کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

 


 

 

عرفان

انسان نه ده تشه خاوره چې په خاورو کې شي خاورې
دې کې ساز يو ابدي دى که لږ چپ شوې ته به يې واورې
 

 

ماخذونه:

۱.غني خان، لټون، يونيورستي بک ايجنسي، پيښور، ۲۰۱۱.

۲.فاضل غيبي، فلسفه مدرن وايران، چاپ اول، پيام خ (محل چاپ مالوم نه دی)کال،۱۳۹۰.

۳.قاسم کاکايي، وحدت وجود، به روايت ابن عربي واکهارت،  ۱۳۸۵.

SWASTIK

4.http://www.preservearticles.com/201105086343/philosophy-of-rabindranath-tagore.html

 

 

شپږم څپرکى

ملا او غني خان

د غني خان د ژوند له مطالعې جوتيږي چې هغه په ډيره تنكۍ ځوانۍ او زلميتوب كې ديني او مذهبي زده كړې كړي دي. هغه په اتمانزو کې ښوونځی ولوست، ارومرو چې عربي او فارسي ژبې يې هم دغلته زده كړې وې. د دې زده كړو له بركته د هغه ذهن او فكر د ديني او مذهبي مسايلو په درك ښه وس پيدا كړ. هغه د خدای د وحدانيت پيغمبر، قران، ژوند،  مرگ، دوزخ اوجنت په باب ښه ژوره پوهه ترلاسه كړه. په دې لړكې يې د دين او الهی احكامو دروغجن مفسر ته هم پام واوښت. دا لامل شو چې د الهي مشيت او د هغه د كون و فيكون څخه د ناسم پوهاوي د تبليغونكي  څيره  په خپلو شعرونو روښانه كړي.  

دغني خان يو ملگري يادونه ده چې استاد بينوا هم په اوسني ليکوال کې را اخيستې ده، وايي:

(( په هغو ورځو کې دباچا خان دا خيال و، چې د غني نه يو لوی اسلامي عالم جوړ کړي نو ځکه غني خان اوه کاله د عربي مروج علوم ولوستل په تيره يې بيا د قران تفسيرونه (مسلم، بخاري،احسن المسايل)(اسلامي قانون) او(بلوغ المرام)تقريبا ټول يې ياد وو او عربي ژبه يې دخپلې پښتو په شان روانه ويله.))

وايي چې يوځل د هند د ديوبند د اسلامي مدرسې يو مولانا دې ازاد ښوونځي ته راغلی و، غني خان د ټولو شاگردانو مخ کې ودريد او شل دقيقي يې په فصيحه عربي ژبه وينا وکړه.مولانا پوښتنه وکړه  چې دا هلک عرب دی؟)) باچا خان موسکی شو ویې ويل: نه! دا زما زوی سوچه اشنغری پښتون دی.)) (۱·۸۷۸)

د غني خان په شعرونو كې ملا يوسمبول دی. د جهالت او تاريك اندۍ سمبول.د ښكلا ضد او د بدرنگۍ سمبول او په نهايت كې د معرفت ضد سمبول. دوه حقيقته د ملا په اړوند د يادونې وړ دي چې د غني په شعرونو كې ډير څرگند دي.

يو د پښتنو د ازادۍ سره دوښمني او د پرديو په خدمت كې كيدل دي. چې په همدې اساس  د ملا كردار په دواړو كې ډيرڅرگند دی.  

له بلي خوا ملا په ښكاره كې د خلكو د پوهاوي او هغو ته د لارښوونې  مدعي دي چې په سطحي او ابتدايي پوهه نه شي كولای د خلكو پوهه لوړه يوسي بلكې نور هم د خلكو د جهالت سبب كيږي يا دده جهالت ټولنې ته انتقاليږي.

درېيم دا چې ملا په پښتنې ټولنه كې د ټولنيز – اقتصادي دريځ په لحاظ په ډيره ټيټه سطحه كې موقعيت لري، او درلود يې خو ځيني عوامل  اوسببونه وو چې ملا ته يې د لښكرو په سركې  ځای وركړی دی.

