کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

 

۴

 

 

 

 

۵

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

 

د ټيگور ښکلا :

د ټيگور په نړۍ ليدکې  له طبعيت څخه دښکلا کمال انساني کمال ته رسيږي.يعني کامل انسان د هغه په نظرهغه څوک دى چې په کليت کې پوهه لري،کليت ته رسيږي يا په کل بدليږي. دکامل انسان په اړوند د ټيگور نظر د دې سبب شو چې خپله ټيگور په يوه نړيوال  معنوي ښوونکي  او استاد بدل کړي. داسې بريښي چې په ټولو فکري او معنوي فعاليتونوکې هغه ته ديوې بې واسطې شهود له لارې لارښوونه کيږي چې هغه د کليت او وحدت د فلسفې پر لور پر مخ بيايي، ټيگور په ټول ژوندکې دطبعيت ليوال وو.

دغني خان يو شعر هم داسى ورته مضمون لري :

دوه مينو سترگو کې رنگونه په سوونو
ماته يې جهان ډک کړو دگلونو دنورونو
گوټ يې دشرابو دجنت په جهان راکړو
خوب کې ژوندون راغى ،شو ژوندون ډک دخوبونو
سپينې دسپوږمۍ درڼا لپې ډکې ډکې
ونوستې تا خاورو کې زما په قدمونو
رب دې راته وښود پټ دمينې په رازونو کې
وادې چول خولۍ کې زما ستورې په پنډونو
ساز دحورو اورم ستا دحسن په سازونو کې
ماته دې رب وښود پټ دمينې په رازونو کې
 

(۲-   ۲۳۷)کليات

د ټيگور په عقيده((دا نړۍ خپله بڼه د انسان د درک اوپوهې په قالب کې ويني. همدارنگه د انسان د ذهن اوحواسو پورې محدوده پاتې کيږي. دا داسې نړۍ ده لکه ميلمنه، بلکې نه دا چې خپلوانه ده.کله چې ټوله نړۍ په خپله زموږ په تن او وجود بدليږي اوزموږ د عواطفو په قلمرو کې ځاى نيسي نو زموږ پرله پسې مينه اونفرت، خوند او رنځ ويره اوحيرانتيا پر هغې اغيزکوي او زموږ د شخصيت په يوه برخه بدليږي. )) (۱۰- ۱۱۱)م

د ټيگور د ښکلا پيژندنې مفکوره ددوه ايديو سره پيوند لري يعنې ښکلا او حقيقت. حقيقت د ټيگور په باور هماغه دروني يا دنننى حقيقت دى چې شاعر پرې حساب کوي او د کيتز په مشهور شعرکې هم ترسيم شوى((ښکلا د حقيقت موسکا ده، هغه مهال چې حقيقت خپله څېره په بې زنگه هېنداره کې ويني.))

غني خان هم دساز په نظم کې دا مفکوره په دقت سره وړاندې کوي وايي:

زه يو مست شان ليونتوب يم
دهوا په اس سوريږم
که يو رنگ ديار دسترگو
شل رنگونه شم گډيږم
دا زه څه له ولې جوړ شوم
خبر نه يم نه پوهيږم
ولې سوز شم ولې ساز شم
يو اواز يم چې غږيږم
دزړه پټو تارخانو ته
يو شغله يم چې کوزيږم
يو سرور يم چې شرنگيږم
يو خمار يمه مستيږم
چې په رگ رگ کې دې اور شم
يو لمبه يم چې رپيږم
دا زه نور يم چې پړقيږم
که سرور يم چې سوزيږم
مستول کوم مستيږم
په خندا کې مې ژړا ده
په خفه سترگو خنديږم
وايه وايه ليونيه
ولې ژاړې چې ژړيږم
اوچې پړق داتڼ واچوم
ستا په وينه کې گډيږم
دازه تش دخيال دوکه يم
که يو خيشت يم چې خوريږم
که يو مست د بادنيلى يم
په فکرونو کې ځغليږم
که دتال اوشرنگ نه جوړه
يو دوعا يم چې قبليږم
جج

 کليات  (۲-  ۴۸۸ )

کله چې  پورتنی نظم د ټيگور له نظر له شاعرانه او ښکلا ييزسره پرتله کوو، د ټيگور  د نظريو خوند، مزه اوبوى له ځانه سره لري.

