د چنګاښ ۱۵مه:
۱۱
دغه هوا چې زه یې را کاږم، د کوم نژاد ده؟
دغه اټومونه چې بدن ته ننوځي او بېرته وځي، په څه یادېږي؟
ژوند کوم جنس دی، چې آدم او ښامار یې لري...
ژوند اصل دی، که دا ذهني نومونې چې ټول تاریخ یې د وژلو قصه وایي؟!
زما او د ژوند اړیکه څه راز سره لري؟
زه پر «ژوند» ژوندی یم که ژوند زما پر نوم، قوم، پلرني دود او دستور...
څوک ژوند پنځولی یا ایل کولای شي؟
ژوند، څوک خرڅولای یا پېرودلای شي؟
ژوند څېره لري، رنګ لري؛
زمانه او سیمه لري؟
ژوند لومړنۍ کلمه ده؛ غږېږي، پنځېږي
او ټولې څېرې او رنګونه اغوندي.
ژوند سپین رنګ اغوندي؛ خو تور یې هم خپل دی؛
«نلسن ماندلا» یی څوک دی؟
«سقراط» او «لایي تسه» څوک دی؛ ژوند دی
ژوند هغه رود دی، چې ټوله هستي یې پنځېدلې
ژوند عشق دی، عاشق دی، معشوق دی.
مذکر او مؤنث نه لري.
مذکر، مؤنث غوښتی؛ مذکر شوی.
جنسونه، او رنګونه، او قومونه زما فرمایشات دي
او ژوند دا ټول اغوستي، راوتی چې زه بې دلیله خپل برخلیک وګورم؛
چې رنګ یې زما دی، حجم یې زما دی.
زه شېبه شېبه، کټ مټ له ځان سره مخ یم.
زه خپله بیه یم. زه خپل دوکان کې ناست یم
او وچولی مې ګنډلی، چې (کافر) یې له کومه شول؟!
هغه د ژوند یوه څېره ده، چې دا شېبه همدومره را بربنډېدلای شي.
قدونه، او عمرونه، او کتابونه واړه یا زاړه
ناچله یا مړه نه دي؛
هرڅه او هرڅوک د فکر او اګاهۍ ټولګی دی، چې په خپل وړ قالب کې زېږېدلی
او زما مخکې ولاړ ټول پالنځي دي.
زه که وړکتوب وینم، یا که څوک د فکر وړکتوب وینم
یا که فکر او باور وړکتوب وینم؛
یوازې دا تجربه کوم، چې خدای له ټولو کوچنیانو سره دی.
سړی، فکر، باور، څېره، نژاد، وینه، تاریخ...به کوچنی وي
خو هومره نه چې بېخدایه شي؛
له خدایه ورک شي.
زه به یې ورک کړم؛
خو هغه یوه شېبه نه یم ورک کړی.
«څومره چې ولوېږم، بیا هم د هغه په لاسونو کې یم!»
٭٭٭
۱۲
زه د فکر او باور یوه پوړۍ یم!
زما او آسمان ترمنځ همدا رنګونه، قومونه، باورونه...
دي، چې زه پټه په پټه ورخېژم.
نړۍ معنوي ده.
هستي خدایي ده.
سرنوشت خدای لیکلی فرمان دی!
زه چې هر چېرې وم، هومره نېږدې یم،
چې هر بل رنګ یې نېږدې دی.
هر رنګ، هر قالب، هر فکر...
هغه برج دی، چې یوه اروا ورڅخه د ورک وطن په لور ورګوري.
زه چې هره څېره، او رنګ او فکري قالب ناروا ګڼم
د خدای په لور یوه پرانستې سترګه ړندوم.
یو ور غځېدلی لاس غوڅوم.
یوه روانه پښه د خپل فکر په تبر وهم...ټول وژل ناروا دي.
خدای دی، او ټول یې د لیدلو- درلودلو په حق او سرنوشت پیدا دي.
٭٭٭
۱۳
هره څېره چې له پښو غورځوو، د مینې یو نندارچي، یو مینهور دی؛
چې مري، هابیل کېږي؛
لکه «زه» یې چې قابیل شوم.
…
کاڼی یوه اګاهي ده. هومره سخت ویده، چې یوازې سنګتراش یې را ويښولای شي.
د سنګتراش لاسونه هغه ژوند خوځوي، چې له خدای څخه راځي.
سنګتراش یوه څېره ده، یوه دبدبه!
خو ژوند هغه خدایي غذا ده، چې د مینې زانګو کېږي
او هستي له ټولو خاورو دوړو سره تر شنه تشیال لاندې، آهنګینه خوځوي.
آهنګ د ژوند درزا ده،
چې د مور له «اللو للو دلته مه راځیه غلو...» دمخه
ما د هغه کور په لور ور بولي، چې له ازله زما په نوم، پر خدای ډک پیدا و.
زما لاره هغه ده، چې کور ته پرې رسېږم.
