې او زيان په باب فکرکوي. ))
(۴۔۲۸۰ )
وايي په هغه دوران کې چی حافظ ژوند کاوه ولې داسې شاعر
وزيږيد؟ دا د حيرانۍ وړ نه ده، دا ځکه چي د حافظ شعر په خپل دوران کې د
پارسي شعر اوږد تکاملي پړاو وهلي وو. فلسفي او عارفانه غزل او شعرونه ددغه
تکامل مثالونه دي.
((د حافظ د باده پرستۍ او شراب خورۍ راز په همدغه جسورانه
طغيان کې دی. د هغه عمده راز د((بې خودۍ )) په لټه کې او له واقعيتونوڅخه
په تيښته اود((ترخه)) روزگار په جبيره کولو اود((يوې هستۍ په انگيرنه )) کې
دی. له ناوړه مادي او معنوي نړۍ نه په خلاصون کې د تنگ نظرۍ، تعصب، وينې
څښنې، رياکارۍ، سطحي او احمقانه روزگار نه چې شاعر يې په پنجوکې نيولی او
په خپلو قيوداتو کې يې زمولي، له خپل د چاپيريال نه تيښته کوي او غواړي هغه
هيركړي، د ځان نشه کول، د خيام اوحافظ په باورونو کې ډيره ښه چاره وه. ))
(۵۔۴۸۲)
حافظ وايي:
بسکه درخرقه ء سالوس زدم لاف صلاح
شرمسار رخ ساقی ومی رنگينم
·
حافظ درمحفلی، دردی کشم درمجلسی
بنگر این بازی که چون با خلق صفت می کنم
·
شراب تلخ می خواهم که مرد افگن بود زورش
که تا يک دم بر اسايم زدنيا وشر وشورش
·
باده نوشی که دران روی وريايی نبود
بهتر از زهد فروش که دران روی ورياست
·
ما شيخ وزاهد کم تر شناسيم
ياجام باده يا قصه ء کوتاه
·
زاهد مکن نصيحت شوريدگان که ما
با خاک کوی دوست به فردوس منگريم
بيدل دهلوي چې په لوی هند کې د اسلامي فرهنگ او عرفان ستره
څيره او شخصيت دی،کلام يې هم ډېر ژور فلسفي او عرفاني اړخونه لري. ځای ځای
د خپلې عرفاني، فلسفي نړۍ ليد له زاويي د وخت په رياکارو، بې شرمو، بې حيا
او موذي ملايانو، شيخانو نيوکه کوي. استاد اسدالله حبيب په خپل اثر انسان د
رنگارستان شعر بيدل کې ليکي:
((خلک تير ايستونکي زاهدان او شيخان دوه مخي ملايان د هغه د
قهر د مثلث درېيمه ضلع ده. هغوۍ چې د زهد او پرهيزگارۍ په قبا او ځانته د
خلکو د درناوۍ په جلبولو سره د نذرانو، خيرات، صدقاتو، وقفي مالونو، خانقاو
اولنگرونوله لارې د پادشاهانو په دربارونوکې ډډه وهلي اوپراته دي د هغو په
باره کې وايي:
ای بسا شيخیکه ارشادش دليل گمرهيست
غول اکثرا راه خلق از شمع ومشعل می زند
·
بر شيخ د کانداری ريش است مسلم
خرس اين همه سوداگر پشمينه نباشد
·
بی سحرنيست هيت شيخ از رجوع خلق
اين خر تناسخسيت که گوساله می شود
·
عرفان نصيب زاهد جنت پرست نيست
اين جوی خشک مغز بدريا نمی رسد
|