ټيگور په واقعي وحدت باندې چې مظاهر يې تنوع لري باور لري، هر انسان يو ځانگړې اوجلا کيفيت لري چې هغه د الهي شخصيت يوه برخه ده. ټيگور يو وخت په ۱۹۳۰ کال د انشتاين سره په خبرو کې د نړۍ او کايناتو حقيقت د بشري حقيقت په توگه ترسيم کړ، وېې ويل:

ښکلا د وجود کل سره د بشپړې هم غږۍ ارمان دى اوپه حقيقت کې د کلي روح ډېرکامل درک دى.  

ټيگور په دې باور وو چې کله انسان له نړۍ سره په خپلو اړيکو خبر نه وي نو په يوه زندان کې اوسي چې ديوالونه يې له هغه سره پردي دي. اوکله چې په هر څه کې پرله پسې او دوامداره روح وويني نو بيا ازادۍ ته رسيږي دا ځکه چې له هغه وروسته بشپړې جهاني معنا ته چې په هغه کې هست شوى کشف کوي،  دا وخت دى چې ځان په کامل حقيقت کې مومي او د تماميت سره د هغه هم غږي ټينگيږي. 

ب.غني ښکلا او رنگونه:

ښه دی په رنگونو کې زړگيه دځوانۍ رنگ
مرگ وغم له ورکي د ژوندون جاودانی رنگ
 

                                                                                     ( ۲ـ۶۲۲)

د غني خان په يوه سيمينارکې يوه سياست پوه چي له غني خان سره ډېر نږدې پاتې شوی وو، په خپله يوه وينا کې وايي: غني يومتفکر و، هغه يولړ ډير ژور نظريات هم درلودل، يوه نظريه يې ددې سيمي د تمدن په باب ده. هغه په دې باور وو چې د پښتنو يا افغانانو جغرافيه داسې ده چې په دې کې يو شليدون يا مقاطعه راغلې ده. کله چې زور گير اوحمله اور راغلي دي. زموږ تمدني بهير يي شلولی دی. د دې سيمې خلکو نږدې دوه زره کاله د مخه يو مدنيت درلود چې په هغه کې هنرونو ډيره وده کړې وه. په دې  تمدن کې  تقريبا تر سلو پورې رنگونه پيژندل کيدل. هغه د يورسام او هنرمند، د مجسمه جوړوونکي او موسيقار په توگه په دې ښکلو هنرونو ډير ښه پوهيده. هغه وايي چې پښتنو يا د دې سيمې په خلکوکې هنر ډيرپرمخ تللی وو. دوی د گوتم بده(بودا) ډير انځورونه جوړ کړل.دا ځکه چې دوی اوريدلي وو چې بودا  سوله دوست، انسان دوست دی، متفکردی، او داسې نور نو دده ډير تصويرونه يې کښلي وو خو کله چې سپين هونان راغلل زموږ تمدن يې ويجاړ کړ. اوس له هغو رنگونو نه زموږ په ژبه کې له لسو نه زياتو رنگونو نومونو څخه پرته  نور نشته.

 رنگ او رنگونه يو بل فکتور دی چې په ښکلا پېژندنه کې  زيات رول لري. همداسبب دی چې په شعر او کيسه کې هم دسمبول اونښانې په توگه کارول کيږي. په رنگ يا د رنگ په اثر تصويرجوړيدای شي او د انسان له ذهن سره ارتباط اونښلون جوړيدای شي. د يوڅه ياد ته راتللو په خوا كې ان د زمان په ډيرو ليرې تنگ اوتورتمو كوڅوكې له نورو څه سره اړيكه نيسې.داسې حالت په ذهن اوروان كې بدلون راولي.يو مشخص چاپيريال راښۍ او هغه د سترگو په وړاندې په مخ كې ږدي. په دې اساس له لرغونو زمانو راهيسې دټولنيزځان ناخبري شعور له مخې هر يو رنگ په خپل ذات كې د يوڅه سمبول او يو څه ياد ته راوړونكی دی.

