۶۔۸۱)
ج·سوال
ځواب د ليونی او ملا
د ليوني او ملا د سوال اوځواب په نظم كې شاعر خپل فلسفي
اواستيتيكي ليد څرگندوي. ملا په دې نظم كې هماغه سمبول دی چې په نورو
شعرونو او نظمونو كې ويل شوی دی چې د جنت، ايمان، مكه، حوره، نشه، لمونځ،
سجده، ژوندون، وصال، حسن، ليونی د چا په پښو كې د گل په څير پروت يعنې روحي
اومعنوي مفاهيم تشريح كوي.
د شاعرليد ددې ټولو پورته يادو شويو مفاهيمو د درك لاره يو
عرفاني او اشراقي هغه ده. د هغه په نظر اوباور مكه او د مكې په څير د خټو
كوټنۍ خو ډېرې دي خو اعتقاد او ايمان ددې سبب شوی چې د يوعاشق دكور په توگه
وځليږي. عشق او محبت د دې سبب شوی چې د خټو د يوې عادي كوټنۍ نه د دې او
هاغې دونيا ماڼۍ جوړه كړي.
هغه په ترتيب سره يو خالص او كلك اعتقاد ته ايمان وايي خو
دا داسې خيال اوخوب دی چې په هغه كې د جانان سره وصال ته لاسرسی پيدا كيږي.
همدارنگه د شاعر په باور جنت رواني او روحي ارامي، له معبود
سره د انسان د وصال داسې خمار او مستي ده چې انسان ته ابديت وركوي يا د هغه
ابديت په لټه كې چې وو هغه ته رسيږي. غني خان د استيتيك اوښكلا پيژندنې خاص
او ځانگړې لاره لري. دا لاره چې د هغه د فرهنگ اوپوهې په ستنو ولاړه ده، د
هغه د باطني او دروني روح په بنسټ پيژندل کيږي. يا پيژندل شوې ده. هغه مرگ
انجام د هستۍ نه بولې مرگ خاورې كيدل نه بولي.
حوره د هغه په اعتقاد سره لكه دشفق كرښه يا د خندا بړ بوكۍ
يا داسې رڼا چې په يوه څرك سره را برسيره كيږي، ومني.هرڅوك يې د ليدو وس نه
لري. هغه نشه هم د سكر په څير داسي يو حالت را پيژنې چې په هغې كې نا ليدلي
حقايق ويني. د مستۍ رنگين محل ته چې هغه هم د انسان په طبعيت كې موجود دی
تلل را تلل دي او له هغو خوند اخيستل دي.
همدارنگه د لمانځه اوسجدې تعبيرهم عرفاني ډول وړاندې كوي.
د شاعر په نظر داسې تجسم دی چې انسانان او انساني روح په لوړه اوعالي سطحه
كي خپل ځان د يار او جانان په پښوكې غورځول دي.په ظاهركې لمونځ او سجده د
شاعر په ليد كې يو عمل او كړنه ده خو په معنويت كې د روح او د وصال هڅه ده.
ژوند په خپله د معرفت او ليونتوب او د مسايلو د اظهار حالت دی.
بالاخره وصال يعنې په ښايست او ښكلا كې غرقيدل دي.دا ښايست
كوم فزيكي او مادي ښكلا نه بلكې د معنويت او د روح د ابديت نړۍ ده چې روح
غواړي هغه ته ورسيږي. په ښكلا اوحسن مين شاعرنړۍ اوكاينات او چاپيريال كې
ځانگړې ښكلا ويني. دې ښكلا ته په خپل تن كې ځای وركوي او يا داسې چې د خپل
تن دروني ښكلا په بهركې ويني، خو شاعر دجهالت دممثل نه ځان گوښې كوي. د جنت
اوددې ټولو عرفاني مفاهيمو په وړاندې د هغه غوښتنه هم په ډاگه كوي. او وايي
چې د ملا جنت يوازې پيتي يعنې د نفس او جسماني غوښتنو غم خوړل دي خو د
شاعرجنت له وصال نه عبارت دی.
ليونيه! مکه څه ده؟
ملا! کور د يو عاشق دی
کوټنئ دی کې
ډيری
د همو
رب خالق دی
ليونيه! ايمان څه دی؟
ملا! دا دی پوخ ګمان
د يو خوب په زړه ليده دي
د وصلونو د جانان
ليونيه! جنت څه دی؟
ملا! ستا جنت پيتي
ده
او زما جنت وصال دی
يوخمار يوه مستی ده
ليونيه! حوره څه ده؟
ملا! لهر د خمار دی
يوه کرښه ده شفق ده
د خندا بړبړکئ ده
ليونيه! نشه څه ده؟
ملا! دا په سيل واته دي
د مستئ رنګين محل کې
دا
واته ننواته دي
ليونيه! چه لمونځ څه دی؟
ملا! خاورې
ښکلول دي
د جانان کوڅې
ته تلل دي
د اميد ارمان کيدل دي
ليونيه! سجده څه ده؟
ملا! ځان خاورې
کول دي
دمستئ د
ګلو
هار
د يار پښو کې
اچول دي
ليونيه! ژوندون څه دی؟
ملا! زه يمه ژوندون
دا زما د خوب ليده دي
د سبا او د پرون
ليونيه! وصال څه دی؟
ملا! ښيست کې
ډوبيده دي
دا په ستورو ګډيده دي
په سپوږمۍ
کې
خوريده دي
ليونيه! حسن څه دی؟
ملا! لهر د خمار دی
يو موسکی موسکی شان خيال دی
يو نری د رڼا تار دی
ليونيه! ته
یې
څوک؟
ملا! زه د چا ارمان
زه يو ګل د چا د ګوتو
پروت په پښو کې
د جانان
|