کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 ((شاعري له يوې خوا خداېې زمزمه ده اوله بلې خوا انساني غږونه ممکنوي ۔ شاعر دخداى اوانسان ترمنځ نيمه رب النوع دى ۔ يا داسې څوک دى چې دملت له زړه نه دخلکو غږ دى ۔ شاعر دانسان له مقامه پورته خو  پرته له دې چې دانسان  ستاينه وکړي دانسان قلمرو روښانوي۔))   مارتين هايدگر  الماني فيلسوف

څلورم څپرکى

 

غني خان اوټيگور

دټيگور ثنا (ترجمه )

ستا په يو بڅري به زه زر ډيوه گۍ بلې کړم
څومره مزه ستا دکور کوڅه کې چراغان کوي
ستا دخولې ديو ټکي به زر سازونه جوړ کړمه
هر ټکی د ساز به ستا دخيشت مينې بيان کوي
زه به چرې ور د زړه مستۍ سرور ته بند نه کړم
مينه خوشحالۍ کې رڼا ستا درڼا شان کوي
ستا رنگين شراب د قسماقسمه خمارونو ډک
دې خاورين جامگوټي کې زرهاقسمه دوران کوي
ماله دصوفي په فقيرۍ کې وصال نشته دی
ماته دساقي سترگې خبرې دجانان کوي
[

                                                                                              (۱-۵۹۹ )

غني خان او رابندراناتهه ټيگور دواړه د هند د نېمې وچې او د استعمار د دوران با احساسه شاعران او هنرمندان دي. کله نا کله په يو لوی شاعر او هنرمند يا د ليکوال په اثارو کې د خپل دوران او د خلکو غوښتنې تبلور او انعکاس کوي. د دواړو په برخه کې دا فرضيه صدق کوي. ټيگور د هند د نيمې وچې د هندي او بنگالي اولس نماينده اواز پاتې شوی دی او غنې خان هم د هند د نېمې وچې د پښتون اولس نماينده چيغه او اعتراض  و. له بله پلوه غنې خان هغه زلمې وو چې د ټيگور د پلار په ښوونځي شانتي نيکيتن کې شامل او هلته يې هم زده کړه وکړه.

په شپيتمو کلونو کې کله چې خان عبدالغني خان د شهيد داکتر نجيب الله  په بلنه د علومو اکاديمي د افتخاري غړيتوب د ديپلوم  د ترلاسه کولو له پاره کابل ته راغلي وو د دې کرښو ليکوال ترې د((شانتي نيکيتن)) د ښوونځي په باب وپوښتل، هغه په ځواب کې وويل:

 زه او اندراگاندي چې کله په ((شانتي نيکيتن))يا (دارالامان ) کې شامل شو. سهار به ورتللو.هلته څوکۍ نه وې. موږ به په پسخو کښيناستلو.په اولو ورځوکې موږ داسې احساس کولوچې دا نور له کالج نه بيروني خلک سم په ځمکه درومي او موږ هوايي يو يا سرچپه روان يوخو له څو ورځو نه وروسته زما دا تصور بيخي بدل شو، او هغه داسې چې دبيرون وگړو په باب به مې فکر کولو چې ددوۍ پښې پورته او پرسرباندې په ځمکه روان دي. هدف دا چې شانتي نيکيتن د انسانيت په اړوند زموږ تصور کاملا را بدل کړ. او موږ يې د انسان او د هغه د لويي اوعظمت په باب فکر ته اړ ايستو.

دا څو جملې يوه خاطره وه. په دې موخه چې که لږ څه غني خان اوټيگور سره پرتله کړو.

رابندراناتهه ټاگور ستر هندي فيلسوف، شاعر، دراماتيست، ښوونکی، مقاله ليکوال او ډيرمشهور رسام يا انځورگر وو.د هغه فلسفه د ژوند د هغه د ايديالونو، نذرانو، هيواد پالنې او طبعيت پالنې پر بنسټ ولاړه ده.

