کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

 
 
 

هندوئېزم (هندو مت)

 
دکتور لطيف ياد- استر اليا
 
 

پنځلسمه برخه

 

دويديک پېر (عصر) اربا ب الانواع او الاهې  :

دکابل ناتهـ دويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو! تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په ترڅ کې لومړی د ايندرا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې ديوې بلې رب النوعه په اړوند چې وارونا نوميږي لږشانته رڼا واچوو٠

 

٢- وارونا :

 

که چيرې موږ د او پنيشيدونوسپيڅلي متون په غور سره ولولونو وارونا په هندوئېزم کې هغه رب النوعه ده چې غواړي په دې نړۍ کې د قانون واکمني برلاسی ومومي او په ټوله نړۍ کې نظم او نسق رامينځ ته شي٠ دريګويدا په يوه بيت کې دوارونا په اړوند داسې راغلي دي :

" وارونا د ځمکې او جنت واکمن دی او د هغې ونې پا لونکی دی چې په جنت کې ريښي لري"

د هندو ئېزم دګروهې(عقيدې) پر بنسټ وارونا دټولو شيانو او څېزونوکنټرو لوونکی هم ګڼل کيږي او دعدل او نياو رب النوعه يې هم بولي٠

د هندوئيزم په لرغونو او زړو متونو کې راغلي دي چې وارونا  ته دالوتو نکو مرغانو دالوتلو لوری ور معلوم دی، هغه ته دسمندر لارې اوتلونه معلوم دي او هم دکښتيو دتګ راتګ پوره پته ورسره شته، هغه ته دبا دو نودالوتلو لوری څر ګند دی٠ هغه ډېر پوه دی.

همداراز د ريګو يدا په بلې برخې کې راغلي دي :

 

" وارونا ته هر هغه څه معلوم دي چې پيښيږي، هغه سپيڅلی دی، دانسانانو او بشريت سره مرسته کوي، قانون جوړ ړوونکی دی او قا نون يې پياوړی او مضبوط دی٠ هغه دنړۍ نظام کنترولوي، په تېره بيا هغه وخت چې ګناوې او سر غړونې کيږي نو دی پو هيږي چې هغو خلکو ته څه ډول سز اګانې ورکړي، خو کله چې سر غړوونکي او ګناهګاران په خپلو ګناهونو توبې وبا سي نو دی يې بخښي "

 

وارونا بارانو ته امر کوي چې پر ځمکه راتوی شي او لمر ته امر کوي چې حرکت وکړي، هغه پر سيندونو باندې واکمن دی چې بهيږي ٠

 

که چېرې دويدېک عصر ددغه رب النوعې انځورونو ته وګورو نو جو ته به شي چې وارونا پر داسې بګۍ ناست دی چې اووه بتي يې کشوي٠ هغه څلور لا سونه لري او دبګۍ له پا سه يې چترۍ ده ٠ په ځينو انځو رونو کې دبتکو دانځورونوپر ځای دتمساح انځور ګورو چې دوارونا بګۍ کشوي٠

 

نوربیــــــا.....

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۵         سال شـــشم               اســـــد ۱۳۸٩  خورشیدی         اگست ٢٠۱٠