کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 

ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)
 

 

 

غني پېژندنه

 

 

 


 

کتاب پېژندنه:

ماته يو درياب د نور را [دويم ټوک]

څېړنه                 ::          محمد اکبر کرګر

خپرندوى             ::          هاشمي خپرندویه ټولنه                  

ډيزاين                ::          عبدالهادي اثر

چاپ وار             ::          لومړى

چاپ شمېر           ::          ١۱٠٠ ( يو زر او سل)

چاپ کال ::          ۱۳۹۵لمريز کال  

 

 

د ترلاسه کولو ځای:

هاشمي کتاب پلورنځی، بزازۍ څلور لارې، اسحاقزی مارکېټ، جلال آباد ښار.

 


 

لړليک

Textfeld:  

 

سريزه............................................................................... ۱۴۲

 

لومړى څپرکى الف: دغني دافکارو فلسفى اړخونه                             ۱۴۹

ب: پيدايش......................................................................... ۱۵۷

ج: فلسفه دجنون اودجانان  په څه خبرې کوي................................ ۱۶۱

د: غني خان، شرقي تمدن او فلسفي ليد توګه ................................. ۱۶۹

دويم څپرکى په عرفاني دنيا کې دغني ځای                                    ۱۸۷

الف : تصوف او عرفان.......................................................... ۱۸۷

ب: غني اودخلقت د داستان يادونه.............................................. ۱۹۳

ج: منصور داسلامي نړۍ قرباني عارف دغني ايديال شخصيت........... ۱۹۵

د: د بني آدم قصيده................................................................ ۲۰۴

هـ: د غني خان جانان............................................................. ۲۰۹

د:غني اوملا چرگک يا دسيروسلوک مرغه ................................... ۲۱۳

درېيم څپرکى الف: غني خان او ښکلا پېژندنه                                  ۲۲۱

د ټيګور ښکلا..................................................................... ۲۳۵

ب: غني ښکلا او رنګونه........................................................ ۲۳۸

څلورم څپرکى غني خان او ټيګور.............................................. ۲۴۹

الف: ټيګور يو ارمان پالونکی و................................................ ۲۵۱

پنځم  څپرکى الف: انسان د غني او نېچه په افکارو کې                       ۲۶۶

هيومانيزم غني او انسان.......................................................... ۲۷۲

شپږم  څپرکى ملا او غني........................................................ ۲۷۸

الف : غني څه وايي ............................................................. ۲۸۲

ب:جنت ............................................................................ ۲۸۵

ج: سوال  ځواب د لېوني او ملا ................................................ ۲۹۳

د: داسلام په باب دشاعر ليد ..................................................... ۲۹۷

هه: جنتي اودوزخى .............................................................. ۳۰۱

و:ملا اوعبادت..................................................................... ۳۰۴


 

سريزه

د محترم اکبر کرگر صيب اثر(( ما له يو درياب د نور را)) زما په لاسو کې دى. ښاغلي ليکوال له ما غوښتي دي چې زه پرې يوه رايه څرگنده کړم. د فلسفي شاعر غني خان په فلسفيانه نظر زما هم يو وړوکى کتابگى(( فلسفه دجنون او د جانان)) په نوم شايع شوى دى چې په کې د غني خان د فلسفيانه فکري نظام دمهمو اړخونو يوه لنډه څيړنه شوې ده. 

د کرگرصيب د دې ليک  موضوع همدغه ده. د دې ليک په لوستلو زه بغير دڅه مخ ملاحظې نه په دې ويلو مجبور يم چې دا ليک زما دهغې نه په هر لحاظ جامع، هر اړخيز، ژور او پر مغز دى. دا اثر د ستر غني خان په جمالياتي فلسفه کې بيخې نوې څيړنه ده او د غني د فلسفيانه نظام په علمي او منطقي ډول  هر اړخيزه تجربه ده چې د شاعر د فکر احاطه کوي. کرگر صيب د غني خان د فکري نظام خورې ورې ملغلرې په ډېر هنر په يو هار کې پيلې دي او په يو جامع او مربوط شکل کې يې د دلايلو په وسيله په يو سيستماتيک انداز زموږ په وړاندې کيښودې دي. 

هغه قامونه ډېر بد قسمته وي چې د ژبې، ثقافت، تاريخ او ادب سرچينې يې وچيږي او داسې څوک ونه لري چې دغه سرچينې تاندې وساتي، داسې څوک ونه لري چې دخپلو قامي مفکرينو لطافتونه، روايات او فکرونه را ژوندي کړي او د نوې او زوړ او پرون او نن په منځ کې پل جوړ شي.د ښاغلي کرگر صيب د ليکونو سره زما دا احساس قوي شو چې پښتانه په دغه لحاظ بد قسمته قام نه دى.

فلسفه په لنډو ټکوکې د وجود عقلي پيژندنې ته ويلي شي.وجود په مجموعي ډول د موضوع يعنې د ذهن او ذهني تخليقاتو اومعروض يعنې خارجي موجوداتو نامه ده. د ذهن انساني د مادي او غير مادي په عقلي توگه د پيژندلو لټون او څيړنه د انسان  په معلوم تاريخ کى پخپله يو اوږد تاريخ لري. زه په دغه نور بحث نه کوم خالي دومره وايم چې کرگر صيب د دې کتاب په سلسله کې د دغه فلسفو له  ډيرو مهمو نظامونو سره بحث کړی دی، اصطلاحات يې تشريح کړي دي او د فلسفيانو ويناوي او اقوال يې نقل کړي دي. د شاعر په شعرونو کې يې فلسفه موندلې ده او په ډېر کمال يې خواره واره افکار داسې تړلي دي چې لوستونکى به په کې تسلسل وويني او په اسانه به يې هضم کړي.

د يو شاعر په شاعرۍ کې فلسفه لټول له گرانو کارونو څخه يو دى. د هغې وجه غالبا دا وي چې شاعر ډېر حساس((ځناور)) وي. او د ژوند په مختلفو وختونو کې د متضادو کيفياتو نه تيريږي. د دغه کيفياتو داحساس د اثر لاندې نوي نوي فکرونه زيږوي او تخيلات منځ ته راوړي. شاعري څه باقاعده فکري نظام نه وي بلکې اکثر د متضادو فکرونو ټولگه وي  او د مواقعو په مناسبت د مختلفو احساساتو ترجماني وي. شاعر اکثر په يو نوي فکر د يو نوي احساس د اثر لاندې د خپل خيال نفي کړي وي. او يو نوى خيال يې زيږولی وي. کرگر صيب په ډيره ښايسته اوزړه راکښوونکي انداز دغه متضاد افکار د منطق په وسيله دغني ديو فلسفيانه باور برخه ثابته کړې ده. او د شاعر په فلسفيانه نظام باندې پراته اثرات يې د تاريخي پس منظر دخپل وخت کلتورې چاپير چل، ټولنيز ماحول او نفسياتي عواملو په رڼا کې مطالعه کړي اوڅيړلي دي.   

کرگر صيب لکه زموږ نورو غني خان په مجرد ډول د ليک موضوع نه دى جوړ کړى. کرگر صيب نه صرف د غني د فلسفي ماهيت ته رسيدلی دى، هغه يې برسيره کړى دى او معنوي جوهر يې را ښکاره کړى دى بلکې د شاعر د شعر قالب او شکل يې هم په علمي  انداز د لوستونکو په وړاندې کيښودى دى او په هره نکته يې پر مغزه بحث کړى دى. د غني خان موازنه يې د هغه د هم خياله فلسفي شاعرانو لکه خيام، ټيگور، او نورو سره کړې ده. او ځينې حتمي نتيجو ته رسيدلى دى. د دغه نتيجو سره د اتفاق او انکار گنجايش په خپل ځاى، خو په دې لړ کې د کرگر صيب د علم او زيار نه انکار ممکن نه دى.  

ماته په غني د مغرب او باالخصوص د انگليسي شاعرانو څه لږ ډير اثرات په نظر راځي خو زه گڼم  چې د غني خان د فلسفيانه فکر ماهيت خالص شرقي دى او د هغه جمالياتي فلسفه د وحدت الوجود د جوهر په رڼا منوره ده. زه د کرگر صيب سره اتفاق لرم چې د غني فکرې دونيا د لويديځ مدنيت او شرقي تصوف نه اغيزمن دى خو زما خيال دى چې په دې لړ کې د شرق اثر لږ ډير ژور دى او په خصوصي توگه يې د وحدت الوجودي شاعرۍ او فلسفي نه جلا  اغيز اخيستى دى.  

زما په خيال وحدت الوجود خالص آريايي نظر دى کوم چې د هند په نيمه وچه کې د هندي آريايانو د ويدونو او اوپانيشادونو نه وزيږيد. او نورې نړۍ او مذاهبو ته ورننوتو. دآريايي هند دغه مبهم فلسفيانه تصور يونان ته په رسيدو خالص فلسفيانه شکل وموند اوپه خصوصي توگه د( New Platonism ) دنيو پلاتونيزم په کوټلي فلسفيانه نظام کې را څرگند شو.

د عباسي خلافت په دور کې د يوناني علومو په لويه پيمانه عربي ته ژباړې د اسلامي نړۍ مفکرين د نوي علومو سره اشنا کړل. د شريعت په مقابل کې نوی افلاطونيت قراني جامه واغوندله او  خالص اريايي تصور د وحدت الوجود دخالص عبراني تصور((وحدانيت))په څنگ کې په عربي سيمو کې ځاى وموند.  

د وسطي اسيا او د فارس روشنفکره ليکوالو، شاعرانواوحکماو دغه فلسفيانه فکر خپل کړو او په ښايسته خوږو ټکو او جمالياتي رنگ يې د تصوف تبليغ او ترويج وکړو. نوي نوي تشبيهات او اصطلاحات مینځ ته راغلل او د نويو بحثونو اغاز شو.  

د فارسي ادب په وساطت دغه نوى روح د پښتو ادب په بدن کې هم غزونې وکړې. پښتو شاعري هم د تصوف په شاعرانه تشبيهاتو اواستعارو ډکه شوه.

دغسي په هندکې اريايي (ويدانت) د شنکر اچاريه د اثر لاندې د هند جديد شاعرانو د خپل ليک موضوع وگرځوله  او د ټيگور او نورو په ليکونو کې بام عروج ته ورسيدو.