 همدارنگه هغه يو ايديال فيلسوف ووخو د ناتوراليزم، پراگماتيزم او فرديت په اړوند افکارو د هغه په فلسفه کې انعکاس کړی دی. هغه ارزښتونه چې د هغه د ژوندانه په مستغني جريان کې مرسته کوي په وروسته يې يادونه کيږي۔

البته دا به مشکله وي خو دې کې شک نشته چې څه نا څه غني خان له دغه ښوونځي او د هندي فرهنگ له هغه ملال نه چې د دغه تمدن په ژورو کې شته اغيزمن وو.  

 د ټيگور په باور تمدن زموږ دخپلې ((دارما )) يا دانسان دکمال معنا لري، دا چې په لويديځه نړۍ کې يې تمدن بولي په حقيقت کې دهغه هدف څه دى؟ که له ځانه وپوښتو زموږ په فرهنگ کې د انسان د کمال  له مفهوم سره يو معادله گړنه ده.ټيگور د بشري  مذهب په اثرکې ليکي :

(( زما له پاره دين په داسې اندازه د لمس وړ دى چې د هغه په اړوند د خبروکولو حق نه لرم.که د خداى د پيژندلو وس لرم يا دخداى ديدار را ته پېرزو شوی وي نو دغه ملاقات يا ليدنه په نړۍ کې  زما په برخه شوې ده. په انسانانوکې په ونو او الوتونکو کې په ځناورو کې او له هغه سره اړيکه په اسمان کې احساسوم.په هوا اوبو او هرځاى کې يې احساسوم، داسې چې کله هم ټوله نړۍ له ما سره خبرې او راز و نياز کوي.))

رابندراناته ټيگور د( 1861-1941 )کلونو ترمنځ ژوندکړی او غني خان د( 1914-1996)کلونو ترمنځ ژوند کړی دی. موږ د ټيگور د بندي توب او د استعمار سره د مبارزو په اړوند لږ پوهيږو خو غني خان داسې ځوان وو چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لار کې يې زندانونه هم تير کړي دي.

الف.ټيگور يو ارمان پالونکی  وو:

ټيگورپه دې باور وو چې انسان بايد((نهایي حقيقت))وپيژني.هغه حقيقت انسان ازادوي. له نړيوال مرييتوب نه يې ژغوري.له اسارت نه يې ژغوري. د هغه په اړوند تجربه په نړۍ کې له وهم اوترهې ډکه مايا ده.هغه فکر کولو چې نړۍ دحقيقت او دوکې او توهم دواړو ځای دی.

د ټاگورپه نظر انسان دونيا ته د زيات شمير ځواکمنۍ اوژمنو سره راځي.  د انسان په فزيکي اړتياوو کې زيات څه ورزياتيږي. دغه ښيگڼې دبشري شخصيت بې حده ظرفيتونه او هستونې لري.په دې ډول پريوتو کې د انسان راتلونکی وده کوي. د اضافي ښيگڼو ظرفيت په خپله د انسان په مذهب، روحانيت، معنوي او اخلاقي فعاليتونو کې متمرکز او راټوليږي.هغه د يو ايدياليست يا ارمان پالي په توگه د حقايقو، ارزښتونو او فضيلتونو وفاداره ملاتړی دی. د ټيگور د ويناوو له مخې ((د هنر له لارې انسان کولی شي د ژوند تماميت تجربه کړي.ښکلي هنر هيڅ نه دی بلکې د روح او د نظم او دسپلين دروني پوهيدنه او روښنايي ده، هغه وايي چې رغبت د انسان  برخليک  پاکولی شي.( ۴) 

د غني خان په افکاروکې هم داسې ډير څه وينو چې هغه يې د ويلو له پاره لري. د غني په فکر او اندکې يو ډول دواليزم هم وينو، که له يوې خوا هغه انسان اشراف مخلوقات بولي نو له بلې خوا زيات په ثنويت باندې باوري دی.هغه په انسان کې اهوارايي او اهريمنې ځانگړنو ته اشاره کوي. د انسانيت په محور کې د انسان نيمگړي ارمانونه ارزوي او د البرت کامو په څير يې ((سيزيف)) ډوله محکوم بولي چې د ناوړو پر ضد مبارزه او اعتراض وکړي.دغه اعتراض د انسان دبرخليک يوه برخه گرځي.د انسان ارمانونه او هيلې زياتې او بې پايه بولي خو د دې ارمانونو پوره کيدل يوه دايمي شخړه ده. غني خان وايي:

