کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

 

۴

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

 (( ښکلا دانسان له روح سره تړاو لري. بدرنگي او ناوړتيا چې د انسان په روح کې ورزياتيږي نو روح ککړوي. ښکلا د روح هماغه رښتينی ژوند دی)) فلوطين

 درېيم څپرکى

 

غني خان او ښکلا پېژندنه

 

غني وايي:

چې دا روح مې په ښکار ووځي درنگونو په خوبونو
که نور نه وي د تيرو زه رنگيني نورونه جوړ کړم
چې دښايست شم زه ليواله  دصحرا هره ذره کې
په زرهاوو بوستانونه  په لکها گلونه جوړ کړم
دا چې ته، ته يې اودا ته يې، دا چې ستا مستې رڼا ده
دايم زه يم دا بس زه يم،دا زما ژړا خندا ده
دملاخبرې پريږده مامله ستا اوزما ده
داداستان دلوږې نه دی دا قصه دعشق اوساه ده
دا زما بې سره ژوند کې پټ ستا حسن اوکمال دی
دا زما کمزورې سترگې ستا د زورجاه وجلال دی
                                                                     
       (۱- ۵۶۳)

 

 

الف.غني اوښکلا پېژندنه:

يوه مساله چې دغني خان په نړۍ ليد کې پرې لږه او يا په څنگ ځینې توگه  نظرشوی دی د غني خان د ښکلا پېژندنې يا استيتيک موضوع ده.په يوه رساله کې غني خان د رنگ او نور شاعر گڼل شوی دی او په يوبل ځای کې هغه د مينې او ليونتوب شاعرگڼل شوی. نورو هم ځای ځای په دې هکله څيړنې کړي دي خو د غني خان دغه استيتيک احساس په تسلسل سره لږڅيړل شوی يا د دې احساس ريښوته لږه پاملرنه شوې ده.

 غني خان د شعر او ادب په ډگرکې ساده هستوونکی نه دی. هغه په يوڅه خپل فکر او حواس متمرکز کوي.  په خپل چاپيريال اوطبعيت نظر اچوي خوهغه څه په کې گوري چې نور يې له ليدلو بي وسه دي. په ښکارندو کې هغه دوه ډوله ښکلا ويني، يوه هغه ظاهري ښکلا ده چې د شهود په دونيا کې خپل موجوديت له ځانه ظاهروي.بله هغه ښکلا ده چې د شاعر حواس نه بلکې دروني او باطني دونيا يې د پوهيدنې حکم کوي. ځينې کسان په دې باوردي چې دا د غني خان يو خاص او د هغه دروني شخصيت پورې اړونده يکي يواځينی ليد دی چې د ښکلا په باب يې لري. يا يې د هغه د فطرت زيږنده بولي. دا سمه ده چي په هستونه کې د هستوونکي ((خلاق فرديت)) رول لري خو له عامو فکري بڼو او نورمونو هم نه شومنکريدلای.

د ښکلا پيژندنې مسالې ان له لرغونو زمانو د فيلسوفانو ذهن بوخت ساتلی دی. په لرغوني يونان کې د اکثرو فيلسوفانو له خوا مطرح شوې ده.په رنسانس او له هغه را وروسته پيړيوکې د ښکلا پيژندنې مسايل مطرح شوي او پرې بحث شوی دی. کانت اوهگل په دې اړوند ډېر په زړه پورې اوهر اړخيزه نظريات وړاندې کړي دي.په دې لړ کې د غني خان د استيتيکي احساس درا سپړنې له پاره به بې ځايه نه وي چې لږ تر لږه په دغو کلاسيکو نظرياتو تم شو.