د غني په فلسفيانه شاعرۍ کې دغه مهم اثرات ښکاره ښکاري. کرگر صيب دا هر څه په مدلل انداز زير بحث راوستي دي.  ليکوال په خپله په دې اثر کې تش د شرقي فکر د وحدت الوجودي فلسفې سره د غني په پيوستون بحث نه دى کړى بلکې دا يې هم ثابته کړې ده چې د شاعرانه صوفيانه اصطلاحاتو په جلا  او نوي انداز استعمال غني د ډير نويو علمي او جمالياتي صداقتونو څښتن کړى دى. په دې لړکې ليکوال د غني خان په ځينې اصطلاحاتو لکه ښکلا ،عشق او ډيرو نورو کې نوې ټکي  پيدا کړې دي کومې چې خالص د غني د ذهن د خم نه رنگ دي او د هغه قد يې د نورو نه لوړ کړى دى. ماته ياد دي چې غني يوه ورځ پخپله خوله ماته ويلي وو(( جانه! زه به دخيام نه لوى شاعر واى اوما به په دونيا کې د هغه نه زيات شهرت موندلی وى خو که ماته يو فيتس جيرالډ ملا وشوى واى.))

ښاغلي اکبر کرگر په غني د وحدت الوجودى اثراتو نه علاوه په هغه د غربي وجوديت د سيوري هم ذکر کړى دى. او په دې مناسبت يې د وجودي مفکرينو د مهمو استازو ويناوي او اقوال هم نقل کړي دي. زه د کرگر صيب سره اتفاق لرم چي د غني په شاعرۍ کې ډېرې داسې نموني په نظر راځي له کومي نه چې د((وجوديت))بوى راځي او دا ثابتوي چې غني وجود په جوهر مقدم او فوقيت ورکوي خو زه په دې باور لرم چې د وحدت الوجود برعکس وجوديت څه با قاعده فلسفيانه نظام نه دى، زما په خيال ((وجوديت )) يو فلسفيانه رجحان اورويه ده چې د مختلفو فلسفو په نظامونوکې ځان ځاى کولی شي. دغه رجحان په څه نا څه شکل کې د اکثرو شاعرانو په فن پارو کې ځان ځلوي او ډېر ليکوال او شاعران تر يو حده((وجودي )) ښکاريږي. زما په خيال دغه فکرونه او انديښنې شعوري نه وي بلکې د شاعر د ژور احساس په نتيجه کې را ولاړيږي او وجودي شکل اخلي.

په(( ما له يو د رياب د نور را )) کې اکبر کرگر د فلسفي نه علاوه د غني د ژوند او فن په نورو اړخونو هم ليکل کړي دي. د ملا په هکله د غني خيال يې د خپل ټولنيز معاشرتي جوړښت او سياسي او اقتصادي پس منظر په اينه کې څيړلي دي او په تاريخي حوالو او منطقي دليلونو يې د غني ملا دښمني واضحه کړې ده. په خپل زوړ ليک (( غني دشگو په محل کې )) کرگرصيب د غني ملا دوښمني د جاگيرداري نظام د مناسباتو سره تړلې پديده گرځولې وه. زما په خيال ددغه په مقابله کې د ليکوال اوسنۍ تجزيه ډيره مناسبه اومهاله اومضبوط منطق لري.

غني منصور د حق علامت گڼي او د  دمذهبې تحجر پر ضد يې د سمبول په توگه استعمالوي. منصور د رښتياوو، بيباکۍ، ازادۍ لازواله چيغه اومثبت اقدارو نماينده او ملا د فرسوده خيال او جهالت استازى دى.ښاغلي کرگر صيب په دې موضوع هم يو زړه راښکونکي بحث کړى دى.

د غني خان د شاعرۍ موضوع انسان ، انساني فضيلت او په انساني رشتو کې د حسن اوخير اړخونه دي. هغه د نوي اخلاقي اوجمالياتي صداقتونو د خپل قام د وگړو داخل د نوي جوش او جذبې نه ډک کړي دي او د خپل فکر او مشاهدې په زور يې د پښتون ذهن ته وسعت بخښلى دى  او هغه يې د ښکلا نه ډک کړى دى.  

هسې هم شاعري د تصوراتي ښکلا لټون وي. د شاعر په ذهن کې د دغې ښکلا بې شماره دونيا گانې ابادې وي.د شاعر د ښکلا تصور لکه د يو جمالياتي عمل تل د پرمختگ په سفر کې وي او کله هم د تکميل مرحلې ته نه رسي.

د غني خان د شاعرۍ محور که هر څو انسان، انسانيت او انساني اقدار دى خو هغه دخپل قام دحقونو دغوښتنو په جنگ کې د قام لارښودنه کړې ده او خپله شاعري يې په مبارزه کې د قام وسله جوړه کړې ده. هغه ثابته کړې ده چې د خپل اولس او وطن مينه او ظلم او استعمار پر ضد مبارزه د بشردوستۍ برخه ده او د انسان پرستۍ پرضد نه تماميږي بلکې تقويت ورکوي. د خپلې مور سره مينه فطري جذبه ده او دا کله هم د نورو ميندو نه د نفرت سبب نه جوړيږي.غني د پيرنگي او پاکستاني استعمار پرضد د پښتنو زلمو جذبه د نوې جوش او توانايي نه ډکه کړې ده  او په خپله عملي توگه ددغه مبارزې سپيڅلى کردار پاتى شوى.هرې سختې له په ډغره ورغلی او د زندان ستونزې يې هم په خندا زغملي دي. د هغه شاعري نن هم زموږ په قامي مبارزه کې دوهابيت اوملاييت پر ضد يو لوی کردار لوبوي.

په داسې وخت کې د اکبرکرگرصيب دا ليک يا څيړنه د ډير قدر وړ ده  او ډير اهميت لري. زما يقين دى چې دا کتاب به دجهالت دتيارو په تنبولو کې يو لوى لاس ولري. که پښتانه غني وپيژني نو ځان به هم وپيژني او کله به هم د اغيارو دوښمنانو په هغو دخرڅ شويو ملايانو په لاسونو کې ونه لوييږي او نه به د بل د گټو له پاره په يو بل پسې ټوپکونو ته لاس کړي او خپل وطن به د جنگ ميدان جوړ کړي. پښتانه په دې نازک وخت او حالاتو کې د کرگر صيب غوندې عالمانو او د شعور خاوندانو ته ډير ضرورت لري. خداى دې وکړي چې دهغه قلم نور هم زور ومومي.

 

په درناوي

سيد عابد جان  - وارهم بلجيم

۱۷-۰۸-۲۰۱۶

  

 

((زه ويلاى شم چې غني د فن نه زيات د سبا شاعر او فيلسوف دى چې څومره وخت تيريږي او سبا په نن بدليږي، د هر تن انسان به دده دفن په دونيا کې نوې موندنې کوي.ليرې نه ده چې موږ او وخت به غني د اسپينوزا، ټيگور، تولستوى، ولتر او د نورو نړيوالو ادبي مفکرينو په کتار کې وشميرو.))

فلسفه دجنوناودجانان ۸۲ مخ 

 

لومړى  څپرکى

 

الف: د غني دافكارو فلسفي اړخونه

په تيرو دوه درې لسيزو كې دغني خان په اثارو او افكارو باندې زياتو څيړونكو او ليكوالو ليكنې كړې او خپل اندونه يې وړاندې  كړي دي، خو په دې ټولو اثارو كې دوه درې اثره ډير دپام وړ بريښي. يو ((درنگ اونور شاعر)) په نوم رساله اوبل ((فلسفه دجنون اودجانان))  په نوم رساله ده.پاتې دې نه وي چې په انگريزي ژبه  دانگليسي شاعر کيت اودغني داشعارو پرتليزه څيړنه  چې شازيه بابر ليکى دى  هم ډېر دپام وړ اثر دى ۔خو په پښتو کښل شويو  دواړو څيړنو كې گډې او شريكې نقطي  شته۔  خو د دواړو شننې او د اظهار ډولونه يوله بله توپير لري.

د((رنگ اونور شاعر )) رساله سره له دې چې ډيرو اساسي ټكو ته اشارې كوي خو د رسالې ژبه تر زياته حده د اردو اوعربۍ ژبو دگړنو گډوله ده. د دې پرځای چې د شاعر د شعرونو او كلام پوهيدنه اسانه كړي نوره يې هم ستونزمنه كړې ده. په دې رساله كې د اساسي ټكي په توگه ليكوال په دې باوردی چې د شلمې پيړۍ زياتره مفكرين، پوهان، او ليكوال د اگزستانسيا ليزم نه اغيزمن بولي. له بلې خوا د ساينس او د علم د پرمختگ له امله د لويديځې نړۍ انسان له معنويت نه ليری كړی دی.ليكوال دلويديځ او ختيځ مدنيتونو كې  د را لوی شوي انسان  د نصب العين توپير نه دی كړی. هغه ليكي: (( دلته د فلسفيانه فكر لرونكی كه څه هم د وجوديت له فلسفې متاثر ښكاري خو د ژور مذهبي لاشعور د روحاني قدرونو څخه نورو شرقي روايتونو او د ژوند او كايناتو په باب له دشرقي تصور انداز د مغرب ځينې په ډيرو خبرو كې ممتاز كړی دی.))  [1]

د دې پر ځای چې څيړونكي د شرقي اوغربي تمدنونو په بهيركې د انسان وده او تكامل ددغه دواړو مدنيتونو په اصلي نسج اوجوړښت كې وپلټي، د شرقي انسان ليد لورى  يوازې په مذهبي لاشعور كې را لنډوي او د عظيم تصوفي اومعنوي جريان اغيزې چې په مذاهبو کې هم ژوري ريښې لري ،له ياده ويستلي دي. يا دا چې تصوف اومذهب يو نه جلا کيدونکى جزء اويا دمذهب زيږنده بولي ۔حال داچې دتصوف اوعرفان اوددين اومذهب سره دهغو په توپير کې ډېر غور اودقت په کار دى ۔ ياد ليكوال  د غني خان د شاعرانه افکارو په باب ليكي:

(( د غني خان د شاعرۍ  منفرد انداز هم هغه دی په كومه كې چې هغه د ځان په لټون د ذات او وجود په ژورو كې گرځي. د غني خان نزدې نزدې ټوله شاعري د وجوديت د خپل مخصوص فلسفيانه انداز فكر شاعري ده. )) [2]

د څيړونكي په باور په لټون نومي نظم كې تر ډيره حده يو وجودي اصالت باندې تكيه ده.غني خان دخپل ژوند، عقايدو، هيلو او وجود د هڅو يادونه كوي، خو ليكوال ژر په دې خبره تمركز كوي چې غني خان دلويديځې نړۍ د اگزستانسياليستي فلسفې چې د كيڼ لاسو لكه سارتر او هايدگر او نورو له خوا وړاندې شوه معتقد نه بلكې درسالي دليكوال  په باور دتصوف د روايتي فلسفې وجودي دی، كه څه هم په نظم باندې دشهود كيفيت او رنگ خور دی خو غني خان دخپل فكر په رڼا كې دباور تر بريده رسيږي.

