کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

 

 

ب:غني او د خلقت د داستان يادونه:

غني په لاندې شعركې د خلقت اسطورې يادونه كوي او په هغه كې انسان د يو مركزي كركتر په توگه را  اخلي  د اور په نوم شعر ته تم كيږو: 

اور

زما خټه چې خوشته کړه
  په څه اور يې ابته کړه
چې يې  نه وژنم ورييتيږم
 چې يې وژنم لا لمبه کړه
نور همه يې دځان جوړ کړم
 د شيطان يې يوه ذره کړه
څومره زه چې ورنږدې  وم
دومره غټه يې پرده کړه
چې جنت وته روان شوم
دوزخ ليري دروازه کړه
چې دوزخ ته ورنږدې شوم
چا بچی بچی نعره کړه
خدای دې ورک کړه دزړه اوره
 تا د ژوند ورکه مزه کړه[1]
ج

دلته د انسان دخټې لمدول او د هغه جوړښت د بابا آدم خلقت ته اشاره ده. هغه په دې خټه كې د يو اور  دځای كيدو يا شتون خبره كوي. اور چې په اساطيروكې د پوهې، علم او معرفت سمبول هم دی. په لرغوني يوناني اساطيرو كې پروميتيوس له زيوس نه اور راپټ كړ.بشريت ته يې ارمغان راوړ. هغه دا خبره هم كوي چې((نور همه يې دځان جوړ كړم ))· دا د دې عبارت سره سرخوري چې انسان د ځمكې پر مخ دخدای استازی اوخليفه دی. عارفان په دې باور دي چې خدای تعالی د خپل ذات او قدرت د ښودلو له پاره انسان خلق كړ خو له دې سره سره يې شيطان يا نوس او يا اماره نوس هم په انسان كې ورځای كړ. په همدې وجه دانسان اودخدای تر منځ پرده جوړه شوه. كه انسان د نيكو اعمالو په وجه دجنت پريكړه وكړه خو د  دوزخ دروازه ورته هم خلاصه شوه·  دا ځكه چې په انسان كې هغه دوه گونې خصلت سر راپورته كړ.نو دلته دی چې شاعر دمعرفت اوپوهې په وړاندې اعتراض كوي. دا ځكه چې د وصال مانع اوخنډونه هم له ځانه سره لري. د غني خان پورتنی شعر د دغه ډول  عرفاني اوفلسفي بحث نه مالامال دی. بله ډېره عمده مساله دغني په شاعرۍ كې د منصور بيا ظهور دی. داسې بريښې چې دا يوه سمبوليك  ظهور هم دی. يو د شاعر د وخت د موجوده شرايطو اوناخوالو په وړاندې اعتراض دی، د دې خبري بل دليل دا هم دى چې دمنصور ظهور د بغداد د استبدادي خلافت په وړاندې يو بغاوت وو او له بلې خوا تر اشراقې اغيز لاندې د منصور د اسطورې توضيح او تشريح هم ده.

 

 

 

 

 

ج:منصور  د اسلامي نړۍ قرباني عارف دغني ايډيال شخصيت:

د منصورپه باب په دې لوی نظم كې د شاعر په عرفاني باورونو ښه  پوهيدی شو.

منصور

منصور يو ليونی وه دمعشوق اداب يې هېر کړه
 منصور يو ليونی وه دمستۍ شراب يې ډېر کړه
وې مستې دا زما نه ده  دجانان دسترگو نور دی
 زما دخولې خبرې هم تورات اوهم زبور دی
دارنگ زما دسترگو نه دی، رنگ دی دجانان
 دا شرنگ زما سينه کې دښپو شرنگ دی دجانان
منصور چيرته ليدلی د مخ نور وه دجانان
 دا مست چې پرې منصور شو دا سرور وه دجانان
وی دحسن ارماني نه يم زه دحسن سمندر يم
 زه مست ليونی نه يم زه مستي دبحروبر يم
دا رنگ زما دسترگو نه دی، رنگ دی دجانان
 دا شرنگ زما سينه کې دښپو شرنگ دی دجانان
عالمه راشۍ واورۍ چې زه نور او زه رڼا يم
 زه گل يم زه بلبل يم زه وصال زه محبوبا يم
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی دجانان
 دا نه دی منصور نه دی  دا سرور دی دجانان
خبر پرې مليان شو وی منصور ځانته الله وايي
دا کفر دا غرور چې يې هرچا ته بر ملا وايي
وې کافر دې شي سنگسار دې شي چې پليت نه شي جهان  

  بادشاه دليونو يې ځولنوکې که روان
منصور وې خلقه واوری چې زه نور او زه رڼا يم 

 

  زه گل يم زه بلبل يم، زه وصال زه محبوبا يم[2]

 

د ډېرو نورو زياتو مثالونو په خوا كې د منصور حلاج اسطوره د غني د عرفاني ذوق په اړوند ډېرڅه را سپړي. دپښتو ژبې  شاعرانو وخت په وخت د سرښندنې، ميړانې، قربانۍ، بغاوت او وحدت ديوه روښانه مثال په توگه  منصور مثال راوړي اوجوته كړې يې ده.  