د مثال په توگه سره او شنه رنگونه د خوښۍ رنگونه دي. زيړ، خړ او تور رنگونه ساړه او بې روحه رنگونه چې غم اوخپگان تداعي كوي او هغوۍ  بيا په ذهن كې را ژوندي كوي. البته دا ځانگړنې هم دفرهنگ آدابو، رسومواو جغرافيوي چاپيريال او د ولسونو د رواني ځانگړنو پورې اړه لري. د فرهنگونو او مدنيتونو د ظهور او ټينگښت په بهير كې وده كوي. دمثال په توگه دجهالت په دوره کې اعرابو، شين رنگ چې د لوړ و ځايونو او يا څړ ځايونو نښه وه، د هر رنگ په نسبت يې زيات خوښولو.كيدای شي ددې لامل به دا وو چې اعراب په لويو دښتو كي هستوگن وو.په بدل کې يې له سور رنگ نه کرکه درلوده.هغوۍ سور رنگ (السنه الحمراء)د وچکالۍ او سره مرگ په معنا دمرگ ډير بد شکل باله اوسور باد يې هم ډير ناوړه باله. په دې اساس د رنگونود معناووپېژندل اودهغو اغيز د افرادو د روحي حالاتو په بيان کې له ډيرو زمانو راهيسې موجود وو. نن ورځ هر رنگ د ارواپوهنې له نظره اهميت لري او هر يو يې د ټاکلو رواني خصوصياتو بيانوونکی دی. دغه اصطلاحات او کلمات د مفهومي معنا سربيره بصرې معناوې هم لري او د رنگينو کلماتو کارول داسې وسيله ده چې شاعرانه تصاوير په کې عينيت پيدا کوي.د شعري تصاويرو د اجزاوو په منځ کې د کشف او تفسير د اړيكو له پاره وسيله هم ده.  

همدا ډول ابي، زيړ، سور او شين اصلي رنگونه دي.دغه څلور رنگونه رواني لومړيتوب او غوره والی لري چې څلور اصلي رنگونه نوميږي. هريو رنگ په يوازي والي او کله هم د يو بل رنگ په خوا کې په جسم، روح او د شخصيت په روان باندې سيده اغيز لري. ارواپوهانو يو لړڅيړنې کړي او نتايجو ته رسيدلي دي يعني دا چې هر يو رنگ اغيزمن قدرت لري. 

سپين رنگ په خپل مثبت مفهوم سره داسې معنا لري لکه رڼا، سپيڅلتوب، معصوميت خو په منفي معناکې د مرگ، وحشت او فوق طبيعي عناصرو سمبول دی. سپين رنگ په منفي معنا د ماتم لباس وو چې د غزنويانو په دوره کې کاريده. د پښتو ژبې وتلی او بې جوړې شاعر غني خان هم سپېن رنگ د ملا رنگ او د ريا رنگ بولي. داسې بريښي چې سپين ويښتان د شاعرانو په اشعارو کې په همدي معنا دی. د زيړ سمبول هم دوه خواوې لري. په منځنيو پيړيوکې زيړ، طلايي رنگ د مينې نښه ده او کمرنگه زيړ رنگ، د وير او ماتم رنگ دی. د((سان)) په نوم يو پوه د سره رنگ ځانگړنې په دې ډول شميري.(( دا رنگ نوی ژوند او نوی پيل له ځانه سره تعبيروي. هلې ځلې، قدرت، استقامت، جسماني قوت د دې رنگ خاصې ځانگړنې دي. سور رنگ د ژوند، قدرت قربانۍ او مينې سمبول دی.شين رنگ درنگونو ډېر  مطلق اراموونکی رنگ گڼل کيږي . په  هيڅ ډول داسې انعکاس نه لري چې ښادي، رنځ او يا ويره دې ولري او په هيڅ لوري حرکت نه کوي بلکې ارام، ساکن او له ځانه خوشاله دی.  