دلته د دوه فكري ښوونځيو يعني شرقي تصوف او د لويديځې نړۍ د وجودي اصالت خبره را منځ ته شوه، چې دمسالې دښې روښانتيا له پاره اړينه ده  چې يوه شيبه ماضي ته ستانه شو.  

د زياترو ژورو فلسفي پوهانو په باور غربي انسان او شرقي متصوف دواړ ه د علوي مقام د ترلاسه كولو په نيت د(( پرومته)) ايديال تعقيبوي. په دې معنا چې دواړه انسانان خپل برخليك ته نه تسليميږي بلكې ورسره ډغره وهي هيڅ ډول بهرنی ځواك نه مني او  د هر ډول سياسي اومذهبې ځواكونو په مقابل كې سر غړاوی كوي. په يوازې سر او په واحد فرديت  سره هڅه كوي چې په خپله د ژوند او هستۍ  معنا پيدا كړي اويا يې هسته كړي. دواړه د معنا ايجادوونكي دي  او دواړه په دې هڅه كې دي  چې هم معنا ايجاد كړي، هم ځان جوړ كړي  او ځان يا خپل انساني وجود بيا هست كړي. خو د رنسانس له دور نه وروسته لويديځ انسان دماشين اوصنعتي ودې په جال كې را گير شو، يوازې دمادې قدرت په لټه كې شو. د لاسبرۍ په لټه او د بادارۍ په لټه كې شو. لويديځ انسان په خپل تن او وجود كې د رب النوع قدرت وليد او ويني خو صوفي د دې له پاره چې  ياد قدرت مقام ته ځان ورسوي نوخپل ځان پالونكی شعور قرباني كوي. غربي انسان د ځان پالونكي شعور مريي گرځي.هغه دځان پالونكي شعور قربانۍ ته چمتو نه دی.ځان پالونكی شعور د غربي انسان لارښود او رهبر دی. د لويديځې نړۍ انسان چې كله د خپل مقام په اړوند فكر كوي. يوازې د قدرت او لارښووني امر ونهې او مطلقې لاسبرۍ په فكر كې دی چې څرنگه خپل تمايلات عملي كړي اومطلقې لاسبرۍ ته ورسيږي.خو صوفي دغه قدرت د((شتون)) په مقوله كې گوري چې غربي انسان يې د((لرلو)) په مقوله كې گوري. يعنې (شتون يا بودن اولرل يا داشتن )· صوفي د رواني سلامتۍ په لورگام اخلي خو غربي انسان د قدرت غوښتنې او د ځان پردې كيدنې په لور مطلق قدرت غواړي.  

دلته ځان پالونكی شعورخپل نقش لوبوي. دا شعور په خپل ماهيت كې يو بت پرسته شعور دی چې غربي انسان يې تابع كړي مگر صوفي اوشرقي انسان دغه بوتان ماتوي. له همدې امله په نتيجه كې غربي انسان بت پالونكي اوشرقي صوفي بت ماتوونكی دی.

په پايله كې په شرقي تمدن كې چې صوفي ددغه تمدن  غوره استازی دی. دا پيام را كوي چې صوفي د اصالت وجودي فلسفې  په څير له خپله ځانه پيل كوي اوخپل بت اوځان پالونكي شعور له منځه وړي اويا يې نفې کوي. نو له دې امله د شرقي صوفي  او د وجودي اصالت باوري فيلسوف گډې خواوي لري چې د غني خان په اشعارو او افكارو كې يې هم ليدلای شو او په هغه کې  انعكاس كوي.د رنگ او نور د رسالې ليكوال د شاعر د وجودي اصالت په برخه كې د شاعر اوږده نظم  باندي حساب كوي  اوهغه مثال را وړي.

لټون:

غرمه د اوړي

لكه شپه دژمي 

يو خاموشي

او قلاری خور دی

دكوړكوړكو گوگو

اوچوپ چاپ عالم هو

وخت پښه نيولې

په ركاب سور دی

دونيا دې خپل زړگي ته غوږ نيولی

دمرگ اوژوند حساب كتاب اوري

فضا كې گډيو مسكې توب شان دی

لكه په خوب كې څوك رباب اوري

اوزه يوازې

په خيالونو كې ډوب

دخپل ارمان

تلاش كې گرځمه

يو ورک

مجبوره

مسافر

يم روان

په مځکه پروت

په اسمان گرځمه

ما دې هم خپل زړگي ته غوږ نيولی

دژوند څه وجه څه نساب لټوم

درد له اومرگ له څه سبب گورم

ابد كې خپل دهوش حباب لټوم

داولې ولې ؟

په درياب كې ورك

جام كې شراب

اوپه شرابو كې

په سور كتاب كې

دجومات دتاخ

زه مرگ اوژوند له

يو تړون گورم

چپه چپتيا

اوخاموشي 

كې زه

شرنگ دستار

دتال مضمون گورم

چاپيره رنگ كې

 شنو كمترو كې

ځان له جواب دخپل ژوندون گورم

زه ليونی يم،ليونی يم،رښتيا

په ميخانه كې اپلاتون گورم

ځانته چې سترگې مې ور واړولې

بس

مرگ

اونيش

اووينمه

زه ليونی يم ليونی  يم رښتيا

دمرگ په سترگو كې ژوندون گورم

غرمه داوړي

لكه شپه دژمي

يو خاموشی

يو قلاری خور دی

چرته كې لرې

يو بڅری 

دنور

ستوری ؟

كه لرې دصحرا اور دی

ماته وړوكو

پلوشو

كې وايي

كه غر دی لوی

په سر يې لار خو شته

څه ؟

كه ژوندون

يو ورك

ساعت دی

دهوش

يو ابدي

دده دلدار خو شته

زړگيه ځان ټگې كه ما ټگې

څنگه ځان خلاص دهر جنجاله كړې 

زړگيه ! ای ټگه زړگيه زما

ځان كې مشغول اوموږخوشحاله كړې

خو ستا نه منم

غرقيږمه

سم  په رښتيا

ليونی كيږمه

داضطراب په تور درياب كې  زه

اوس سرسرې يم بيا ډوبيږمه

په تورو ورو كې بيا وركيږمه 

د لته په خپل اور كې سوزيږمه

په ژوندون تورې خاورې كيږمه

په خپلو وينو كې ډوبيږمه

غرمه داوړي

لكه شپه دژمي

يو خاموشی يو قلاری خور دی

چرته كې لرې

يو بڅرې دنور

ستوري كه لرې دصحرا اور دی

ماته وړوکو پلوشو كې وايي 

كه غر دی لوی په سر يې لار خو شته

كه ژوندون يو ورك ساعت دی دهوش 

يو ابدي دده دلدار خو شته·

هماغه ډول چې فرانسوي ليکوال اوفيلسوف ژان پل سارتر دانسان وجوديت دهغه پر ماهيت مقدم بولي  ۔دلته هم شاعر له خپله ځانه پيل کوي ۔دنړۍ اوکايناتو درک اوپوهاوى دخپل وجود اودخپل زړه له درزا پيل کوي.

همدا راز دپيدايش په شعر کې دا څرگندونه لاپسې روښانه ده.

ب: پيدايش 

او ما ځان له ساز که په خپله جوړ   

دخپل خوب نه دخپل خيال نه

دخپل غم نه دمستۍ نه      

دخپل تول نه دخپل تال نه

اوما ځان له يار که په خپله جوړ 

دخپل سوز نه دارمان نه 

دخوبونو نه د رنگونو نه   

 دگلونو نه دخزان نه 

اوما ځان له غم که پخپله جوړ  

  د خندا نه دخوشحالی نه

دوصال نه دخمار نه      

 دبهار نه دلولۍ نه

اوما ځان له ژوند که په خپله جوړ   

 داميد نه درڼا نه 

دتيارونه  دښيرو نه     

 دغمونو نه دسودا نه  

دژوندون نه دمستۍ نه  

اوما ځان له مرگ که په خپله جوړ  

 دسپرلي دزيړو گلونو نه 

دلالونو نه دځوانۍ نه  ۴۶۱

ترمخه ياد شوي دواړه څيړونکي او ليکوال هم د((نور اورنگ شاعر )) د رسالې ليکوال اوهم ((دجنون اودجانان دفلسفې ))درسالې ليکوال د غني خان د وجودي باورونو تاييد کوي خو د فلسفه دجنون اودجانان  د رسالې يوبشپړوونکی عنصر دا بريښي چې هغه درسالي په پايله کې  په دې خبره هم ټينگارکوي چې زموږ دسيمي فرهنگ اومدنيت دهند دلويي وچې سره پيوند لري، دا مدنيت يو معنوي اوروحاني هغه دى، سره له دې چې ليکوال اسلامي عنصر په کې برجسته کوي، خو د ويل دورانت په نظر هند په خپله د مدنيتونو زانگو ده، تصوف او عرفان څه د زردشتيزم، هندي فلسفې بوديزم او د هند د اصلي مدنيت هسته ده چې اسلامي مدنيت باندې يې متقابل اغيزکړى دى. له دې امله ده که غني خان د وجودي اصالت نه اغيزمن دى نو په فلسفيانه طرز کې د تصوف نه هم اغيزمن دى، البته د ده تصوف کوم بياباني او درويشي جريان ته ورته نه دى. او نه خو تارک دونيا دى بلکې انسانيت محور او د تفکر او عقايدو له مخې تصوف دى چې ښکلاييز يا استيتيکي عنصر يا اړخونه يې ډېر پياوړي دي.

