آه!
چې غږېږم، او غړمبېږم؛ لا ورکېږم.
چې حافظې ته یې سپارم، هومره بې مانا کېږم،
چې یوازې زه یې وینم.
چې په وچ (متن) او ډبرلیکونو یې لولم، هومره ناخبره کېږم.
چې څومره یې لټوم؛ لا ورکېږي!
چې څومره یې غواړم؛ رغړلي، تښتي، لېرې کېږي
چې په غوسه شم، چیغې وهم...لا ځيييي...
ورکېږي؛ هېڅ چېرې نه وي؛
له دننه دننه را ګوري
او زه دباندې دباندې ورپسې سر او
نور سرونه ماتوم.
...
ما د مالوماتو زینه هومره اوږده کړې، چې له ټولې ځمکې بهر وتې،
خو هغه نه شته!
هغه و، خو رانه ورک دی!
په ځان کې را نه ورک دی.
و! چې وخوځېدم، وران شو!
چې «ځان» ته مې کتل، لېرې شو، هېر شو!
چې ناره مې ورپسې وکړه، هومره لېرې ولاړ؛
لکه د غږ پر څپو چې زما ناره تښتي، را تښتي...
چې ومې لیکه، لا ګونګ شو!
هغه شته، چېرې چې زه نهغواړم.
هغه شته، چې «چېرې» ورپسې ونه ګورم.
هغه شته، چې په «ځان» کې یې ورک نه کړم.
شته؛ خو چې نومونه او څېرې او پېژندپاڼې اوبه شي.
بل نه شته؛
پرته له (یوه)، بل نه شته!
څېرې هغه وسلې دي، چې د ځمکې له پېله مو سره جنګوي.
نومونه هغه خنډونه دي، چې هغه ته د ورتګ په واټ مو سره کښېنول او هغه لېرې شو، شو، شو...
څومره چې ورپسې ووتم؛ هومره لېرې شوووو...؛
ووت!
زه دې باور وژلی یم، چې هغه مې نه شته؛ هغه ته ورځم!
سبا ته ورځم.
سبا، نه شوې زمانه ده.
او زه یم، خو را څخه ورک دی!
اصیل «زه» هغه دی، چې «هغه» په کې ورک دی!
خپل «زه» ورک دی، ځکه چې «ځان» وینم!
زه دې خبرې ډار کړی یم، چې مخ او لاسونه
سترګې او غوږونه، زړه او ذهنونه...
هسې سپین او نقاشي کړم، چې په پورته (کتاب) کې راغلي!
نه، نه...هېڅ شی مې نه شته، پرته له خدایه هېڅ شی مې نه شته.
...
اوووو...زه..نه..یم!!
که زه «زه» وم، بیا هغه نه شته.
حقیقت یو دی.
هغه یو دی. یو «یو» دی!
زه چې «زه» نه وم،
بیا نو زه یم؛ خو نه «زههه...!».
٭٭٭
۳۱
آه!
په دې لرګېنو توریو څه وکړم!
په دې غاښوره خوله، څه ووایم!
په دې غوږو، چې سرې وینې یې ژوند دی؛ څه واورم!
چې بې وسلې نه شم، هغه مې نه شته.
چې سترګې او غوږونه،
پښې او لاسونه...فکرونه او زاړه آوازونه، تش او خالي نه کړم،
بقا مې نه شته!
هو! بې له مینې کولو هېڅ نه شته، هېڅ نه شته...!
٭٭٭
۳۲
مینه په کولو پیداکېږي او زیاتېږي؛
روانېږي.
مینه برېښنا ده، نه یې زېرمه کوای شم او نه د دنیا بازار کې پېسې جوړوي!
بل حرکت نه شته،
مینه حرکت دی؛ دا دې مینې حرکت دی.
مینه غوړېږي، څېرې او نومونه اغوندي، روانېږي.
شخصي نه ده، مینه خدایي ده...
او خدای بې دلیله مینه کوي.
خدای له «وو» او «نه وو» مینه کوي.
زه چې پیدا شوم، مینه پیدا شوله.
کوڅو ته ووتم، خبره د ملا شوله،
سبق ته یې ونیولم، څه (شی؟) رانه ورک شول...
په دې کې ها چې ووړ وم ځوان شو، زوړ شو، ولویده،
ورک شوم؛
هرڅه چې ګورم؛ (هغه) مینه دی.
مینه مې ورکه کړې؛
مینه نه کوم، ځکه رانه ورکه ده.