کله چې شاعر، ليکوال د تېر زمان په تشريح او د ځوانۍ په ياد کې څه وايي د خوشحالۍ او د مثبتې معنا له پاره ترې کار اخلي او کله چې اوس مهال او جاري حالت توصيفوي نو مخاطب د سړو او بې روحه اوپه منفي معنا رنگونو سره مخامخ کوي.د دې کار د اړتيا ټکی  په دې کې دی چې خاص رنگ، شين يا زيړ نه دی بلکې په دې ځای کې  د خاصو ځانگړنو نه په کار اخيستني سره يو څه  القا کوي، متن يې په اصطلاحاتو رنگينوي. غني خان په خپل يو نظم کې رنگونه دا ډول انځوري:

رنگونه

سپين سره مې نه لگي
سپين دی دريا رنگ
سپين دی دکفن رنگ
سپين دی دفنا رنگ
سپين دی دټگی دستار
سپينې دسپي سترگې دي
سپين يې جال اوسپين يې دام
سپين دی دملا رنگ
تور دی دشيطان لباس
توره دانکار توره
تورې دغم سترگې دي
تور دی د بلا رنگ
تورې دې د مرگ پنجې
تورې دباو داړې دي
توره دماتم جړۍ
تور دی دژړا رنگ
سور دی دگلاب او دوصال اودخمار  رنگ
سره ده دځوانۍ نشه
سور دی دبهار رنگ
سور دی دپالنگ رنگ او دخوبونو ددلدار رنگ
سور تورو غمونو کې
دحسن اورڼا رنگ
شنې دغني سترگې دي
شين دی د وفا رنگ
شين دچمنونو اوفصلونو او طرا رنگ
شنه د اميد پاڼه ده  شين دی دسبا رنگ
شين دی دسپرلي دخوشحالو اودخندا رنگ
 

                                                                                               (۲ـ۶۲۳)  

 غني خان د زياترو شاعرانو په پرتله  په خپلو هستونو کې رنگونه زيات کاروي. رنگ نه يوازې د يوې نښې اوسمبول په توگه بلکې د يو انځور له پاره هم.هغه تل د سپوږمۍ څاڅکي ته رنگ ورکوي، د سهار شبنم ته ښکلا وربخښسي او د نور درياب او د نور او رڼا د سمندر ستاينه کوي.بيا همدغه ښکلا دخپل کلام دپگړۍ ول کوي.لکه په دې بيتونوکې.   

زه يو مست شان ليونتوب يم  دهوا په اس سورېږم
که يو رنگ د يار د سترگوشل رنگونه شم گډيږم
دا زه څه له ولې جوړ شوم خبر نه يم نه پوهيږم
 

                                                                             (۲ـ۴۸۸   ) 

 دلته د يار د سترگو يو رنگ په شلو رنگونو بدلوي.دا ښکلا هم هاغه ښکلا ده چې مظاهريې په بيروني طبعيت کې ليدل کيږي خو بنياد او اساس يې  د شاعر په باطن کې دي. هغه د طبعيت ليوال دی.په طبعيت کې هغه د رنگونودښکلا له لارې خپله دونيا جوړوي.شاعردغه ښکلا هم دمنې په پاڼ ريژکوي او هم يې دطبعيت په ځواني کې.شاعرد پسرلي او د پسرلي شين شوبو او سرو گلونو ليوال دی او د رنگونو په ژبه خبرې کوي.