کله چې د وجودي اصالت يادونه کوو د ياد شاعر په اشعارو کې ډير داسې اشعار اونظمونه شته چې ددې خبرې مصداق کيداى شي. دلټون نظم چې تر مخه يې ېادونه وشوه دا خبره ترې جوتيږي چې شاعر د وجود په تقدم باوري دی. د وجود تقدم يوازې دانسان په برخه کې صدق کوي چې په دواړوفکري برخويعنې مادي او ايديالي اگزستانسياليستانوکي گډټکى دى.

سارتر وايي: اگزستانسياليستان په دوه ډلو ويشل کيږي: لومړۍ ډله هغه مسيحي اگزستانسياليستان دي چې ياسپرس،گابريل مارسل کاتوليک د مذهب پلويان له دغه ډلې شميرم.

دويمه ډله: هغه غير مذهبي اگزستنسياليستان دي لکه هايدگر، او فرانسوي اگزستانسياليستان اوزه خپله له دې ډلې يم.

سارتر زياتوي چې د دواړو ډلو ترمنځ گډه وجهه داده چې ټول په دې باور دي چې وجود پر ماهيت مقدم دی. يا د فلسفې په بل عبارت، فلسفه بايد له درون گرايي( سوبژکتيويزم ) نه پيل کړو.

ياد فيلسوف مساله په دې ډول څيړي: يو انځور گر چې غواړي  يوه تابلو رسم کړي.ترهغه وخته چې دسپينې تابلو په خوا کې ناست دى  رنگ، قلم، او بورس اونور وسايل ورسره دي په ذهن کې يې يوه تابلو شته خو دهغه هنري تابلو لا واقعيت ته نه ده راغلې، دلته د تابلو ماهيت شته خو وجود يې نشته خوکله چې تابلو رسم اوجوړه شوه نو وجود پيدا کوي په دې اساس په تابلوباندې دهغې ماهيت تر مخه دى ځکه چې ماهيت يې درسام په ذهن کې موجود وو.

 انسان هغه موجود دى، چې دى خلق شوى دی خو کله چې هست شوى، نور دى په خپله ځان خپل جوړوي، دې (انسان )دى چې ژوند جوړوي خو دده شتون اوموجوديت دهغه د ټولوتخليقاتوترمخه دى، په دې لړکې پورتنی شعر د دې ادعا ښه ثبوت كيدای شي. 

همدارنگه د ياد پوه په باور د هرڅه وجود د يو شي د ذاتي صفاتو او ځانگړنو له حقيقت نه عبارت دى، څه که خارجي وجود ولري اوکه نه.

د اگزستانساياليزم دښوونځي د اصولو له مخې د انسان هغه ټولو هستونو او ايجاداتو پرخلاف چې شته او د ټولو هستوونکو اوجوړوونکو پرخلاف چې پوهيږي چې څه غواړي جوړ يې کړي، له ځانه سره دشيانو طرحه لري. او بيا يي جوړوي. انسان نړۍ ته راغى نو انسان دی چې انسانيت او انساني صفات په خپله اراده، غوراوي، سليقه اوخپل انتخاب جوړوي. پايله دا چې انسان د خپل ځان هستوونکى دى. يعنې په خپله همدغه موجود (انسان)خپله را تلونکی جوړوي. دا ښوونځى ( وجودي اصالت)  انسان ته دلته په ستره برترۍ قايل دی. وجودي اصالت دانسان ستره اوزياته ستاينه کوي.او په ستر رسالت باندې ورته قايل دى. په دې هم باور لري چې د انسان وجود واجب الوجود جوړ کړ، خوعظمتونه، ښکلا، ښيگڼې او انسانيتونه پخپله انسان هستوي.

له بلې خوا داگزستانسيالستانو په باور بشر په ازادۍ محکوم دى. بشر ازاد دى. دا ځکه چې ځان يې نه دى هست کړی بلکې هست شوى دى، نو ازاد دى، کله چې يې په نړۍ کې قدم کيښود، دټولو کارونو مسوول په خپله دى.

دا چې يو انسان دخپل انسانيت جوړوونکى دى نو انسان ته دوه ډوله احساس پيدا کيږي. يو دجدي مسووليت احساس اوبله سخته ويره اوترهه. په وجودي فلسفه کې دمسووليت احساس، ترهه او ډار د انسان له پاره بنسټيزې گړنې دي.

دا چې انسان دخپل انسانيت دجوړولو مسووليت په غاړه لري، نو دخپلې راتلونکې دجوړولو ستر مسووليت هم په غاړه لري، په واقعيت کې دا پيښه  د هغه له ازادۍ سره تړاو لري، همدارنگه دانسان ترهه اوانديښنه په دې کې متبلوره ده چې هيڅ ډول ارامي اوکراري نه لري.

سارتر وايي هغه څوک چې په خپله ترهه اونديښنه نه پوهيږي چې ستونزه يې څه ده، نو د هغه ترهه منفي اومبتذله ده خو زه دهغه چا ترهه اوانديښنه وايم چې ديو ملت، يوې ټولنې يو شميرکسانو يوې کورنۍ برخليک دهغه پر غاړه دى. او وينې چې پريکړې اوکارونه دهغه په برخليک اوپه ټول کې د هغه په غاړه دی، قاطع اومطلق اغيزکوي.

په وجودي فلسفه کې انسان يوازې او نااميده، نهيلی گڼل شوى دى، باور داسې دى چې انسان دطبعيت برخه نه بلکې له طبعيت نه گوښى دى.انسان له يوه بله جنسه دى. په دې دښته کې يوازې سرگردانه دى چې نه دهغه له جنسه ده او نه د هغه له پاره جوړه شوې ده. په داسې حال کې چې هر څوک دخپل ځان مسوول دى دا چې انسان دتاريخ له مسير يا طبعيت اويا دجبر تابع نه وو نو له جبر، قضا اوتقدير له سخاوت نه بې برخې دى چې د نهيلي منبع يې هم په دې کې ده.  

ج: فلسفه دجنو ن اودجانان په څه خبرې کوي ؟

فلسفه دجنون او د جانان د ليكوال سيد عابد جان ليكنه ده چې په سلو مخونوكې د غني خان د فلسفي تفكر او ايديال په باب كښل شوې ده. په دې رساله كې په درې مهمو موضوعاتو بحث كيږي چې عبارت دي له: ليونى او فلسفه،  د ليوني فلسفه اوليونى او د فلسفې تاريخ.

داسې جوتيږي چې ليكوال د هگل دديالكتيكي مېتود يعنې تيز، انتې تيز اوسنتيز پر بنسټ خپل بحث ته دوام وركړى دى.

په لومړي بحث كې ليكوال هڅه كوي چې دغني خان د فلسفي تفكر بنياد  د پښتنې ټولنيزوــ اقتصادي اوكلتوري مناسباتو كې وپلټي او د هغو پر بنياد يې توجيه كړي. نوموړی دهگل په دې خبره استناد كوي چې وايي:

(( هيگل په گوته كړې ده چې هره فلسفه دخپل وخت اوهغه اولس په كومه كې چې هغه مينځ ته راځي، درياستي اوحكومتي شكل، اخلاقياتو او صلاحيتونو، عادتونو، خواهشاتو، مذهب، ټولنيز ژوند او داخلي اوخارجي ژوند همعصره وي. دا وينا په خپل ځاى خو په دې كې هم شك نشته، چې د فلسفې ځينې مسالې ابدي هم دي. دغه مسالې د زمان اومكان دقيد نه ازادې دي. د بېلگې په توگه، دجهان د وحدت مساله عقلي اوحسي مساله او د ازادۍ مساله، د هر فلسفيانه فكر هغه موضوعات دي چې په يوه خاصه معنا كې ورته موږ ابدي مسالې وايو.))[3]

د غنې خان د فلسفي تفكر د پيژندنې له پاره او د بلې هرې  فلسفې د فكري ليد توگي د پيژندنې له پاره اړينه ده چې د نوموړي متفكر ټولنيز فرهنگي چاپيريال د وخت پيښې او تاريخ څخه خبرتيا تر لاسه شي. د متفكريا فلسفې په اړوند د همدغه مناسباتو په اډانه كې كلي نتايج تر لاسه كيدلاى شي.

په دويمه مساله كې چې د ليوني فلسفه نوميږي  په پيل كې دگيلگاميش د اسطورې يوه برخه راوړي چې ليکوال غواړي ددغه اسطوري په بنياد د شاعرپه کلام کې د مرگ او ژوند مساله وڅيړي او د انساني موجود هغه اشتياق او رغبت چې د ژوند په باب له انسان سره شته دى هغې ته اسطوروي بنسټ کيږدي.ليكوال غواړي د غنې خان د فلسفي ليدتوگي د اساسي مسالي په توگه د مرگ اوحيات مساله وڅيړي. د مرگ اوحيات مساله په اساطيرالاولين كې اساسي هغه ده اود يونگ(کارل گوستاويونگ)  او ميرچا الياده د ليكنو اوڅيړنو په استناد د اديانو د رامنځ ته كيدو لومړنی تهداب هم گڼل شوى دى.يا په بل عبارت دا مساله ددې سبب شوې ده چې انسان يا بشريت دځان دخوندي توب له پاره دژغورنې فرهنگ ايجاد كړی او ياپه دې ډول ځان رضا كړي چې بيا حيات شته.

ددې اسطورې  په يوه برخه كې داسې راغلي دي:

(( دمرگ ويرې را اخيستى او د اب حيات په لټون سرگردانه سر وهلى او بر وهلى گلگامش زرگونه كاله وړاندې دخاورو برخه جوړه شوې اوتش نوم يي پاتې دى. د نن او گيلگامش تر مينځ انسان يو اوږود سفر كړى دى، په دې اوږده سفركې بنې ادم په ډيرڅه برى موندلى دى او خپل ډير خواهشات يي سرته رسولي دي. له ډيرو ضرورتونو خلاص شو او د خپل عقل په جادو لگيا دى فطرت مسخر كوي، لكه د مارغانو په هوا الوزي او د سپوږمۍ سيلونه كوي. دسمندر په تل كې ملغلرې لټوي، په زرگونه ميله ليرې ناست د يوبل غږ اوري او عكس وينې. دخپل عقل اوفكر په زور د خټو گوډاگى انسان ځان د پيريانو او ديوانو نه لوى قدرت وگرځاوه خو زرگونه كاله تيرشول او زرگونه به نور هم تير شي او سره د خپل قدرت او طاقت انسان ونه شول كړاى چې مرگ له ماتې وركړي. اوراتلونكى انسان به ونه كړاى شي چې اب حيات تيار كړي او ابدي شي. د انسان عقل د مرگ د ديو په مقابل كې بيوسه اولا چاره دى اولا چاره به وي. دا ومې ژړل ځكه چې اوس به ديو راشي اوتا به وخوري. )) [4]. فلسفه دجنون اودجانان

خو ليكوال د دې تحليل اوشننې په پاى كې دې پايلې ته رسيږي او وايي چې دليوني فلسفې ځواب دې ټولو پوښتنو ته د هغه په جمالياتي تصوف چې غني ورته د جنون اوجانان فلسفه وايي، موندل كيږي، چې وركې غنې موضوعي اومعروضي عينيت له يو بل سره تړي اوځان ابدي كوي.