رحمان بابا وايي:

ما چې خپل معراج ددار له پاسه وليد
د منصور په څېر ريښتينې وينا وايم
دمنصور اوزما هومره تفاوت دى
­­­­­­­چې نارې يې كړې په جهر زه خفيا يم

 

­­­غني  ته منصور درښتينوالې اوصداقت سمبول دى، منصور داسې مېړه دى چې خپله خبره په جهر وايي اوپه ډاگه يې وايي. دغني په عقيده منصور يو عاشق دی او د وحدت او يووالي په لار كې دهر ډول قربانۍ دوركولو پروا نه كوي.

عارف چې د اړتيا له مخې له جدايي، انفراد او تكثيرڅخه رنځ وړي، دعشق او شور په بركت د خپل تن قواوې له بېلابېلو اغراضو تر لاسه كوي او د يواځېني معشوق په لور پام كوي·

حلاج دعباسيانو د خلافت په دوران كې ژوند كاوه. دعباسيانو دخلافت وروستى خليفه (مقتدر بالله) اتلسم خليفه وو. دهغه په دوران كې فيوډالي مناسباتو د خلافت په ټوله ساحه كې وده وكړه. ظلم، استثمار شدت اوبې عدالتۍ زور واخيست. دمؤرخينو په قول مقتدر دټولو بحرانونو، گډوډيو سبب وو اوپه دې ډول يې دخلافت دسقوط عوامل برابر كړل.

هندوشاه مورخ ليكي:((كله چې مقتدر دواك په گدۍ كښېناست، دديارلسو كالووو، اوله هغه وروسته يې څلرويشت كاله اويوه مياشت پاچايي وكړه. څرنگه چې په كوچنيوالي كې خليفه شو، نو ښځې، مور اونور مزدوران پرې واكمن ول. ددولت كارونه ددغه جماعت دتدبيرونو له مخې كېدل اوهغه په مزو او چړچو بوخت وو. مملكتونه ترې خرابېدل اوخزانه يې تشېدله.))

وايي چې مقتدر په خپل دربار كې يوولس زره خصي شوي خدمتگاران درلودل. مقتدر يو افسانه يي ماڼۍ هم جوړه كړه چې دسرو اوسپينو زرو يوه ونه يې په يوه ډنډ كې درولې وه.ونې اتلس څانگې درلودې او د ډنډ په هره څنډه كې پنځلس سواره اومجسمې په يوه ښكلي انداز ولاړې وې چې دحركت اوجنگ په ميدان كې يې ښوولې.

د مقتدر دربار د دسيسو او توطيو مركز وو. څاه كيندنې اويو بل ته دسيسه جوړول، غارت اوچورچپاول، بډې او رشوت او سياسي ترورونه د دربار ورځېني مصروفيت وو. دهېواد په اداره كې دمقتدر بې كفايتي ددې سبب شوه چې وزيران دخلافت له دغوخړو اوبوماهي ونيسي اوترهغو چې كولى شي بډې واخلي اوتالان وكړي. ان تر دې چې ددولت مقامونه په مزايده يا معامله كې اچول كېدل اوپه پيسو پلورل كېدل او هر چاچې ډېرې پيسې وركولې حاكم كيدلو.

په ۳۰۷ هجري كال دبغداد خلكو دخوراكي موادو دكمښت له كبله پاڅون  وكړ  اوزيات شمېر دولتي ودانۍ وسوځېدلي. شورشيانو زندانونه بيرته كړل. بنديان يې ازاد كړل. مقتدر خليفه په سريع السيره بېړۍ کې سپور اوبيرته راستون شو امر يې وركړ چې انبارونه (گودامونه) بيرته اوغنم اوجوار په ارزانه بيه وپلوري.

په ۳۰۸هجري كې د موصل په ښار كې خوراك پلورونكو او موچيانو اعتصاب وكړ او د موچيانو په بازار كې اور ولگېد. هرڅه وسوځېدل. د موصل والي دخلكو ځپل پيل كړل، خو هغوۍ جنگ ته  ملا وتړله. لار يې ونيوله او د فاع ته چمتو شول.