په لرغوني يونان کې افلاطون دسقراط د بيانيو په تعقيب خپل اندونه را ټول کړل. د افلاظون دميلمستيا په خبرو اترو کې چې ډېره مهمه گڼل کيږي، له ښکلا سره له يوې ځانگړې زاويې مخامخ کيږو. د ياد فيلسوف په دې مکالمو کې ښکلا علت نه بلکې معلول دی.هغه څو وارې ښکلا دعشق (اروس Eros) نتيجه بولي. د افلاطون په عقيده  ښکلا په دواړو خواو کې د اروس يعنې شهواني اورښتيني عشق څخه نه زيږيږي.کله چې وايو: (( د ښکلا پيژندنه ستونزمن کار دی ستايلي يې نه شو. بلکې يوازې ښکلی اروس د ستاينې وړ دی. موږ هڅه کوو چې هغه دښکلي په توگه خوښ کړو. )) (۴ـ۵۹)

افلاطون د ميلمه پال يعنې اگاتون له خولې ښکلا له نيکۍ(د شرضد) سره يو ډول انگيري، په دې برخه کې سقراط د یوې ښځې چې ديوتيما نوميږي مثال راوړي.هغه وايي چې دا ميرمن د عشق او مينې په برخه کې زما استاده وه او کرامات يې هم درلودل چې له هغه جملې يو دا وو چې د وبا بلايي د لسوکلونوله پاره د اتن له خلکو ليرې وساتله. سقراط له دې خبرو وروسته د ښکلا په باب د تيما خبره را نقلوي.دا د هغه څه پرخلاف  وو چې سړی  فکرکاوه، د عشق هدف پخپله ښکلا نه ده.بلکې د ښکلا گټور توب دی.  هغه دا خبره هم توضيح کوي چې ښکلا او د هغې د گټور توب له پاره هڅه له ابديت سره تړاو لري. هغه څوک چې د عشق په لار کې ټول پړاوونه وهي.په دغو پړاوونو کې د ښکلا د زياتو مواردو سره اشنا کيږي. بالاخره((د لارې په پای کې)) له ډېرې حيرانوونکي ښکلا سره مخامخ کيږي چې هغه ابدي او تلپاتې هستي ده، نه منځ ته راځي اونه له منځه ځي.

غني په عارفانه احساس سره  هم دغه ډول ښکلا انځوروي.

مينه اوحسن

ستوري ته اسمان کې يوه ورځ ووی هلال
خدای آدم له مينه ورکړه موږ له تش جمال
زه به په خندا ورکړم دا خپل ښايست دکمال
ماله که يوڅاڅکې مينه راکړي څوک په سوال
مينه حقيقت حسن سايه دحقيقت ده
حسن له زوال شته مينه نه لري زوال
 

                                                                                             (۴۴۴-۱)

غني خان نه يوازې د يوه شاعر په حيث د ښکلا له مسالې سره تماس نيسي  بلکې هغه د يوه هنرمند په توگه چې هم په رسامۍ کې استاد دی اوهم د شهود او وجود د عالم په باره کې پوهه لري، اوهم په موسيقۍ پوهيږي.دا  ټول ددې سبب کيږي چې د هغه ښکلاييز درک اوپوهه هم يو بنسټ پيدا کړي. غني که له يوې خوا د ټيگور د شانتي نکيتن (دارالامان ) شاگرد دی نو له بلي خوا د هند د لويي وچې د((بودايي مدنيت)) دخصوصياتو او کيفياتو نه ډېراغيزمن دي.د لويديځې نړۍ تمدن يې په خپل عمر او ځوانۍ کې تجربه کړی دی. غني خان دگوتم بودهه په باره کې وايي:

گوتم بودهه رښتيا ويل چې:(پيداشوې نو پناه شوې)

دا داسې جوارې ده، هر يو داو يې دی تاوان،

يا لس کاله يا شل افته کې تېرکړې 

اخير يې چيرته تورو تارخانو ته کړي روان

لږ عيش، لږه ځواني، مال محبوبه بس دا وايه

 بس يو خيام خبر وو نور ړانده دي شاعران

د غني د ښکلا پيژندنې احساس له هغه څه ډېر وړاندې او پياوړی اوڅو اړخيزه دی چې فکرکيږي.

