کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

و: غنې خان ملاچرگك يا د سير وسلوك مرغه:

غني خان په خپلو اشعارو كې دالوتونكو، خزنده اوحيواناتو په اړوند  يو لړ طنزيه اومزاحيه شعرونه هم لري. د دغه طنزونو شاته ژوره معنا هم پرته ده. په دې شعرونوكې اساطيرو او عرفاني مسايلو ته هم اشاره شويده خو دا ټولې څرگندونې د غني د هستوونكي فكرپه انداز او د هغه د مشخص نظر تابع دي.د غني خان په اشعاروكې يو شعر دملاچرگك په نوم هم شته چې د شعر پيل، منځ او پای د پوره غور او دقت وړ دي. د دې له پاره چې د شعرمحتوا ته داخل شو اړه ده چې د ملا چرگك په هكله  د افسانو په بنياد  څه ووايو.

په عرفاني او تصوفي فرهنگ كې د ملا چرگك تعبيراو تفسير ډيرځله راغلي او يادونه  يې شوی ده خو  د غني په شعر كې ملا چرگك سمبول هم او اسطوره وي مرغه هم دی. ملاچرگك مشهور مرغه دی  چی د سر له پاسه د ارې په څير قرقره لري. دا د سليمان دمرغه په نوم هم ياديږي.په كلاسيك عرفاني ادب كې بيلابيلې معناوې او د مختلفو حالاتو او شيانو كنايه اوسمبول دی. دشيخ فريد الدين عطار په منطق الطيركې د سير وسلوك كنايه ده اوهم په سلوك كې د سيمرغ په لورد مرغانو لارښود دی. 

مرحبا ای هُد هُد هادې شده
درحقيقت پيك هر وادی شده
ای به سرحد سبا سير تو خوش
با سليمان منطق الطيرخوش
 

مشهور اشراقي فيلسوف اوعارف شهاب الدين سهروردي وايي:

 هُد هُد يا ملا چرگك چې دزيات بصيرت په درلودلو مشهور دى د بومانوپه تم ځاى کې او دهغو  په منځ كې  يې د لاروي په څير   نزول وكړ.  بومان په ورځ ړانده وي چې   دا په عرب افسانو كې هم زياته مشهوره كيسه ده.

د سهروردي په اثارو كې راغلي چې هُدهُد په خپل سيركې پرمخ ولاړ  يعني الهام  وشو  اوزموږ پر سر لمر شو.كله چې د سيورې غاړې ته ورسيد هيولا  لا هم غوښتل چې له صورت نه ليرې اوگوښې شي. دليل دادې چې لمر او تورتم د هيولا اوصورت غوښتنه کوي .

د غني خان د ملا چرگك په شعر كې د سليمان او ملكه سبا ذكر هم شوی دی.دا په اسلامي تمدن او فرهنگ كې مشهوره كيسه ده چې په ځانگړي توگه په عرفانې برخه كې دتمثيل له پاره راوړل كيږي. شيخ فريدالدين   په دې اړوند اشعار لري خو د غني خان د ملا چرگك شعر توپير له هغو سره په دې كې دی چې دی ملا چرگك د پښتنې فرهنگ په چوكاټ كې تمثيلوي او د هغه عرفاني پيغام را برسيره كوي.

د پښتو د كلاسيك عرفاني ادب نامتو شاعرميرزا خان انصاري هم څوځايه يادونه كړي ده.

دا گويا هُد هُد چې راغی له سبا
 ومشتاق ته يې ووی له هبا
ده عجب دحال په ژبه ځواب ورکه
راشه راشه بلی بلې مرحبا
کل جهان له محبته پيدا شوی
دا رښتينی عشق د کل جهان ابا
دغافلوناپوهي توره تياره شوه
د عارفو فهم سپين لکه صبا

 

                                                                                     (۲۳-۲۴)