په دې برخه كې ليكوال د فلسفې په درونې جوړښت يا درونې توانايي شخصيت هم ټينگار كوي اودمسايلو ځواب په هغه كې گوري.

ليكوال دگلگاميش اسطوره مطرح كوي چې دا د انسان لاسبري اودطبعيت په وړاندې د انسان د بري څرگندوی  ده. همدا مساله  د پرومته اوزيوس په  اسطوره كې هم په لږ توپير سره بيانيږي خو دروني اسايش اودروني سكون زياتره د شرقي تصوف يا فسلفې پورې اړوند دى چې ليكوال يي وروسته مطرح كوي. په دې ډول يو تناقض ته رسيږو او ستونزه پرځاى پاتې كيږي. په دې معنا چې دډيرو اوبيلابيلو مسايلو طرح موږ نتيجې ته نه رسوي بلكې دا به ښه وي چې يو وار د انسان اوطبعيت ستونزه بيا د انسان او مرگ  ستونزه او بيا د انسان دروني او د ننني وس اوغوښتنې فارمولبندي شي اوبيا د غني خان فلسفيانه اشعارو باندې تكيه  وشي خو دا کار د هرليکوال د څيړنيزې سليقې اوسبک اودشننې له طريقې اومېتود سره هم تړاو لري.

په درېيم پړاو كې چې دسنتيز پړاو دى.ليكوال نتيجه گيري او د طرحې تركيب ته رسيږي.نوموړى هڅه كوي چې دغه فلسفي تفكرات دلويديځې فلسفې پربنياد حل او وڅيړي خو په پاى كې دسهروردي او ابن عربي نظرياتو ته راځي. او د هغو په روښنايي اورڼا كې دغنې افكارو ته اشاره كوي. داسمه ده خو بايد ووايو چې ابن عربي داسلامي تصوف دلويديځې څانگې سرلارى اومخكښ دى، حال دا چې دتصوف اوعرفان يوه لويه زمينه د هند په لويه وچه كې ده، او له اسلام څخه دمخه افكارو اوعقايدو  كې خپلې ريښې لري. ليكوال په پاى كې ليكي:

(( غني دانساني فلسفيانه قدرونو هغه څه را اخيستي دي چې دهغه منطق قبول كړي او د هغه له فكره سره يي سمون خوړلى دى. دغه غني دخپل فكرپه رنگ كې لړلي اوله ډيرو نويو اقدارو سره يي د انسان د فكر او فلسفې د تاريخ برخه جوړه كړي ده......))[5]

څيړونکي په ډيرې  ژورتيا سره يوه اهمه مساله څيړلې او هغه د وجودي اصالت د فلسفې په بنياد  دوه پوښتنې دي:

يوه پوښتنه داده چې که دانسان ځواکمني  او قدرت دهغه په دننه يا باطن کې ده نو دا قدرت له کومه له انسان سره مل شو؟ ايا دا قدرت په انسان کې د خلقت له مخې هست شوی دى اوکه معروضي يا خارجي سرچينه لري چې دانسان په داخل کې ددغه قوت سبب کيږي.

بله پوښتنه داده چې که دبيروني يا بهرني قوت نفى مطرح نه وي نو د دغه بهرني يا معروضي قوت حقيقت څه دى؟ ايا مطلق ماهيت لري اوکه نسبي، په بهرکې څه ډول او دانسان په باطن کې څه ډول دى؟

د وجودي اصالت د فلسفې پلار كيركه گارد  وايي:

 (( د هغه روح اثبات چې مسيحيت يې په لټه كی دی په بهرنيو قوتونو باندې په سترگې پټولو سره چې د روح رڼا په كې له مخه رسوخ كړی وو، امكان نه پيدا كوي خو ددغه بهرنيو قوتونو سره دانسان دځانگړې رابطې د بيا جوړونې او هغه رڼا ته په پام سره چې له دنننۍ يا باطني دونيا نه را پيدا كيږي. د معنويت له اسرارو ډك اثرات دي چې واقعيت ته روح وركوي  او هغه پياوړی كوي. موږ يوازې له  همدې لارې  كولای شو معنويت كشف او ثابت كړو ·)) [6]

د غني خان د فکر او اند په اړوند ددې پوښتنو ځواب په استيتيکي يا ښکلاييز عرفان اوتصوف کې دى. ليکوال په ټينگه  باور لري چې شاعر يو وجودي اصالت ته قايل دى. او د دغه وجودي اصالت په بنسټ هغه يو مطلق ذات ته د عرفان اوتصوف په اصولو قايل دى.شاعر دانسان اومطلقه ذات اړيکې د عرفاني اوښکلاييز بنسټ له مخې گوري.

د ابن عربي دا خبره دلته د غني خان د افكارو په برخه كې  سرخوري چې وايي: ((خدای ښكلی دی  اوښكلا يې خوښيږي.  ))

غني په کراتو يو مفهوم کاروي، هغه دجانان مفهوم دى. دا د مطلق ذات له پاره دغني غوره شوې مفهوم دى. دغه جانان دغني له پاره ابدي ښکلا ده. غني په انسان کې دجانان څيره ويني، چې  دخلقت لومړۍ اسطورې يا د بابا آدم اسطورې ته ارجاع کيږي. انسان ته د يو کوچني خداى درجه ورکوي، چې په وجودي لحاظ په خپل ځان باندې د انسان باور ټينگولو معنا لري.

د غني په فلسفي نظام کې دځان او انسان په گډون او اصالت ټينگارکوي.  چې په شرقي فرهنگ کې څه نوى ايډیا نه ده. په شرقي صوفيانه ادب کې چې له اسلام نه وروسته له اسلامي فرهنگ سره امتزاج پيدا کړى دغه انساني وجوديت ښکاره اوځلانده دى.کله چې غني د وجود مفهوم را اخلي  يو ډول  صوفيانه او عارفانه مصداق لري. د صوفيانو او عارفانو په نظر دا يو برتر او علوي وجود دى. صوفيان په خپل سير او نفس کې د دغه علوي يا ترانسندنتال موجوديت اثبات په لټه کې دي.

د دې کرښو ليکوونکي ته د فلسفه دجنون او د جانان د ليکوال دا خبره ډيره په زړه پورې  او پرې باندې د ټينگار وړ بريښي چې وايي:

(( زه ويلاى شم چې غني د فن نه زيات د سبا شاعر او فيلسوف دى چې څومره وخت تيريږي او سبا په نن بدليږي، د هر تن انسان به دده دفن په دونيا کې نوې موندنې کوي.ليرې نه ده چې موږ او وخت به غني د اسپينوزا، ټيگور، تولستوى، ولتر او د نورو نړيوالو ادبي مفکرينو په کتار کې وشميرو.))  جنون ۸۲ مخ 

ج

♦♦♦

فلسفه دجنون او د جانان په زړه پورې رساله ده. په پښتو ژبه كې ددغه ډول ليكنو ډير كمى محسوس دى. له بلې خوا ليكوال هم د شاعر او مفكر غني خان د افكارو ډيرو اساسي اوبنيادي مسالو ته پام را اړولى دى. دغه رنگه د لويديځې فلسفې په رڼاكې په زړه پورې مسايلو په بنياد  يې هڅه كړې چې د غني افكار د پوهيدنې وړ وگرځوى خو دڅو ټكو يادول اړين بريښي:

۱. ليكوال هڅه كړې چې مسايل په ډير كوټلي  ډول وړاندې كړي. دا د دې له پاره چې د غني افكار د پوهيدنې وړ شي خو لږ څه نورې شننې ته هم اړتيا ليدل کيږي. هسې خو هم فلسفي شننه پيچلې وي خو دلويديځو افكارو له سيستمونوڅخه يو هغه دبنسټ  په توگه نه دى ټاكل شوى چې د هغه په اساس يې دغه فلسفې افكار څيړلي واى. البته  د دې دليل به داوي  چې د غني په افکارو کې د بيلابيلو ښوونځيو اغيزې شته. دمثال په توگه كه موږ له يوى خوا دهگل يادونه كوو اوبيا دكانت اوبيا هايدگر ته ځو نو په واقعيت كې دا درې بيلابيل فكري سيستمونه دي، او موږ نه شوكولى دا درې واړه سره گډ كړو. البته د ليكوال دا خبره سمه ده چې  د فلسفې ځينې پرنسيپونه  عام اوپرځاى دي.

۲.په اثركې سره له دې چې دگلگامش اسطوره ډيره اساسي اوپه زړه پورې ده خو دا د پرومته او زيوس سره نږديوالي لري،  د دغه افكارو لورى د تعقل او تجربې معرفت په لور كې دى. حال دا چې غنې خان په خپل اشعاروكې په اشراقيت هم تكيه كوي له بلې خوا زموږ شاعر شرقي هغه دى. موږ په ختيځ كې زيات داسې فكري سيستمونه لرو چې دهغو پر بستر دخپل فلسفي شاعر شننه وكړو. مطلب دا چې موږ تر زياته حده د شرقي فلسفې افكارو او يا هندي اسلامي تمدن څخه اغيزمن يو، د دې تمدن اصلي زړى معنويت اوتصوفي اوعرفاني ليدتوگه ده. كه په لويديځ كې د انسان ستونزه فلسفې مطرح كړې نو په ختيزكې تصوف اوعرفان مطرح كړې ده. بايد ددې دوه فكرې ليدتوگو يو څه توپير وشي.