د فلوطين مشهور اثرچې انياءدونه نوميږي د هنراو ښکلا په باب  افکارو کې په زړه پورې بحثونه مطرح کړي دي. دغو بحثونو په اسلامي عرفان هم ژورې اغيزې کړي دي خو د فلوطين انياءدونو شپږمه او اتمه رساله او پنځم انياءيد چې د معقولې ښکلا يا د پوهيدنې وړ بحث دی، په شپږمه رساله کې راغلي دي. په دې رسالوکې هغه څه موجود دي چې خلک ځانته را جلبوي او د هغه حضور د يو بل په نسبت اودکل په نسبت داجزاوو تناسب دی چې د ښکلا د موجوديت سبب کيږي. د ښکلو رنگونو په زياتولو سره د دې سبب کيږي چې يو شی زموږ په نظر ښکلی راشي خو فلوطين دغه تعريف نا بشپړبولي:

لومړۍ دا چې دا ښکلا د مرکبو مواردو پورې منحصره کيږي او په نتيجه کې په ډيرو برخو کې ډېر ښکلي نه بلل کيږي. ان تر دې چې واحد اواز يا يو رنگ اوساده هم کيدای شي ډير ښکلي وي. له بلې خوا د ستورو ډک اسمان چې په هغه کې گڼ ستوري موجود  وي،  تناسب نه لري خو ښکلا لري.برسيره پردې ځينې څيرې پرته له دې چې دهغو په تناسب کې کوم بدلون راشي کله ښکلې بريښي او کله نا ښکلې، نوڅنگه ویلی شوچې د ښکلا په افکارو کې دتناسب پلټنه وکړو.(۴ـ۷۰)

فلوطين تناسب يوې خواته کوي او دا پوښتنه را منځ ته کوي چې د ښکلا علت اوسبب څه دی؟ هغه وايي زموږ روح او يا نفس(( دخپل طبعيت په اساس له معقول اوحقيقي وجود سره تعلق لري. )) نو هر کله چې له يو شي سره مخامخ شي چې ورسره اشنا دی نو هغه يې خوښيږي. په حرکت او ټوپونو راځي او له هغه څه چې خپله يې لري، په ياد راوړي. ))نو مساله دا ده چې د ښکلا اومحسوسوښکلو شيانو او معقولو ښکلو شيانو ترمنځ کوم ډول  ورته والی موجود دی؟

غني هم نه يوازې د يوه شاعر په توگه د ښکلا له مسالې سره تماس نيسي  بلکې هغه دېوه هنرمند په توگه چې د شهود او وجود دعالم په باب معرفت لري.ټول ددې سبب دي چې د هغه ښکلاييز درک اوپوهه هم متعالي  بنسټ ولري.غني په خپل شعرکې دوه مفاهيمه په متعالي توگه پرستش کوي اوپالنه يې کوي چې يوه مينه ده اوبل ښکلا اوحسن.د غني ښکلا ييزه پوهه هم د فلوطين د نظر له مخې په شهوداتو کې نه ايساريږي بلکې وړاندې ځي. هغه وايي:

سپوږمۍ مسکئ شوه وی دا تول دڅه کړي
مينه کې مړه څوک تلل نه کوي
په سور بهار کې دگلونو حساب
خانده مستيږه اوچړچې کوه
ددې لکها سوالونو يودی ځواب
ځه کښينه گوډ دې دباغچې کوه
د زړه وطن کې دسر لاره نشته
د فکرجال به څه کړي
د يار حساب له خپله ياره نشته
 سپوږمۍ مسکۍ شوه وی دا تول دڅه کړې
مينه کې مړه څوک تلل نه کوي

 

ياد مفکر او شاعر د ښکلا د يو سمبول په ژبه وايي چې(( مينه کې مړه څوک تلل نه کوي.)) هغه دوه قلمروه په گوته کوي.سر او زړه.د غني هدف له زړه نه د تن او وجود هغه مرکز نه دی چې ټول جسامت ته وينه ورکوي. بلکې سر د عقل سمبول او نښه ده او زړه د عارفانو او صوفيانو د اشراقي پوهې مرکز يا د روح او روان نښانه ده.هغه د ښکلا څرکونه له همدې زاویې ويني. شاعر په يو بل شعرکې د افلاطون په څير د ښکلا پيژندلو ته د ارزښتونو او گټورتوب معيار هم نه هيروي.  