مینه، څومره چې وشي، لا زیاتېږي؛ پاتې کېږي،
خو نه زما په نوم کېږي.
ځکه خدای بې نومه پېدا کړې.
بې نومه یې مینه کړې
او بې نومه چې شي، د هغه شي.
له مینې خلاصی نه شته.
مینه هغه ځمکه ده چې ټولې لارې ورڅخه را ټوکېدلي او یوازې «هغه» ته ور رسېږي.
(لارې) نه شته، یوازې مینې ته ورتلل دي، مینه کول دي.
نو ټول روان ورغلي، رسېدلي...
له مینې ورک نه شته.
ده نه ده، هستي د خدای خبره ده. ژوندۍ خبره.
٭٭٭
۳۳
هرڅه یې شته. زمانه زما حافظې جوړه کړې.
«اوس» یوازینی دی. یو همدا اوس رښتنی زمان دی.
تللې لاړه، سبا نده راغلې، یوه اوس ده چې راغلې.
واټن همدا دی. واټن هغې زمانې جوړ کړی،
چې ما ته د عمر شېبې، ورځې، مېاشتې او کلونه را شمېري!
زمانه، ما مرګ ته ورولي.
زمانه، هغه کپس دی، چې ما پر ځان را تاو کړی.
دا خټین، لرګین، ژېړ او سره او سپین شیان دي، چې تللي یا راځي.
هغه نه ځي نه راځي؛ هغه اوس دی؛ اوسنی دی؛ نه پرونی نه سبانی!
د بې خدایۍ ټوله فاصله د زمان کپس راپېښه کړې.
هغه بېکپسه دی. آزاد، یو همدا اوس!
دا نومونه، دا څېرې،
دا خبرې اوتې، بوتې...
دا کارنامې څومره راپورې درنې شوې!
که کامیابي ده، که ناکامي، که سرلوړي ده که بې عزتي،
ټول د همدې کپس بُتان دي.
دا د واقعیت زمان مې په بُتانو وپړساوه، وپړساوه...
چې په کې له لوړه، لوړه برجه راولوېدم.
هېڅ شی نه و؛ یوازې یو و.
زمان چې اوبو یووړ، زه هم ووینځل شوم، بې خدایي هم ولاړه
هومره ورکه شوه، چې نه وه.
٭٭٭
۳۴
لیکوال ځان لیکي، او ښه یې همدا ده، چې «خپل» لیکي.
ځان چې نه لیکي؛ نو څوک به لیکي؟
خدای شته؛ نه ځي، نه راځي...
په پوهه کامل، په واک او ځواک پوره،
ژوند له هغه څخه، هغه یوازې مینه او په هرڅه کې پورته له بیانه!
نه! نه لیکل کېږي، نه تفسیرېږي.
...او لیکوال ځان لیکي!
خو چې دومره رښتونی شم، چې د توریو په ورا کې
د (ځان) پټه بلا ووینم؛
(شیطان) همدومره نېږدې دی!
ما چې «بل» پسې کاڼي وارول،
کاڼي شنه شنه شېطانان وو، چې له ما ووتل
او راباندې را تاو شول، را تاو شول، راتاو شول...
لوېشت په لوېشت،
شېبه په شېبه شیطانان له «ما» ودرېدل!!!
ټولې شیطاني څېرې، خبرې، ویناوې او لارې
زما خپله ننداره ده: ما په نورو کې ځان واژه.
زه په نورو کې د ځان په ننداره وم.
شیطان بل چېرې نه ځاېږي، پرته د «زه» له سوړې.
ټول «زه» همدا دی.
دنیا خدای پیدا کړې او سپڅلی ژوند په کې ځغلي، منډې وهي؛
چې څو بېرته یوه ته رسېږي.
سړي، رنګونه، قومونه، وچې دښتې او شنیلي غرونه،
ټول د خدای په سندره ډک دی.
چېرې نه دی؛ همدلته پټ دی. همدا یې پوله، همدا یې ځاله.
زه یې له لومړۍ ورځې سر پورې ولاړ وم؛
زه وم، ورباندې تېروتلم.
چې ویې وینم؛ بیا مې د چا وژلو، اېلولو
بدلولو او سمولو پسې نه شي لېږای.
چې ویې وینم؛ بیا ټول اورونه، او سیوري،
ټولې فاصلې او دامونه،
همدلته نېږدې په نېږدې، همدلته په ځان کې وینځم
او یوه ته نغده ورګورم.