 

 

عجبه فلسفه

ما خپل زړه لاس کې را غونډ که
 تورې شپې اوغم له يوړه
دماښام تياره کې ورک که
 دسبا شبنم له يوړه
اوس يو زه يم يو ارمان دی
 دجانان دشان قصه ده
وړوکی گل اولوی خزان دی
 يو اميد يو تلوسه ده
ما مرگي ته شروع کړې
 د ژوندون د خيشت قيصه ده
دجنون اودجانان دا
څه عجبه فلسفه ده
[

                                                                                        (۳۵۲-۱)

هغه په زياتو شعرونو کې خپل فلسفي تفکربيانوي.شاعردخدای په وړاندې د يو انسان په توگه دريږي د رنگ، قوم اومذهب توپيريوې خواته ږدي.  د رب النوع په وجود کې دونيا ويني اويا بالعکس.

 غني په خپل عرفاني ليد سره کاينات ټول د لوي ذات مظاهربولي.شاعر د انسانيت کمال د متعاليي ذات په پيژندنه کی بولي. پر دې باورې دی چې هغه درونې رڼا چې په يوه تن کې روښانه شې د انسانيت خو اته  درومي خو که روښانه نه شي په انسان کې حيواني اژدها هم پرته ده چې انسان  د وحشت اوحيوانيت په لور اړوي.

 

صحرا

 زه پتنگ ستا په رڼا يم
مين ستا په تورو نه يم
که کافر که مسلمان يم
 يمه ستا دنورو نه يم
زما واړه کمزورۍ دي
 جوړی ستا ستا دکماله
تياره ځکه شوله توره
چې شوه ورکه له هلاله
چې تا ورک کړمه حيوان شم
چې تا ووينم انسان شم

 

                                                                                               (۳)۳۵۸مخ

ټيگور وايي: طبعيت او انسان دواړه ديوسترځواک له خوا هست شوي دي. د طبعيت اوانسان ترمنځ يوه ټينگه رابطه موجوده ده. په دې اساس انسان بايد داسې طبيعي عمل وکړي چې دلوي اوعالي ځواک حضور اوشتون په خپل تن اووجود کې احساس کړي.

د غني خان په افکارو او اثارو کې هم هيومانيزم په ډېره لوړه کچه انعکاس کوي. هيومانيزم د غني د افکارو يو مرکزي اصل هم دی.غني د انسان او بشريت له دريځه هرڅه گوري چې البته په همدې اثر کې په دې اړوند  زياتې خبرې لرو. همدا راز غني  د ا  اصل را برسيره کوي چې وايي:

کعبه جوړه ابراهيم کړه
 زه جوړ کړی يم الله

 

وايه څوک لوی شو اوچت شو
 وايه وايه ای ملا
  

غني دوزخ اوجنت هم د انسان د ليد له زاويي گوري  وايي:

د آدم دنظر تول دی
که دا تور دی که دا سپين
د آدم د ژبې خيال دی
 دا سپلمۍ او انگبين
دا آواز زما دگوتو
 پوست مړوند ښکلی مهين
[

يا داچې:

دا زما خودۍ جوړکړی
د اوبو شراب رنگين

 

                                                                                    ( ۲۰۷-۱)

غني د دوعا په نوم يو شعرکې وايي:

چې کوم ځای کې فرياد نه اورم دکونډو
ماشومان يا په ټکرو پسې په منډو
چې کوم ځای کې نه مذهب شته نه قانون
 نه عشقونه، نه وصلونه، نه بيلتون
چې کوم ځای کې که بادشاه وي که ملنگ
يو يې تخت او يو يې تاج يو يې پالنگ
چې کوم ځای مال، اولاد، دوستي بې کاره
چې کوم ځای  کې  نه   کاروان   شته  او  نه     لاره

ستړې سترگې مې کړې پټې يا الله
زما خوښه نه ده ستا وړه دونيا

 

نوهمداسې که د غني کلام او فکري دونيا وپلټو هغه په تهذېبي لحاظ هم د لويديځ مدنيت نه او هم د شرقي عرفان اوتصوف نه اغيزمن دی، انسان له دې دوه زاويو د معرفت مرکز او محراق بولي.د بشر دوستۍ او هيومانزم ريښي يې هم ژورې دي.