پاتې دي نه وي چې د کارل گوستاويونگ په نظر ټول هنرمندان په خپل شخصيت کې او د خپل ژوند په طرز کې يو ډير ابتدايي  اړخ هم لري. يا د هنرمند په ناخود اگاه کې يو پټ اوپيچلی حالت موجود دی  او داکوم نوى کشف هم نه دى.گنوستيکانو داسې تصور کولو او دې حالت ته يې پلروما ويل. دا د کمال او تعالي داسې يو حالت دی چې په هغه کې اضداد لکه هو او نه، شپه اوورځ  او نور سره يو ځای کيږي. )) (۷ـ۱۷۱)

دې شننې ته ورته حالت موږ د غني خان په اشعارو کې زيات وينو :

ای د ليونيانو نيکه

ای د ليونيانو نيکه لمونځ ښه که مستي ښه ده؟
حسن جوړېدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده؟
وی ښه ده مستي ښه ده خو زړه پاک لکه اينه غواړي
دا درياب هضمول دسمندر هومره سينه غواړي
حسن جوړېدل دبنده عشق دکمال دی
تور د غم درياب کې سور خمار د وصال دی
او ای زما بچيه! دجانان يې مينه لا ښه ده
نوم يې ښکلی لا ښه دی جلوه يې رنگينه لا ښه ده
ای د ليونيانو نيکه ما ر ښه که ملا ښه دی ؟
تن مې ډک له زهرو که زړه مې دبلا ښه دی؟
ای زما بچيه وی ډېران لره انگار ښه دی
مږی له پيشو ښه ده، چينډخې له ښامار ښه دی
تا له ليونتوب ښه دی مستي ښه ده صحرا ښه ده
چا له طاعون ښه دی چا له سوری دمولا ښه دی
داد دونيا رنگ دی دا دونيا رنگينه لا ښه ده
زيړه ښه ده توره ښه ده تکه سپينه لا ښه ده
ای د ليونيانو نيکه حسن که وفا ښه ده
برخه دمجنون ښه ده هم  برخه دليلی ښه ده
ښه ده فقيرې نيکه که ښه ډېره دونيا ښه ده
گل د صنوبر ښه دی که کلا د محبوبا ښه ده
وی ای زما بچيه! سور عقاب له دغره سرښه دی
گل د صنوبر له ښه او گل له صنوبر ښه دی
جام له قلاری او سمندر له طوفان خوند کوي
سترگو له مستي خوند کړي او زړه له ارمان خوندکوي
نوای زما بچيه! فقيري ښه ده دونيا ښه ده
تخت دسليمان ښه دی جونگړه دعيسی ښه ده
مشره ليونيه وزيرې که جيلخانه ښه ده
ښه مې خپل لروکی دی که قرض توپخانه ښه ده
ای زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده
تخت د رقيب نه دی ښه  ټکوری د ليلی ښه دی
دوست د يزيد ښه نه دی شهيد د کربلا ښه دی
واک چې يې د بل وي ددی نر نه زنانه ښه ده
او ای زما بچيه وزیرۍ نه جيلخانه ښه ده

 

                                                                                              (  -٥٤١)   

په دې پورته شعر کې اخلاقي فضيلت د ښکلا پيژندنې يوه برخه گرځي. هغه دوه متضاد شيان را اخلي، يو ردوي او بل خوښوي اوپه دې ډول دغه د نفي او اثبات طريقې ته تر اخيره رسيږي. هغه په دې ډول محاوره کې دا جوتوي چې کوم څه فضيلت لري اوکوم څه فضيلت نه لري. هغه څه چې د ټولني د ارزښتونو په بنياد د پوهې او درک  په بنسټ  فضيلت نه لري هغه ښکلي هم نه دي، په يوه تصوير او شاعرانه انځورکې دوه متضاد عناصريو د بل په څنگ کې ږدي. دا د غني خان د ديالکتيکي تفکر يوه طريقه ده.