 څلورم، د پښتنو په تاريخ كې ان د مغلو له دوران راهيسې ملا د دربار او پرديوحاكمانو په خدمت كې شو. د بايزيد روښان پر ضد د اخون درويزه  دريځ اوبيا دخوشحال خان پرضد د ملا ميانور پروپيگنډه او تبليغ چې په سوات نامه كې يې مفصل تفسيرشته، همدارنگه د خدايي خدمتگارو پر ضدچې سرخپوش يې د بلشويكانوسره ورته تبليغول، ښه مثالونه دي.  پرديو حاكمانو د ملي ازادۍ او خپلواكۍ د مبارزينو پر ضد له ډيرو وسايلو كارواخيست چې يوه عمده وسيله يې د دين او مذهب له سپيڅلي نامه گټه اخيستل وو چې د دې كار له پاره بيا هم ملا وسيله شوې ده.ملا د دربارونو د جيره خور په توگه كردار تر سره كړي دی.د انگريزي استعمار د لاسبرۍ په مهال هم انگريزانو تر هرڅه د مخه د پښتنو د فرهنگ  په اړه څيړنه وكړه  او له څيړني وروسته يې ملا په خپل لاس كې ونيو.  

البته په دې كې استثنا هم شته، په ټول كې هر ملا د استعمار په خدمت كې نه بلكې ډير پياوړي اومبارز عالمان هم وو چې هغوۍ بيا په دې كتيگورۍ كې نه شو شميرلی.  

خو په هر صورت بيرته خپلې خبرې ته ورگرځو او هغه دا چې دا خبره څو دليلونه لري، يو دا چې په پښتني ټولنه كې په تاريخي لحاظ ملا دځمكې او جايداد خاوند نه وو (په تاريخي اوقومي لحاظ) هغه زياتره وخت د كليوالو او كورونو څخه د راټول شوي ټوك اومړۍ په وسيله تغذيه كيدلو، له بلې خوا سخت فزيكي او جسماني كار كولو ته هم برابر نه وو، په نوموړي باندې د جومات د لومړيو ورځو لوږه او د بل مړۍ ته سترگې وازې  پاتې كيدل د دې سبب شوې چې تل وږی پاتې شي او د((پټې لوږې)) حقارت دهغه دشخصيت برخه وگرځي.

د ملا پوهه او درك داسې جوړيږي چې زيات په تاريخ او د خپل هيواد په جغرافيه اگاه  نه وي او باور هم پرې نه لري بلكې هغه دملت اوقوم پرضدد امه(امت)د مفهوم ليوال دی او د اُمٌه يا امت مفهوم يو ډول مذهبي بين الملليت ښي. سره له دې چې دا يوه سپيڅلې انگيزه ده خو د ظالموحكامو اومستبدينو له خوا د ملتونو د مریې كولوله پاره يې د يو دام حيثيت غوره كړ. په همدې اساس ملا ته ازادي او حاكميت هم دومره ارزښت نه لري  چې موږ يې په معاصر تاريخ كې ژوندي مثالونه لرو.

د دې خبرې يو ژوندی مثال د تېرې پيړۍ په اتيايمه لسيزه كې د يوه مذهبي – افراطي گوند له خوا له پاكستان سره د كانفدراسيون طرح منل شوې وه. غوښتل يې چې په مذهبې ايديولوژيك بنسټ د افغانستان او پاكستان كانفدراسيون جوړ كړي چې د فقيد داكتر نجيب الله شهيد له خوا په شدت سره وغندل اومحكوم شو.  