چې خدای پیدا کړي، د خدای نوم ورباندې ځلېږي.
هر ژوندی یوازې، یوازې،
په هغه شپېلۍ چې خدای دی پنځولی،
نارې وهي، «خدای یو دی!»
زه په چا چاړه ور تېره کړم.
...
همداسې مې لیکم...همداسې مې لولم...همداسې مې مینځم...
همداسې مې ګورم... همداسې مې ورکوم؛
لکه لاره چې ورلنډوم.
ټوله لاره په ما کې تېره شوې؛
زه یم
لاروی زه یم
رسېدلی هم زه
...
رښتینې هندسه مې ولیده؛ ځان لیکلو پرې وروستم.
تاریخ مې پای وموند. زمانه مې پای ته ورسېده.
ټول زه د زمانې وم؛ زمانه «زه» وم.
فاصله بله نه وه، فاصله بله نه وه...
«زه» و، «زه» و، «زه» و...
٭٭٭
د زمري ۱۳مه
۳۵
دنیا ته مې کتل، کتل، کتل...چې پوه شوم:
«ما خو ټول دنیا ته کتل!!!»
ځان ته مې وژړل؛ ځان ته ور ښکته شوم؛
وېرېدم، ځان سره نا اشنا وم:
دننه سمڅې وې او سوري، او ګړنګونه!
کړس، کړس شو...
یا کټ، کټ شو...
یا ترپ، ترپ شو:
«پنځه سرونه مې ولیدل!»
لکه غل او پولیس ودرېدم.
څک شوم.
سترګې مې رډې، رډې راووتې!
غوږونه مې بوڅ، بوڅ ودرېدل.
خوله مې وازه شوه، وازه شوه...
هومره وازه شوه، چې د ښامار رسم په کې ژوندی راووت!
ټوله بلا همدا وه؛ دنیا مې نوره هېره وه؛ همدا ټوله دنیا وه.
ټوله بلا په ما کې دننه وه،
نېږدې...کټ مټ زه، زما وه!
د «زه»، بلا زما وه.
پر ښکلاوو شرمونه ما ور داغلي وو.
وېره ما راوړې وه،
جګړه ما کرلې وه.
لال او زمرد «ما» ځانته لیکل کول؛
...
دا چل ذهن جوړاو!
ذهن خپلو شیانو، سړیانو، هدیرو او ملنګانو باندې،
چې «ګفت» ورته شوی و؛ زړه تړلی و.
ذهن د حواسو پر پښو رنګونه غوبل کړل.
د حواسو په لاسو یې غلې او ګاڼې او زورورې خاطرې
په خپل نامه کړې.
د حواسو په سترګو یې خپله دنیا هومره وغځوله،
چې نسلونه، نسلونه یې په کې ولاړ شي او دا لا اوږده شي
چې د «نېستي» ځمکه هم ونیسي
«لرغوني خدایان، یوناني او مصري رب النوعه داسې زموږ په زړه حافظه کې تېرشوي»
...
«زه» بر ناست و. شمله آسمان ته لوړه؛
د جنت حورو ښکلوله، خبرې:
«دا زه وایم!»...
د ګېډې ګړمبهاری، او د ښاپېریو چکې کتابو ته ور وتې،
هلته پاتې کېدې...ځمکه برخه زما وه.
بد وډار شوم، لاس مې کړ، چې ټولو ته اور واچوم؛
کتل مې دباندې یم! دنیا ده او «کاپېر، کاپېر» سړي،
او بې اجازې، بې اجازې «فکرونه»
او د مړیو پر خاطرو ننګ کول!
زړه مې و چیغې کړم...
بیا ژر له ځانه وډار شوم. «دننه ښاماران شنه شنه خندېدل!!!»
د بل جنس د ښکلاوو، طلایي تاجونو، قصرونو او قبرونو «شهوت»
د ذهن په چلونو او د احساساتو او عواطفو په لاسونو،
د «قهر» اور هره خوا شینده.
سپېنې شېبې او پاکې شېبې د «طمعې»
د ښامار غرهاري پړسولې، (ځواني او زړښت په همدې کې ولاړه).
په سړیانو او شیانو «تړلتیا» اووووو...
«ځانپالنه»!
ګوښې ته شوم، چې «باچا» ته عریضه ولیکم.
عریضه، همدا وه!
خندا راغله او غاښونه مې سره وچیچل
څه شی را په کې را ویښ شول،
«مومنخان»، همدا وخت و!