د زاڼې الوت هغه دی، چې کور ته به یې رسي.
د معلم او امام لاره هغه ده، چې د فکر او باور په زور یې؛
په «ډار» او «زور» غواړي.
څوک دي، چې بې لارې دې وي؟!
د ژوند ډولونه په خپلو طبیعي لارو کورونو ته روان دي.
خدایي دي کورونه؛
معبدونه!!!
که څوک وي، چې زه یې لارې ته برابر کړم؛ خپله به را نه ورکه شي.
که هغه (بل) مې په (لاره) بوځي، خپله به مې نه وي؛
تجربه به مې نه وي.
څوک نه شته، چې څوک یې بوځي، ځکه لارې جلا، جلا؛ خو مقصد یو دی.
ځکه خدای یو دی.
دومره «مقدس» جنګونه وشول؛ خو خدای او کعبه «یو» پاتې شول.
٭٭٭
۱۴
د زمان له شېبو
شېبه شېبه په یوه قالب، په بل قالب کې
راوتی او ورڅخه «پورته» شوی یم
د بدن قالب نه شته؛ یوازې مړه عکسونه دي،
چې په (تمدونونو) کې سره جنګېږي.
که یو ځل فزیکي زمان ودروم،
په څټ ولاړ شم، زما لاره به چېرې وشي!!
بل څه نه شته چې وېې مومم؛ خو خدای!
زه څټ ته ځم، له متن څخه دمخه کېږم
له «اوسپنې» «برونز» «مس» «ډبرې»
وتلی، وتلی؛ یوازې خدای موندل کېږي...
زما ټولې موندنې نقلي دي.
خبرې مې هغه ماشیني شوی آهنګ دی، چې له یوه رابهېږي.
هېڅ شی سخت نه دی؛
یوازې زموږ ژبه، کاغذ، او متن
د غرڅو او ونو، ډبرو او سپینو زرو له ډډو را تویېږي.
په اوسپنه چې کرښې را شنې کوې، نو په اور به کښېنې،
اور به خورې، چې وخوړل شې «هغه» وینې.
«هغه» شته! بې اوره، بې ډبرې، بې مسي او برونزې معبدونو
هرځای شته.
ما څه وکړل، «لوی» را نه خاورین شو
په خاورینو معبدونو کې اوسي
او اوسپنیز غازیان راځي، چې له معبدونو «کوه نور» او «سنګ شامقصود» غلا کړي؛
کور سره نېږدې، هغه ته کور جوړ کړي.
خدایه! ساده کېږم:
طلایي، او نقرهیي، او مسي
جامې هېروم، ساده کېږم؛
متن وباسم، چې له مړه فیلسوف سره پاتې شي!
زما څه نه شته؛
زه هغه را نه ورکه برخه یم، چې په لومړي ساه کښلو کې جلا کړه،
خاورو ته ور واچوله.
خاورې او ډبرې له هغه راشنې شوې،
نبات او امیب د هغه لپاره څېرې او قدونه شول،
آدم خان او رستم بابا هغه زاړه کړي،
لا پوټکی اچوي او د قوم او نژاد څېره را وباسي،
چې آسمان یې کور نه شي،
ستا نوم یې سندره؛ «دی» به ویده وي، کلی یې ورک او ته یې هېر.
٭٭٭
۱۵
دا کرښې هم عجیبه سترګې دي!
زه په کرښو لګیا یم؛ غواړم (غټ) ووینم!
غټ که غ غ غ غ...ټ وي، په دې خولې کې به څنګه ځای شي؟
غټ د خولې نه دی.
غټ د متن او کرښو نه دي.
غټ (ټول) دی؛ خو یو هم نه دی.
غټ دی؛ خو نه دغه څېره،
خبره او وچه د حروفو هندسه!
غټ شته.
غټ بهېږي؛ غږېږي؛ څرګندېږي...
ټوله هستي یوه په نومونو، نژادونو، باورونو...
داغ کړې خوله ده چې غټ غږوي.
هر غږ، او آه، او مینهګره اوښکه
هماغه غږ دی، چې لوی غږوي.
٭٭٭
۱۶
څوک نه وم، چې ځان پیدا کړم
نوم پیدا کړم، سیمهوال او فکروال پیدا کړم؛
قوم شم او ژبه
او پالنځی یې پیدا شم!
ځمکه نه وه، چې پاتې شم.
معبدونه او ځمکني خدایان نه وو، چې ژوندي واوسي؛
مړه دي؛ کاڼي مړه دي.
په کاڼو که ورمنډه کړم، حتا پلار، نیکه، غور...
لر او بر نیکه ورک کوم.
زما څوک نه شته؛ څه شی نه شته.
خدای شته؛ خو څوک یې نه شته.
خدای شته؛ ځکه دروغو ته ځای نه شته.
دا څوکۍ، مېز، کمپیوټر...
خونه، ودانۍ، ښار...
هیواد، ځمکه، کیهان...