بل مثال يې د گوانتانامو ماتې زولنې د اثر د ليكوال(بدرالزمان بدر)يوه كيسه ده چې په خپل ياد كتاب كې يې درج كړې ده چې كله د كونړ د جميل الرحمان سلفي وراره چې يو وخت د اسلامي گوند غړې وو او وروسته يې جلا تنظيم جوړ كړ. په افغانستان كې د مجاهدينو د راتگ په درشل كې ای اس ای ته يوه طرح وركړې وه · په دې ډول چې افغانستان بايد په كوچنيو ايالتونو وويشل شي. د مجاهدينو قوماندانان دې د هغو اداره وكړي اوپه مجموع كې دې د افغانستان د ايالاتو اداره د پاكستان له خوا تركنترول لاندي وي. دا كتاب نور ډيرحقايق هم رسوا كوي چې البته ددې مقالي له حوصلي بهر دي.  

د هند دنېمې وچې د ازادۍ نه وروسته د پښتنو ازادي بخښوونكی غورځنگ د ملا تېر د ملا او د هغه د ايديولوژۍ پر اثر مات شو، ان دا چې د انگريزانو له خوا د دې له پاره چې د پښتنو ازادۍ وننگوي نو د پاكستان په گټه يې  رای وركولو په مهال د هندوانو گرنگ  د قران پاك په خوا كې كيښود، حال داچې دين او مذهب د پاكې عقيدې او باور بنسټ دی، نه د هيواد دخپلواكۍ او خودمختارۍ د ارزښتونو له پاره بنسټ. د صدراسلام په مهال يهودو او مسلمانانو يوځای ژوند كاوه.

له بلې خوا پښتون ملا د ژورې دېني اومذهبي – اسلامي پوهې څښتن نه دی. بلكې د سطحي معلوماتو او مسايلو تكراروونكي دی.هغه چا ياكسانو  چې له مدرسه يي زده كړو زياته گټه تر لاسه كړي هغوی بيا له دې دايرې څخه وتلي اومشهور عالمان بلل شوي دي چې د هيواد، خلكو اوخپلواكۍ علمبرداران گڼل شوي دي. البته  په دې بحث كې زموږ خبره دسطحي اولږ معرفته ملا په باب ده.

همدارنگه ملا او د هغه پورې اړوند ځواك تل د مدرنيزم او پرمختگ په وړاندې دريدلی دی.  

خو له بلې خوا غني خان چې د يو ډول اشراقي پوهي خاوند هم دی. د همدغه پوهې بنياد په عرفان كې دی.عرفان او مذهبي دوگماتيزم سره دومره څنگ نه لگوي.

 غني خان د يوه شاعر او فلسفي په توگه چې له يوې خوا د ژورې پوهې او صلاحيت خاوند دی نو ملا د جهالت، ناپوهۍ، سمبول بولي په يو شعر كې گورو.  

الف·غنې څه وايي؟ :

غنې خان  ملا مخاطب كوي او ورته وايي چې ته دخدای په كور كې دبت سفيريې. د دې خطاب او استنتاج دلايل په دې كې دی چې ملا او د هغه كوچنيوالي څخه د محروميت او عقدو په بنياد د گيډې او خپل ځان سره افراطي مينه لري. پيسې، خوراك، حلوا، پيتي داسې څه دي چې ملا له خپل جسم او وجود نه بت جوړوي يا د ياد شوي شوق د بت دجوړيدو سبب كيږي نو د دې له پاره چې د هغه په روح او روان كې خدايي جذبه را وپاريږي او په شور او جذبه اذان اداء كړي په اذان كې خپل ژور عاطفي او انساني خدايي جذبه نه شي ورځای كولی،  دا ځكه چې د غني په باور د اذان كولو په مها ل هم دخپلې گيډې په غم كې دی.

هم دا شان د ملا سترگې د جنت په تصور كې  په حورو او ښځو سرې دي. د ميلو او عياشئ د ځای په توگه يې په ذهن كې ژوندۍ ساتي. په ذهن كې له جنته پاريس جوړوي.د شاتو او شيدو ويالي ويني. هلته چې د فيرنۍ او حلوا کيسې وي نو بس يوازې د مادي نعمتونو داستان په ذهن كې پالي. خدايي جنون او عشق په ملا كي نشته. يوازې څربې حورې، بربنډې حورې،  د شهوتو او ځان مړولو مكان په توگه د جنت تصور له ځانه سره لري او پرې  فكركوي.