منصور حلاج په همداسې يو وخت كې ظهور وكړ. په داسې حالاتوكې چې ټولوباسوادوكسانو قاضيانو، مامورانو، عالمانو اوروحانيونود((هو صيب  ويلو)) پرته بل كار نه كاوه. دمنصورحلاج د((اَنّااٌلحَقٌ))يوه كاري اواغېزمن اعتراض پورته شو. [3]

لوى ماسينيون دمنصور په هكله ليكي:

انساني شور او هيجان هرڅومره چې ستر او شديد وي د ژوند د منحني په اوج باندې ور زياتيږي. د ژوند منحني د دوه محورونو په واټن كې يوپربل عمودي رامنځ ته كيږي. افقي محور د زمان د تېرېدو ښكارندوى دى او عمودي محور دژوند دپيښو ښكارندوى دى. هره پېښه دژوند په ډگركې يو مقام لري او په خپله خوښه او د اړتيا له مخې دعمودي محور په اوږدو كې يوه نقطه اشغالوي. دژوند منحني د ټولو نقطو له يوځاى كېدو څخه ترلاسه كيږي. دسترو شخصيتونو دژوند منحني سره له دې چې خپله نړۍ بدلوي د دوى له مرگ وروسته هم دوام پيداكوي، لكه عيسايي، نصراني او محمد (ص) عربي په مورد كې هم دا خبره  صدق كوي.[4]

لويي ماسينيون دحلاج په اړه يوازې د هغه په مذهبې بغاوت او عقيده باندې تأمل كوي،  د هغه ټولنيز بنسټ،مناسبات اوعوامل نه څېړي.

حلاج وايي: دمهر او مينې كولو حقيقت، هغه څه دي چې د دلدار په خوا كې وي. له خپلوصفاتو تېر شي او د هغه په صفاتو متصف شي. له دې خبرې جوتېږي، چې منصورحلاج په عربي ژبه عبادت كاوه، د شخصيت د اتحاد دا برخه يې حس كړې ده. دحلاج په ضميركې دا خبره ډيره ژر روښانه شوې ده چې د يوه زړه له پاره دوه دلبران دالله تعالی نه خوښېږي.

حلاج دخپل ژوند په يوه پړاو كې سفرونه پيل كړل، دې سفرونو دهغه په فكر او عقيده كې ستر بدلون راووست. عزم يې وكړ چې د اسلام له قلمرو څخه بهرملكونه وگوري چې له دېوال څخه اخوا جوج او ماجوج بلل كېدل. وايي چې هغوۍ دمحمدي شفاعت څخه بهرول.

د دې پرېكړې پسې د هندوستان د هندوانو، د ماني او بودايانو په پيروانو پسې او همدارنگه ماوراءالنهر ته يې سفرونه وكړل. نوموړي دغه سفرد سمندرله لارې پيل كړ او په هندوستان كې د سند درياب له لارې پر مخ ولاړ او له ملتان څخه كشمير ته ورسېد. يعنې هغه ښار چې اهوازې كاروانيان په پرله پسې توگه ځينې اوبدلې پارچې  او شالونه  هلته راوړل او د هغو پرځاى به يې ښكلي چيني كاغذونه، بغداد ته وړل. (وروسته دحلاج شاگردانو دخپل استاد اثار په همدغه كاغذونو ليكل)منصورحلاج په كشميركې د همدې كاروانيانو سره ملگرى شو او له هغو سره د پېچلو او تاو راتاوو لارو  دشمال ختيز په لور تر تورفان يا چين پورې پر مخ ولاړ.[5]

کله  چې منصور حلاج له مكې  نه بغداد ته راستون شو.  ډېرحيران شو. يعنې ويې غوښتل چې په اسلامي شريعت كې ځان ملامت وبولي چې دفتوى خاوند شي. بيا يې په خپل كور كې كوچنۍ كعبه جوړه كړه. دشپې به يې په هديره كې د ابن خليل د قبر ترڅنگ عبادت كولو او د ورځې به يې په هره كوڅه او لاره كې په زړه پورې او ناويلې خبرې كولې. ډېر سرشار اوپه شور و وجد كې وو، خو حكيمانه خبرې به يې كولي نه د لېونيانو په څېر. په چېغو به يې ويل:

((اى مسلمانانو!ما له خدايه مړ وغواړۍ! نه مې له ځانه سره ارام پرېږدي چې په هغه پورې زړه وتړم اونه مې له نفس نه جلا كوي چې له هغه خلاص شم. دا داسې ناز او عشوه ده چې زه يې وس نه لرم)).[6]