خو شیرینو نه وه، چې اوښکو ته مې شمال جوړ کړي؛
له اوو سیندو او اوو غرو مې ور واړوي؛ تر خدایي کوره پورې!
ما ته اورونه را په خوله وو.
زه خپلو بچوړو ښامارانو په اوږو سپور ګرځولم؛
د ښامار ټوله سفرنامه همدا «زه» وم.
هرڅه مې کتل!!!
هرڅه مې جوړول!!!
خو شیرینو نه جوړېده! شیرینو را په کې ورکه وه.
پاڅېدم چې ټول مال او حال په شیرینو ور وسوزوم.
اورم، چې شیرینو له دننه، دننه را په کې روانه وه؛
ده!
ودرېدم! چوپ شوم! په هوا کې وچ شوم. حتا پښې مې اضافي وې!
دادی ومې موندله:
د دنیا غټ اور زه وم. زما اور پر شیرینو ور «شین» و.
شیرینو په ما کې روښانه وه، مومن خان ما ویده درلود.
او حق تر دې ټولو نېږدې، نېږدې!
دنیا تکه سپینه پراخېده؛ خو «ځای» ېې نه و!
ځای یې زه وم؛
زه وم ولاړ.
بېرته شوم؛ خو دنیا چېرې ولاړه نه!
دنیا نه وه، همدا سپینه وه،
سپینه دنیا په هر شي کې ویده وه.
دنیا چا نه وه لیکلې.
دنیا نه مکان درلود او نه وه په زمان کې سپره.
دنیا دننه، زه دننه
هېڅوک مې پاتې نه شول؛ پرته له یوه نه!
هغه هم زما نه و.
د یوه هم نه وه.
هغه خپل و.
له «خپل» پرته د هېچا درک نه و، د هېچا درک نه و، د هېچا درک نه و...
٭٭٭
۳۶
«درک» یوه لحظه دی. او ناڅاپه پېښه کوي.
او بیا په اوږده مثنوي کې اورېږي، اورېږي، اورېږي...
او ورپسې د متشرېحینو وړیاخور ټولګی لیکه کوي؛
زمان همدې ته وایي.
اوس، د زېږون شېبه
شرحه د «وو، نه وو»
رښتیا!!! (زمان) هم د (فزیک) جنس دی.
اکاډمیک فکر لګیا دی، هستي تشریح کوي؛
خو هستي هماغه یوه شېبه درک دی، زوکړه ده؛
کټ مټ خپله اوس.
درک ته به بېخولې لارې څارې
زېږون به بې ژبې مومې،
هغه همداسې دی!
نه په پښو ورتلای شې
نه یې په لاسو را اخستلای شې
نه یې څېره شته، نه نوم: تش لکه نیستي!
درک یو دی، یو ځای دی. نه مانا کېږي او نه ذهن کې ځاییږي.
درک له ذهن او حواسو ها خوا دی.
درک کټ مټ (یو) تجربه کول دي.
د درک پوله له روح سره ده. او روح هېڅ پوله نه لري.
هېڅ ځای، نه ځاېږي؛ ځکه ځای یې نه شته.
هغه هېچېرې نه شته، ځکه (ځای) نه شته.
درک شته! بله خبره نه ورسره جوړېږي. درک نه شم وېلای!
د درک ژبه غږ او توري نه لري. ددې ژبې نسب نه شته.
دا ژبه یوه کلمه، یو نوم دی؛
خدای!
په دې ژبه چې وغږېدلې، بیا روح شوې، بیا خدای شته.
بیا چېرې نه ځې!
بیا څوک نه وژنې، نه سموې!
بیا هرڅه په پاخه فصل کې دي.
بیا یوازې یو خدای شته.
بیا هره خبره، هر نوم، هر حرکت د یوه په ذکر بدلېږي.
بیا توبې او زارۍ نه کړې؛ ځکه هرڅه په عبادت کوې!
خو «زما» «عقل» روح چېرې دې ته پرېږدي، چې په کاغذ او قلم را تېر شي!
...
درک د روح ویښه شېبه ده.
درک روح ویښېدل دي. او روح شته؛ ځکه خدای یې شته.
اخلاق همدا دی؛ «خدای شته!».
٭٭٭
۳۷
درک، خرد را څرګندوي. خرد لومړنۍ پوهه ده؛
نه جوړېږي او نه یې حسي- ذهني ابزارو ته اړتیا شته.