خو باالمقابل غني خان په خپل شعر كې د جنت واقعي او رښتينی تصوير لري.دا تصوير د هغه په ژوره اشراقي پوهه كې نغښتی دی. هلته چې انسانيت تعالي پيدا كوي. د شور اوجذبې او سكر ترعالي  حده لوړيږي. په هر څه كې ښكلا ويني او د هغه ښكلا يو داسې  نور او رڼا  ته ورته وي  چې د هغې په درك او پوهيدنې سره انسان خپل ځان او هستي په يولوی درياب كې  محوه بولي.  

خو د جاهل بې ضميره او ناپوهه ملا درك څه دی؟ دا په خپله د غني په شعركې جوتيږي وايي چې د دونيا د مزو لټول. د حورو په سترگو كې د ډموخندا ليدل لكه په اسمان كې دډيران وږمه لټول دي خو غني وايي چې  ملايوازې خيټه پيژني. مستي اوجانان نه پيژني.مردي اوميړانه اوپه ډگركې له ځانه تيريدل نه پيژني.يوازې ببره ږيره وسيله بولي. ټول شعر په دې ډول دی.   

جنت

ډوډۍ غړپ ملا، جنتی ملا
حلوا قب ملا، ولايتي ملا
په پيسو قربان اوستی ملا
د پولاو په شوق خوري پيتي ملا
دا بې عشقه، بې جوشه او مړآذان
دا چلي دماغ او ارزان ضمير
د دې سپين دستار د توهين یې ته
په دې کور د خدای کې د بت سفير
ماته وایې چې ځه چې جنت ته ځو
ستا جنت ستا د لوږې ارمان دی
ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک
ستا جنت نيم پيرس نيم طهران دی
ستا جنت کې درياب دشوروا روان
پيمانې د فيرنۍ نه بر پورې دی
ستا جنت کې جنون او تالاش نشته
ستا جنت کې څربې حورې دي
ستا جنت کې نه سوز نه ارمان شته دی
غټې خيټې، لمدې، سپورې شونډې دي
ستا جنت کې غوښتل او بيلل نشته
واړه حورې، رضا او بربنډې دی
ستا جنت د جنون بې خبره ژوند
ستا جنت يو اوښيار شان تصوير د ځان
ستا جنت د شهوت او د تندې ډک
ستا جنت ستا د لوږې د تاو امکان
ډوډۍ غړپ ملا، جنتی ملا
په پيسو قربان، اوستي ملا
راشه واوره ته چې جنت څه دی
د غني جنت، د غني ملا
ته په جنت کې مزې د دنيا لټی
د حورو سترګو کې د ډمو خندا لټی
ته په آسمان کې وږمه د ډيران لټی
او په تيرو کې سپوږمۍ له مکان لټی
ليونی نه شوې ته خمار او مستي نه پيژنې
مستانه نه شوې دلربا پرستي نه پيژنې
تا د دنيا دپاره مينه د جانان ورکړه
مجنون په بيعه، بيخودي د جانان ورکړه
لاس دې که اوږد بادشاهي لاړه فقيرشولې
يا زما خان وې يا د کُنډو رنډو پيرشولې
ټوله خيټه شوې مستې او جانان نه پيژنې
ټوله ږيره ږيره شوې مردي او ميدان نه پيژنې
زما اميره! تالي څټ او ټکری خور شوې زما
زما سرداره! ته مړۍ وظيفه خور شوې زما

 

                                                                                            (۲-۱۲۴)

ب.جنت:

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۴   سال  سیـــــــــزدهم               حوت/حمل     ۱۳۹۶/۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                شانزدهم  مارچ  ۲۰۱۷