ټيگور وايي طبعيت يو ستر استاد او لارښود دی چي له انسان سره دوښمن نه دی. طبعيت د مور په څير يو ډول سخاوت، ترحم او مهرباني لري. په دې اساس هغه زده کړې يعنې ښوونې روزنې چې له طبعيت څخه خپله لاره بدلوي، تنکيو ماشومانو ته نا ويلي زيان رسوي.

((انسان بايدخپلې اړيکې له طبعيت سره د هغه ديو ملگري په توگه جوړې کړي چې نور ترې پند واخلي.))

د غني په اند او باورونو کې د طبعيت يوخاص اغيز ليدلی شو. هغه سره له دی چې د رومانتسيزم نه ډير اغيزمن دی خو د يوه انځورگر او شاعر په توگه تل د طبعيت او د هغه د سرشاره شان او عظمت ستاينه کوي.هغه طبعيت د دې له پاره ستايي چې خپل احساس په کې بيان کړي.دهغه خيال او تصور کيدای شي ساده پرتلنه وي خو ډير زړه وړونکې ده.بالعکس په هغه کې موږ رښتينواله اوصداقت  وينو کومه چې په طبعيت کې موجود دی.

زما زړه دخوشحالۍ تازه چمن وو
 چارچاپيره ترې باغچه دياسمينو
دلته زرکې هلته سوي بورا گان وو
 يوخوا گوټ کې په خندا شينکي طوطيان وو
وی په مينځ کې فوارې د اميدونو
د يارانو د دوستانوښايسته نجونو
څوک به ترې ترمې ترمې لاړې له تيزۍ نه
څوک به پورته قدرې شو دخپله ځای نه
عرض داچې هر طرف ته خوشحالي وه
خوشحالي که خوشحالي وه مالي وه
څه خبر ووم چې خزان مې برباد کړي
 دا زما هميش حيران زړه به دا ښاد کړي

 

                                                                                             (۶۶۵-۱ )

غني د سپوږمۍ، د بوډۍ ټال او د گلونو په ليدو کې د جانان ښکلا ويني. د طبعيت ښکلا  نوموړى د هغه واقعيتونو په لورچې له متعالي امرنه راځي، بيايي. په دې برخه کې د ټيگور او غني د افکارو تر منځ دا ورته والی روښانه کيږي چې دواړه د داسې ښکلا ليوال دي چې مظاهر يې په طبعيت او درک يې د انسان په دننه کې د احساس سبب دی.

ټيگور يو ستر شاعر او هيواد پال و. د هغه ليکنې د هيواد پالنې له ارزښتونو ډکې دي. هغه د ازادۍ غوښتونکي غورځنگ سره يو ځای شوچې خپل هيواد د بهرنيو له لاسبرۍ او جغ نه ازاد کړي.ملي خدمات، د وطنپرستي احساس او نذراني او داسې نورې روزنې، د هغه په ليکنو کې منعکسې شوېJana Gana  Mana  Adlii Nayak Jai Hai.

دا ډېره مشهوره ملي سندره ده چې د يووالي او تواءميت يو ډيرپياوړی احساس ليږدوي.