۳. فلسفه دجنون اودجانان په اثركې لكه څنگه چې ادعا شوې ده، دشاعر ټولنيز اوفرهنگي چاپيريال اوپيښې نه دي فورمول بندې شوي، په دې لړ كې هندي فرهنگ چې د پښتون كركتر هم په كې څيړل كيداى شي. ازادي غوښتنه، د ملا پر ضد د شاعر كركه، عمر خيام او د هدونيزم  فکري تگ لاره چې غني خان يې په بار بار يادونه کوي، شانتي نكيتن اوټاگور او داسې نور زيات مسايلو ته لږه اشاره شوې ده. دا كيداى شي له دې امله وي چې په فلسفي شننه كې په جزيياتو بحث ناشونى دى خو لږ څه توضيح اړينه وه. له بلې خوا د ليوني كلمه زياته تكرار شوې ده. دا كلمه  دوه تعبيرونه لرلاى شي. يو مثبت اوبل يې منفي سره له دې چې په خپله غني خان څو څو ځايه په خپلوكلامونو كې د شعري نوم په توگه هم كارولې ده. دا يوه خبره، مثبت جهت يي دادى چې په ټولنه كې زياتره د خارق العاده استعداد خاوندان چې دنبوغ اوعبقريت خاوند وي د ليوني خطاب ورته كيداى شي چې البته غنې خان دخپل برتر استعداد يادونه نه کوي بلکې نور کسان يې توجيه کوي. بله داچې غني ددې  له پاره  چې ترخه حقايق ووايي او د ټولنې د موخذې او سنتونو پرده وشلوي نو منصورې کرکتر خپلوي اوبيا  دليونې په نوم هستونه کوي ۔

د:. غني خان، شرقي تمدن او فلسفي ليدتوگه

د غني خان په شعر كې ډير داسې څه شته چې په ساده مخامخ كيدنې او لوستلو سره كيداى شي پيچلی و بريښي. سبب دا دى چې غني د خپل وخت، خپل فرهنگي چاپيريال او شاعرانه احساس او پوهاوی(معرفت)  خاوند دى. دا به ناسمه وي چې غني په مجرد ډول دهغه ددوران له پيښو او د هغه د زلميتوب، د كورني او ټولنيز چاپيريال، د هند د نيمې وچې له پراخه فلسفې ارزښتنو اوپښتني فرهنگ ، د پښتنې ټولنې دعمده پوښتنو له مطالعې پرته مطالعه كړو.

كله چې غني خان په نفسياتي او اروايي لحاظ له خپله ځانه را ووځي او خپل چاپيريال ويني، نو سملاسي د هغه عمده او اساسي پوښتنو ته فكر كيږي، د خلقت او د كايناتو او د هغه لوى ذات سره مخاطب كيږي. دا د نوموړي هغه عام اوجامع اعتقاد څرگندوي چې د شرق په فلسفي تفكركې ژورې ريښې لري. غني چې په لومړي سرکې د مذهبي مدرسې طالب العلم پاتې شوی له هر چا نه زيات په مذهبي مسايلو احاطه لري. نوموړې په دغه فلسفي اعتقاد كې((ملا)) د دغه پيښې د يو كاذب او دروغجن او ډاروو نكي مفسر په توگه لوڅوي.د هغه د اشعارو په کلياتو کې د ملا او ريا او تظاهرپه باب او د ناپوه واعظانو په اړوند ډير څه شته او ويلي يې دي. د غني د فلسفي ليد توگه  په عموميت كې د يو شرقي متفکر او شاعرليد توگه ده چې د معنويت پر ستنو ولاړه ده. کله چې  شرقې فلسفي تفكر ته ځغلند نظر اچوو هگل ددغه  فلسفي تفكر په اړوند وايي:

((د شرقي فلسفي گړنه په ځانگړې توگه په هغه دوران اوسيمه کې راپورته او اطلاق کيږي، په کومه کې چې دختيز لويوالي، عموميت  او د لويي وچې حد او قلمرو او محدوديت پيژندل کيږي، يا هغه ځای اوسيمه چې روح په کې په ذهني توگه حکم چلوي. ))(۱)

د هگل په باور سره په منځنيو پيړيو كې دغه سترو عقايدو او افکارو چې په معنويت ولاړ ول، لومړی ايتاليي ته لار وكړه، دې عقايدو په لا ادرې فلسفه كې  نفوذ وكړچې غربي روح د لايتناهي تفكرسره ترفشارلاندي ونيسي. دا لړۍ تر دې  اندازې پرمخ ولاړه چې كليسا يو وار بيا بريالۍ شوه  چې تله په خپله گټه درنه كړي. په نتيجه كي لاهوت په پريکنده توگه لاسبری  كړي.د هگل  په نظر هغه څه چې موږ يي دشرقي فلسفې په نوم پيژنو، په دقيق ډول د هماغه مذهبي تفكر لاره ده اوپه كلي توگه دنړۍ په اړوند پوهه اواستنباط په شرقيانو پورې اړه لري، د مذهب په اړوند دشرقي تصور څيړنه له فلاسفه و سره زيات ورته والی لري، دا سم دم په هماغه ډول چې مذهبي فلسفه ده خو ددې په څنگ كې  واقعي علت هم څرگند وي.

هگل دشرقي اولويديځ تفکر توپير په دې کې ويني چې  په يونان اوروم او مسيحيت کې د فردي ازادۍ مفهوم نفوذ کوي او په فردي اسطوره وي او مسيحي عقايدوکې را څرگنديږي خو په شرقي مذهب کې دا برعکس ده، په شرق کې د فاعليت عنصر نه دی جوت شوی، له همدي امله مذهبي تصورات نه فردي کيږي، هغه مثال راوړي چې په شرق کې هم فردي اشکال لکه ((برهما))، (( ويشنو)) او(( شيوا)) شته خوله کومه ځايه چې د فردي ازادۍ عنصرغايب دی نو فرديت واقعي نه بلکې سطحي بڼه لري. او په نتيجه کي د لايتناهيت او ناپايه اوبې اندازې والی رامنځ ته کيږي.( ۲)

دلته دېوې بلې مساءلي لږه روښانتيا هم  اړينه ده او هغه د دين، فلسفې او عرفان يا تصوف توپيرونه دي.په دې برخه کې زموږ په فرهنگې حوزه کې دڅيړنې تاريخ په عمده توگه داسلامي اوزردشتي سننو دڅيړنې سره تړاو لري ۔سره له دې چې دغه عرفاني اوفلسفي سنتونه بېلابېل ماهيتونه اوجوړښتونه لري خو تر هر څه تر مخه دا حقيقت را په ډاگه کوي  چې ېاد سنتونه خپل اعتبار لري ۔ يوله بله سره رابطه لري ۔ په بل عبارت دروحې عالم پيغامونه دي  چې په بهرنۍ بڼه کې له يوبله جلا دي ۔ خو په دروني يا دنني ماهيت کې يوله بله سره پيوند لري. د فکري سنتونو په دروني وحدت باندې تاءکيد په حقيقت کې ددې فرهنگي حوزې دوتلو متفکرينو اوايليت شخصيتونو خاصه ځانگړنه ده ۔ په هماغه اندازه چې دتطبيقي ادبياتو هر څيړونکى پوهيږي ،ځينې ډېر ښکلي اوعالي تجليات يا ((داديانو متعالي يو والى )) دسيمي دژبو په تصوفي اشعارو کې پيدا کيږي.

يوه ډيره مهمه مساله ددېنې فلسفي افکارو دڅيړنې په بهير کې چې ځاى ځاى را برسيره کيږي خو داختلاف اوشننې په اړوند لږ څه ويل کيږي هغه دشريعت اوتصوف ټکر دى. دغني خان په اشعارو کې ملا پر نورو نظرونو سربيره  دشريعت سمبول هم دى ۔ چې دعرفاني افکارو تر بريدونو لاندې دى اودا تر پاېه يوه داېمي اوپرله پسې شخړه ده ۔ دموضوع دلا روښانتيا له پاره اړينه ده چې لږ څه دادوه مفهومه واضح کړو ۔ 

شريعت ددين لاره ده ۔ دروهي صيب په قول شريعت هغه لاره ده  چې سړى جنت ته رسوي اوطريقت هغه لاره ده  چى سړى خداى ته رسوي ۔ نسفي وايي : پوه شه چې شريعت دپيغمبرانو وينا ده  اوطريقت دانبياوو عمل دى ۔ اوحقيقت دانبياوو ليد ۔ابن عربي وايي : شريعت هغه څرگند سنت دى  چې رسولانو يې دخداى تعالې په امر راوړى ،داسې نوى پيدا شوى سنت چې خداى ته دنږديوالى  طريق ښۍ ۔ شريعت ددين پر ظواهرو حساب کوي  ۔کله کله دا ظاهري احکام هم دجمود تر بريده پر مخ لاړ شي  دازاد تفکر کولو لاره بنده شي  په اسلامي نړۍ کې فلسفه هم دا ستونزه لري ،په دې مانا چې  فلاسفه وو پيړۍ ،پيړۍ دارسطو اوافلاطون داثارو په تعبير اوتفسير تېرې کړې خو يواځينۍ فکري لاره چې دشخصي تجربې لاره ده اودشخصي تجربو په اساس پر مخ ځي هغه دصوفي لاره ده.صوفي د صدق او اخلاص لاره پر مخ بيايي  فقيه او متشرع د ديني ارشاداتو او ظواهرو ته پناه وړي خو صوفي ځان ته رجوع کړې  او د شخصي تجربي لاره يې غوره کړې ده۔

په زياترو تصوفي اوعرفاني متونو کې دواړه مفاهيم دشريعت اوطريقت په نوم ياد شوي سره له دې چې صوفيان اودطريقت خاوندان له شريعت نه پيل کوي خو يو وخت وروسته دواړه خپلې لارې جلا کوي  ۔ له غير اسلامي يا داسلام نه دمخه فکري اثارو کې جوتيږي چې تصوف دخپل ژوند ددوام  له پاره شريعت لومړى منزل گرځولى  خو ددې دواړو لاري څکه جلا دي  چې يوه دعبادت لاره ده اوبله دشخصي تجربې لاره ده ۔ ديو شاعر په قول چې وايي :