په هرحال غني خان د منصور له برخليک نه پوره خبرتيا لري.هغه په دې  پوه دی چې منصور د مستۍ  شراب(سمبوليک عبارت) پر ځان ډېرکړل.  له خپله ځانه را بهر شو. هغه هرخوند، رنگ، مستي، نور او رڼا د يوه واجب الوجود له ذاته وليدله. دکثرت حالت يې نفې کړ او د وحدت سره د وصال يا وصلت درجې ته ورسيد. په خپل تن او روان کې يې هغه څه وليدل چې د یوه نور اورڼا حيثيت لري.منصور ځان نفی کړ.له خپل موجوديته تيرشو. غني وايي: منصور خو پخوا ډوب شو او په شعرکې هم دا حالت په پوره  انداز سره  انځوروي.

د غني خان له دې دواړو نظمونو له تخليق اوهستونې جوتيږي چې په غني کې د اکتسابي عرفان نه بلکې د نظري او ذوقي عرفان شوراوجذبه موجوده ده. ځينې كسان وايي چې: هغه هم کله چې به دموسيقۍ يو په زړه پورې سوراو تال واوريده او يا به يې دهغه  دطبعې مطابق شعر واوريده  په شور اوجذبه کې به ورسره را تللو او له خپله  ځانه  به ور سره  بهرکيدلو.

هغه په يوه نازک عبارت سره په همدې اشعارو کې د متشرع ملايانو او حقيقي عارفانو تر منځ خط باسي.(( ړوند ملا، غلی لکه مار وخوت)) د عرفاني ادبياتوپه لړکې تر نيوکې  لاندې راغلی خو د منصورپه لاره او روش کې ولې مرگ ته عبادت  کيږي، د مرگ د مينې کار جوړيږي. دا ځکه چې دمرگ په وسېله هغه پرده  لوييږي او وصلت حاصليږي.

 

منصور

 

خيشت يې په اسمان  لټوه زړه کې يې گلزار وخوت
 څه خو يې ليدلي وو ځکه خو په دار وخوت
ټول بهار بهار وخوت ما په صحرا گانو کوت
مينه زه،مينه ته منځ کې دا پرده دڅه ؟
 راشه خلقه ښکل مې کړۍ زړه کې مې دلدار وخوت
ما دمينې تخت که هيرخيشت له دجانان دمخ 
 غلی ورته ړوند ملا غلی لکه مار وخوت
مرگ به مې تنها کړې نور مرگ به مې نزدې کړې نور
مرگ نه عبادت شوجوړ مرگ دمينې کار وخوت
نه وه ليونی منصور خود کې وو،خوشحاله وه
څه خو يې ليدلي وو، ځکه خو په دار وخوت [7]

 

دآدم په نظم کې هم همدا خط تعقيبيږي.که يوې خواته عرفاني اوصوفيانه يادونې کوي نو له بلې خوا د مذهب اوکيت جامد نصوص بيانوي. د((حرم په بام دمستۍ ترانه))  اويا د (( وصال په شپه  دنفلونو بهانه)) دوه مشخصې لارې  جوتوي.

د((ژوند په ککو کې د مرگ تصوير)) او د((مرگ په سلگوکې دژوند تعبير)) دوه استقامتونه برجسته کوي، چې يو د عرفان او عارف موحد لاره ده. او بله دمتشرع ملا لاره ده.

خوپه نظم کې دا دواړه حالته د شاعر په عرفاني فكرسره د انسان په وجود کې را برسيره کيږي اوپه هغه  کې شتون لري. انسان دی چې  د دې دواړو حالتونو تر منځ د((نوسان)) په حالت کې تگ راتگ کوي چې يوه خوا بايد غوره کړي. يا بايد د حرم په بام دمستۍ ترانه ووايي او د منصور د خوب په څير د رڼا وصال  ته ورسيږي. يا دې د وصال په شپه دنفلونو بهانه کوي.