 د ملا چرگك عرفاني داستان حضرت سليمان پيغمبر ته ورگرځي چې په بيت المقدس كې د انس اوجن پرندو او چرندو پادشاه وو او په هرڅه يې فرمان چليده. سليمان خپل قوم توحيد ته را بللومرغان او څاروي خزندې اوڅرندې د هغه تر فرمان لاندې وي. وايي چې يوه ورځ سليمان ټولې  پرندې را وغوښتلې چې دسليمان د تخت  له پاسه چتر جوړ كړي.پرندو چترجوړ كړ او د لمر مخه يې ونيوله خو په دغه ورځ ملاچرگك نه وو، د هغه ځای تش وو.له هماغه تش ځايه د لمرڅاڅكی په سليمان ولگيده·  سليمان د ملاچرگك د غيابت په باب  وپوښتل. ملاچرگك وروسته حاضر شو او په ادب يې وويل:چې زه يوه نوی خبره او نوی پيغام لرم. زه په يمن كې وم· ديمن په خلكو يوه ښځه يا ملكه حكومت كوي.هغه دلمر پرستش كوي. اولسونه يې فرمان وړي، سليمان ملاچرگك ته وويل چې ته به زما فرمان ملكې ته يوسې او د هغې پر تخت به يې واچوې. هغه هوكړه۔ رقعه يې په مښوكه كې ونيوله او د ملكه سبا پر تخت يې وغورځوله په رقعه كې ليكلي وو چې توحيد ومنه الله يو ذات دی. پيراون وحدانيت ته راوبوله.  ملكې سبا له خپلو سلاكارانو سره مشوره وكړه· دجنگ پر خرابۍ يې غور وكړ. پريكړه يې وكړه چې بايد سليمان وازمويل شي چې كه پادشاه وي سوغات به واخلي اوكه پيغمبر وي نو سوغات به رد كړي. كسان يې له سوغات سره سليمان ته واستول·  سليمان سوغات رد كړ او ورته ویې ويل زه الله پاك د بحر و بر پادشاه كړی يم. وچه اولنده، پرنده اوڅرنده زما په اختيار كې دي. د سوغات وږی نه يم. ملكه سبا د دې خبر په اوريدو روانيږي او ترمخه چې ورسيږي جنيانو د ملكې تخت د سليمان په امر د سليمان دربار ته وړي وي، ملكه په ورتگ سره خپل تخت ويني اوحيرت كوي په سليمان ايمان را وړي او ورسره واده كوي. ملاچرگك د دې وساطت لوی ريبار او لوی استازی دی. دغه اسطوره په تفصيل سره په قران او نورو مذهبي كتابونو كې راغلي دي.  

خو لكه چې په سركې مو وويل د غني خان دا شعر دا پورته كيسه هم كوي او نوره كيسه هم لري. لومړی به دشعر يوه برخه ولولو.

ملاچرګک

زيړ دې كميس دی
خړ د خښتګ دی
شمله دې نيغه ده
اوکوټ دې برګ دی
ټوله ورځ کن کن
په ځان مينه
چا خوار چنجي پسې
کنده کوينه
نمايشي شان يي
کړې د نخرو الوته
د مشروټو نه ډک
ستا قدمونه، کاته
پخې پخې دې سترګې
دې د (پشټو) په شان
په درينجه درينجه تله
دې د ټټو په شان

 

۱.داسې بريښي چې د ملاچرگك د شعر لومړۍ برخه يوه كنايه اوطنز دی.  موږ په دې شننه كې ورور ورو او قدم په قدم ددغه موجود پيژندنې ته ورنيږدې كيږو اوپه پای كې يي په سترگو وينو. د دې طنزكركتر دغني خان د برداشت او د شرايطو په چوكاټ كې د هغه درك اوعرفاني پوهه ده. دا كركتر مرغه نه دی بلكې دمرغه په وجود اوكړنه كې ديو موجود تمثيل دی. داسې كركتر دی چې د ملاچرگك په څير ټوپونه وهل يي عادت دی. د دغه كركتر ترسيم د هغه دكميس اوخښتگ نه پيل كيږي. انساني ټولنه له رنگينيو ډكه ده. كسان هم د پرندو او څرندو دحركاتو په تمثيل كې ترسيم  كيدای شي،  داسې چې ټولې چارې يې نخره بازۍ ته ورته وي. هغه په دې طنز كې خپل يو دوست هم له پامه نه باسي (پشټو) او د هغه ونه او قدهم ورته مثال راوړي.ملاچرگك چې كله په ځمكه كښيني نو درينجكي او ټوپونه وهي  او د هغو يادونه كوي چې يابو او ټټو ته  ورته دي خو له دې ځايه وروسته د ملاچرگك اسطوره وي نقش هم يادوي.

د سليمان ع  دلالي؟
نوم او صافه د امام؟
يو خوا قبا او تسپې ؟
بل خوا پياله او خيام؟
يو خوا سپين روبی ملک
مريی د رسم او قانون؟
بل خوا د مينې دلال
بندي د رسم او افسون!
يوخوا تنګی تاريکي
د بل د خيال سودا
د بال او بچ سودا
د ځان او مال سودا
بل خوا د بل په مينه
ځان او ناموس ورکول
پټ شاباشي له د زړه
د خار جلوس ورکول
يو خوا د بل سترګو کې
د درنيدو تالاش
بل خوا د ماتو څانګو
د الوتو تالاش
زبرګ او معقول پخڼيه
پکه په سر ملا
تا کې ښکاريږي ماته
د ژوند عجبه قصه