 

 

سپرلی

بيا سپرلی راغی بيا يې پيغام راوړو
غني د رنگونو او گلونو او رڼا
شوساقي مسکی ډک يې جام راوړو
د مستۍ ځوانۍ اوخندا
يو سبا راغی يوه شپه لاړه
د تيارو ويريدو او ارمان
يو زيړۍ گل مې ماښام وليده
سلامونه يې کول دجانان
دا دماغ زما چيری نه مني
چې دگل خالق به سفرکړي جوړ
څنگه خوږې به پرې زما کړيکي لگي
چا چې ماله نرگس اودلبرکړه جوړ
دا شينکی چمن دا گلونه سره
دا مست مست شانې مستانه ماښام
[

                                                                                         (۱ـ۲۵۳)

انانداــ کی ـ کوماراس وامي(۱۸۷۷-۱۹۴۷)هندي فيلسوف رمزپالنه يا سمبوليزم د تصاويروله لارې دتفکر هنربولي. داسې هنر چې په ځانگړي توگه په وروستيودرې سوه کلونو کې له انسانانو ورک شوی وو. کوماراس وامي د اريک فروم او بيلي په نظرياتوکې  څيړنه اوپلټنه کوي او د هغو د اثارو له عناوينو او  هېرې شوې  ژبې يادونه کوي ، يعنې  دا چې ژبه يې له ياده وتلی اوهيره شوې ده ۔ د سمبوليزم له ورکې ژبې نه بيا داسې ښکاري چې د ارواپوهنې له مخې دغه نشتون يا کمښت،  په ځان ناخبرۍ (ناخود اگاه )پورې  محدود نه بلکې په خبرتيا(خود اگاه ) پورې اړه لري   چې پر عکس  وايي  چې  داژبه لا تر اوسه شته او له رمزونواوسمبولونو نه ډکه ژبه ده.)) (۸- ۱۰ )

اريک فروم په دې هکله هغه د احساس او لمس وړ شيان چې په سترگو ليدل کيږي دهغو پيژندنه  د پنځوحواسو له لارې   توضيح کوي:

د ياد پوه په نظر: معمولا هغه څه چې د يو څه  مظهر وي او يا د بل شي ښکارنده وي، سمبول يې بولوخو دا تعريف لږ گنگ دی يعنې کله چې ځينې حسي سمبولونه لکه د ليدلو، اوريدلو بويولو او لمس کولو له لارې گورو او د يو بل شي(( دنمايش له پاره)) پرې غور کوو   ايا د يو بل شی د ښودلو يا دعاطفي حالاتو او تجربياتو او د انساني افکارو له پاره کارول شوي وي نومساله به په زړه پورې وي.په دې برخه کې ديو ډول سمبولونو سره مخامخ يو چې زموږ له وجوده بهر واقع دی او دا دا سې يوه څرگندونه ده چې زموږ دروني احساس راښۍ. سمبوليکه ژبه په همدې اساس داسې ژبه ده چې د انسان دروني احساسات، د حسي تجربياتوپه توگه توصيفوی، دې ته  ورته ده چې د داسې کار په ترسره کيدو مشغول وو. يا ورته  واقعه ورته په مادي دونيا کې پيښه شوې وي. په سمبوليکه ژبه کې بيروني دونيا د دنني دونيا مظهر ده.زموږ په روح او ذهن کې که سمبول د يو بل شي نماينده او مظهر وبولو نو دا مهم سوال به مطرح شي چې دسمبول اوهغه شی چې سمبول يې مظهرو ځانگړې رابطه څه ده؟))       

غني خان په ټول قوت سره خپل کلام ته دحسې او بصرې سمبولونوبيان ورکوي. په لوړه سطحه کې چې هم په کې تخيل اوهم په کې تفکر عالي پوړيو ته پورته کوي ، په هغو کې خپل هدف بيانوي او يوه ورکه ژبه بيا راژوندۍ کوي . لوستونکي هم فکرکولو  ته را بولي.   