دا د ټول حقیقت زده کړه ده. دادې حقیقت ژبه ده. خرد، ټوله زده کړه ده؛
خو ټوله نړۍ چې چاڼ کړې؛ ټولګی او ښوونکی به یې ورڅخه دباندې راونوځي.
خرد دننه راویښېږي. دا ژوندۍ پوهه ده؛
همدا شېبه، همدا اوس!
دې ته به خپله لوښی کېږې، دا به خپله زده کوې،
دا به له ځانه اورې؛
ځکه خرد دننه دی. لکه روح همالته ناست ویده دی.
خرد ژوند دی؛ ژوندی دی...مخامخ، روڼ او ساده غږېږي؛
خو توري او کلمې ورپورې وچې وچې نښلي، ودروي یې؛
هغه په زاړه لیک کې د غڼو تارونو خوړلی، وژلی؛
ځکه په تورو کې وژلی پروت دی.
توري او کلمې هم په دې منزل اخته دي، چې حقیقت په کې وشي؛
خو حقیقت شېبه ده. یوازې (اوس) غږېږي؛ خو متن، تللې زمانه وایي.
...څه ووایم!!!
څومره چې هستي ژوندۍ وینم؛
حکمت دی، خرد دی او عشق دی!
٭٭٭
د زمري ۱۶مه
۳۸
که مینهګر شم؛ راڅخه دومره مهال ورک به مې پیدا شي.
که مینهګر شم؛ ټوله ورکه به یې ورکه شم.
که مینهګر شم، د ټولو الماسو، سروزو تاج به په سر وتړم؛
هغه ته به ځم!
هغه، ددې پرځای چې ولاړ شي، شته!
مینهګر که شم، چېرې به نه ځم؛ له هغه به نه ځم!
وینم چې له ماشومتوب را سره و.
یوازې یو و. هغه و؛
نه رنګ خپل و، نه باور او نه د جګړو اورونه- تور اور سوي
توغونه- زیارتونه
...
حرکت نور نه شته؛ هالته غوړېدل دي؛ هومره چې هم ستوری یې،
هم یې ویني، هم ستوری ستا په بې دلیله اګاهۍ کې شته!
چا ته به نه ورګورم،
څوک به نه وینم،
څوک به نه وي!
پرته...آه، چې مین نه یم، نوم یې څرنګه اخلم!!!
مینهګر څه نه لري، پرته له هغه نه!
مینهګر څه نه وایي، پرته...
څه نه اوري...
چېرې نه ځي...
څه شی نه مومي...
مینهګر په هره خوا چې ځي، یوازې یوه ته ورځي.
او هغه یو دی، یوازې دی، او پرته له دې څه شی نه شته...
هغه هېڅ ځای نه شته، یوازې زما له خوسا حافظې ور ها غاړې...
چې مینهګر شم، قند او شحمیات
نباتات او حبوبات به نه خورم...
غواوې او وزې به تر هغو ژوندۍ ګرځي، چې هغه، پرې ایښي.
مینه؛ به خورم، مینه به کړم، مینه به وم.
مینه هسک ته تللې پټې او زینې دي.
مینه له خدایه را روانه کلمه؛
اورېږي، چې ټول خیشته کړي؛
تر هغه پورې،
ټول په مینه خیشته، پیشته کړي، یوازې یو پاتې شي
او هغه خپله مینه، خپله مینه، خپله مینه...
٭٭٭
۳۹
مینه،
تر ژوند دمخه، تر زه او ځان دمخه،
تر هرچا او هرشي دمخه د هغه، لومړنۍ ټوله نښه.
مینه، په ټولو شته نومونو، رنګونو، ولسونو
مېږیانو او ګربُتانو بار کښتۍ.
مینه، له آسمانه د «فرار» ټوله لار.
مینه، لومړنۍ چیغه.
مینه، کور ته د ورتللو بېړۍ،
مینه، یوازینی مینهګر چې یوازې مینه کوي؛
او «مینه» پرېږدي، چې سل زره رنګونه راوړي.
مینه، دومره مینهګره، چې (فعل، فاعل او مفعول) نه لري.
مینه، ټول هغه څه چې شته. ټول هغه څوک چې شته. ټول هغه...
مینه د ټولې هستۍ خټه!
٭٭٭
د زمري ۱۷مه
۴۰
مینه،
زه څه وینم،
پرته له مینې نور زه څه وینم؟!
زما ژبه دومره مینه پر اوږو نه شي وړای.
ژبې بېوزلی کړم، کنه چړې او تورې، ټوپک او زغرې،
پنجرې او زولنې...ما چېرې جوړولې!