آدم

عجيبه مې وجود لا عجب مې ځيگر
 څه بې توکه بې توله دا سترگې اوسر
يا په بام دحرم  دمستۍ ترانه
 يا په  شپه  د    وصال  د     نفلونو   بانه

 


يا موسی ته قيصې دفرعون دمحل
 يا فرعون ته بيان دابد داجل
يا دغم دبي بي نه سرور غوښتل
بت خانه کې پړقونه دطور غوښتل
کله روح د مجنون اوساقي اوپياله
کله سرد خيام او ژړا اوصحرا
 کله خوب دمنصور د رڼا د وصال
کله شوق دحبشي دکوکۍ اودخيال
کله ډوب بې پايانه کوهی د غم
کله هره پياله کې صنم صنم
 يا د ژوند په ککوکې د مرگ تصوير
يا د مرگ سلگوکې د ژوند تعبير
 يا پيغام د فراق په خندا کې د يار
يا اميد د وصال په ژړا کې د يار
 يا دجيل کوټگۍ کې خوبونه دکور
او ايروکې ارمان د رڼا او د اور
دا بيخوده دماغ بې کماله وجود
پجارې د مندر او شوق د درود
هم غلام دښايست هم مريې د وفا
هم درياب دتېرې هم مستي  او رڼا
بې ارامه ارمان بې قراره نظر


څه بې توکه اوبې توله دا سترگې او سر
 يا په بام د حرم  دمستۍ ترانه

 


   

 

د: د بني آدم قصيده:

په نوم نظم کې غني خان د معمول په توگه آدم چې د ((انسان)) سمبول دی،د دوه متضادوعناصرو ترکيب بولي.خيراو شر، گناه او ثواب، رحماني او شيطاني ښکلا او بدرنگي، تورتم او روښنايي، ترکيب دی. د نظم محتوا بيا هم د پيدايښت افسانې ته رجعت کوي چې که له يوې خوا انسان له گنده ډک دی نوله بلې خوا گلونه لري. دا پوښتنه ورسره طرح کوي چې د څه له پاره او د چا په گوتو جوړ شوې  دی؟

په ابراهيمي اديانو کې دا مساله ډيره په زړه پورې او ژوره څيړل شوې ده.  خدای پرښتو ته وويل چې غواړم په ځمکه کې خپل ځای ناستی وټاکم. خدای چې د اسلام او ابراهيمي اديانو له نظره ډېرمتعالي موجود دی، نو پرښتو ته انسان د((خپل ځای ناستي په توگه  ورپيژني)).د انسان رسالت له همدغه ځايه پيژندل کيږي چې هغه د خدای استازی دی خو پرښتې  اعتراض کوي وايي: ای خدايه! بيا غواړې چې پرځمکه وينې وبهيږي؟( دا ځکه چې د اساطيرو له مخې  د مخه هم داسې موجودات وو چې د يوبل وينې يې بهولې.)

خوخدای په ځواب کې وايي:(( زه په هغه څه پوهيږم چې تاسوپرې نه پوهيږۍ.)) له هغه وروسته خدای دانسان په  هستولو پيل کوي.له همدغه ځايه سمبول اورمز هم پيل کيږي چې ډير ژور شيان او مفاهيم په هغه کې بيانيږي. خدای دځمکې له مخه ډيره خرابه او بويناکه خاوره  غوره کوي. نه يو ډيرعالي موجود يا شی يا ماده. په قران پاک کې درې ځايه راغلي دي چې انسان له څه نه هست شوی دی؟.((صلصال کالفخار(رسوب شوې خاوره) بل ځای کې وايي(حماءمسنون نه جوړ دی) يعنې له بوينا کې او چټلې خاورې. او په بل ځای کې وايي چې له طين(خټې) مې جوړکړ.))[8]

خوپه دغه خټه يا خاوره کې چې انسان يې ترې جوړ او خپل روح  يې په كې ځای کړ. يوازی روح، نه وينه نه بل څه.

په بشري فرهنگ او تمدن کې د پستۍ او ذلت سمبول همدا مرداره او بويناکه خټه ده خو له بلې خوا ډيرعالي او متعالي اشرف موجود په کې روح دی، انسان  چې د خدای  استازی دی، د مردارې اوبوينا کې خټې نه جوړدی،خدای عالي ترين ذات او روح يې ډېر اوچت او tran scendent متعالي دي.

په دې اساس انسان له دوه متضادو عناصرو يعنې بويناکې خټې او عالي روح نه جوړ دی۔ نوانسان يو دوه بعدي موجود دی، د واليزم يا ثنويت لري. نور ټول موجودات يو بعد لري. دانسان يو بٌعد د تعفن او پستۍ تمايل لري. اوخصلت اوماهيت يې د رسوب کولو او توقف تمايل  لري.د مثال په توگه کله چې سيندبهيږي نو روسوبي خاوره تل ته ځي او هلته پاتې کيږي. د انسان په خټه کې راحت غوښتنه او تنبلي او لټي هم ځای لري خو بل بٌعد يې روح دی. يا د(مذهبي کتابونو په تعبير) دتعالي يا ترانسيندينتال تمايل لري، نو د صعود او پورته تللو او عروج په لور ډېرعالي تصورلري. يا د دغه دوه متضادو خواوو شخړه په دايمي او ابدي توگه د انسان په وجود کې شته  ترهغه چې يوبايد غوره اوخپل کړي.