 

جانان

دوه مينو سترگو کې رنگونه په سوونو
ماته يې جهان ډک کړو دگلونو دنورونو
گوټ يې د شرابو دجنت په جهان راکړو
خوب کې ژوندون راغی شو ژوندون ډک دخوبونو
سپينې دسپوږمۍ درڼا لپې ډکې ډکې
ونوستې تا خاوروکې زما په قدمونو
رب دې را ته وښود پټ دمينې په رازونو
وادې چول خولۍ کې زما ستورې په پنډونو
ساز د حورو اورم ستا دحسن په سازونو
ماته دې رب وښود  پټ دمينې په رازونو

 

                                              

 

  (۱ـ   ۲۳۷)

يا

زه يو تور د تيارې سيوری ته دځمکې اسمان نور
بې کنار درياب د رنگ ته زه يوڅاڅکی د سرور
ته ژوندون دکل ژوندون يې زه د مرگ لمحه ناکام
[

                                                                                           (۱ ـ ۲۳۲  )

په شعرکې هم لکه په نورو ادبي رمزي ژانرونوکې شاعرد هغه څه دښوولو له پاره چې د واقعيت اومحسوساتو څخه بهر دي، هغو ته درسيدو اوپوهيدو له پاره له واقعيت اومحسوساتو پيل کوي، خو تر هغه چې دکلماتو مجازي معناچې د هغو شيانو اومحسوسو واقعيتونوحقيقي مدلول ده په قرينه کې مشخص اومحدود دی،  په نتيجه کې د اثر ابهام ته کمښت ورکوي.نه شو کولای شعر يوازې يوه  رمزي ښکارنده وگڼوخوکله چې دا قرينه نه وي نو معنی  يې پټه او شعر پيچلی کيږي. همدا د پيچلتيا ځانگړنه ده چې د سمبوليستو شاعرانو شعر يو لوری ټاکي.

اوس چې د غني خان د استيتيکي يا ښکلاييزې پيژندنې ليدلوري ته پام کوو او خپلې خبرې را ټولوو د غني خان د شعر د نص او متن له مخې د هغه ښکلاييز ليد د شاعر د دروني، عاطفي او خيالي معرفت محصول گڼلى شو. د شاعردرک يو اشراقي درک دی. د شاعر ښکلاييزه پوهه که په طبعيت کې ظاهره شوې وي، د طبعيت او ښکارندو او مظاهرو ښکلا د ېوې متعالي ښکلا مظهر ده.د هغه درک لکه دصوفيانو او مشهورو عارفانو په څير دی. شاعر محسوسات په هغه ډول نه ويني لکه چې نور يې ويني. هغه يې د دروني اوباطني رڼا چې د هغه په سراو زړه کې د بلې  شوې رڼا په وړانگو کې ويني. دا هغه وړانگې دې چې محسوساتو ته را غځيږي.

 

يادښتونه:

۱.خان عبدالغني خان، د غني کليات، د قومونو او قبايلو وزارت، د نشراتو رياست،کابل، کال: ۱۳۶۴.

۲.غني خان، لټون، ترتيب او تدوين، زبيرحسرت، يونيورستي بک ايجنسي، کال: ۲۰۱۱.

۳.داکترراج وليشاه خټک، د رنگ او نور شاعر غني خان، يونيورستي بک ايجنسي: ۲۰۱۳.

۴.بابک احمدي، حقيقت و زيبايي(درسهای فلسفه ی هنر)، نشرمرکز: ۱۳۷۴.

۵.غلام صابر، کی يرکگاردو اقبال، (فيلسوفان عشق)ترجمه دکترمحمد بقايي ماکان: ۱۳۸۸.

۶.مقدمه ی بر زيبا شناسي هگل،(ترجمه محمود عباديان ) کال: ۱۹۷۶.

۷.کارل گوستاويونگ، تحليل رءويا،(ترجمه رضا رضايي)،نشر افکار،۱۳۸۲.

۸.تقي پور نامداريان، رمز و داستانهای رمزي در ادب فارسي، شرکت انتشارات علمي فرهنگي:چاپ سوم ۱۳۶۸.

۹.Shazia Babar. Abdul Ghani Khan & Johan KeatsPashto Academ ,University of Peshawar.2005.p 267.

۱۰۔ جهانبگلو ،رامين ۔روح هند ،کال : ۱۳۸۹تهران ۔ ۱۱مخ


 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۰   سال  دوازدهم                جدی     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                   ۱۶ جنوری ۲۰۱۷