حرم جويان درى را مى پرستند
فقيهان دفترې را مى پرستند
برافگن پرده تا معلوم گردد
که ياران ديگرې را مى پرستند
 

غني هم دخپل شاعرانه خيال  اواشراق په دونيا کې نه يوازې چې خپله فکر کوي بلکې اوريدونکى اولوستونکى هم فکر کولو ته را بولي :

موږ د غني خان په كلام كې هم يو ډول داسې لايتناهي معنويت سره مخامخ كيږوچې هغه د شرقي تفكر او شرقي فلسفي نماينده گي كوي. د غني د كلام يوه ځانگړنه دا هم ده چې د هغه وينا ډيره ژوره اوپيچلې ده ځكه خو د هغه تر مرگ وخته پورې زياتو لوستونكو د هغه دكلام سره مينه نه ښودله په اصطلاح دهغه په كلام دخواصو د كلام  په توگه د لوړ تفكر او انديشې نه مالامال و. ( ۳)

ج

خوكله چې الوهيت او د كايناتو دصانع خبره مطرح ده. هغه ترهرچا زيات  په دې مساله كې ژور معتقد انسان دى. او د هغه اعتقاد تر دې حده ژور پر مخ ځې چې د ناچله، ميكانيكي او بازاري اعتقاد چې له دين څخه ددكان جوړوونكوله خوا وړاندې كيږي ورسره نه پخلا كيدونكى دى. غني  ددين  په ټيكه دارانو باندې  سخت په غصه كيږي او هغوۍ رټي. دلته د جنت په شعر لږڅه تم كيږو:

جنت

ستا د رحمت څه حد هم شته دی؟ ای بې حسابه ای بې پايانه
ستا خيشت او مينه څوک شي تللی، د سترګو پټه روک د ارمانه
د ملا سترګې د قهره ډکې راته قصې کوي د درد او زور
د جانان شونډې د کوکو وږې، وې راشه وګوره جنت کې اور
مرګ بلې سترګې او خوري پنجې راته خوزی لحد، نيست او عدم
شيطان، ملا، دواړه په يو آواز وۍ، ستا ګناه ډيره ده او رحمت کم
مشرک ولاړ همسا په لاس، قبا په وُلې دستار په سر
لاټو وزرې د بلبل ايښی، ښايي شهباز ته د ايلم سر
ښاپيرک مشردی د کاروان، د رڼا خيشت او سنګار لټئ
سامری ژاړي د زروبت کې ژوندون مستي او خمار لټئ
ګونګټ د سوټو په ډيرۍ پورته، زيړی لولکی ته د نور بيان کئ
چينجی د خاورې په ممبر بره، قيصې د حورو او د آسمان کئ
ځکه په چغو زه د جماته لاړم په لورې د ميخانې
دی خپلو سترګو ډوب کړم تاله کړم هم شرابي کړم هم ليونی
خو چې په بدو او بدرنګو خپل لکه د سکور لوګی او اور شمه
چې  سُر او تال مې تياره فنا کړي د بې وسئ فرياد  ژړا
ستا خيشت او مينه څوک شی تللی، ای بې حسابه ای بې پايانه

 

پورتنې دجنت په نوم نظم ته كه  فلسفي نظم ووايو فكركوم غلطې به مونه وي كړي. فلسفي شاعر دخپل مطلب د اظهار له پاره دشعر فورم غوره كړى دى لكه په نورو فرهنگونوكې چې ډيرو ليكوالو اوفلاسفه و دخپل فلسفي تفكرد وړاندې كولو له پاره ډرامه (ننداره) نظم او داستان غوره بللی دی. په پورتني نظم كې به د قافيي او وزن ځينې ستونزې وي خو د انديښنې او تفكر له مخې هغه ډير ژور او اوچت دى. په دې نظم كې تصوير او تخييل كم رنگه خو د فكر ژوروالى په كې زيات دى. دا مفاهيم دپام وړ دي چې وايي: 

ای بې حسابه ای بې پايانه

دښايست اودمينې تول

له سترګو پټ اوله ارمانه ورك

د ملا قهره چې يوازې  د درد او زور كيسې كوي

خو د جانان شونډې د کوکو وږې، چې وايي په جنت كې اور ووينه.

ملا يوازې په دې ټينگار کوي چې دمرگ بلې سترگې  اوخورې پنجې خوځي، لحد، نيست اوعدم شيطان، ملا دواړه په يو اواز وايي چې اى خدايه تاته دگناه په مقياس ستا رحمت ډېر لږ دې ۔

دشاعر په کلام کې  دخلقت د اسطورې په ترڅ کې دخيراو شر د تناسب په باب هم پوښتنه را پورته كوي د غني مخاطب په شعر كې لوى ذات دى. هغه په ډاگه د خدايي او الوهيت ناسم تفسير چې د ملا له خوا وركول كيږي، په ډاگه كوي، او د شعر په يوه برخه كې د شيطان او ملا سره يو شان مخامخ كيږي. دا ځكه چې دبې علمه اوله دين څخه دناخبره ملا نړۍ ډيره محدوده ده. تنگه ده اوپه نورو باندې يې هم تنگول غواړي. شيطان په دې تنگ فكرۍ كې د ملا لاشعوري ملگري دى. ملا په شيطان لعنت وايي خو په واقعيت كې هغه څه چې دبشر او اشرف المخلوقات پر ضد دى  هغه ترسره  كوي. يعنې دخداى رحمت محدود وي. دخداى په خدايي كې حدود پيدا كوي. د هغه رحمت كې كمښت جوتوي. او د وزخ اوجنت يوازې دخپل تفسير له مخې څرگندوي  نه هغه ډول چې دخداى له خوا ويل شوى دى.

دشعر وروستۍ برخه په كلكه اوترخه ژبه دملا اوشيطان دواړو له پاره هغه سمبولونه كاروي چې په كلتوري لحاظ په پښتنې ټولنه كې  دطفيلي اوطف طفيلي حيوان له پاره استعماليږي.

دشعر وروستۍ برخه:

يعنې ښاپيرك او د كاروان مشري، د زرو په بت كې د سامري ژړا، گونگټ د مرداريو د ډيريو پر سر، چنجى دخاورې په ممبر، د حورو كيسې كوي نو ځكه غنې خان له جماته تښتي اوميخانې ته درومي په داسې مهال كې سر او تال كې تياري فنا كړي. د بې وسۍ فرياد ژړا اوشور په حالت كې خداى ته وايي: چې اى لويه ذاته ستا ښايست او مينه څوك تللى شي؟

چې سُراو تال مې تياره فنا کړي د بې وسۍفرياد ژړا او شورشمه

نوځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګي بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی، ای بې حسابه ای بې پايانه

انسان داسطورو له لارې انساني فرهنگ دايجاد پړاو ته داخل شو، په دې پړاو كې انسان  نړۍ او طبعيت په يو ډول لارو چارو ايل كړل، بيا يې ديوډول ارباب النوعيت له دريځه طبيعي شيان او پديدې  تجريد كړي، او په دې ډول اسطورې را منځ ته شوې د خدايت او خداى  پرستۍ د مفكورې او بيا د وحدانيت د ايډيي د نزول او  د رامنځ ته كيدلو په اثر دځمكې پرمخ د روح تاريخ او د معنا تاريخ پيل شو. د اسطورې په پيل سره انسان دخيراو شراو سپنتا اوناسپنتا روا او ناروا په اخلاقي اوحقوقي معنا سره رامنځ ته شو او حيواني ژوند انساني او ټولنيز هغه ته داخل شو، فرهنگ رامنځ ته شو.

دخلقت په اسطوره كې چې په يهوديت او مسيحيت كې راغلي دي، يوه  سرنوشت جوړوونكې برخه لري چې  وايي: خداى آدم يا لومړنى انسان د يو تكليف او يو انتخاب سره مخامخ كړ. هغه ته وويل شول چې د پوهې او د معرفت د ونې ميوه ونه خوري خو آدم دخپلې جوړې يا ((حوا ))په وسوسې او د شيطان په نفوذ سره له دې امرنه سرغړاوي وكړ. او د پوهاوي  د ونې ميوه  يې  وخوړله. سترگې يې بيرته شوې. دهغه دروني سترگې بيرته شوې اوكله چې يې ځان ته وكتل گوري چې بربنډ دى نو د شرم احساس ورته پيدا شو. داچې دغه بربنډ ذات دشرم اوگناه سره مخامخ كيږي نوله همدغه ټكي د انسان تاريخ پيل كيږي. انسان  په خپله ستونزه اوگناه باندې خبرتيا پيدا كوي او گناه يعنې له تكليف نه سرغړونه يا د شرع له حكم  نه چې خداى فرمايلي دي سرغړونه ده. په بل عبارت دا د انسان د داسې اخلاقي موجود په توگه چې په نيك وبدخبردى د تاريخ پيل دى.(۴)

دا چې انسان په لومړي وار د خداى له امره سرغړونه كوي او خداى پرې منت كوي او په دغه لومړۍ گناه سره له جنت نه رابهركيږي او دا چې آدم ځمكې ته راځي نوهغه سوله چې په ازل كې په پورتني عالم اوكښتني عالم كې برقراره وه خپل ځاى د نيكۍ اوبدۍ جگړې ته پريږدي او د آدم د زامنويا زوزاد دژوند كولود ماجرا تاريخ پيل كيږي....

له بلې خوا دكارل گوستايونگ نظر په دې اړوند دغني خان دفلسفي تفكر ښه راسپړنه كوي: گوستاويونگ له يوې بلې زاويي ځينې مسايل څيړي.

په دې مانا چې يونگ د دغه ډول راسپړنې له پاره په لرغونو اساطيرو تكيه كوي اوددې په خوا كې په ((مزامير)) داوود او((عهدعتقيق))استناد كوي.نوموړي دهندې اساطيرو افسانوهم زياته څيړنه كړې ده اوپه دى باور لري. البته نوموړي دغه باور په سايكالوژۍ كې د علمي څيړنو له مخې تر لاسه كړى دى. د يونگ په وينا  رب النوع دانسان په روان كې ځاى لري. يونگ داسې متعصبانه ليد توگه چې گويا رب النوع دانسان له موجوديت څخه بهر دى يوه غير اصولي ليدتوگه بولي.

