د وږي ۲۳مه
۵۸
خپل تصویر ته مې وکتل، زه په کې نه وم؛
زه نه وم...تصویر «پردی» و.
تصویر هغه دیوال و، چې دېرش کلونه وړاندې زه په کې اوسېدم.
تصویر لوڅ لغړ کور و.
تصویر وچ ولاړ دی.
ما ته ګوري، چې ور ستون شم.
آه! بل څه مې واورېدل:
«آیا زه هم د بل څه شي کور یم؟!»
«زما انتظار د څه لپاره دی.»
«زه د چا او څه شي انتظار ګالم؟!»
تصویر زما زوړ پوټکی دی.
زه شېبه په شېبه زوړ پوټکی پرېږدم او نوې زوکړه کوم.
چې څومره ځان یادوم. ځان نوموم.
ځان په لیک او تعریف کې غځوم؛
هومره تصویرونه-
تش کورونه پرځای پرېږدم.
تېره هم یوازې زما هغه ځان نومونه او ستاینه ده،
چې زړه مې ورپسې بېرته الوت کوي.
نه؛ تصویر مې چې واخست؛
را څخه لېرې شو، پردی شو،
پرونی شو!
تصویر له ما لوېدلی...
تللې زمانه مې نشته.
زه یوازې یو ځای شتون لرم او هغه دغه دی،
چې تصویر ته ورګوري
او هوس یې کېږي، چې بېرته په تصویر ننوځي،
مړ کالبوت را ویښ کړي.
٭٭٭
۵۹.
د تلې ... مه، سهار ۸:۳۲
د خوب په تجربه کې،
ما نورو ته داسې وینا کوله:
حقیقت ساده دی!!!
آه! ټول راته اریان اریان ګوري!
« یوازې یوه څېره چې فزیکي نه ده،
مؤنث او مذکر نه نه لري
زما له اګاهۍ سره نېږدې ده ولاړه!»
دا هرڅه هغه مهال را پېښ شول چې فرد په سپینه پاڼه نومرې واخیستي.
وګړي حافظې ته وسپارل چې ازموینه داسې تیریږي.
وګړي له مسوولیت منلو لاره کږه کړه.
هغه یو څوک (استاذ، ژغورونکی...) لري، چې د کړو وړو
ځواب یې ووایي
او خلاص یې کړي
له خدای څخه!
له دې سره حقیقت اغوندي پړونی.
د لومړۍ ورځې ساده او سپین حقیقت
چې بې ذهنه و؛
ذهن وپوښه؛
سړي ومنله چې ژغورونکی شته.
وګړی نور مسوولیت نه لري، یوازې ځنې کړه وړه او رسمونه،
عادونه چې هغه یې خپل ژغورونکي- واسطې- ته سرته رسوي؛
د ژوند پر نور ډګر«ازاد» دی،
چې څه غواړي هغه کوي.
او دا خپلسري کړه وړه چې له ذهن راوځي
او مادي حواسو له لارې پلي کیږي،
یو مخ د حقیقت لومړنۍ ساده سپینه بې مانا بڼه پوښي
او بیا بل دی چې تفسیر او تشریح وړاندې کوي
او وګړی پاتې کېږي کډوال
له حقیقته
نو حقیقت پرته له څه توضیح یا تشریح شته.
د حقیقت دپاسه د ذهن دوړې دب پرتې
له ذهن څخه باید بې سواده شو؛
هو، خدای همدلته دی!
٭٭٭
د تلې ۴مه
۶۰
زړه رسمول:
په دې وېلو او لیکلو کې مې ځان څنګه راوړ؛
ځان څرنګه وموند؟
دا رسم مې دې زړه دی.
څوک یم چې څه شی ووایم؟!
ولې انساني لړۍ دومره فکر-
رب النوعه لري.
ښایي زه راغلی وم، هغه څه ووایم،
چې د وېلو یې یم.
«هر وګړی دی د اګاهۍ یوه پوړۍ.»
دا تور او شنه، کوزني او پورتني،
ښاېسته او بدرنګه تفاوتونه دي ددې لپاره،
چې وګړی (اګاهۍ حرکت) خپل سرنوشت وګڼي.
د فکر او باور بدلون د ستر،
سترولي مخې ته را ته ږدي.
ښایي د ځان لوڅولو هڅه وي.
دومره جامې او پوټکي،
دیوالونه او پولې چې د فزیکي زمان په ترڅ کې
ما پرځان را تاو کړي وې، له دې لارې نړېږي.
زه د یوې لوڅې او سوچه نندارې ورکولو په هڅه کې!
ډېرې ویناوې دي، چې ما پوښي
او زه هغه شېبه ژوند ته راوځم چې پوښونه لېرې کړم.
دا زما هڅه
ده د «لمر» او «سیند» هڅه
که کور، که دیوال، که کلا او پوله نه وي، زه څه کېږم؟
ځمکه همداسې ده، مادي واقعیت همداسې دی،
بې حجابه نشې اوسېدلای او چې ووځې،
بیا له ځمکې هم ور ووځې او همدا ده لویه خبره.
د انټرنېټ له لارې مې له بوتلونو د یوې جوړې شوې ودانې پکیج راواخست.
دا هغه بوتل دي، چې ښایي سره شراب به په کې ساتل کېدل،
خو شراب چې ګېډې ته ولاړل، بوتلونه یې په ریګ ډک شول،
کلا شول، دیوال شول او په کې د پرتو وګړو لپاره
د ساه راکښلو پوله او چاپېرېال شول.
دلته د استعارې او مضمون جوهر یو په بل کې ننوتی
او موږ یوازې له ښیښهيي بوتلو جوړ کور وینو.
دغه سل ګونه او زرګونه بوتل
د یوه جلا دفتر کلمې دي او غږونه،
چې وګړي ته ورښیي: آزادي ده څومره لنډه،
تنګه،
وچه
او خاورینه.
آزادي بهر نه شته؛
بهر یوازې پولې دي او کرښې،
چې دي دم ګړۍ زموږ په څټ وهلو او ودرولو ته ولاړې.
آزادي ده دننه،
فردي او وګړنۍ؛
هومره چې په هېڅ شي کې نه ځاېږي؛
پرته له روح،
چې یوه لوېشت هم نه دی،
قد هم نه دی،
هندسه او زمانه هم نه دی؛
هغه یوازې «دی» او «شته»
نه په نوم، په قوم او پوله،
هغه ده کلمه ددې هستۍ لپاره؛
د نیستۍ لپاره؛
یوازې د یو «زه» لپاره؛
خو چې راویښ شې، خو چې راویښ شې، خو چې راویښ شې...
٭٭٭
|