مینه،
مینه مې ونه کړه، عقل را ویښ شو!
عقل کورونه او کلاګانې، برجونه او مورچې را باندې را تاوې کړې.
زه یوازې شوم، له خدایه لېرې شوم.
ځمکه د خدای وه، خدای مینه کوله؛
ما مینه ځانته سپموله، مینه ولاړه،
نوره نه وه.
مینه،
مینه وم، لاسونه او پښې، غوږونه او سترګې...مې واغوستل
په مینه پسې ووتم، همدا مې له بل سره مسابقه شوه.
زه مینې جوړکړی، پنځولی، مینې پر ځمکه را لېږلی،
چې دومره مهال د حواسو د خوندونو لپاره سوالګر شوم.
مینه،
خو چې وشي. د لوی مینهګر زده کړه همدا ده.
مینه، برېښنا ده؛ نه زیرمه کېږي.
نه زیرمه کېږي، ځکه په وینو سره ځمکه کې لا رڼا ځغلي، لا سندره شته.
آه،
ځمکې مینه وې، ژوند وې
ما قابیل- هابیل کړې
ته زما دیوان یې، دفتر یې
قتلګاه ما جوړه کړې.
ځمکې ته مینې غږولې سپینه کلمه وې، ما وچه کړې،
ما متن او کتاب ته واچولې.
ځمکې، ته ها اوسنۍ مینه نه وې!!!
«زه» د جګړن ذهن مرخېړی و
ووت چې پر ځان «سیم» او «دیوال»
«کلا» او «بالاحصار» را تاو کړي!
کبرونه زما د ذهن تور کارغه جوړ کړي
لوړ کړي.
پولې هغه بیتونه او مسرۍ دي، چې
زما ذهن خپل شعر په کې زده کاوه.
څه خوب و، چې په کې ماده، ماده شوم!
څه خوبونه وو، چې په کې نوم شوم، څېره شوم،
نوم شوم څېره شوم، نوم شوم څېره شوم
...
اوووو...څېره که ښه وه، هغه به لرله.
نوم که رښتونی و، ما به ورباندې موندلی و.
عقل او لاره یې چې همدا وه،
موندلی به مې و.
دا یې لاره نه ده چې هندوانو
«مندر» کې رسم کړی دی!
یا یې «بامیانو» کې
«صلصال» او «شمامه» لوی ملا صیب وژلی دی...
د هر ذهن دننه دی:
بُت دی!
هر قوم، ژبه او زمانه کې چې هغه په
«کور» شو، «معبد» او پالنځی شو،
ورک شو.
ټولو ورک کړی؛ ځکه د ټولو دی،
ټولو ته رسېږي،
زما سترګې او لاسونه
غوږونه او فکرونه یې نشي راوړی
هغه یو دی، لوی لکه ټوله نیستي
ټوله هستي، لکه هېڅ شی
نه دی!
هغه شته، خو چې رسم نه شي، خو چې زما نه شي.
خو چې څه (شی) ونه وینم.
هغه غږیږي، خو چې هېڅ (شی) وانه ورم.
هغه نافزیکي کلام دی.
هغه ته فزیکي رسمونه، جسمونه، څېرې او ټبرونه ټول واړه او زاړه دي.
هغه شته، خو چې هېڅ شی ونه اوسم.
هغه راځي، خو چې ورته سپینه لاره شم.
- هوووووو...خبرلوڅه، ومې موندلې!
چې شته، څوک یې چې غږېږې؟؟؟
- ویې بخښلم:
هغه خو ټولو سره مینه دی،
هغه خو ټولو سره مینه دی، هغه خو ټولو سره مینه دی
...
آههه...که ټول میېن را ویښ شوو،
دا قسمونه، فکرونه، باورونه، مرګونه،
تر سختو سخت پل اخستونکي او پلونه...به څه شي؟!
که یوه ورځ مینه وکړو، «دښمن» به دروغ شي.
که مینهګر راویښ شم:
چېرې به لاړ شم، چېرې به لاړ شم، چېرې به لاړ شم
...
که مینهګر شم، سرنوشت به مې مینه شي.
مینه شته؛ خو چې مینهګر راویښ شم.
زما او «زه» ترمنځ واټن همدومره دی.
سرنوشت مینه، مینه، مینه دی.
٭٭٭
د زمري ۱۸مه (یو څرک وشو، په نااشنا ځمکه کې؛ زه به یې داسې راوړم)
نوره بیا..... |