پاتريوتيزم هغه څه دي چې د غني فکر او بيان ترې مالامال دی.د غني سرودونه او تراني د پاتريوتيزم يو ډير روښانه اوڅرگند مثال دی.شاعر د هند په نيمه وچه کې د نړۍ د نورو سترو استعمارضد مبارزينو په څيرکلونه په زندانونو کې تيرکړي دي.کلونه يې ځوانان هڅولي چې په يو تنظيم کې يې د هيواد او خلکو دخپلواکۍ په موخه په يوه ليکه کې ودروي او د شعر او کلام په برخه کې د شاعر مشهور شعر د هر افغان اوپښتو ژبې ياد دی چې وايي:

ای زما وطنه دلالونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي دتورو نښانې زما
 

يا دا چې واېي:

خوږ دی ماته ملک زما
خوږ تر کل جهان
زه به ځم په جنگ دقام
زه چې شمه ځوان
[

هغه که په لويديځ کې هم وو، د پښتو د شاړو او سپيرو کوڅو يادونه کوي او وايي:

خو چې ووينمه خپل دخټوکور
 ورته څه دي ددونيا ښارونه ښکلي
 

 يا داچې:

که خازې شنې مې په قبر وې ولاړې
 که غلام مړ وم را ځۍ توکۍ پر لاړې
که په خپلو وينو نه وم لمبيدلی
په ما مه پليتوۍ دجومات غاړې
 

د غني پاتريوتيزم يوازې د خپل هيواد د طبعيت ستاينه نه بلکي د وطن د انسان د سرنوشت سره ناپايه مينه ده. په دې باب په يوه بله برخه کې هر اړخيزه يادونه شته.

رابندراناته ټيگور د يوې نړۍ د خلقت او يووالي ډير ستر ليوال وو، د هغه په عقيده د يوواحد فرهنگ په منځ کې رنگ، مذهب او تنوع د وخت د سوله ييز او گډ نړيوال ژوند له پاره اړتيا بولي. په دې باور دی چې ځان غوښتنه له ياده وويستل شي او يو نړيوال فرهنگ ايجاد کړو چې بنسټ يې په مينه، ملگرتيا او رغبت او دوه اړخيزه پوهاوي ولاړ وي.د نړۍ وطني احساس د هغه په ليکنو او هنري انځورگريو کې ځاې نيولی دی.ټيگور د نړيوالتوب احساس، درسونه اوعزايم چې په ټوله نړۍ کې ستايل کيږي د يو واحد جهان له پاره هست کړي دي.

غني خان هم د ټيگور په څير د نړۍ د خلقت او يووالي ستر ليوال دی. هغه په نړۍ کې د گډ اوسوله ييز ژوند ارماني دی خو غني تر زياته بريده د خپل اولس او فرهنگ عاشق دی.که نړيوالتوب گوري هغه هم له يوې عرفاني ليدتوگی گوري. د شاعر په نړيوالتوب کې هغه د اولس موجوديت او هستي ډيره ژوره ده، له بله پلوه غني هم د ټيگور په څير د نړۍ نظام يو واحد او عرفاني نظام ويني، په دې نظام کې د ژبې رنگ، مذهب اونژاد توپيريو بې معنا هغه دی. هغه هم نړۍ يو واحد مظهر بولي.

باچا

بادشاهي دجهان څه کی؟
ځان له ولې زياتی غم؟
د انصاف تلل مشکل دي
 څه به ډېر کړې څه به کم
داسې تخت به څه کړي څه کړې
چې پری شپه اوورځې ژاړې
 

اوپه پای کې وايي:

ددې ظلم په کټوۍ دی
ربه بل کيږده برغولی
ماله راکړه څوگلونه
 يو نيازبين شانتې جانان
بادشاهي هغو له ورکه
چې زغملی يې شي زور
چې په لاس لکه قصاب وي
 په خصلت  لکه منگور
چې خپل ځان ته شي کولي
قرباني د ورور دوينې
هم هضمولی هم خوړی شي
دغريب دغوښو سپينې
تاج وړلی هغه سرشي
چې وژل لکه وبا کړي
 

                                                                                             ( ۲۴۰-۱)

د غني نړيوالتوب  يو ډول وحدانيت يا مونيزم دی چې په شرقي عرفان کې ډيرڅرگند دی.   

