کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

٢

 

 

۳

 

 

 

٤

 

۵

 

 

۶

 

 

7

 

 
 
   
غږ او رڼا زما وزرې


انور وفا سمندر 
 
 

د وږي ۱۴مه

۵۵

«حقیقت» چېرې دی؟

«نیستي» پر څه شي ډکه ده؟

ددې «مادې» پر وسله به ترکله ډزې کړم؟!

ماده ولې کاروم، ماده ولې پرځان را ټولوم...

زه ولې په ماده کې کور، کلی، ټبر، تاریخ

او یاد څلي لرم

او لا ځان څلی جوړوم؟!

زه باید هغه څه ښکاره کړم، چې یم.

چې له زېږون دمخه هم وم.

چې پلار او مور لا نه و شوي او هر یو و!

آیا ځان مې یادېږي!

آه­ه­ه...څومره بهرنۍ دنیا کې ووتم او ځان مې هېر شو!

تر ټولو نېږدې کار چې باید پرته له ځنډه یې تر سره کړم،

د همدې مادي بُتانو نړول دي.

هو، خدای همداسې پیدا کېږي.

نه! خدای شته؛ ما ځان ورک کړی.

خدای شته؛ زه ورک یم.

زه یم،

خو چې دغه نانځک، نانځک فکرونه، هوسونه خوشې کړم.

هی، هی!! آخر کله، آخر کله، آخر کله...

 

٭٭٭

۵۶

چې یو ځل «ځان» شم؛ بیا نور څه غواړم.

چې پرته له یوه ستره بل څه نه وینم؛ نه وایم؛ نه آورم...

یوازې یو اورم...دا مکتبونه او دامونه یې،

دا راهبان او معبدونه یې،

دا وچې کلمې او غرني ډبره ډبره

 یرغل­ګر اندونه- باورونه به یې

څوک مرید، څوک بنده کړي خپل؟!

زه چې وم، هغه چې و، هرڅه چې وو؛ بیا مې څه کول.

دنیا ولې بهرنۍ شوه، زه ولې سرګردانه،

جګړه هم پر دا سر، سر را روانه،

زه هم اریان چې «لاره» کومه خوا ده؟!

که زه دننه یم؛ لار ده دننه.

که لار ده دننه، بیا زما ټوله دنیا ده دننه...

جهان دی زما نقاشي. زه هغه تور او شنه وینم،

چې له ځانه یې دباندې ځلوم.

آرامتیا او هوسایي مې هومره ده، چې له دننه مې پرځان را خوشې کړې.

بهر هومره څېزونه وینم، چې زده مې دي.

زه هغه څه وینم، چې ورګورم.

څه چې پر مخه راځي، له ځانه مې بهر خوشې کړي.

هستي ټوله له دننه راوتې.

که مور نه وای، زه به له کومه راوتم؟

که یې مور نه وای، څنګه به کېدله!

زه یوه «پوهه» یوه اګاهي یم.

جهان هم د «اګاهۍ» یوه سطحه

هرڅه له هماغې نه پېژندلې نیستۍ را ځلول شوي.

سرنوشت:

ټول ژوند او ژوندي، په «اګاهۍ، قدرت او آزادي» کې ډوبول را ته لیکلي!

وګړی راغلی چې په خپل آزادانه خدمت سره،

له ځانه (پوهه، ځواک او آزادي) وځلوي.

برخه مو دا نه ده،چې خپله آزادي، د بل د وینو په بهولو را شنه کړو.

سرنوشت دا نه دی، چې ذهن همداسې خوشې کړو

چې په ساینسي کوډو، زموږ لاسونو

او پښو ته عصري ځنځیرونه او اتکړۍ واوبي.

سرنوشت مینه ده؛ بی قیده او شرطه مینه؛

چې په کولو سره ترلاسه کېږي.

که مینه غواړم، باید ویې کړم.

مین یوازې مینه کوي.

مین هومره مینه کوي، هومره ځان په مینه کې وېشي، هومره مینه بهوي،

چې هرڅه مین راویښ شي؛

چې نور نو نه ځان ورپاتېږي، نه نوم، نه زمان او نه مکان.

مینه، «لوی مین» دی،

چې ساه یې په ټوله هستۍ کې بهېږي، بهېږي، بهېږي...

تر هغو چې هرڅه مین، مین را ویښ شي.

«مین» هومره ځان ویشي، هومره ځان ورکوي،

چې هره ساه مینه شي.

او ټوله هستي میېنه راویښه شي.

مینه!

هرڅوک، هر وګړی، هر ژوند...

مینه، هغه پوهه چې هر ژوندی به یې په ځان کې راویښوي.

مینه، ټول سرنوشت؛ لوی سرنوشت.

 

٭٭٭

 

 

د وږي ۲۲مه

۵۷

که مینه نه وای؛ ژوند تر ټولو لوی پوچ پاتې کېده.

که مینه مو سرنوشت نه وای، جنت چا څه کاوه؛

دوزخ چېرې حس کېده؛ ژوند له کومه رابهېده...

سرنوشت یوازې مینه دی. مینه یوازینۍ ده.

«هغه» چې یو دی؛ یوازینی دی؛

نو ټول، ټول مینه دی.

بې مینې نه کېږي؛

«سترولي» بې مینې نه کېږي!

مینه، یوازینی څېز دی، چې لرم یې.

مینه، یوه یوه ته، یو یو بلنلیک دی.

مینه مو تقدیر دی.

مینه راغلې، مینه بهېږي، مینه شته؛

چې تر مینې پورې مو وسوځوي.

چې د مینې جنس را ویښ شو.

مینه «اور» دی؛

تر هغو پورې به سوځم، چې یو مخ مینه شم.

آه، دا «سپین اور» دا رالګېدلی خو نامحسوس اور،

څومره ښکلی او سپېڅلی دی دا سپین اور!

درس: «زما یو یو درد،

زما یو یو غم،

مینې کېدلو په لور ور تلل دي.»

چې یوازې مینه وکړم، څه شی به دښمن پاتې شي؟!

چې مینه وم، څښاک او خوراک به مې مینه شي.

چې مینه شم، د یار تر کور لاره به

دلته،

همدلته،

تر ځانه پورې را لنډه شي.

 

٭٭٭

 

ادامه دارد....

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۵    سال        هفتم               جـــــوزا       ۱۳۸٩  خورشیدی                   اول جون ٢٠۱۱