دغني په ښکلا پيژندنه کې د انسان زړه بايد يولوي سمندر وي.دا سمندر بايد پاک وي، لکه هنداره داسې، په دې لړکې د((حسن جوړېدل د بنده د عشق د کمال دی.)) حسن او ښکلا په پاک زړه کتل کيږي او سنجول کيږي. د رنگ او نور شاعر د رسالې ليکوال هم ليکي:

((د غني خان جمالياتي (منظور يې ښکلاييز يا استيتيکي )  ادراک کله کله هغه له مجازه ډير ليرې دحقيقت تر بامه رسوي.د هغه قوي تصور چې(( د اب وگل)) د مجازي حسن نه پورته دی نو د عشق يو داسې منزل ته د رسيدو هڅه شروع کړي چې دحقيقي حسن نه پورته شي، دحقيقي حسن سره د وحدت يو مقام شي. هغه د خپل وجود د فنا په راز خبر شي او د معرفت ترحدونو ورنږدې شي. په دغه مقام چې د زړه سترگې بينا شي نو ټول کاينات د ازلي حسن يو اکايي شي. د تيارې او د رڼا فرق ورک شي او دخپل رساعشق له کيفيته هغه دوجود په هره اشاره کې يوعلامت ويني او د دغه علامت د ابدي ښايست داسې پرده شي چې پورې ترې عاشق ته د عشق مقام هم بريښي او د ښايست رازونه هم. ))(۳ـ ۳۴)

افلاطون هم هغه څه ښکلي بولي چي د روح اوجسم له هم غږۍ سره مرسته کوي، وايي: ښکلا هغه څه دي چې گټوره وي او هرڅه چې زيانمنوونکي دي((ناوړه))دي. ښه والی، اخلاقي خصلت لري او له افلاطون وروسته له هغه څه چې د هنر او اخلاقياتو مناسبت په دې ډول ټاکي نو د حقيقت سره د هغه رابطې ته پام ساتي اوپه دې اړوند د((ُمثل )) له نظريي گټه اخلي.په دې عقيده دي چې يوازې ښکلاخپله حقيقي هستي لري.)) (۶ـ۱۳ )   

حسن

 اوه تپوس دحسن مکوه
 سمندر شي څوک تللی
څوک سپوږمۍ شي رانيولي
 څوک زهرا شي ښکلولی
حسن پلار دمينې اومور د عشق
پکې پټ دي ټول سپين اوتور دعشق
دده دخيال نظر همه زور دعشق
په سرو شونډو بلوي ښکلي اوردعشق

 

خو د غني نظر تر زياته حده د فلوطين نظر ته ورته دی، دا ځکه چې د فلوطين نظر يوعرفاني نظر دی د هغه عرفاني نظر هم په شرق او هم په لويديځ فرهنگ سيوری اچولی دی.

فلوطين په دې باور دی چې د محسوسو شيانو ښکلا پيژندنه د هغو په گټورتوب  کې ده چې  د ښکلا له ايديي نه يې اخلي، ښکلی جسم د بهرې او ياگټې له لارې شکل او بڼه پيدا کوي او له خدایي صورو څخه  منځ ته راځي، خپل موجوديت پيدا کوي. هغه وايي:چې له محسوسې ښکلا پرته يو ډول بله ښکلاهم شته چې زموږ په حسي ادراک کې ځای نه نيسي يعنې په سترگو نه ليدل کيږي او په غوږونو نه اوريدل کيږي. دا حقيقي  ښکلا يا معنوي او روحاني ښکلا ده.له همدې ځايه فلوطين داسې نتيجه اخلي او خپل بحث ته دوام ورکوي خو تر مخه چې د فلوطين بحث ته ولاړ شو د غني خان  دشعر څونمونې لولو:

يا دا چې:

نشته دی د ژوند دخوب تعبير جهان کې نشته دی
سترگې دې کړه پورته دآسمان په تماشا
خدای مکه کې نشته دمنصور له خولې مې واورېده
لاړشه ليونيه شه دځان په تماشا
    

د فلوطين په باور(( ښکلا دانسان له روح سره تړاو لري. بدرنگي او ناوړتيا چې د انسان په روح کې ورزياتيږي نو روح ککړوي. ښکلا د روح هماغه رښتينی ژوند دی او که انساني روح يا نفس له ځانه سره يوازې پاتې شي. له ناوړتيا وو خلاصون مومي. په همدي دليل ټول فضيلتونه د پاکۍ او سپيڅلتيا په کلمه کې دي. ))