 د هغه په باور رب النوع له دې امله دانسان په وجود كې ځاى لري چې د رب النوع تصوير د اروا پوهنې په ژبه د افكارو يوه پيچلې ټولگه ده چې اركيتايپي يا دزړ بيلگې (Archetypal)خصلت لري او يوه ټاكلي اندازه انرژي پرې لگيدلې ده چې  دغه ايديه په انسان لاسبرې شي. د انسان روح بايد په فې نفسه توگه د رب النوع سره د ارتباط پيداكولو وس ولري. يعنې د ارتباط او سازش قوه او  د رب النوع تصويردى چې د سايكالوژې باندې د پوهې له لارې  اړيكې ټينگيږي خو دا چې صانع څه دى؟ ځواب وركوي چې صانع د انسان د روح ډير ژور اوبې واسطې محرميت دى.

كه گورو چې عين مفكوره په شرقي تصوف كې هم موجوده ده كوم چې يونگ يي))مودبانه  الحاد(( هم بولي.

اوس نو كه صانع د انسان د روح په  ډيرو ژورو بې واسطه محرميتونوكې ځاى لري نو لږ تر لږه د راواپوهنې له مخې په هماغه نااگاه ضميريا تحت الشعوركې  يې ځاى نيولى دى.د رب النوع ځانگړنې هماغه انسان ډوله ځانگړنې دي. څرنگه چې بشريت هميشه په بدلون كې دى نوصانع هم په تكامل كې دى او په بيلابيلو ډولونو ظاهر كيږي دغه بدلون دبشريت له بدلون سره يو ځاى پر مخ ځي.(۵)

د تورات په پنځم باب كې لولو: (( دا دى  د آدم د پيدايښت كتاب، هغه ورځ چې خداى آدم پيدا كړ نو خداى ته يي ورته ( يو شان) جوړ كړ. نر او ماده يي جوړه كړه او هغو ته يي بركت وركړ او د آدم نوم يي پرې كيښود. د هغوۍ دخلقت په ورځ....)) (۶)   

اوس راځو دغني دگوگل شعر ته اوپه غور يې لولو.

گوگل

دې گوگل كې مې دننه 
 هم دوزخ دى هم جنت
دې كې قهر اوغضب دى
دې كې رحم اوراحت
دې كې پروت يو سمند ردى
د نشې او د خمار
دې كې پروت يو تهترين دى
د لمبو او د ازار
د سپرلي او د خندا   

 

چې يو اف يې تور لحدكړي
د خندا ډكه دونيا
    

دې كې دومره شجاعت دى
 چې دكل جهان مرگونه
يو نظر كې تار په تار
لكه باد اوړي بوسونه
چې په يره باندې راشي
زړه ترې غټ دى دمنږك
داسې رپي داسې تښتي
داوبو څاڅكى ترې كلك
 اوچې كلك شي داسې كلك
لكه كاڼى د پولاد
نه پرې زر توري اثر كه
نه پرې زر كاله فرياد
دې گوگل كې مې دننه
هم دونيا ده هم قيامت
داهم لاره هم كاروان دى
هم تدبير دى هم قسمت
پروت په دې كې ټول داستان دى
د جزا او د سزا
خور په دې كې لوى جهان دى
د وصال او د وفا 
دا هم باغ دى هم خزان دى
هم بلبل دى هم بهار 
دى كې سره نيازبين گلونه
 او د شنو اوبو شرار
دا هم زهر هم زقوم دي
هم گبين دى هم نبات
دا هم تور دمرگ څادر دى
هم چينه ده د حيات
ده كې پروت داسې شراب دي
چې يو څاڅكى د هغې
په بدمسته او سر شاره
كړي دا واړه فرشتې
دى چې ځي په بره درومي
شي جبريل ورته حيران
چې په بدو باندې راشي
امان وغواړي شيطان
عجيبه دې يم جوړ كړى
اى زما خدايه عجيبه
بې د تانه نور د هر څه
 د همه يم مركبه
 دا د اور او نور درياب
دومره لوى لكه اسمان
دومره وړوكى لكه څاڅكى
دومره لنډ لكه يو ان
دا قبه دسوز اوساز
ولې ولې څه له څه له؟
خيشت اوغم راز ونياز
ولې ولې څه له څله ؟

 

 اوس نو چې كله د غني خان شعر ته راځو هغه په عموميت كې انسان او انسانيت د ټولو ښيگڼو او بديومركز او اصلي هسته بولي.دخير او شر مبدا او منشا هم دغه موجود بولي او دا مفاهيم او عبارات خو ډير واضح  او د شرقي تصوف اويا صوفي له اند وفکرونو سره  سر خوري. همدارنگه په پورتني شعر کې شاعر موږ ته دانسان وجودي اصالت دانسان دوجود تقدم دهغه ازادي او ترهه را جوتوي ۔  

په گوگل كې دننه  دوزخ او جنت  قهر او غضب، نشه او خمار د لمبو او د ازار، د لمبو ازار  سپرلي خندا، د كل جهان مرگونه اويا:

داوبو څاڅكى ترې كلك
  اوچې كلك شي داسې كلك
لكه كاڼى د پولاد
نه پرې زر توري اثركه
نه پرې زركاله فرياد 
دې گوگل كې مې دننه
هم دونيا ده هم قيامت
داهم لاره هم كاروان دى
هم تدبير دى هم قسمت

 

غني خان دغه موجود دټول داستان مبدا اومنشا بولي.جزا اوسزا خوهم زهر او هم زقوم. او د ټولو ښيگڼو اوبديو تجمع ده:

داهم تور دمرگ څادر دى  هم چينه ده دحيات
ده كې پروت داسې شراب دي
چې يو څاڅكى دهغې
په بدمسته اوسرشاره
كړي دا واړه فرشتې
دى چې ځي په بره درومي
شي جبريل ورته حيران
چې په بدو باندې راشي
امان وغواړي شيطان
عجيبه دې يم جوړ كړى 
اى زما خدايه عجيبه
بې دتانه نور دهرڅه
دهمه يم مركبه
 

نو دا له يوې خوا د غني خان ژور  فلسفي افكار روښانه کوي  اوله بلي خوا د هغه د افكارو ژوروالى په ډاگه كوي.

په وروستي شعركې چې دسوال اوځواب ترسرليك لاندې راغلى دى. ډير ښه اوڅرگند عارفانه تعريفونه لري.  

سوال ځواب د ليونی او ملا
ليونيه ! مکه څه ده؟
ملا! کور د يوعاشق دی
کوټنۍ دې  ور کې  ډيری
د هموو رب خالق دی
ليونيه! ايمان څه دی؟
ملا! دا دی پوخ ګمان
د يوخوب په زړه ليده دي
د وصلونو دجانان
ليونيه! جنت څه دی؟
ملا! ستا جنت پيتي ده
او زما جنت وصال دی
يو خمار يوه مستي ده
ليونيه! حوره څه ده؟
ملا! لهر د خمار دی
يوه کرښه ده شفق ده
د خندا بړبړکۍ ده
ليونيه!
ن
شه څه ده؟
ملا! دا په سيل واته دي
د مستۍ رنګين محل کې
دا واته ننواته دي
ليونيه! چه لمونځ څه دی؟
ملا! خاورې ښکلول دي
د جانان کوڅې ته تلل دي
د اميد ارمان کيدل دي
ليونيه! سجده څه ده؟
ملا! ځان خاورې کول دي
د مستۍ د ګلوهار
د يار پښوکې اچول دي
ليونيه! ژوندون څه دی؟
ملا! زه يمه ژوندون
دا زما د خوب ليده دي
د سبا او د پرون
ليونيه! وصال څه دی؟
ملا! ښيست کې ډوبيده دي
دا په ستوروګډيده دي
په سپوږمۍ کې خوريده دي
ليونيه! حسن څه دی؟
ملا! لهر د خمار دی
يوموسکی موسکی شان خيال دی
يو نری د رڼا تاردی
ليونيه! ته یې څوک؟
ملا! زه د چا ارمان
زه يوګل د چا د ګوتو
پروت په پښوکې د جانان

 

دغني په كلياتوكې كوم سيستماتيك فلسفي تفكرسره نه مخامخ كيږو،  بلكې هغه موږ پروبلماتيك هغه ته رابولي، دا دوه شيان سره توپيرلري. هغه څه چې په سيستم بدل شوي وي او منظمه سيستماتيكه اډانه ولري، هغه انسان تحجر او دوگماتيزم ته رابولي. د هغه د تفكر ژوروالی په خپله هغه لويه پانگه ده چې  په بيلابيلو وختونوكې يې خپل نظرمطرح كړى دی او ستونزه يي وړاندې كړې ده چې لوستونكى فكركولوته راوبولي نو په دې اساس د هغه دغه فكرې سلسلې ته موږ يو ډول پروبلماتيكه فكري څرگندونه ويلى شو.

یادښتونه:

۱.گيورگ ويلهلم فريدريش هگل، تاريخ فلسفه، (ترجمه دكتر زيبا جبلي)، سخنرانيهاى هگل ) تهران، ۱۳۸۷،  ص۲۱۶.

۲.گيورگ ويلهلم فريدريش هگل، تاريخ فلسفه، (ترجمه دكتر زيبا جبلي )، سخنرانيهاى هگل ) تهران، ۱۳۸۷ ص۲۱۶.

3.Abdul Ghani Khan and Johan Keats. Written by ShaziaBabar.Pashto Academy. University of Peshawar..

۴.عرفان ورندي  در شعر حافظ داريوش اشوري، (۵۱مخ).

۵. يونگ وخدايان، ۱۰۴ مخ.

۶.عهد عتيق، پنځم باب.

۷.دغني كليات، دكابل چاپ.


 

۱·داكتر راج وي شاه خټك · درنگ اونور شاعر · يونيورستي پبلشرز:۲٠۱۳·پيښور  مخ ۸۹

۱.همدا اثر  ۹٠ مخ

۲۷مخ ٠فلسفه دجنون اودجانان.

۱.(۲)  ۳۴ مخ

۵۹ مخ٠ فلسفه دجنون اودجانان

۲.غلام صابر ·كی ير كگارد واقبال (ترجمه فارسي دكتر محمد بقايي ماكان ) ياد آوران: چاپ ااول  ۱۳۸۸ ·  مخ ۱۲۶


 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۵    سال  دوازدهم       عقرب     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی   اول نومبر   ۲۰۱۶