خوخدای انسان ته ورزده کوي: نومونه يا اسماء الحسنی! خدای پرښتو ته امرکوي چې انسان ته سجده وکړي. هغوۍ وايي: موږ له اوره پيدا يو او دی له بويناکې خټې پيدا دی خو خداې وايي: زه په هغه څه پوهيږم چې تاسې پرې نه پوهيږۍ، نو بيا له پرښتو د نومونو پوښتنه کوي. پرښتې پرې نه پوهيږي.له انسانه پوښتنه کوي.انسان ځواب وايي نو پرښتې په دې ازموينه کې پاتې راځي.نتيجه دا چې انسان په هغه څه پوهيږي چې شيطان او پرښتې پرې نه پوهيږي. انسان په دې ازمايښت کې خپله برترې ثابتوي.  جوتيږي چې د وجود اصالت په علم اوپوهه کې دی نه په اصل اونژاد کې.

غني خان ستراو متفکرشاعر د ژور فکر او عقايدو خاوند په خپلو ټولو   اشعارو کې په انسان او د هغه په  وجودي اصالت متمرکز دی. د هغه په کلام کې  دواليزم(ثنويت) له سر نه تر پايه  د انسان له وجوده سرچينه اخلي  او تر پايه په  دې خط کې درومي.

 

انسان ته:

بنې ادم ته قصيده

لوی شې گوډاگيه او ټوپونو نه دې ځار شم
 ای د گنده ډکه دگلونو نه دې ځار شم
جوړکړې دچا گوتو شولې جوړ دڅه له پاره؟
ځار دې د قلمه دحرفونو نه دې ځارشم
يو پوکی د باد يې څه  درنگ اوجنگ خبرې کړې
 ای دسحرخوبه دخوبونو نه دې ځار شم
حسن دې ايجاد کړو مشغولا دې ځان له جوړه کړه
ځار دې له مستۍ نه د سازونو نه دې ځارشم
علم دې دخيال دی خيال دې خوب او خوب دې خيال دی
 دومره غټوغټوکتابونو نه دې ځار شم
پوه په سود او زيان د سود او زيان به چيرې ته نه شي
  ځاردې له خندا نه د ويرونو نه دې ځار شم
دوه گړۍ ژوندون له دې څو قسمه نخرې جوړې کړې
ځار دې د سجدو له تکبيرونو نه دې ځار شم
ستورو او سپوږمۍ سره د راز او نياز خبرې کړې
 ای دخاورو گله د رنگونو نه دې ځار شم
کوم دتيارو کور ته مسافره! سترگي ځي
ځار دې دماڼو، د محلونو نه دې ځار شم
گوتې دې اسمان ته او پاپۍ دې ډوبې خټو کې
 لوی شيگو ډاگيه! د ټوپونو نه دې ځار شم[9]

 

د شاعرانه عرفان چې هغه ته ((ذوقي يا د نظري)) عرفان ځانگړنې هم وايي په دې اصل ولاړ دی چي سيستماتيک نظري بنسټونه نه لري. 

د عرفان په باب داسې استدلال هم کيږي چې دا ډول عرفان هيڅ ډول ترتيب او بنسټ نه لري. له استدالال نه بې زاره دی.ځان قلبي وارداتو ته سپاري.عارف هرڅه چې يې زړه غواړي وايي. د دغه شاعرانوکلام اواشعار  د هيڅ ډول اصولو پيروي نه کوي.بلکې له يو اخلاقي درس نه بل ته تيريږي.

په عرفاني شاعرۍ کې چې د دغه مکتب عرفاني شاعرانه روح خپل اوج ته رسيږي او د شعر د باورکولواومعتقدکولو له قدرت نه گټه اخلي. د شعر د باوري کولو دغه قوت يوشعري انتقال دی چی د استدلال او منطق له  لارې نه ترلاسه کيږي.