يا وايي: ښکلا او نيکي دواړه يو بل ته ورته دي.له همدې ځايه موږ ته اخلاقي او په حقيقت کې عرفاني دنده په غاړه را لوييږي. ښکلا او نيکۍ ته په رسيدو او تر لاسه کيدو له پاره بايد مطلقې ښکلا ته پام وکړو اودخپل دننه (درون ) سالک شو. په خپلو دروني سترگو سره د نړۍمنظر ته وگورو. که چيرې روح ځان ښکلی نه کړي نو ښکلا به ونه ويني.که ددې عرفاني بحث نه را بهر شو او د نړۍ او کايناتو ښکلا ته فکر وکړو داسې ټکي ته رسيږو چې د فلوطين رساله پرې پای ته رسيږي.))خو په هرحال ښکلا په معقول جهان کې ده.يعنې د پوهيدو وړ ده البته زموږ د حسي درک پورې اړه لري.

فلوطين بيا هنرونه پريږدي او د طبيعي ښکلا په باب خبره کوي.په همدې ټکي کې بيا دروني ښکلا ته وررسيږي چې ثابته کړي چې په طبعيت کې هم د ښکلا ((معقول صورت ))شته خو هغه ښکلا چې په روح کې ده ډير ځله با ارزښته ده. فلوطين وايي: (( کله چي موږ دخپل ځان پورې اړه لرو ښکلي يوخو کله چې په پردۍ هستۍ کې گام ږدو نو ناوړه کيږو.کله چې ځان پيژنو ښکلي يو او که ځان ونه پيژنو نو ناوړه يو. په دې اساس ښکلا په هغه پورته موجود کې ده  او له هغه ځايه راځي. )) (۴۔ ۷۱)

 چې دا روح مې په ښکار ووځي درنگونو په خوبونو
که نورنه وي د تيرو زه رنگيني نورونه جوړ کړم
چې د ښايست شم زه ليواله  دصحرا هره ذره کې
په زرهاوو بوستانونه  په لکها گلونه جوړ کړم
دا چې ته، ته يې اودا ته يې، دا چې ستا مستې رڼا ده
دايم زه يم دا بس زه يم، دا زما ژړا خندا ده
دملا خبرې پريږده مامله ستا اوزما ده
دا داستان دلوږې نه دی دا قصه دعشق اوساه ده
دا زما بې سره ژوند کې پټ ستا حسن اوکمال دی
دا زما کمزورې سترگې ستا دزورجاه وجلال دی

 

غني خان د خپلوشاعرانه هستونو په ترڅ کې څوځايه دعلامه اقبال شعرونه پښتو ته را اړولي دي چې يوه نمونه يې داده:

 

ميلاد ادم

(شعر د اقبال دی)


عشق کړه چيغه چې پيدا شو ليونی ځيگر پيدا شو
حسن ورپيد د وېرې چې د تول نظر پيدا شو
يوچيغه له دې خاورې د ازل تيارو ته ولاړه
ای پردوکې پټو واورو پرده سوز شرر پيدا شو
او فطرت حيران خفه شوچې د دې خاورې مجبور يې
ځانله جوړونکی ورانه وونکی، ځان ليدونکی سرپيدا شو
 

کی ير کگارد وايي: (( هغه څه چې زموږ باطن ژوند کې پيښيږي د هغو پوهيدو سره بايد د کليت په لور ولاړ شو چې هغه زموږ((خودي)) يا ځان دی او بيا د يو لوی کليت په لور چې هغه بشري نوع ده اوبيا دکليت په لور چې دمطلق مثال دی. )) (۵ ـ۱۰۷  )

شازيه بابر په خپل اثرکې چې د(Abdul Ghani Khan & Johan Keats) تر عنوان لاندې يې په انگريزي ليکلی دی، بريښي او د اثر له محتوا نه جوتيږي چې دغه اثر تر اوسه د غني خان  په هکله ډيره ښه پرتليزه څيړنه ده. ليکواله د ښکلا اوطبعيت مفهوم تر سرخط لاندي ليکي:

غني او کيت لکه چې ترمخه يادونه وشوه، دواړه د طبعيت او ښکلا مينان دي. د ټولو رومانتيکو شاعرانو په څير دوی هم له طبعيت سره مينه لري. دوې د رومانتيکوشاعرانو په څير نه يوازې د طبیعت بيروني ښکلاخوښوي  بلکې دوی خپل دروني او باطني احساس هم په هغه کې بيانوي. هغه  نه يوازې له طبعيت نه الهام اخيستلوبلکې طبعيت په هغې کې ستررول درلود. طبعيت داسې وسيله وه چې د هغې دروني احساس په کې ښکاره کيږي. د دوی د ذهن او د طبعيت بيروني ښکلا تر منځ اړيکو شاعر ته يوه ليدتوگه ورکړې وه. پر دې سربيره طبعيت دوی ته دومره الهام ورکړی وو چې دوی ته يې د ليد داسې وس ورپه برخه شوی وو چې د دوی له تخيل سره يې اړيکه درلوده. دوی احساس کاوه چې دا ټول طبعيت داسې وړانگې او شعاعوې لري چې هغه دالوهيت له لورې راځي.که څوک ډاډه نه وي چې دا دخدای له لورې راځي نو داسې احساس ورته پيدا کيږي چې دا د يو سپيڅلي ځواک په وړاندې د حرمت يو احساس دی. دا د ښکلا او طبعيت ترمنځ ډيره مهمه اړيکه ده چې د دواړوهم دکيت او هم دغني له پاره ده((

(۹ـ۲۶۷)

د همدغه اثرليکواله په څنگځنې توگه د غني خان اودکيت دښکلا پيژندنې ترمنځ يو باريکه توپير را په گوته کوي.ليکي:

((هغه ښکلاچې غني ورسره ډېره زياته مينه لري هغه دروني يا دنننۍ ښکلا ده.نقادان اکثر فکر کوي، هغه ښکلا چې کيت ستايله يوه تيريدونکی، موقت او نا پايداره هغه ده چې د پړاو ښکلا يې بولي. له دغه کيت ډوله مفهوم نه اکثر داسې نتيجه اخيستل کيږي چې  دا ډول ښکلا تيريدونی او پای ته رسيدونکې ده.ښکلا د مينې کولو وړه ده. دا ځکه چې مري او دوام نه کوي، د خوند او لذت بنسټ اوجوهر دی، او دا بيت يې د مثال له پاره راوړي:

هغه د ښکلا سره تن په تن شخړه کوي، ښکلا چې بايد ومري او لذت يې چې لاس يې په خوله ايښې، ورسره وداع کوي.)) (۹ـ۲۸۷)  

خو دا ټول هغه څه نه دي چې کيت  پرې دملکوتي يا باطني ښکلا په توگه باور درلود.د Endymoinد اوږده شعري بيان په پای کې قهرمان (Endy moin)دجنت له حقيقت سره مخالفت کوي. په دې ډول ملکوتي عشق له ځمکني هغه نه جلاکوي.

کيت د غني په څيرپه دې باور دی چې انسان کولی شي داسې الوهيت ته ورسيږي(لکه د غني دروني ښکلا) چې د ژوند په يوحالت کې خپله خودي له لاسه ورکړي.

دلته دیوې بلې خبرې بيا ځلي را پورته کول هم اړين بريښي اوهغه  دغني په روح اوروان د دارالامان يا شانتي نکيتن اودټيگوريزم اغيز دى. په دې هکله په پښتونخوا کې چاپ شويو اثارو کې څه يادونه نشته.کيداى شي د ټيگور او هندي فرهنگ يادونه يو ډول تابوگڼل شوي وي خو په دې کې هيڅ شک اوشبه نشته چې دغني خان استيتيکي احساس دفلوطين پر نظر سربيره له هندي روح نه هم اغيزمنې دي  او د هغه پر سر کې د ټيگور له ليد توگې زياته اغيزه په کې ليدلاى شو.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۹   سال  دوازدهم                جدی     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                    اول جنوری ۲۰۱۷