د ټيگور فلسفه په ډاگه کوي چې هغه دکلمې په واقعي معنا يو ويدانتيست (هندي وحدت وجودي ) وو. په يو لوی ځواک چې براهمايي بولي، عقيده درلوده.هغه د نړۍ يو تنوع او رنگارنگۍ کې يو ډول يووالی وموند.په روحاني يووالي کې د انسانانو تر منځ اړيکې بايد داسې اړيکې وي لکه د عشق او لذت ترمنځ اړيکې.هغه باور درلود چې دواړه يعنې د خدای حضور او د ټولو روحاني مسايلو ترمنځ حضور.  

په دې اساس هغه وايي:((دا به غير شخصي ټول حقيقي عناصر رد نه کړي.)) هغه په دې مفهوم باور درلود چې وایې:((براهما په ټول موجوديت سره(( حضور لري))، حقيقي نجات او ژغور هغه وخت عملي کيږي چې کله فرديت د براهما حضور په خپل تن کې وپيژني. ټيگور د يو انانديو گايو مهربانه ملگری او مريد وو.

د ويدانتا په بنسټ يو متعالي ذات موجود دی چې په بشپړه توگه د انساني درک اوپوهې څخه لوړ دی.(لکه نو افلاطوني احد) يوازې دسلب له مخې د هغه په باب خبرې کولی شو. په ودايي افکارو کې لولو(( چې هغه په خپله عين جهان دی، هغه هر هغه څه دي چې شتون لري او وي به.)) (يا په بل عبارت هرڅه چې دي برهمن دی.) (۱۲۲-۳ )

په اسلامي فرهنگ کې هم داسې باورونه شته چې اسلامي صوفيان له دغه ډول افکارو نه اغيزمن وو، وايي چې بايزيد بسطامي افکار د هندي او ويدانتايي افکارو پورې مربوط بولي. يو شمير کسانو هڅه کړې ده چې د حلاج انالحق د ويدانتا د پلويانو پورې اړوند وبولي، ځيني نورو بيا د منځنۍ اسيا او د پښتنوجغرافيه او نږدې فرهنگي اړيکي د دې افکارو داغيزو دليل بللی دی.

په هرصورت موږ د غني خان په افکارو کې ويدانتايي حکم نه کوو او دا مورد هم نشته خو د دې نه انکار نه شوکولای چې شاعر غني په ډيره موثره توگه له اسلامي تصوفي او عرفاني اثارو نه اغيزمن دی. هغه په يو ډول يووالي او وحدانيت باوري دی. هغه طبعيت او شتون د متعالي امر مظهر بولي. منصور د هغه ايديال شخصيت دی چې ډيرځله يې په اشعارو کې ستايلی دی.  

د غني خان دا دوعاييه شعر په خپل عمق يا ژوروالي کې مساله ښه روښانه کوي، څرگنده خبره ده چې د هغه جانان کوم مادي اوفزيکي او د ليدو وړ څه نه دي. د هغه جانان متعالي امر دی، وايي:

 

سترگو دجانا ن کې زما ښکلي جهانونه دي
وادې خله دونيا زه وږی ستا ددونيا نه يم
گوره دفقيرکچکول کې تاج دسکندر دی پروت
 زه يم دسخيانو، د شومانو گدا نه يم
زه يې په غرور درنه دمينې په نوم غواړم
 زه ملنگ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يمه
يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له ديار غواړم
 زه يم دخالونو دلالونو گدا نه يم
هغه مستي غواړم چې يې مرگ نه شي وژلی
زه دې دغمونو دبيگا اوسبا نه يم
او تشه دونياگۍ که دې بخښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دونيا زه وږی ستا ددونيا نه يم
 

د غني جهان په شعرکې دوه استقامتونه پيدا کوي، يو مادي جهان دی اوبل هغه معنوي جهان چې فکرکوي د هغه معنويت يوه برخه ده او د هغه له پاره هغه مستي غواړي چې مرگ يې وژلي نه شي.هغه ابدي او جاودانه دونيا ده چې دمتعالي امر پورې اړه لري.  