په تصوف کې يوڅرگند او ډېر په زړه پورې  عنصر حماسي  او شاعرانه روح  دی  چې کيدای شي د بودايي رهبانيت او يا د اريايي  زردشتي  روح اغيزه وي. په فارسي ادبياتوکې دغه روح(حماسي شاعرانه) لومړی وار د  بايزيدبسطامي له خوا هست شو او وروسته يې په ټولو ادبي اثاروکې نفوذ پيدا کړ چې د ذاهدانه ترهې ځای عشق  نيسي او په عشق کې اوج ته رسيږي. البته د دغه صوفيانه حماسي اړخ د((هبوط)) له پيښې سره تړاو لري چې خدايي روح د آدم په تن کې ځايول کيږي. د روح دغه سفر حماسه او بيرته خپل اصل ته په ورستنيدلو بدليږي.دغه تاءويل چې د لومړيوصوفي عارفانو په اثاروکې ځليږي په درېيمه اوڅلورمه  هجري پيړيو کې په بصره، بغداد اوشام کې  دمنصورحلاج دعشق په حماسه اوسرښندنه پای ته رسيږي.دا يي ډېرستر مثال دی. د ادم د روح د هبوط اسطوره د انسان حماسه ده چې دخدای  په حضور کې يوه پيښه ده او په ادبياتوکې يې ځای نيولی دی.

دلته دغني خان په دې شعرونو او نظمونوکې د انسان د يوازيتوب او د هغه د روح حماسه په ښه او شاعرانه ډول تمثيليږي.په اگاهي او خبرتيا سره  د خلقت او د کايناتو دپيدايښت او د جانان ننداره کوي. شاعر د انسان له دريځه ځان يوازې احساسوي، همدارنگه د جبراو اختيار مساله مطرح کوي. وايي چې دځمکې لايق نه وم نواسمان ته دې ولې بللم.

عشق هغه موضوع ده چې تل د غني په اشعارو کې را ځليږي. د هغه شور او جذبه وجد او هيجان د ښکلا په لور له همدې ټکي  پيل کيږي.

يوازيتوب د انسان يوه عمده ځانگړنه ده. په وجودي فلسفه کې دانسان  يوازې والی ترزياته حده دغني په اشعارو کې په عارفانه بيان سره ځای لري. د الکيس کارل خبره ده چې وايي: انسان په هماغه اندازه چې له ځانه د بهرجهان په ننداره دی او پام ورته کوي نو له خپله  ځانه ليري کيږي. او خپل حقيقت يې له ياده وځي. ))

خوغني خان په دې مطلب هم له هرچا ښه پوهيږي چې وايي :

په جومات کې  مې ونه موند په مکه کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې را پيدا شوچې مې مخ ديار کړو ښکل
 

هــ: د غني جانان:

شاعر په  را وروسته نظم كې هم له شك نه پيل كوي، خو دا ديكارتي شك نه دی. دا د قبلي او جانان ترمنځ دوه زړه توب دی چې ډېر ژر د لويو عارفانو په څير يقين ته رسيږي. شاعر ډېر ژر دې ته را گرځي چې كله خلايق هست شول نو دخالق تجلي وليدل شوه· هغه وايي زه(انسان)هم په داسې حال كې چې هم نيشه وم او هم مې شكر باسلو د جانان د مخ  په  ننداره پروت وم خو اوس چې زه(انسان)د يوازيتوب په سمندركې لاهو يم  نوپوښتنه را پيدا شي چې څرنگه د يوازيتوب له دې برزخ او يا د يوازيتو ب د دې بې پايابه سمندرنه پورې وتلی شم؟ دا عذاب له كومه ځايه له ما سره مل شو.څرنگه په ځمكه كې يوازې پاتې شوم چې كله مې په ځمكه كې د پاتې كيدو وړتيا نه درلوده نو ولې دې اسمان ته وغوښتم.غني (انسان) چې كله د خپل تعادل اوله خپل عرف نه ووځي اوله خپله ځانه را بهر شي. د درك اومعرفت لوړ پړاو سره وصل شي نو بيا په دې ((خره جهان کې ))چې د غني خان دې شعرته چې وايي:

دسيند له سپينو شگونه مې جوړكړلو محل
دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران كتل
  

جانان

کله مخ په قبله کړم  کله مخ کړم وجانان ته  
 هيڅ په فرق يې پوه نه شوم ربه خير مې کړې ايمان ته
هغه ورځ چې خلق پيدا شو دخالق په تجلی شو
 زه وم پروت مخمور، مشکور په سجده مخ دجانان ته
اوس زما په بيکسۍ کې دمستۍ لمغړې ويني
چې زه دځمکې قابل نه وم  ولې تا بوتلم اسمان ته
دخبرو يې څوک نشته، غني ځان سره گوڼېږي
 ليونی يې هله بولي چې يې وگوري جانان ته[10]

 

حال د غني:

د حال زما په نظم كې هم دا فكري خط پر مخ ځي. شاعر له يوازيوالي او  گوښې والي  فرياد كوي. د هيلو او اميدونو د برباد شويو اميدونو خبره بيا را اخلي. د انسان ژوند په يوازيتوب كې ((برزخي)) ژوند ته ورته دی. دهيلو او اميدونوڅرك ورته لكه سراب دی. ځواني اوعمر په كې خاوري كيږي. خوبالاخره هغه په دې وس پيدا كوي چې له خپل شور او فرياد نه دا حقيقت ووايي چې:

 په جومات کې مې ونه موند په مکه کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې را پيدا شوچې مې مخ د يار کړو ښکل
ج

 زما حال په نوم ټول شعر په لاندې ډول دی:

هيڅ دعشق له غمه نه دي برابر غمونه کل
چې ديار فراق دې ووی دغه دي دخدای وهل
چې مې زړه د ايرو ډېر شو د قارون خزانه څه کړم
چې لالی مې خواکې نشته څه کړم گل څه کړم بلبل
چې دونيا يې شي برباده اخرت به يې څوک ښه کا
چې د زړه پښې مې شوې شلې څه به کړم داميد زغل
زه په طمعو طمعو وسوم په ځوانۍ مې ځان کړو خاورې
چې هيڅ چا زغملی نه شو هغه ما په ځان زغمل
بې جانانه جنت څه کړم ؟ بې وطنه بادشاه څه وي ؟
يا به ځان پسې لاهوکړم يا به يې کړم دپټکي گل
په جومات کې مې ونه موند په مکه کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې را پيدا شو چې مې مخ ديار کړو ښکل
غني بد په ژړا ښکاري، کنې ده به وو جوړ کړی
په سيلاب د سوخت داوښکو اباسين درياب يو بل  [11]

 

۱۹۳۰ اتمانزي

ددې بحث په پای كې به بده نه وي چې دسوريايي فيلسوف اوپوه علي احمد سعيد په خبرو دا بحث پای ته ورسوو. هغه په دې خبرو كې هم د شعر د ارزښت يادونه كوي او هم په شعر كې هغه جادويي خصلت چې د ناپيژندل شوې نړۍ په پيژندلوكې له انسان سره مرسته كوي، پام را اړوي.

ادونيس ليكي: شعر په موږكې له نورو سره په اړېكه كې د ښكلا له پلوه  ډېره زياته علاقه، مينه، پيوند او انسانيت ايجادوي. دا ځكه چې دحقيقت  له اړخه د حقيقت د كشف ډېر زيات قدرت لري، همدارنگه دحقيقت او جوهر د بل بُعد په كشف كې هم ډير پياوړی دی. حقيقت دې بُعد ته اړټيا لري، نه يوازې له دې امله چې له هغه سره يو شان او واحد اومتحدشي. بلكې د وحدت  له پاره هم.بل پردی والی يې  دا دی چې زما حقيقت   ماته را څرگندوي او ما له هغه سره اشنا كوي. شعر ددغه فرديتونو دليدلو امكان را منځ ته كوي.په داسې حال كې چې پرله پسې هستونه اونوې هستونه يا تخليق موږ په يو نړيوال انساني يو والي كې له سره اعاده كوي. په دې خوب كې چې بشپړه بيداري ده، انسان په ورورگلوۍ سره دنړۍ د بدلون له پاره كاركوي چې دهراكليتوس خبره تكرار شي:

((انسانان په خوب كې په ورورگلويزه توگه هڅه كوي چې ښه دونيا جوړه كړي ·))[12]

 


 

 ۱.غني خان ·لټون ·خيبر بازار يښور ·كال ۲٠۱۱ ·مخ ۴۹٠

۱ ·غني خان لټون  ۴۶۶مخ

۵۰ــ حلاج، ميرعلي فطروس، ص )۱۳۷

6ــ لوى ماسينيون  ۱۷ مخ

7ــ منصور حلاج   ۳۱

[6]ــ هماغه اثرمخ

 ۱.غني،لټون ·۴۶۷

۱.·علي شريعتي · انسان ·چاپ:انتشارات الهام: تهران· كال · ۱۳۵۶  مخ۲۱ 

۱.لټون۷۰۱

 لټون  ۶۹۹[10]

۱. لټون ۶۸۸

۱.ادونيس ·(علي احمد سعيد  )تصوف وسوررياليزم · (ترجمه حبيب الله عباسي )  چاپ تهران: سخن  سال ۱۳۸۵ ص ۲۲۱

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۷    سال  دوازدهم       قوس     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                     اول دسمبر   ۲۰۱۶