هستي او نیستي یو خوب دی، چې ما په ځان کې وچوي؛
څه نه شته، هغه چې وي، بل څوک ځایېږي؟؟؟
٭٭٭
۱۷
څومره چارې او کارونه سرته رسېږي، چې واړه او زاړه یې د پښېمانې په اور کې سوځي.
«زه» ځان ته واک ورکوم، چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته سمه لاره پر ګوته کړم!
شناختې ځکه له ټینګو ډبرو جوړېږي، چې له لکړو لوېدلي لارښودان د ډبرو په قد کې ودرېږي
ترڅو «زه» ژوند چل او ناچله اعلان کړي.
ژوند شته؛ خو موږ یې تېروو!
ژوند راڅخه تېرېږي!
زما او د ژوند زمان سره بېل دي.
زما زمانه د څلورو فصلونو،
په ډبرینو لوښو او زري تاجونو سره پره ده
او د ژوند زمانه هغه ده، چې ژوند له ذهنه آزاد وي.
زه ژوند په عکسونو، لوړو دیوالونو او هغو متنونو کې ګورم،
چې نور نه شته.
زه د ژوند تحقیق کوم.
زه یو څه او ژوند بل څه دی.
زه ژوندی یم؛ خو لا مې ژوند ویښ نه دی.
زه ژوند له تېر سپېدوچاود
را روان ژېړي مازدیګر
او د را په لاره قیامت په چاودنه کې تېروم؛
ژوند تېروم؛ لکه بندي یې چې تېروي.
تازه پوه شوم، بندیان څوک نه و،
یوازې زه بندي وم، یوازې زه بندي وم، یوازې زه بندي یم...
٭٭٭
د چنګاښ ۱۶مه
۱۸
دا ورځ څه شوه؟!
دا شېبه څه شوه...
زه د شېبې، ورځې، مېاشتې
او کال یم که واړه زه یم؟!
زه دغه شېبه یم، څومره چې ویښه په ځان کې لرم- تېروم!
نن مې په خپلو ساه را ښکلو، ویناوو، چلندونو
سره پره کړه.
وینې زما وې؛ ما تویې کړې.
ما (هغه) ونه لید.
ما خپلې کږې، وږې خواوې
دلته، هالته...
په سړي او مانفسټ یا عقل کې څېړلې، چې
ړنګې شوې!
لا کوږ، لا تیاره شوم؛ لا ډک لا جاهل شوم
تبُتي راهب به هر سهار خپلې نارې داسې ځوابولې:
«بوکوچو!
-آورم ښاغلیه!
-هوښیار اوسه، دادی یوه بله ورځ هم درکړل شوه!
-ښه ده ښاغلیه! زه به خپل ټول وس کوم»
مریدانو ګڼله، چې پیر او استاذ یې بوډا شوی، لیونی شوی؛
خو دننه یې ځانونه نه کتل، چې خپل غږ یې دی، خپل ځواب یې دی!
ذهن، ذهني وګړي، یعني مړ نفوس
مړه زمانه. اوس، یعني ژوند
له خدایه سره، هو ژوند له خدایه سره
ځکه ژوند د خدای دی
او هغه نه ځي، نه راځي، بلکې هغه تل اوسي.
٭٭٭
۱۹
کمپیوټر ته ناست، غوږۍ په دواړو غوږو را پرتې: یوه هغه شپېلۍ غږېږي
چې ټوله ځواني یې د (زاړه ښار) په سرپټو کوڅو کې وغړمبېده
له وچو لرګو- وسو سره والوته
او دلته کسټ په غله ژبه، ما د غږونو په کاغذونو کې اوبه کوي
غږ شته؛ کاغذ څنګه اورم!
غږ نه ثبُتېږي، نه ودرېږي، نه وچېږي
غږ نه مري؛
ترڅو «غږ» ته ورسېږي.
بل څه نه شته، ټول سرنوشت همدا دی.
ټول ورک وګړي له «هغه» سره دي.
٭٭٭
۲۰
ژوند په یوه قالب کې راویښېږي، الوزي،
ژوند ته ځي. د ژوند چینه هلته ده، چې هېڅ شی نشته.
ژوند شته؛ خو نه وېل کېږي.
وېل، کړل، جوړول، ورانول...ټول ځمکني دي.
زه یم؛ نو څه شی جوړ شي؟؟؟
چې خدایي نه وي، په کومو سترګو به پاتې شي!!!
هی!
څومره مې ځمکه، هوا،
اور، باد، اوبه...
باد، باد متن کړې؛ خو نه شوم!
زه هغه یم، چې د زړه له مېو یې پنځول.
خدای کامل دی،
نه یې زیاتوي، نه یې لږوي؛
ځکه هغه «هغه» دی، چې دی.
هی هی!
دا مې څومره زده کول.
ها خو هرڅه کې دی.
دا لکه چې کتابونه او ډبرې له یوه جنسه شول.
...
نه به یې وایم، کنه کتابي ډبرې بل نژاد راباسي.
|