يا داچې:

د انسان دعقله ليرې
 د انسان نه پورې بره
څه خو شته دی چې ځليږي
 زما هوش کې ډېوه بله
که ساقي که گل که جام دی
که گل فام که گل اندام دی
که منصور دی که امام دی
 که جانان ماه تمام دی
ټول په يو پړي تړلي
د فطرت داسې نظام دی
خزان پنډ د تخم ورکړي
پاڼې يوسي چې دگله
څه خو شته دی چې ځليږي
 زما هوش کې ډېوه بله
 

                                                                                                        (۶۱۱-۱ )

د غني خان او د ټيگور د ژوند حالات او زمان که لږڅه توپيرلري خو په داسې يو واحد جهان کې اوسيدلي دي چې دواړه په يو ډول د ډولونو له هندي مدنيت نه اغيزمن دي، د دوی په تفکر او رومان کې د ښکلا، عشق، مينې، او انسان په اړوند ورته عناصر شته.  

غني خان که له يوې خوا دپښتني فرهنگ طلايه دار دی نو له بلې خوا په درک او تيز ذهن يې د لويديځ مدنيت، بريتانيا  يورپ او امريکا  هم ليدلی دی خو د هندي فرهنگ اغيزچې د آسيا يو وتلی او لرغونی فرهنگ دی ژورې ريښې په خپل ځای پاتې دي.د ټيگور او غني دواړو په اثارو کې يو ډول ملال او غمگيني وينو. دواړه د سولې، دروني پاکۍ اوسپيڅلتيا ليوال دي.  

غني په يو ډېرښکلي نظم کې چې گاندهي او شاعر نوميږي، د هند او د نړۍ د ډير ستر شخصيت مهاتما گاندهي په تن او روان کې د انساني ښکلا يوه تابلو ترسيموي چې د شاعر په باب پورته ويل شوى درک ترې ښه جوتيږي.

هغه ټولې خبرې چې د مخه د ټيگور او د غني په باب وشوې،  د غني خان دا يو نظم يې ښه نمونه او د نظر مصداق کيدى شي.

گاندهى اوشاعر

گاندهي کې دصفت څه ځاى مې ونه موند
مخ يې مخ نه دى ، بدن يې بدن نه دى
دده بريت خو کونډه دار، سترگې سرې نه دي
په وجود کې خو هيڅ ځاى يې دديدن نه دى
په ده ولې د دونيا سترگې خوږيږي
اوله ده نه ولې هر ظالم ويريږي
 

غني :

چونه گچ نه وي قبرونه دغازيانو
نه څوک پيژني سقي دشهيدانو
نه ليلي وه ښاپيرۍ نه اياز سپين وه
نه علي
(رض) تش په جوسه شاه مردان وه
ډېر په خارو کې لوغړيږي پادشاهي کړي
ډېر تاجونه دي پر سر دماشومانو
لړزوي اسمان ژړا دفقيرانو
چې يې سر په سجده پروت وه فرشته وه
چې يې سر په غرور پورته که شيطان وه
چې پخپله دازغو تاج څوک په سر که
هغه سر له زيب دى تاج دبادشاهانو
دا بدرنگه بې صفته ځناور وه
غم خداى ورکړو خداې په ده ډېر مهربان وه
ده ته يې وښوله مستي خپله هر شي کې
که وه کاڼى که وه بوټى ،که انسان وه
ده کې مينه دهر شي دژوند پيدا کړه
ده کې ترس په زبون حال دمظلومانو
ديى پيدا کړو بې پروا دنوم ناموس
څه به نوم وي څه ناموس دغلامانو
نه طاقت دڅه لري نه پوځ نه توپې
دده زور دى تش صاف زړه دصاف گويانو
محبت دخداى صفت دزړه طاقت دى
هر طاقت غلام د  دې د غلامانو
دده مېنې ښايست کې پټ بدرنگ وجود کړو
څه که لاندې دگلونو پروت ډېران وه
 

(کليات  ۲۸ مخ )

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۱   سال  دوازدهم                دلو     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                 اول فبوری  ۲۰۱۷