 

۲.په دويمه برخه كې چې پورته شعركې يې مفكوره حركت كوي.ملا چرگك ته ورته كركتر لږ څه روښانوي. د سليمان (ع) او د ملكه سبا ترمنځ اړيكو ټينگولو ته اشاره كوي. د دې موجود له نوم سره د ملا كلمه هم وصل ده.د امام په څيرملا او قبا لري خو د خيام په څير پياله هم پورته كوي. كه له يوې خوا د ثواب په لار گام اخلي له گناه نه هم خالي نه دی او د سرغړاوې او نافرمانۍ جوگه هم دی، خيام د بغاوت رمز دی. دا كركتر د ملكۍ او د قوم د مشرۍ دعوه گير هم دی  يعنې چې لارښوونه كوي،  امر ونهې كوي. كوم چې د خدای ځانگړنه ده. په ظاهر كې د قانون ساتنه هم كوي چې د قانون ماتوونكی هم دی. متضاد اوجنجالي تركيب لري. په دې موجود كې چې د ملا قبا او تسبيح لري د امامت دعوه هم كوي. د مشرۍ او رهبرۍ دعوه هم كوي. سخت پرځان مين دی.د خپل ځان او خپلې كورنۍ په غم كې دی خو د خپلو گټو د ساتلو له پاره دلالي هم كوي. د زورگيرو او ځانه پورته خلكو خيال هم ساتي د هغه له سترگو نه د اطاعت او كړنو امر او دستور اخلي. د ځان د ساتلو له پاره په خپل ننگ او ناموس هم اړ نه دی. د دې په خوا كې چې د بل په سترگو كې دځان په نسبت امر لولي او د اطاعت له پاره يې مټې را نغاړلي دا هڅه هم كوي چې د مقابل لوري په ذهن او دماغ كې ځان د يوې مقربې څيرې په توگه را پيژندل غواړي. لاس نيوی او چاپلوسي او جگې جگې يې دنده وي خو د خپل حقارت د پټولو له پاره دا هڅه هم كوي چې څرنگه  والوزي. ددې ټولوهڅو په ترڅ كې دا ملاچرگك دی. بزرگ دی.د ولايت مقام لري. د ولايت او روحانيت دعوه هم كوي او د ملايي پگړۍ هم پر سر كوي خو انساني روح د هغه په تن كې كښته پورته كيږي هغه چې دروند امانت په اوږو اخلي او د شيطان د وسوسې ښكارهم دی خو شاعر د همدې شعر په درېيمه برخه كې په ملاچرگك كې بل داستان لولي او  دا دهغه عجبه كيسه ده.

 

چه کله ته والوزې
(ملکه سبا) ووينم
د بحر و بر بادشاه
وړې شان جونې ته
قربانوي خوشحالي
د غم ميرمنې ته
د ګل خندا ووينم
د لولکئ پرواز
د محمود وږې سترګې
معصومه خُله د اياز
زه د آدم د جوړښت
په وجه راز پوه  شوم
په خپل انجام پوه شوم
په خپل آغاز پوه شوم

 

۳.شاعر د ملاچرگك په شعركې دهغه په الوتلو كې دملكه سبا تصوير ذهن ته راوړي اودده په وسيله دبحر وبر پادشاه يعنې سليمان دهمدغه موجود په څيره كې دمحمود او اياز يعنې دسلطان محمود او اياز مريي عرفاني كيسه ياد ته راوري چې څرنگه محمود د دونيا ټوله ښكلا د اياز په سترگوكې ليده. دا مينه په اسطوره بدله شوه خو دشاعر په وروستيو بيتونو كې جوتيږي چې وايي ادم چې كله الله پاك له خټو جوړ كړ په دې كې يو راز وو. د دې راز څرگنددی. الله پاك دخپل شتون اوځان ښودلو له پاره انسان هست كړ. انسان د دې له پاره نړۍ ته راغی چې خدای خپله څيره اوخپل قدرت وښايي نو د الله خليفه دی. دځمكې پر سر د انسان د راتلو او د هغه د فنا راز ټول په انسان كې دی. مينه، عشق او د قدرت ليوالتيا او د هغه د((من)) اوانانيت موجوديت په انسان كې د خدای د موجوديت رازونه منعكسوي. 

د غني خان ملاچرگك هم يو پرنده نه ده.بلكې انسان دی. هغه انساني روح دی چې دثواب اوگناه ترمنځ واټن كې سرگردانه دی.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۸   سال  دوازدهم       قوس/جدی     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                    شانزدهم دسمبر   ۲۰۱۶